طالبانو په پکتیا او کندوز کې د «غلا» او «له کور څخه د تېښتې» په تور ۴ کسان په دورو وهلي

طالبانو په پکتیا او کندوز ولایتونو کې د غلا او له کور څخه د تېښتې په تور د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

طالبانو په پکتیا او کندوز ولایتونو کې د غلا او له کور څخه د تېښتې په تور د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د دوو جلا - جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې یادې ډلې په پکتیا کې دوه کسان د غلا په تور د دوه - دوه کاله تنفیذي بند ترڅنګ په ۳۹ - ۳۹ دورو تعزیري سزا محکوم کړي و.اخوا، د دغې ډلې په یوې جلا خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د کندوز ولایت په کلای ذال ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان له کور څخه د تېښتې په تور په دورو وهلي دي.د خبرپاڼې پربنسټ، یاد کسان بیا د څلور - څلور میاشتو تنفیذي بند ترڅنګ په ۲۵ - ۲۵ دورو تعزیري سزا محکوم شوي و.که څه هم په خبرپاڼه کې په پکتیا ولایت کې د مجازات شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل کېږي چې دغه کسان د طالبانو د سترې محکمې د مقام له تایيد وروسته مجازات شوي دي.طالبانو د ۲۰۲۵ کال له پیلېدو سره سم یاد شمېر کسان په داسې حال کې په دورو وهلي دي، چې دغې ډلې تېر کال د لسګونو ښځو په ګډون کابو ۵۸۳ کسان په دورو وهلي و.نامشروع اړیکې، له کور څخه تېښته، بداخلاقي، زنا، لواطت، غلا، رشوت، جعل کاري، د شرابو کار و بار او فرېبکاري هغه جرمونه دي، چې تورن کسان پرې د طالبانو له خوا مجازات کېږي.د دې ډلې سترې محکمې په وار - وار ویلي، دوی په عام محضر کې خلکو ته ځکه سزاګانې ورکوي، چې ننداره کوونکو ته د «عبرت» سبب وګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې سزاګانو ورکول اړین دي.د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه بیا د طالبانو دغه کړنه د بشري حقونو د قوانینو نقض بولي او طالبانو څخه غواړي، چې په عام کې د خلکو له بدني سزاوو لاس واخلي.


په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریاله وایي، چې د ۲۰۲۴ کال تر ټولو ترخه خاطره یې دا ده، چې په کورنیو رسنیو کې یې خپل دولس کلن مزل پای ته ورساوه. بل خوا رسنوال وايي چې د امربالمعروف غړي هره اونۍ د دوی له دفترونو څارنه کوي.
د اورځلا په مستعار نوم یادې خبریالې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال په رسنیو کې کار کول تر هغه هم ډېر سخت دی لکه یو عسکر چې وسله واخلي او د اوکراین او د فلسطین جګړو ته ولاړ شي.
د نوموړې په وینا، د طالبانو امربالمعروف په اونۍ کې لږ تر لږه درې تر څلور ځلې د رسنیو د کاري ماحول د کتلو لپاره د دفترونو څارنه کوي.
د هغې په خبره: «د امربالمعروف کارکوونکي په اونۍ کې څو ځلې رسنیو ته راځي او ګوري چې ایا د ښځو او نارینه و د کار کولو ځای جلا دی او که یو ځای. یا دغه ډله ګوري چې مونږ ښځې د دفتر منځ کې حجاب مراعاتوو او که نه.»
اورځلا همداراز زیاتوي، چې په ټول هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی، خو د ښځینه خبریالانو لپاره بیا ناممکن دی، ځکه طالب چارواکي نه له ښځینه خبریالانو سره خبرې کوي او نه هم معلومات شریکوي.
نوموړې وایي، چې د طالبانو ټولو سخت دریځیو او ځورولو ته په کتو سره یې بالاخره خپله هغه دنده پرېښوده، چې کلونه یې د پرمختګونو لپاره پکې زیار اېستلی و، لویې هیلې یې درلودې او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یې د طالبانو د هر ډول ظلم او زیاتي پر وړاندې مبارزه کړې وه.
هغه وایي، سره له دې چې څو ځلې د طالبانو له خوا د بېلابېلو راپورونو د جوړولو له امله نیول شوې وه او یادې ډلې څو - څو ځلې پرې د تعهد سندونه لاسلیک کړي وو، چې د طالبانو د حکومتولۍ او په هېواد کې د روانو ستونزو په اړه راپورونه جوړ نه کړي، خو بیا یې هم کارونو ته دوام ورکړ.
اورځلا وایي، تر هغه وروسته یې د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه چې طالبانو پرې شک کړی و، چې ګواکي له یوې افغانې رسنۍ سره چې له بهر څخه فعالیتونه کوي، دنده ترسره کوي.
د هغې په خبره: «د طالبانو دغه شک د دې لامل شو چې پر خپل خوندیتوب، عزت او راتلونکي ووېرېږم او دنده پرېږدم. اوس هڅه کوم چې له هېواد څخه د وتلو لار پېدا کړم.»

اورځلا یوازینۍ خبریاله نه ده، چې د طالبانو د سخت چلند له امله یې دنده پرېښې ده، د هغې په څېر سلګونه خبریالانې یا په کور ناستې دي او یا هم له هېواد څخه وتلي دي.
د افغانستان د خبریالانو سازمان مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې لږ تر لږه اووه ویشت محدودیتونه د رسنیو پر فعالیتونه وضع کړي دي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو یاد شمېر محدودیتونو د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېزې کړي او د دې لامل شوي چې سلګونه خبریالان وزګاره، کډوال او د لسګونه رسنیو فعالیتونه بند شي.
عبیدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې زیاته کړه: «د بیان د ازادۍ دوه مهم فکټورونه چې هغه اطلاعاتو ته لاسرسی او انتقادي ژورنالیزم دی، په اوسني نظام کې نه لیدل کېږي. اوسنی نظام استبدادي نظام دی او له مطبوعاتو یې هم استبدادي نظام جوړ کړی دی، ټولې خپرونې څارل کېږي، انتقاد په کې جرم بلل کېږي او یوازې هغو خپرونو ته اجازه ورکوي چې د دوی په ګټه وي.»
د افغانستان د خبریالانو سازمان مشر یادو ستونزو ته په اشارې سره زیاتوي، چې که وضعیت دغسې روان وي، نو ۲۰۲۵ کال کې به د محدودیتونو ساحه نوره هم پراخه شي او ازادې رسنۍ به فعالیتونه پرېږدي.

پر رسنیو محدودیتونه درې کاله مخکې له کندهار ولایت څخه پیل شول او بیا تر شاوخوا ولایتونو او ان بالاخره تر کابل پورې ورسېدل.
له کندهار ولایت څخه د یوې خصوصۍ رسنۍ مسوول د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو سخت او له فشارونو ډک کال و.
د نوموړي په وینا، رسنۍ په دې کال کې تر ټولو لویې ستونزې چې هغه پر ویډیوګانو او د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیزونه وو، مخ شول.
دغه بندیزونه له کندهار څخه پیل بیا هلمند، زابل، اروزګان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته وغځېدل.
د سرچینې په خبره: «اوسني وخت کې خبریالي پر عکس او ویډیو ولاړه ده نو که په عکس او ویډیو بندیز ولګول شي، دا کار د دې معنا لري چې خبریال دې له دغه مسلک څخه لاس واخلي.»
د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې په رسنیو هغه مالي سرچینې هم چې مخکې د دوی فعالیتونه پرې ولاړ و او د موسساتو له خوا تمویل کېدې، بندې شوې او ددې لامل شو چې ډېری خبریالان وزګاره شي او رسنۍ هم بندې شي.
یادې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د کارونو مخنیوی، د خبریالانو نیول او ځورول د دې لامل شوي چې خبریالان خپل مسلک پرېږدي او له هېواد څخه ووځي.

له دې سره، له غزني ولایت څخه یوه بل افغان خبریال هم د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، که څه هم د طالبانو له واکمنېدو سره پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه و، خو دغه محدودیتونه بیا په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ډېر زیات شو.
د نوموړي په وینا، د طالبانو امربالمعروف په ځلونو خبریالانو ته ګواښ کړی چې د دوی د خوښې خلاف خپرونې او راپورونه وړاندې نه کړي.
هغه زیاتوي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه و، چې په غزني ولایت کې رسنۍ ورسره مخ شوې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې له ۲۰۰ ډېرو راډیويي چینلونو، ۱۸۴ تلویزیونونو، په سلګونو ورځپاڼو او انلاین رسنیو فعالیتونه درلودل.
د راپورونو له مخې، له شاوخوا ۱۸۴ ټلویزیوني چینلونو نه ۵۷ کانالونه د مالي او سیاسي ستونزو او یو شمېر د طالبانو د پالیسیو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په پایله کې تړل شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د طالبانو د مداخلې او ساکښو انځورونو د نه خپراوي له امله لږ تر لږه ۱۱ ټلویزیونونه تړل شوي او یوه ته له تړل کېدو وروسته په مشروط ډول بېرته د فعالیت اجازه ور کړل شوې ده.
په دغو ټلویزیونونو کې ارزو، عبور، د کندهار، بادغیس او تخار ولایتونو ملي ټلویزیونونه، بریا، نور، غرغښت ، تمدن، ماه نور او ریحان په څېر ټلویزیونونه شامل دي، چې ځینې یې په سیاسي لاملونو او ځینې نور د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر بنسټ، په ځانګړې توګه د ساکښو انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله بند شوي، یا راډیويي بڼه یې غوره کړې ده.

ایراني چارواکو نن چارشنبه د مرغومي ۱۲مه په بندرعباس زندان کې دوه افغانان او یو بلوڅ اعدام کړل. حال وش خبري اژانس وايي، چې په بندر عباس زندان کې دوه افغانان په داسې حال کې اعدام شوي، چې کورنیو ته یې خبر نه دی ورکړل شوی.
حال وش خبري اژانس د چارشنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۲مه وویل، چې دغه درې تنه د نشه يي توکو په څېر جرمونو له امله په اعدام محکوم شوي وو او نن د ۲۰۲۵ کال پر لومړۍ ورځ په داسې حال کې په بندر عباس زندان کې اعدام شول، چې کورنیو ته یې خبر نه دی ورکړل شوی.
حال وش وايي چې بلوڅ اعدام شوی کس هدایت قاسمي نومیږي او د رودان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو د افغان اعدام شویو کسانو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
حال وش د خپلو سرچینو له خولې وايي، چې هدايت د نشه يي توکو په جرم په اعدام محکوم شوی و او درې واړه بنديان د دوشنبې په ورځ د بندر عباس زندان له عمومي څانګو قرنطين ته ولېږدول شول او تېره ورځ یې د اعدام حکمونه صادر شول.
د هدایت کورنۍ تر اعدام وړاندې د نوموړي لیدو ته ورغلې وه، خو د اعدام شویو افغانانو کورنیو ته خبر نه دی ور کړل شوی.
په ورته وخت کې سعودي عربستان د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې شپږ ایرانیان یې د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.
د سعودي عربستان دولتي اژانس وویل چې دغه کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور په دمام ښار کې اعدام شوي.

له هرات څخه سرچينې وايي، چې طالبانو په تېره يوه اونۍ کې تر ٦٠ زيات صرافان د فعالیت جواز نه درلودلو په تور نيولي دي. طالبانو د یوه قانون په تصویب سره سخت شرایط وضع کړي او صرافان باید دې ډلې ته د جواز ترلاسه کولو لپاره شپږ میلیونه افغانۍ ضمانت ورکړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سږ کال د « صرافيو او د پيسو تبادلې» لپاره نوی قانون تصویب کړ.
د دغه قانون له مخې له جواز پرته څوک د پیسو د تبادلې خدمتونه نه شي وړاندې کولای.
د طالبانو د قانون له مخې صرافان باید د کاري جواز ترلاسه کولو لپاره شپږ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه کېږدي.
له هرات څخه سرچينې وايي، چې طالبانو په تېرو مياشتو کې يو شمېر صرافان نيولي وو خو دغې ډلې د تېرې اونۍ له پنجشنبې څخه تر نن چارشنبې (د مرغومې ۱۲مې) پورې د صرافانو د نیولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو نظامي قطعاتو په هرات کې د بهزاد سړک او خراسان مارکېټ تړلي او صرافان يې نيولي دي.
سرچینه زياتوي، طالبانو د تېرې اونۍ په اوږدو کې د صرافانو ترڅنګ، هټيوال او عام وګړي هم چې د پيسو ترلاسه کولو لپاره راغلي وو، نيولي دي.
طالبانو د همدغه کال په زمري مياشت کې د هرات د خراسان صرافۍ بازار وتاړه.
له دغه اقدام وروسته په هرات کې لسګونو صرافانو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته د دې ډلې پر ضد لاريون وکړ.
لاريونوالو د هرات د پيسو د تبادلې مارکېټ د بيا پرانيستلو غوښتنه وکړه او له طالبانو يې وغوښتل، چې د دوى د فعاليتونو پر وړاندې سخت شرايط لرې کړي.
په تېرو میاشتو کې د افغانستان د صرافانو اتحادیې هم د طالبانو د سختو شرایطو په اعتراض کې اعتصاب کړی و.
په هرات ښار کې یوه صراف افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یو شمېر صرافان د شپږ میلیونه افغانیو د ورکړې توان نه لري او هغه کسان چې دا پیسې لري پر طالبانو باور نه کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير عبدالکریم خرم وایي، چې کودتاوو، سقوطونو او انقلابونو افغاني فرهنګ زيانمن کړی او بهرني يرغل ته يې زمینه برابره کړې. هغه وايي، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د مولانا بلخي تلين نمانځلو او د اسلامي تمدن مرکز په توګه د کابل وياړ له لاسه ورکړی.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د چارشنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د پيل اړوند پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې کودتاوو، سقوطونو او انقلابونو د افغاني فرهنګ او هنر د غوړېدا فرصت اخیستی او د بهرنيو فرهنګونو د يرغل لپاره زمينه برابره شوې.
نوموړي لیکلي، چې د پاريس په يونسکو غونډه کې یې د افغانستان د مولانا جلال الدین بلخي د ۸۰۰م تلين د نمانځلو په مراسمو کې خاص رول درلود.
د هغه په وینا، له مشهور سندر غاړي رحیم غفاري، چې د مولانا بلخي شعرونه یې ويلي، او د هغه له ګروپ سره یو ځای یې د یونسکو له مشر سره هم ليدلي او د ګډو کلتوري پروګرامونو په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.
خرم وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په يونسکو کې مولانا جلالدين بلخي د تلین ۸۱۷مه نمانځغونډه کې د افغانستان هيڅ استازي حضور نه درلود.
خرم زياتوي، چې د خپلو همکارانو په زيار يې د طرابلس وزيرانو په غونډه کې په ۲۰۱۳ کال کې غزنی د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ثبت کړ او د ۲۰۲۴ کال لپاره یې کابل د اسلامي تمدن او کلتور د مرکز په توګه تایید کړ.
کريم خرم په همدې اړه د ۲۰۲۴ کال اړوند لیکلي: « د اسلام په تاريخ کې د کابل د ځای په اړه د افغانستان او نړۍ خلک خبر شول خو له بدمرغه کال ختم شو او دا کار ونه شو.»

د پکتیکا د طالبانو امنيه قومانداني وايي، چې د کشفي معلوماتو له مخې یې هغه ۱۲ کسان نيولي، چې د ښځو وېښتان یې ټولول. دغه انساني ويښتان پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کيږی او بیا نورو هېوادونو ته صادریږي چې د ویښتینو خولیو او ویښتپوښونو په جوړولو کې ترې کار اخستل کیږي.
د پکتیکا د طالبانو امنيه قوماندانۍ د چارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې يې د وېښتانو ټولولو په تور یوه ۱۲ کسيزه ډله نيولې، چې د بنجاره توکو د پلور په نوم يې د ښځو د سرونو وېښتان ټولول.
طالبانو ويلي، چې نيول شوي کسان د پکتیا، کابل، لغمان او ننګرهار اوسيدونکي دي او تر پوښتنو او ګرویږنو وروسته به اړوندو قضایي ادارو ته وسپارل شي.
تر دې وړاندې طالبانو په نيمروز، خوست او د ننګرهار تورخم کې هم د انساني وېښتانو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی و.
طالبانو د کندهار په جوماتونو کې هم اعلان کړی، چې د هغو کسانو په نیولو کې له طالب استخباراتو سره مرسته وکړي، چې د ښځو د سرونو وېښتان ټولوي.
دغه انساني وېښتان تر ډېره پاکستان هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کيږي.
د رپوټونو له مخې، پاکستان په وروستيو کلونو کې د انساني وېښتانو نړیوال عرضه کوونکی دی.
پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د ویښتینو خولیو او ویښتپوښونو په جوړولو کې ترې کار اخلي.
پاکستان د خپل هېواد د وېښتو له سالونونو یا ناییخونو او نورو سرچینو څخه انساني وېښتان راټولوي او بیا یې پر صادراتي شرکتونو پلوري.
دا شرکتونه دغه انساني وېښتان پروسس کوي او نړيوالو بازارونو ته یې عرضه کوي.
د چين، امریکا او سويلي کوريا په څېر هېوادونو کې له دغو وېښتانو څخه د ښکلا د صنعت او د بېلابيلو محصلاتو لکه ویښتینو خولیو او ویښتپوښونو په توليد کې استفاده کیږي.