پاکستانی چارواکی: پاکستان یوازینی هېواد دی، چې د شاوخوا درې مېلیونه افغان کډوالو کوربه دی

په پاکستان کې د ایالتونو، سرحدي سیمو، کشمیر او د ګلګېت بلتستان د چارو وزیر امیر مقام ویلي، حکومت یې د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو ته هڅولی دی. هغه وايي، د پاکستان حکومت دې له افغان کډوالو سره له سختۍ کار نه اخلي.