کریم خرم وايي واخان ته لاسرسی د پاکستان پخوانۍ هیله ده خو هیڅکله به پکې بریالی نه شي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس وايي، واخان ته لاسرسی او ترلاسه کول یې د پاکستان پخوانۍ هیله ده خو په دې کې به هیڅکله بریالی نه شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس وايي، واخان ته لاسرسی او ترلاسه کول یې د پاکستان پخوانۍ هیله ده خو په دې کې به هیڅکله بریالی نه شي.
د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښه له نښتو سره هممهاله پاکستاني شنونکو ددغه هېواد پر حکومت غږ کړی، چې له روسیې او منځنۍ اسیا سره د مستقیمې سوداګرۍ لپاره واخان په واک کې واخلي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د واخان او پاکستان مسالې ته په اشاره نن یک شنبه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې واخان ته لاسرسی او ترلاسه کول یې د پاکستان پخوانۍ هیله ده، خو په دې کې به هیڅله بریالی نه شي.
نوموړي زیاته کړې، چې «چې پاکستان دې د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي، نورې لارې د ټولو په ځانګړې توګه د پاکستان په زیان دي.»
واخان دهلیز د افغانستان په بدخشان ولسوالۍ کې یوه ستراتیژیکه سیمه ده، چې افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره نښلوي.
طالبانو تېر کال په بدخشان کې د واخان دهلیز د سړک جوړولو چارې هم پیل کړې وې او ویل کیږي دمګړی د ۵۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې د چین د یارکند تر سیمې پای ته رسیدلې دي.
وړاندې تردې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې پاکستان هڅه کوي د چین او افغانستان ترمنځ نښلیدونکې سیمې ته لاسرسی ومومي.


یوي ایراني رسنۍ د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسون د غړي له قوله راپور ورکړی، چې ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه واردوي.
نوموړي ویلي، چې په نیمروز کې د اوبو بند د افغانستان په لویدیز کې د اقلیم له اغیزو سره هیڅ تړاو نه لري او دا په ډاګه کوي، چې ایران تر فشار لاندې راولي.
د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسیون غړی ابوالفضل ظهره وند د ایران له انتخاب خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ترکان په افغانستان کې بندونه جوړوي او دوی فکر کوي، چې پر تهران په فشار راوړلو سره ایران کمزوری کوي.
نوموړی له افغانستان سره د اوبو مساله یوه ستراتیژیکه مساله بولي او وايي، «اوبه له افغانستان سره زموږ په اړیکو کې یوه ځانګړې ستراتیژیکه برخه ده. له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې د اړیکو په اړه د هر اړخیز نظر د نشتوالي له امله موږ ته زیانونه اوښتي او ان اوس هم هغه دوستان چې له طالبانو سره د بشپړې اړیکې په لټه کې وو، ځانونه د دې زیانونو مسوول نه ګڼي.»
دغه ایراني چارواکي په افغانستان کې د ترکیې له لوري د اوبو د بندونو د جوړولو په اړه وویل:«اوس دوی د زرنج په سیمه کې یو بل بند جوړوي او دا نوی بند د افغانستان په لوېدیزو برخو کې د اقلیم له اغیزو سره هیڅ تړاو نه لري او دا په ډاګه کوي چې دوی موږ تر فشار لاندې راولي او داسې ښيي چې موږ به د اوبو مسالې ته په اړیکو کې د ستراتیژیکې برخې په سترګه نه ګورو او تل مو ویلي چې طالبان ښه دي، اوبه یې را خوشې کړې دي، داسې او هغسې شوي، په داسې حال کې چې له هر هېواد سره په اړیکو کې زموږ د بنسټ ډبره باید ستراتیژیکې برخې وي.»
نوموړی دغه راز وايي، ترکیه په دې کار سره نه شي کولی چې ایران تر فشار لاندې راولي؛ بلکې که د خپل هېواد داخلي اوبه په ښه ډول مدیریت کړي هم ورته بسنه کوي.
د ایران د پارلمان دغه غړی وايي، چې د ترکیې په ګډون ځینې هېوادونه د ایران ختیزو برخو ته څیرمه د جیو پولیټیکي وضعیت او د خپل رول د ډېرولو په لټه کې دي.
نوموړي له افغانستان څخه د ایران د اوبو د حق او نوو تړونونو په اړه وویل:«په ټوله کې طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي او له همدې امله سم هویت نه لري او همدا اوس دوی په خپلو منځونو کې اختلافات لري او هغه کسان چې په کابل کې دي ژمنو او تړونونو ته ژمن نه دي.»
د ایران د اسلامی شورا د امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړی په ټینګار سره وايي چې که امریکایان طالبان په رسمیت وپیژني، له ایران سره به یې چلند ګواښونکی وي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ خپلو امنيتي کسانو ته امر کړی، چې سر له سبا څخه ټولې دندې په نظامي لباس کې تر سره کړي. پر دې ډله نیوکه کيږي، چې په ډېرو سيمو کې طالبان په شخصي لباس کې تلاشۍ او ګزمې کوي، چې خلک د غلو او وسله والو طالبانو توپير نه شي کولی.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د اميتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز د يکشنبې په ورځ د ټولو امنيتي ادارو مسوولانو او غړو ته امر کړی، چې له سر سبا څخه په نظامي لباسونو کې دندې تر سره کړي.
مبارز وايي، چې دا اقدام يې د نظم د ټينګښت او له خلکو سره د اړیکو نږدېوالي په موخه کړی.
نوموړي د طالب جنګیالیو د دندې پر شفافيت، همغږۍ او اصولو مراعاتولو ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو څه باندې درې کاله تيريږي، چې د دې ډلې امنيتي کسان په ډېرو سيمو کې د تلاشۍ او ګزمې پر مهال نظامي لباس نه اغوندي. په ځینو مواردو کې ددې ډلې کسان د کمیس او پرتوګ په څېر نظامي لباس اغوندي.
خلک نیوکه کوي، چې ډېر مهال د وسله والو غلو، وسله والو او د طالبانو د امنيتي کسانو ترمنځ توپير نه شي کولی.
خو اوس له دریو کلونو وروسته طالبان هڅه کوي، چې د خپلو امنيتي ځواکونه ليکې منظمې او په نظامي لباس یې ملبس کړي.

د طالبانو مرستیال ویاند د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ناستې ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو د استازي له شتون پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناستې یو اړخیزې او بې پایلې دي. امنیت شورا تېره ورځ یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په تړاو پر خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت نن یکشنبه «د مرغومي ۹مه» په یوه ویډیويي کليپ کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناستو کې ددې ډلې د استازي پر نه ګډون نیوکه کړې ده.
حمدالله فطرت وايي، « د امنیت شورا ناستې پخوا هم تر سره شوې دي خو دا ناستې بې پایلې وې. ترڅو چې په دغو ناستو کې افغانستان حضور و نه لري او د خپلو مشروع غوښتنو د دفاع حق و نه لري نو داسې ناستې یو طرفه دي او کوم موثریت نه لري».
د طالبانو ویاند مرستیال ټینکار کوي، چې باید په دې ناستو کې له نړۍ سره د افغانستان د وصل کولو، بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د شتمنیو د ازادولو په تړاو خبرې وشي.
د ملګرو امنیت شورا د شنبې ورځې «د مرغومې ۸مه» په اعلامیه کې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته پر ژمنتیا ټینګار شوی دی.
د امنیت شورا غړو د بشري مرستو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د مالي او بانکي سیستم د بیا احیاء لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د دې شورا غړو له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې محدودیتونه لرې کړي.
اوس مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د تېر حکومت د ډېپلوماټ نصیر احمد فایق په لاس کې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی، خو منل شوی نه دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان مخکیني ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستان او افغان طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشاره ويلي، چې د طالبانو وروڼه او ملګري باید له دې «درس» واخلي. نوموړي پرخپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ټي ټي پي يې سره کرښه ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې د پاکستان طالبانو تحريک ددوی سره کرښه ده او هیچاته باید اجازه ورنه کړل شي، چې له دې کرښې تېر شي.
نوموړي پر ديورنډ کرښه د طالبانو د جنګیالیو او پاکستان وروستۍ جګړې ته په اشارې لیکلي: « که څه هم وروستۍ جګړه ښه نه ده خو باید د افغان طالبانو ملګرو او وروڼو ته یو درس وي».
پاکستان د سې شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د جټ الوتکو هوايي بريد وکړ، چې د طالبانو په وینا، په دغه بريد کې وزیرستاني بې ځایه شوي په نښه شوي او ۴۶ ملکي کسان پکې وژل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.
د پاکستان د بریدونو په مقابل کې طالب ځواکونو په پکتیا او خوست کې له ډیورنډ کرښې سره په کورمه او وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې.

په لغمان کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې په دې ترافیکي پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لغمان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازی وايي، د یک شنبې ورځې په سهار د لغمان مرکز اړوند کله کوټ سیمه کې د یو مرسیډیز سپرلي وړونکي موټر او دوو ریشکاوو د ټکر له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نیازی وايي، په یاده پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د لغمان د والي ویاند وايي، په یاده ترافیکي پیښه کې ټپي شوي کسان د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضیعت یي ډاډوړ ښودل شوی دی.
د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولانو ویلي، چې یاده ترافیکي پیښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.