خواجه اصف: طالبانو د پاکستان له پولو د وسله والو د شړلو لپاره ۱۰ ملیارده روپۍ غوښتې وې

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، چې طالبانو له سرحدي سیمو څخه د تحریک طالبان پاکستان د شړلو لپاره د لس میلیارده روپۍ غوښتنه کړې وه.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، چې طالبانو له سرحدي سیمو څخه د تحریک طالبان پاکستان د شړلو لپاره د لس میلیارده روپۍ غوښتنه کړې وه.
نوموړي له طالب چارواکو غوښتي و، چې پاکستان ته د وسله والو د نه ستنېدو ضمانت ورکړي، خو یادې ډلې مثبت ځواب ور نه کړ.
د جیو نیوز ټلویزیون مشهور ویاند حامد میر چې تل یې د طالبانو پر ضد سختې او انتقادي څرګندونې کړي دي، د چهارشنبې په ورځ له ښاغلي اصف سره د خپلې مرکې یوه برخه خپره کړه.د پاکستان د دفاع وزیر وویل: « وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، زه افغانستان ته لاړم او د طالبانو له دفاع وزیر او د هغوی له نورو مشرانو سره مې وکتل. ما دوی ته وویل چې که ترهګر متوقف نه شي، موږ به اقدام وکړو او باید وروسته شکایت ونه کړي."پاکستان له درېیو کلونو راهیسې لږ تر لږه دوه ځله د افغانستان سرحدي سیمې بمبار کړې دي.دغه هېواد ویلي، چې د بریدونو موخه د تحریک طالبان پاکستان غړي دي چې په دغو سیمو کې پناه ځایونه لري.په تازه پېښه کې د پاکستان پوځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.طالبانو ادعا کړې، چې په دغه برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په نښه شوي دي.پاکستان له طالبانو غوښتي چې پاکستاني وسله والو ته اجازه ورنه کړي، چې په سرحدي سیمو کې فعالیت وکړي او پر پاکستاني ځواکونو بریدونه وکړي.په دې مرکه کې خواجه اصف ادعا کړې، چې طالبانو "بل ځای ته د پاکستان د تحریک طالبان د غړو د لېږدولو لپاره د لس میلیارده روپیو غوښتنه کړې وه."تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان پلان لري څو د ټي ټي پي غړي شمالي افغانستان ته انتقال کړي، خو دې ډلې په شمال کې د پاتې کېدو لپاره کومه لېوالتیا نه ده ښودلې.دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي وویل، چې د پاکستان امنیت د بهرنیو ګواښونو په پرتله داخلي ګواښونه زیات ګواښي.نوموړي د دغه هېواد پر پخواني لومړي وزیر عمران خان تور پورې کړ، چې په خېبر پښتونخوا کې یې د تحریک طالبان پاکستان تر څلوېښت زره ډېر غړي مېشت کړي دي.نوموړي د خپل هېواد د توغندیز پروګرام پر وړاندې د امريکا وروستي بنديزونه ناسم وبلل او ويې ويل، هغه څوک چې په غزه کې د نسل وژنې لامل کېږي، د پاکستان پر ضد د لاريون حق نه لري.امریکا د پاکستان د بالسټیک توغندیو د پراختیا په پروګرام کې د لاس لرلو په خاطر پر څو پاکستاني کمپنیو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.د دغه هېواد په اند، اسلام اباد د دغو توغندیو د جوړولو لپاره هېڅ توجیه نه لري، چې د امریکا امنیت له ګواښ سره مخ کړي.


د مقاومت جبهې ادعا کړې ده، چې د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د شهرستان په ودانۍ د برید په پایله کې درېیو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا عملیات چې د مرغومې په ۱۱مه ترسره شوي، له امله یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې له مخې، د یادې جبهې جنګیالیو دغه برید تېره شپه د چال ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې د طالبانو پر کاروان کړی دی.
د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په برید کې یې د دوښمن دوه عرادې موټر هم تخریب کړي دي.
د یادې جبهې په خبره، په دغه برید کې ملکي خلکو او د جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول د سې شنبه په ورځ ادعا وکړه، چې دغې جبهې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد تر ۳۸۰ ډېر بریالي عملیات کړي دي.
علي میثم نظري وویل، چې په دغو بریدونو کې تر ۵۰۰ زیات طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
طالبانو هېڅکله د مقاومت او ازادۍ جبهو د بریدونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر وايي، چې د دغې جبهې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو ۳۴۸ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپیان شوي دي.
داوود ناجي وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې بریدونه به په ۲۰۲۵ کال هم په ډېر قوت سره دوام وکړي.
داوود ناجي د چهارشنبې په ورځ (د مرغمې ۱۲مه) پر خپل اېکس لیکلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې د بریدونو کچه له جغرافیوي اړخه پراخه شوې او دا لړۍ به په نوي کال کې هم په شدت سره دوام وکړي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د سياسي کمېټې مشر ليکلي، چې په تېرو درېيو کلونو کې د طالب ځواکونو سربېره، د ازادۍ جبهې په بريدونو کې د عبدالله عمري، فضل الدين عثماني او زرين ګجر په نومونو درې طالب قوماندانان هم وژل شوي دي.
هغه ټینګار کړی، چې د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي دي.
ښاغلي ناجي څرګنده کړه، چې د افغانستان د ازادۍ جبهه به د ازادۍ تر لاسته راوړلو او خلکو ته د اساسي حقونو تر ترلاسه کولو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتو سرمنشي د ۱۴۰۳ کال د وږي په میاشت کې وویل، چې د ازادۍ او د مقاومت جبهو په ګډون د طالبانو ضد جبهې د طالبانو پر ضد ۷۳ بریدونه کړي دي. په دغه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال د مې له ۱۴مې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې دوه زره او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
په ۱۴۰۲ کال کې طالبانو د پروان په سویلي سالنګ کې د ازادۍ جبهې یو جګپوړی قومندان اکمل امیر وواژه.
اکمل امیر له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو او د هغه د مړینې خبر پراخ غبرګونونه راوپارول.

طالبانو په پکتیا او کندوز ولایتونو کې د غلا او له کور څخه د تېښتې په تور د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د دوو جلا - جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې یادې ډلې په پکتیا کې دوه کسان د غلا په تور د دوه - دوه کاله تنفیذي بند ترڅنګ په ۳۹ - ۳۹ دورو تعزیري سزا محکوم کړي و.
اخوا، د دغې ډلې په یوې جلا خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د کندوز ولایت په کلای ذال ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان له کور څخه د تېښتې په تور په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼې پربنسټ، یاد کسان بیا د څلور - څلور میاشتو تنفیذي بند ترڅنګ په ۲۵ - ۲۵ دورو تعزیري سزا محکوم شوي و.
که څه هم په خبرپاڼه کې په پکتیا ولایت کې د مجازات شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل کېږي چې دغه کسان د طالبانو د سترې محکمې د مقام له تایيد وروسته مجازات شوي دي.
طالبانو د ۲۰۲۵ کال له پیلېدو سره سم یاد شمېر کسان په داسې حال کې په دورو وهلي دي، چې دغې ډلې تېر کال د لسګونو ښځو په ګډون کابو ۵۸۳ کسان په دورو وهلي و.
نامشروع اړیکې، له کور څخه تېښته، بداخلاقي، زنا، لواطت، غلا، رشوت، جعل کاري، د شرابو کار و بار او فرېبکاري هغه جرمونه دي، چې تورن کسان پرې د طالبانو له خوا مجازات کېږي.
د دې ډلې سترې محکمې په وار - وار ویلي، دوی په عام محضر کې خلکو ته ځکه سزاګانې ورکوي، چې ننداره کوونکو ته د «عبرت» سبب وګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې سزاګانو ورکول اړین دي.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه بیا د طالبانو دغه کړنه د بشري حقونو د قوانینو نقض بولي او طالبانو څخه غواړي، چې په عام کې د خلکو له بدني سزاوو لاس واخلي.

د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې یې په پاکستان کې ۱۷۵۸ بریدونه کړي چې له امله یې ۱۲۸۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۶۶۱ نور ټپیان دي. ټي ټي پي زیاتوي چې په دغو بریدونو کې یې د پوځي ودانیو تر څنګ ګڼ وسایط ویجاړ کړي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک نن چارشنبه (د جنوري لومړۍ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د خپلو بریدونو په ترڅ کې یې د تېر ۲۰۲۴ کال په جنوري کې ۷۵، فېبروري کې ۶۵، مارچ کې ۶۶، اپریل کې ۹۶، می کې ۹۹، جون کې ۹۶، جولای کې ۱۴۶، اګسټ کې ۲۴۳، سپتمبر کې ۲۶۲، اکټوبر کې ۲۲۰، نومبر کې ۲۰۸ او ډسمبر کې ۱۸۲ بریدونه کړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې په دیره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان، ټانک، بنو، شمالي وزیرستان، لکي مروت، پېښور، خیبر ولسوالۍ، مومند ولسوالۍ، نوښار، چارسده، ملاکنډ، باجوړ، کوز دیر، لوړ دیر، سوات، چترال، شانګله، بونیر، کوهاټ، کورمه ولسوالۍ، کرک، هنګو، اوکرزیو ولسوالۍ، مردان، صوابۍ، پښین، قلعه عبدالله، چمن، جنوبي پنجاب، دېره غازي خان، میانوالي، لاهور، ژوب، قلعه سیف الله، شیراڼيو، ګلګت بلتستان، دیامر، کراچۍ، کلات او مکران، راولپېنډۍ، بټګرام او هرنای کې بریدونه کړي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک وايي چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو یې د چریکي حملو تر څنګ ډله ییز بریدونه، ځانمرګي بریدونه، د توغندیو بریدونه او هدفي بریدونه کړي دي.
اعلامیه کاږي چې په تېر کال کې پاکستاني طالبانو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ۱۹ ځانمرګي بریدونه هم کړي دي.
ټي ټي پي ادعا کړې چې په وژل شویو کې ۱۴۴۱ پوځیان، ۸۲۰ د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې غړي، ۵۷۸ د استخباراتي ادارو غړي او ۱۰۶ د امن کمېټې غړي شامل دي.
ټي ټي پي وايي چې په دغو بریدونو کې یې پر ۱۵ پوځي ودانیو سربېره د پوځ او پولیسو موټر او ټانکونه هم ویجاړ کړي دي.
ټي ټي پي زیاتوي چې په تېر کال کې یې لسګونه میله وسله او مهمات هم له پاکستاني امنیتي ځواکونو نیولي دي.

۲۰۲۴ د پاکستان لپاره خونړی کال
ټي ټي پي دا ادعا په داسې مهال کوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د خپلو وروستیو کلونو تر ټولو مرګونی کال تجربه کړ، چې امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او جنګیالیوته پکې درنده مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د کلني رپوټ له مخې، په دغه کال کې پاکستان کې له ۲,۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي.
دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښیي او دغه کال د تېرې یوې لسیزې تر ټولو مرګونی کال ثبتوي.
دغو پېښو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوااو بلوچستان ایالتونو پر سیمو پراخ اغیز شیندلی؛ چیرې چې ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالي ډېر فعال دي.
د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کې ټولټال ۲,۵۴۶ کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي چې ۱,۶۱۲ پکې ملکي وګړي او امنیتي سرتېري دي، چې دا د ټولو مرګونو ۶۳ سلنه برخه جوړوي.
په دغه کال کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې۹۳۴ تنه وسله وال جنګیالي او مجرمان وژل شوي. دغه نابرابري ښيي چې تاوتریخوالي ډېر پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو اغېز کړی. د رپوټ له مخې، په۲۰۲۴ کال کې په اوسط ډول هره ورځ نږدې اوو کسانو د تشدد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په ۲۰۲۴ کال کې د کورمې ولسوالۍ مذهبي تاوتریخوالي۱۸۲ کسان وژلي او ۲۳۴ نور یې ټپيان کړي دي. د زیاتو قربانیانو په ډله کې شیعه پښتانه دي چې ۷۹ یې وژل شوي او ۳۵ ټپیان شوي دي. له سنیانو څخه ۲۱ کسان وژل شوي او ۷۲ ټپیان دي.
د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډي په یوه تمځای کې چاودنې شاوخوا ۵۹ تنه ووژل چې ګڼ پکې پوځیان وو.
په ټولیز ډول، د مذهبي تاوتریخوالي له امله د قربانیانو شمېر له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۴۶۷ کسانو ته رسېدلی و، خو په وروستیو څلورو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۴) کې دغه شمېر ۴۸۷ ته لوړ شوی.
نومبر میاشت د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونې میاشت ګڼل شوې ده. په نومبر کې ۱۲۵ بریدونه شوي، ۴۵۰ تنه وژل شوي او ۶۲۵ نور ټپیان دي، چې دا تر ټولو زیات شمېر دی.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د ټولو مرګونو ۹۴ سلنه او د تاوتریخوالي د ټولو پېښو ۸۹سلنه برخه جوړوي. د خیبر پښتونخوا هغه سیمې چې پر ډیورنډ کرښه پرتې دي لکه کورمه، شمالي وزیرستان او خیبر ولسوالۍ تر ټولو ډېرې زیانمنې سیمې ثبت شوې دي.
په دغه کال کې د بلوچستان د مرګونو شمېر له تېرو دریو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۳) ټولو مرګونو سره برابر ګڼل شوی.
دغه رپوټ زیاتوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ضرب عضب له عملیاتو وروسته تر ټولو زیات بریدونه او مرګونه تجربه کړي دي. د یاد رپوټ له مخې، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو سږکال ټولټال ۴۴۴ بریدونه شوي او ۶۸۵ تنه ترې وژل شوي، چې دا له۲۰۱۵ کال شمېرو ډېر دي.
دغه را ز رپوټ وايي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته تاوتریخوالی هرکال ۳۸ سلنه ډېر شوی دی.

په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریاله وایي، چې د ۲۰۲۴ کال تر ټولو ترخه خاطره یې دا ده، چې په کورنیو رسنیو کې یې خپل دولس کلن مزل پای ته ورساوه. بل خوا رسنوال وايي چې د امربالمعروف غړي هره اونۍ د دوی له دفترونو څارنه کوي.
د اورځلا په مستعار نوم یادې خبریالې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال په رسنیو کې کار کول تر هغه هم ډېر سخت دی لکه یو عسکر چې وسله واخلي او د اوکراین او د فلسطین جګړو ته ولاړ شي.
د نوموړې په وینا، د طالبانو امربالمعروف په اونۍ کې لږ تر لږه درې تر څلور ځلې د رسنیو د کاري ماحول د کتلو لپاره د دفترونو څارنه کوي.
د هغې په خبره: «د امربالمعروف کارکوونکي په اونۍ کې څو ځلې رسنیو ته راځي او ګوري چې ایا د ښځو او نارینه و د کار کولو ځای جلا دی او که یو ځای. یا دغه ډله ګوري چې مونږ ښځې د دفتر منځ کې حجاب مراعاتوو او که نه.»
اورځلا همداراز زیاتوي، چې په ټول هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی، خو د ښځینه خبریالانو لپاره بیا ناممکن دی، ځکه طالب چارواکي نه له ښځینه خبریالانو سره خبرې کوي او نه هم معلومات شریکوي.
نوموړې وایي، چې د طالبانو ټولو سخت دریځیو او ځورولو ته په کتو سره یې بالاخره خپله هغه دنده پرېښوده، چې کلونه یې د پرمختګونو لپاره پکې زیار اېستلی و، لویې هیلې یې درلودې او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یې د طالبانو د هر ډول ظلم او زیاتي پر وړاندې مبارزه کړې وه.
هغه وایي، سره له دې چې څو ځلې د طالبانو له خوا د بېلابېلو راپورونو د جوړولو له امله نیول شوې وه او یادې ډلې څو - څو ځلې پرې د تعهد سندونه لاسلیک کړي وو، چې د طالبانو د حکومتولۍ او په هېواد کې د روانو ستونزو په اړه راپورونه جوړ نه کړي، خو بیا یې هم کارونو ته دوام ورکړ.
اورځلا وایي، تر هغه وروسته یې د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه چې طالبانو پرې شک کړی و، چې ګواکي له یوې افغانې رسنۍ سره چې له بهر څخه فعالیتونه کوي، دنده ترسره کوي.
د هغې په خبره: «د طالبانو دغه شک د دې لامل شو چې پر خپل خوندیتوب، عزت او راتلونکي ووېرېږم او دنده پرېږدم. اوس هڅه کوم چې له هېواد څخه د وتلو لار پېدا کړم.»

اورځلا یوازینۍ خبریاله نه ده، چې د طالبانو د سخت چلند له امله یې دنده پرېښې ده، د هغې په څېر سلګونه خبریالانې یا په کور ناستې دي او یا هم له هېواد څخه وتلي دي.
د افغانستان د خبریالانو سازمان مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې لږ تر لږه اووه ویشت محدودیتونه د رسنیو پر فعالیتونه وضع کړي دي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو یاد شمېر محدودیتونو د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېزې کړي او د دې لامل شوي چې سلګونه خبریالان وزګاره، کډوال او د لسګونه رسنیو فعالیتونه بند شي.
عبیدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې زیاته کړه: «د بیان د ازادۍ دوه مهم فکټورونه چې هغه اطلاعاتو ته لاسرسی او انتقادي ژورنالیزم دی، په اوسني نظام کې نه لیدل کېږي. اوسنی نظام استبدادي نظام دی او له مطبوعاتو یې هم استبدادي نظام جوړ کړی دی، ټولې خپرونې څارل کېږي، انتقاد په کې جرم بلل کېږي او یوازې هغو خپرونو ته اجازه ورکوي چې د دوی په ګټه وي.»
د افغانستان د خبریالانو سازمان مشر یادو ستونزو ته په اشارې سره زیاتوي، چې که وضعیت دغسې روان وي، نو ۲۰۲۵ کال کې به د محدودیتونو ساحه نوره هم پراخه شي او ازادې رسنۍ به فعالیتونه پرېږدي.

پر رسنیو محدودیتونه درې کاله مخکې له کندهار ولایت څخه پیل شول او بیا تر شاوخوا ولایتونو او ان بالاخره تر کابل پورې ورسېدل.
له کندهار ولایت څخه د یوې خصوصۍ رسنۍ مسوول د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو سخت او له فشارونو ډک کال و.
د نوموړي په وینا، رسنۍ په دې کال کې تر ټولو لویې ستونزې چې هغه پر ویډیوګانو او د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیزونه وو، مخ شول.
دغه بندیزونه له کندهار څخه پیل بیا هلمند، زابل، اروزګان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته وغځېدل.
د سرچینې په خبره: «اوسني وخت کې خبریالي پر عکس او ویډیو ولاړه ده نو که په عکس او ویډیو بندیز ولګول شي، دا کار د دې معنا لري چې خبریال دې له دغه مسلک څخه لاس واخلي.»
د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې په رسنیو هغه مالي سرچینې هم چې مخکې د دوی فعالیتونه پرې ولاړ و او د موسساتو له خوا تمویل کېدې، بندې شوې او ددې لامل شو چې ډېری خبریالان وزګاره شي او رسنۍ هم بندې شي.
یادې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د کارونو مخنیوی، د خبریالانو نیول او ځورول د دې لامل شوي چې خبریالان خپل مسلک پرېږدي او له هېواد څخه ووځي.

له دې سره، له غزني ولایت څخه یوه بل افغان خبریال هم د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، که څه هم د طالبانو له واکمنېدو سره پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه و، خو دغه محدودیتونه بیا په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ډېر زیات شو.
د نوموړي په وینا، د طالبانو امربالمعروف په ځلونو خبریالانو ته ګواښ کړی چې د دوی د خوښې خلاف خپرونې او راپورونه وړاندې نه کړي.
هغه زیاتوي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه و، چې په غزني ولایت کې رسنۍ ورسره مخ شوې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې له ۲۰۰ ډېرو راډیويي چینلونو، ۱۸۴ تلویزیونونو، په سلګونو ورځپاڼو او انلاین رسنیو فعالیتونه درلودل.
د راپورونو له مخې، له شاوخوا ۱۸۴ ټلویزیوني چینلونو نه ۵۷ کانالونه د مالي او سیاسي ستونزو او یو شمېر د طالبانو د پالیسیو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په پایله کې تړل شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د طالبانو د مداخلې او ساکښو انځورونو د نه خپراوي له امله لږ تر لږه ۱۱ ټلویزیونونه تړل شوي او یوه ته له تړل کېدو وروسته په مشروط ډول بېرته د فعالیت اجازه ور کړل شوې ده.
په دغو ټلویزیونونو کې ارزو، عبور، د کندهار، بادغیس او تخار ولایتونو ملي ټلویزیونونه، بریا، نور، غرغښت ، تمدن، ماه نور او ریحان په څېر ټلویزیونونه شامل دي، چې ځینې یې په سیاسي لاملونو او ځینې نور د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر بنسټ، په ځانګړې توګه د ساکښو انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله بند شوي، یا راډیويي بڼه یې غوره کړې ده.