مولوي عبدالکبیر: هېوادونه دې د خپلو ناکامیو پړه پر موږ نه اچوي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پاکستان ته په اشارې سره وایي، چې هېوادونه دې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر طالبانو نه اچوي او د سیمې نظم او ټیکاو دې له منځه نه وړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پاکستان ته په اشارې سره وایي، چې هېوادونه دې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر طالبانو نه اچوي او د سیمې نظم او ټیکاو دې له منځه نه وړي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د شاه او عروس بند په پرانیست غونده کې د وینا پرمهال کړې دي.
که څه هم هغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو ویلي یې دي، هغوی چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پر دغه ډله فشار راوړي، بریالي به نه شي.
هغه زیاته کړې: «هغه کسان چې د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري او خپلو موخه ته د رسېدو لپاره پر هېواد د فشار راوړنې په لټه کې دي؛ موږ هغوی ته بلنه ورکوو، چې د افغانستان تارېخ یو وار بیا مطالعه کړي او په اړه یې فکر وکړي.»
د هغه په وینا، پر طالبانو فشار راوړل بې ګټې دی.
هغه وړاندې ویلي، چې د افغانستان ټیکاو د سیمې او نړۍ په ګټه دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې څو ورځې وړاندې پاکستان د پکتیکا په برمل او سپېرې ولسوالۍ کې هوايي بریدونو کړي وو او ورپسې بیا افغان طالبانو هم په ځوابي بریدونو کې پر ډیورنډ کرښه پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل.
خو پاکستان ویلي و، چې دوی د ټيټيپي پر پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو بریدونه کړي وو.
پاکستان تل په دغه هېواد کې د ناامنیو لپاره د پړې ګوته افغان طالبانو ته نېولې ده؛ خو طالبانو هم په وار، وار دغه ادعاوې ردې کړې دي.

د افغانستان د مخکیني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو یوازینۍ موخه او میراث ترهګري، د ځوان نسل د فکر د بدلولو لپاره د مذهبي مدرسو جوړول او د دې هېواد د تاریخ حذفول دي.
نوموړي دغه خبرې د طالبانو له خوا د شاه او عروس بند د بیا پرانیستو په غبرګون وکړې او زیاته یې کړه: «طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې یوازې د اشرف غني د وخت پروژې بیا ځلې پرانیستي دي.»
د نوموړي په خبره، یادې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې یوازې د تېر حکومت لویې او کوچنۍ پروژې پرانیستي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د سې شنبه په ورځ د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیست.
صدیق صدیقي په خپل اېکس کې لیکلي: «په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو یوازې زمونږ د دولت پروژې بیا ځلې پرانیستي دي.»
صدیقي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د ډېریو روزنیزو مرکزونو په بندولو سره سلګونه دیني مذهبي فعالې کړي دي او ان یو شمېر طالب چارواکي بیا د عصري زده کړو پر ځای دیني زده کړې جدي اړتیا بولي او پر زیاتېدو یې ټینګار کوي.
دغه راز د یادې ډلې په واکمنېدو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.
پر طالبانو تور دی، چې په هېواد کې یې د القاعدې او ټي ټي پي په ګډون یو شمېر ترهګرو ډلو ته امن ځای ورکړی.
اوسمهال جدي اندېښنې د ترهګرو په لیکو کې د افغان ځوانانو شاملېدل دي، چې د باورونو له مخې دغه بهیر د افغانستان د راتلونکي لپاره خطرناک بلل کېږي.
صدیقي په خپلو خبرو کې یادونه کړې، چې طالبان موخه لري څو د افغانستان تاریخ له منځه یوسي.
طالبان چې له څه باندې شلو کلونو وروسته یو ځل بیا واکمن شول، د افغانستان پر ملي بیرغ، ملي سرود، په ډېر شمېر تاریخي کتابونو، رونیزو پروګرامونو او لسګونه نورو مواردو چې د افغانستان له تاریخ سره تړلي دي، بندیزونه ولګول.
که څه د طالبانو دغه چلند په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ دی، خو یاده ډله وایي چې د شریعت پر اساس حکومتولي کوي او هېچا ته هم په خپلو چارو کې د لاسوهنې او نظر ورکولو اجازه نه ورکوي.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول د سې شنبه په ورځ ادعا وکړه، چې دغې جبهې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد تر ۳۸۰ ډېر بریالي عملیات کړي دي.
علي میثم نظري وویل، چې په دغو بریدونو کې تر ۵۰۰ زیات طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
نوموړي پر اېکس لیکلي، چې د مقاومت جبهې د خپلو عملیاتو ساحه د افغانستان ۲۰ ولایتونو ته غځولې ده.
نظري زياته کړې، چې په دغو بريدونو کې د جبهې ځواکونو ته تر ټولو کمه مرګ ژوبله اوښتې، خو هغه کره شمېرې په ډاګه کړې نه دي.
د مقاومت او ازادۍ جبهې دوه وسله والې مخالفې ډلې دي، چې په پرله پسې ډول د طالبانو پر پوستو او کمپونو د بریدونو ادعاوې کوي.
د مقاومت د جبهې تر ټولو سخت برید د تېر کال د حوت میاشتې په اوومه د کابل پر هوايي ډګر د توپونو ډزې وې.
دغې ډلې نن هم ادعا وکړه، چې د طالبانو د انرژۍ او اوبو د وزیر پر کاروان یې برید کړی، خو د طالبانو وزیر د دوی د موټرو پر کاروان برید رد کړی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر مرستیال په افغانستان کې د بندونو د جوړولو په اړه د سیمې د هېوادونو اندېښنو ته په اشارې سره وویل، دوی د افغانستان اوبه په داسې ډول اداره کوي چې د ګاونډیانو حقونه له پامه ونه غورځول شي.
هغه وویل چې د افغانستان د اوبو سرچینې د کلونو کړکېچ له امله مدیریت شوي نه دي.
په دې وروستیو کې ایراني چارواکو د هرات د پاشدان بند د جوړولو او د اوبو د اېستلو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بوزرګ زاده وویل، چې په افغانستان کې د هلمند له سیند څخه یو اړخیزه ګټه اخیستنه د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د میلیونونو ایرانیانو اوبو ته لاسرسی اغېزمنولی شي.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر اخوندزاده د سې شنبه په ورځ په کابل کې د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې د دې ډلې هدف ګاونډیانو ته د ستونزو رامنځته کول نه دي.
د هغه په خبره، دغه ډله هڅه کوي چې د اوبو له سرچینو څخه د افغانانو حقونه خوندي کړي.
اخوندزاده د وچکالۍ ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې د هلمند، فراه، کندهار، زابل او اروزګان ولايتونو ډېر خلک د اوبو د کمښت له امله نورو سيمو ته کډه شوي دي.
نوموړي همدا راز زياته کړه، چې د اوبو تقاضا مخ په ډېرېدو ده او خلک د اوبو د کمښت له امله د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره تر ځمکې لاندې اوبه کاروي.
اخوندزاده يادونه وکړه، چې په افغانستان کې د کرنې وړ ځمکې نيم ميليون هکتاره د اوبو د کمښت له امله په سمه توګه نه کارول کېږي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په تېر یوه کال کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه هېواد ته د شاوخوا یو میلیون افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړ.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغه وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی، چې له یاد شمېر کډوالو څخه کابو نهه سوه زره کډوال بیا یوازې له ایران څخه ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، تر ایران وروسته ډېری نور کډوال له پاکستان او ترکیې څخه په جبري توګه یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
که څه هم په راپور کې له پاکستان او ترکیې څخه د ستنه شویو افغانانو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د لېندۍ په میاشت کې طالبانو ویلي و، چې په تېر یوه کال کې له ترکیې څخه ۱۵زره او له پاکستانه ۸۸ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
عبدالمطلب حقاني همداراز زیاته کړې ده، چې راستنو شویو لږ تر لږه اته څلویښت زره کسانو ته بیا کاري زمینې هم برابرې شوې دي.
له کوربه هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل په هېواد کې د لوږې، بېوزلۍ، وزګارۍ او د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر د لوړېدو لامل شوی دی.
د هېواد روان وضعیت ته په کتو سره نړۍوال بشري ادارې په افغانستان کې د انساني ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکوي، خو طالبان وایي چې دا د دوی د حکومتوالۍ پروړاندې منفي تبلیغات دي او په افغانستان کې وضعیت عادي دی.
که څه هم چې افغانان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال دي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دغه هېواده د کډوالۍ بهیر یو ځلې بیا ګړندی شوی او په ګڼ شمېر افغانان د دغې ډلې له وېرې مهاجر او جلا وطنه شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونو زور زیاتي بیا ګڼ کډوال اړ ایستي چې د ستونزو او کړاونو له ګاللو سره - سره بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د کډوالو پر وړاندې بد چلند نه یوازې د فعالینو له خوا؛ بلکې د نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له خوا هم په وار - وار غندل شوی دی.
دغو سازمانونو په وار - وار ویلي، چې په زور او جبر د کډوالو اېستنه د نړۍوال اصولو خلاف کړنه ده.

افغانستان په ۲۴م کال کې لا هم د نړۍ د بې ثباتۍ او بې قانونۍ له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، یوه داسې جغرافیه چې څوک یې په رسمیت نه پېژني. روانو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحرانونو نه یوازې د داخلي ثبات لپاره ننګونې جوړې کړې، بلکې نړۍوالې ټولنې ته هم د پام وړ ستونزې رامنځته کړې دي.
په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان لا هم د نړۍوالې انزوا په څپې کې ډوب دی. د طالبانو د دویمې واکمنۍ را وروسته د هېواد د داخلي او خارجي سیاستونو او شرایطو په اړه ګڼې ستونزې راپورته شوې، چې د نړۍوالو اړیکو د خرابېدو، د بشري حقونو د نقض، تاریخي کډوالي او د اساسي قانون د نشتوالي لامل شوي دي.
افغانستان اوس مهال د یو نامعلوم او پیچلي برخلیک سره مخ دی، چې د دې خاورې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حالت یې له سخت کړکېچ سره مخ کړی دی.
۱. د نړۍوال مشروعیت نشتوالی
په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو حکومت لا هم د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. نړۍواله ټولنه په دې باور ده چې طالبان د ښځو او اقلیتونو د حقونو په برخه کې نړۍوالې غوښتنې نه پوره کوي او همدارنګه د سیاسي ګډون، بیان ازادۍ او د اساسي قانون د جوړښت په برخه کې یې لازم ګامونه نه دي اخیستي.
• د نړۍوالې ټولنې د فشارونو او شرطونو سربېره، طالبانو د یو ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره مثبت ګامونه نه دي پورته کړي.
• د رسمیت پېژندنې نشتوالی د دې لامل شوی چې افغانستان د نړۍوالو مرستو، پانګونو او اقتصادي فرصتونو څخه محروم شي، چې د خلکو پر ژوند یې سترې منفي اغېزې لرلي دي.
۲. پر ښځو زده کړو او کار ته د لاسرسي بندیز
د ښځو د حقونو وضعیت په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې لپاره د اندېښنې یو اساسي ټکی دی.
• طالبانو په سیستماتیک ډول ښځې د زده کړو، ټولنیز ژوند او کار له حقونو محرومې کړې دي. ښځې د متوسطو ښوونځیو، پوهنتونونو او د عامه برخو له ډېری دندو څخه منع شوې دي.
• دا بندیزونه نه یوازې د ښځو د ژوند لپاره یو لوی خنډ دی، بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لپاره هم ستر زیان دی.

۳. د بشري حقونو سرغړونې
د بشري حقونو نقض په افغانستان کې یوه دوامداره ستونزه ده.
• نیونې، شکنجې، اعدامونه او د خلکو د ازادۍ محدودیتونه هغه مسایل دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بېساري ډول زیات شوي دي.
• د بیان ازادي په جدي توګه محدوده شوې، خبریالان او مدني فعالان په خطر کې دي او د خلکو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي.
۴. د اساسي قانون نشتوالی
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له تحول وروسته، طالبانو د افغانستان پخوانی اساسي قانون منسوخ کړ، خو د بدیل په توګه یې نوی قانون وړاندې نه کړ.
• د اساسي قانون نشتوالی د هېواد سیاسي او قانوني جوړښت بې ثباته کړی دی. دا حالت د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او د حکومت د مشروعیت د کمښت سبب شوی دی.
• د شریعت تر عنوان لاندې د طالبانو له خوا د قوانینو نافذول له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې دي، چې د خلکو ورځنی ژوند یې نور هم سخت کړی دی.
۵. له نامعلوم برخلیک سره مخ هېواد
افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
• د اقتصاد زوال، د بشري مرستو کمښت او د بېوزلۍ کچه چې په بېساري ډول لوړه شوې، د خلکو ژوند یې له سخت حالت سره مخ کړی دی.
• د ځوانانو ناامیدي زیاته شوې او ډېر خلک غواړي چې له هېواده ووځي. دې حالت د خلکو ټولنیز او رواني وضعیت نور هم خراب کړی دی.
• د طالبانو حکومت په دې توانېدلی نه دی چې د افغانستان لپاره یو روښانه لوری وټاکي یا د خلکو اړتیاوې په کافي اندازه پوره کړي.
د افغانانو کډوالي؛ تاریخي بحران
په تېرو کلونو کې د افغانانو کډوالي د یوې جدي نړۍوالې ستونزې په توګه راڅرګنده شوې.
• د طالبانو د واکمنۍ په بیا راتګ سره، په میلیونونو افغانان د سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي ستونزو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي.
• د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د کډوالۍ تر ټولو لوړه کچه لري. ډېری افغانان ګاونډیو هېوادونو لکه؛ ایران او پاکستان ته کډه شوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتلو هڅه کړې ده.
• د کډوالو لپاره په ګاونډیو هېوادونو کې حالت ورځ تربلې سختېږي. په ځانګړي ډول په پاکستان کې افغان کډوال د جبري ایستلو، ناوړه چلند او بېسرنوشتۍ سره مخ دي.
غربت؛ یوه بېپایانه فاجعه
په افغانستان کې غربت په بې ساري ډول زیات شوی، چې علتونه یې د اقتصادي کړکېچ دوام، د نړۍوالو مرستو کمښت او د داخلي ادارې ناکامۍ ګڼل کېږي.
• د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د راپورونو له مخې، د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
• په هېواد کې د کار فرصتونه تقریباً له منځه تللي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره چې زده کړو او کار ته لاسرسی نه لري.
• د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د بهرنیو پانګونو او نړۍوالو مرستو کمښت هغه عوامل دي چې د غربت کچه یې لوړه کړې ده.

د افغانانو پر ژوند د کډوالۍ او غربت اغېزې
د کډوالۍ او غربت دوامداره بحران د افغانانو په رواني، ټولنیز او اقتصادي ژوند ژورې منفي اغېزې کړې دي.
• د کډوالو لپاره د ښوونې او روزنې، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اړتیاوو نشتوالی د خلکو ژوند له سخت حالت سره مخ کړی دی.
• په افغانستان کې د غربت زیاتېدو د خلکو د خوړو خوندیتوب په خطر کې اچولی دی. نېږدې ۲۷ میلیونه انسانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د ماشومانو خوارځواکي، روغتیايي ستونزې او د ژوند د نورو اساسي اړتیاوو نشتوالی ورځ تربلې جدي کېږي.
د نړۍوالې ټولنې مسوولیت
د افغانانو کډوالۍ او غربت په نړۍواله کچه د همکارۍ غوښتنه کوي.
• نړۍواله ټولنه باید د افغان کډوالو ملاتړ لپاره اوږدمهاله او اغېزمنې برنامې وړاندې کړي، څو هغوی د جبري ایستلو او ناوړه چلند له خطرونو څخه وژغورل شي.
• په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندي کولو، د ښځو د زده کړو او کار لپاره د زمینې برابرولو او د اقتصادي پرمختګ لپاره د هڅو ملاتړ اړین دی.
پایله
په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان له نړۍوالې انزوا، کورنیو ستونزو او د بې ثباتۍ له دوام سره مخ دی. د ښځو او اقلیتونو د حقونو نقض، د اساسي قانون نشتوالی او د خلکو د ژوند ورځنی خراب حالت هغه مسایل دي چې د افغانستان راتلونکی یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.
که څه هم د نړۍوالې ټولنې فشارونه دوام لري، خو طالبان لا هم د اصلاحاتو لپاره جدي اقدامات نه کوي.
د افغانستان د دې کړکېچ حل د یو ټولشموله حکومت، د بشري حقونو درناوي، او د نړۍوالې ټولنې سره د مثبت تعامل په وړاندې د طالبانو د دریځ بدلون ته اړتیا لري.
