په غور ولایت کې د بندبکک لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د بندبکک لاره د لنډمهال لپاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د بندبکک لاره د لنډمهال لپاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه لاره په بندبکک سیمه کې تړل شوې چې د بېرته پرانیستلو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
د خبرپاڼې له مخې، سالنګونو کې هم له تېرې شپې راهیسې واوره ورېږي چې د تودوخې لوړه درجه ۳- او ټیټه یې ۸- ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دمګړۍ پر دغې لویې لارې مساپر وړونکي وسایط له دواړو لورو او بار وړونکي وسایط په وار، وار له یوه لوري څخه تګ کولای شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په غور، روزګان او ډایکنډي ولایتونو کې هم د واورې ورښت دوام لري.
دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د دغو لویو لارو او سړکونو څخه د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځانه سره ولري.
له بل پلوه د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن او سبا په لوېدیځو، مرکزي، سوېل ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د درنې واورې، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې د نن او سبا لپاره په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، ډایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول د سې شنبه په ورځ ادعا وکړه، چې دغې جبهې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد تر ۳۸۰ ډېر بریالي عملیات کړي دي.
علي میثم نظري وویل، چې په دغو بریدونو کې تر ۵۰۰ زیات طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
نوموړي پر اېکس لیکلي، چې د مقاومت جبهې د خپلو عملیاتو ساحه د افغانستان ۲۰ ولایتونو ته غځولې ده.
نظري زياته کړې، چې په دغو بريدونو کې د جبهې ځواکونو ته تر ټولو کمه مرګ ژوبله اوښتې، خو هغه کره شمېرې په ډاګه کړې نه دي.
د مقاومت او ازادۍ جبهې دوه وسله والې مخالفې ډلې دي، چې په پرله پسې ډول د طالبانو پر پوستو او کمپونو د بریدونو ادعاوې کوي.
د مقاومت د جبهې تر ټولو سخت برید د تېر کال د حوت میاشتې په اوومه د کابل پر هوايي ډګر د توپونو ډزې وې.
دغې ډلې نن هم ادعا وکړه، چې د طالبانو د انرژۍ او اوبو د وزیر پر کاروان یې برید کړی، خو د طالبانو وزیر د دوی د موټرو پر کاروان برید رد کړی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر مرستیال په افغانستان کې د بندونو د جوړولو په اړه د سیمې د هېوادونو اندېښنو ته په اشارې سره وویل، دوی د افغانستان اوبه په داسې ډول اداره کوي چې د ګاونډیانو حقونه له پامه ونه غورځول شي.
هغه وویل چې د افغانستان د اوبو سرچینې د کلونو کړکېچ له امله مدیریت شوي نه دي.
په دې وروستیو کې ایراني چارواکو د هرات د پاشدان بند د جوړولو او د اوبو د اېستلو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بوزرګ زاده وویل، چې په افغانستان کې د هلمند له سیند څخه یو اړخیزه ګټه اخیستنه د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د میلیونونو ایرانیانو اوبو ته لاسرسی اغېزمنولی شي.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر اخوندزاده د سې شنبه په ورځ په کابل کې د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې د دې ډلې هدف ګاونډیانو ته د ستونزو رامنځته کول نه دي.
د هغه په خبره، دغه ډله هڅه کوي چې د اوبو له سرچینو څخه د افغانانو حقونه خوندي کړي.
اخوندزاده د وچکالۍ ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې د هلمند، فراه، کندهار، زابل او اروزګان ولايتونو ډېر خلک د اوبو د کمښت له امله نورو سيمو ته کډه شوي دي.
نوموړي همدا راز زياته کړه، چې د اوبو تقاضا مخ په ډېرېدو ده او خلک د اوبو د کمښت له امله د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره تر ځمکې لاندې اوبه کاروي.
اخوندزاده يادونه وکړه، چې په افغانستان کې د کرنې وړ ځمکې نيم ميليون هکتاره د اوبو د کمښت له امله په سمه توګه نه کارول کېږي.

افغانستان په ۲۴م کال کې لا هم د نړۍ د بې ثباتۍ او بې قانونۍ له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، یوه داسې جغرافیه چې څوک یې په رسمیت نه پېژني. روانو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحرانونو نه یوازې د داخلي ثبات لپاره ننګونې جوړې کړې، بلکې نړۍوالې ټولنې ته هم د پام وړ ستونزې رامنځته کړې دي.
په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان لا هم د نړۍوالې انزوا په څپې کې ډوب دی. د طالبانو د دویمې واکمنۍ را وروسته د هېواد د داخلي او خارجي سیاستونو او شرایطو په اړه ګڼې ستونزې راپورته شوې، چې د نړۍوالو اړیکو د خرابېدو، د بشري حقونو د نقض، تاریخي کډوالي او د اساسي قانون د نشتوالي لامل شوي دي.
افغانستان اوس مهال د یو نامعلوم او پیچلي برخلیک سره مخ دی، چې د دې خاورې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حالت یې له سخت کړکېچ سره مخ کړی دی.
۱. د نړۍوال مشروعیت نشتوالی
په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو حکومت لا هم د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. نړۍواله ټولنه په دې باور ده چې طالبان د ښځو او اقلیتونو د حقونو په برخه کې نړۍوالې غوښتنې نه پوره کوي او همدارنګه د سیاسي ګډون، بیان ازادۍ او د اساسي قانون د جوړښت په برخه کې یې لازم ګامونه نه دي اخیستي.
• د نړۍوالې ټولنې د فشارونو او شرطونو سربېره، طالبانو د یو ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره مثبت ګامونه نه دي پورته کړي.
• د رسمیت پېژندنې نشتوالی د دې لامل شوی چې افغانستان د نړۍوالو مرستو، پانګونو او اقتصادي فرصتونو څخه محروم شي، چې د خلکو پر ژوند یې سترې منفي اغېزې لرلي دي.
۲. پر ښځو زده کړو او کار ته د لاسرسي بندیز
د ښځو د حقونو وضعیت په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې لپاره د اندېښنې یو اساسي ټکی دی.
• طالبانو په سیستماتیک ډول ښځې د زده کړو، ټولنیز ژوند او کار له حقونو محرومې کړې دي. ښځې د متوسطو ښوونځیو، پوهنتونونو او د عامه برخو له ډېری دندو څخه منع شوې دي.
• دا بندیزونه نه یوازې د ښځو د ژوند لپاره یو لوی خنډ دی، بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لپاره هم ستر زیان دی.

۳. د بشري حقونو سرغړونې
د بشري حقونو نقض په افغانستان کې یوه دوامداره ستونزه ده.
• نیونې، شکنجې، اعدامونه او د خلکو د ازادۍ محدودیتونه هغه مسایل دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بېساري ډول زیات شوي دي.
• د بیان ازادي په جدي توګه محدوده شوې، خبریالان او مدني فعالان په خطر کې دي او د خلکو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي.
۴. د اساسي قانون نشتوالی
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له تحول وروسته، طالبانو د افغانستان پخوانی اساسي قانون منسوخ کړ، خو د بدیل په توګه یې نوی قانون وړاندې نه کړ.
• د اساسي قانون نشتوالی د هېواد سیاسي او قانوني جوړښت بې ثباته کړی دی. دا حالت د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او د حکومت د مشروعیت د کمښت سبب شوی دی.
• د شریعت تر عنوان لاندې د طالبانو له خوا د قوانینو نافذول له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې دي، چې د خلکو ورځنی ژوند یې نور هم سخت کړی دی.
۵. له نامعلوم برخلیک سره مخ هېواد
افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
• د اقتصاد زوال، د بشري مرستو کمښت او د بېوزلۍ کچه چې په بېساري ډول لوړه شوې، د خلکو ژوند یې له سخت حالت سره مخ کړی دی.
• د ځوانانو ناامیدي زیاته شوې او ډېر خلک غواړي چې له هېواده ووځي. دې حالت د خلکو ټولنیز او رواني وضعیت نور هم خراب کړی دی.
• د طالبانو حکومت په دې توانېدلی نه دی چې د افغانستان لپاره یو روښانه لوری وټاکي یا د خلکو اړتیاوې په کافي اندازه پوره کړي.
د افغانانو کډوالي؛ تاریخي بحران
په تېرو کلونو کې د افغانانو کډوالي د یوې جدي نړۍوالې ستونزې په توګه راڅرګنده شوې.
• د طالبانو د واکمنۍ په بیا راتګ سره، په میلیونونو افغانان د سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي ستونزو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي.
• د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د کډوالۍ تر ټولو لوړه کچه لري. ډېری افغانان ګاونډیو هېوادونو لکه؛ ایران او پاکستان ته کډه شوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتلو هڅه کړې ده.
• د کډوالو لپاره په ګاونډیو هېوادونو کې حالت ورځ تربلې سختېږي. په ځانګړي ډول په پاکستان کې افغان کډوال د جبري ایستلو، ناوړه چلند او بېسرنوشتۍ سره مخ دي.
غربت؛ یوه بېپایانه فاجعه
په افغانستان کې غربت په بې ساري ډول زیات شوی، چې علتونه یې د اقتصادي کړکېچ دوام، د نړۍوالو مرستو کمښت او د داخلي ادارې ناکامۍ ګڼل کېږي.
• د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د راپورونو له مخې، د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
• په هېواد کې د کار فرصتونه تقریباً له منځه تللي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره چې زده کړو او کار ته لاسرسی نه لري.
• د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د بهرنیو پانګونو او نړۍوالو مرستو کمښت هغه عوامل دي چې د غربت کچه یې لوړه کړې ده.

د افغانانو پر ژوند د کډوالۍ او غربت اغېزې
د کډوالۍ او غربت دوامداره بحران د افغانانو په رواني، ټولنیز او اقتصادي ژوند ژورې منفي اغېزې کړې دي.
• د کډوالو لپاره د ښوونې او روزنې، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اړتیاوو نشتوالی د خلکو ژوند له سخت حالت سره مخ کړی دی.
• په افغانستان کې د غربت زیاتېدو د خلکو د خوړو خوندیتوب په خطر کې اچولی دی. نېږدې ۲۷ میلیونه انسانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د ماشومانو خوارځواکي، روغتیايي ستونزې او د ژوند د نورو اساسي اړتیاوو نشتوالی ورځ تربلې جدي کېږي.
د نړۍوالې ټولنې مسوولیت
د افغانانو کډوالۍ او غربت په نړۍواله کچه د همکارۍ غوښتنه کوي.
• نړۍواله ټولنه باید د افغان کډوالو ملاتړ لپاره اوږدمهاله او اغېزمنې برنامې وړاندې کړي، څو هغوی د جبري ایستلو او ناوړه چلند له خطرونو څخه وژغورل شي.
• په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندي کولو، د ښځو د زده کړو او کار لپاره د زمینې برابرولو او د اقتصادي پرمختګ لپاره د هڅو ملاتړ اړین دی.
پایله
په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان له نړۍوالې انزوا، کورنیو ستونزو او د بې ثباتۍ له دوام سره مخ دی. د ښځو او اقلیتونو د حقونو نقض، د اساسي قانون نشتوالی او د خلکو د ژوند ورځنی خراب حالت هغه مسایل دي چې د افغانستان راتلونکی یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.
که څه هم د نړۍوالې ټولنې فشارونه دوام لري، خو طالبان لا هم د اصلاحاتو لپاره جدي اقدامات نه کوي.
د افغانستان د دې کړکېچ حل د یو ټولشموله حکومت، د بشري حقونو درناوي، او د نړۍوالې ټولنې سره د مثبت تعامل په وړاندې د طالبانو د دریځ بدلون ته اړتیا لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د راپور له مخې په میدان وردګ او فاریاب ولایتونو کې په دریو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۷ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه اژانس په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند یوسف اسرار له قوله ویلي، چې نن سې شنبه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په نرخ او سید اباد ولسوالیو کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پېښور کې د دوو ماشومان په ګډون پنځه تنه مړه شوي او د دوو مېرمنو په ګډون ۹ نور ټپیان شوي.
همدارنګه په فاریاب ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس شمس الدین وايي، چې د یاد ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په پوګاني یماق سیمه کې د یوه فلانکوچ د چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د یادو دواړو پېښو لامل د موتر چلونکو بې احتیاطي یاده کړي ده.

د طالبانو د پخواني قوماندان محمد یاسر زوی عمار یاسر د خپل پلار د لادرکه کېدو د ۱۶ کال په درشل کې ویلي، چې د ای ایس ای پخواني رییس او اوسني لوی درستیز په ۲۰۱۹ کال کې ژمنه ورسره کړې وه، چې په دریو ورځو کې به یې د پلار په اړه معلومات ور کړي.
عمار یاسر د سه شنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې د ۲۰۱۹ کال د جنوري پر ۱۶مه په دوحه کې د پاکستان د هغه وخت د آی ایس آی له رییس جنرال عاصم منیر سره د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړي عباس ستانکزي په ناسته کې نوموړي ژمنه کړې وه، چې د استاد یاسر په اړه به په دریو ورځو کې معلومات ور کړي.
جنرال عاصم منیر اوس د پاکستان لوی درستیز دی او کاري موده یې پنځه کاله نوره هم غځېدلې ده.
له القاعدې او ټي ټي پي سره اړیکې
پاکستاني طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې استاد یاسر د طالبانو مخکیني مشر حکیم الله مسید ته نږدې کس و او په ۲۰۰۸ کال کې یې په اورکزۍ اجنسۍ کې په یوه غونډه کې د خپل اعتمادي ملګري په توګه معرفي کړی و. له همدې امله په خیبر کې د ټي ټي پي محلي مخالف قوماندان حاجي نامدار د خپلې راډیو له لارې استاد یاسر وګواښه.
پاکستان د یاسر فعالیتونه نه خوښول، ځکه داسې وېره وه چې ښايي د طالبانو مشرۍ ته لاره ومومي او پاکستاني طالبان د اسلام اباد خلاف جګړې سختولو ته وهڅوي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې یاسر له ټي ټي پي سره علاقمندي درلوده او پاکستان څو ځله افغان طالبانو ته ویلي و، چې د ټي ټي پي له ملاتړه یې را وګرځوي.
پاکستاني طالبانو ته نږدې یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « استاد یاسر د ۲۰۰۸ کال په وروستیو کې له بندي کېدو وړاندې خیبر اجنسۍ ته راغی او ماته یې وویل، چې پاکستان مې وژني».
خو یاسر وروسته پاکستان ونیوه او له نورو زندانیانو بېل د زندان په یوه بېله پنجره کې یې اچولی و.
له هغه سره په زندان کې د حزب اسلامي یوه بندي قوماندان په ۲۰۱۲ کال کې رسنیو ته وویل، چې نوموړي ته په ډوډۍ کې زهر ورکړل شول او مړی یې د رحمان بابا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، خو کورنۍ یې په دې باور ده، چې نوموړی ژوندی دی.
هغه د القاعدې له مشرانو سره نږدې اړیکې درلودې او ددې شبکې جګپوړي مشران عبدالرحمن الکنیډي او ابو فراج یې نږدې ملګري وو. د القاعدې خلاف د پاکستان له عملیاتو وروسته نوموړی د اسلام اباد د سیاستونو شدید مخالف و.
پخوانی جهادي
محمد یاسر زمرک د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو په لیکو کې مشهور مبلغ و.
نوموړی د مجاهدینو د جګړو پرمهال د جمعیت اسلامي د عالي شورا غړی او ددعوت او ارشاد کمیسیون رییس و، چې وروسته د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ اتحاد ګوند کې مرستیال، د اجرایه شورا غړی او د سیاسي کمیټې رییس پاتې شوی و.
په ۲۰۰۴ کال کې طالبانو نوموړي ته فرهنګي او مطبوعاتی چارې ور وسپارلې، چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو خلاف یې په تبلیغاتو کې ټاکونکی رول درلود.
نوموړی په لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کې پاکستان ونیوه او کابل ته ولیږدول شو، خو د ۲۰۰۷ کال په مارچ کې له څرخي پله زندان نه د یوه ایټالیايي خبریال دانیل مسترو جیاکومو په تبادله کې خوشی شو. هغه له خلاصون وروسته بېرته پاکستان ته لاړ او له ټي ټي پي او القاعدې سره یې اړیکې پراخې کړې، خو د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر پر ۳۱ مه یوځل بیا پاکستاني ځواکونو ونیوه او له هغه وروسته یې مړی او ژوندی ورک دی.
طالبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې استاد یاسر په وروستیو کې د طالبانو په مشرتابه کې منزوي شوی و، ځکه پر هغه تور و، چې د منصور دادالله ملاتړ کوي خو د طالبانو له مخکیني مشر اخترمحمد منصور سره له خیښۍ وروسته یې له کوټې شورا سره اړیکې بېرته ورغېدې.
