• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جواز لپاره شپږ میلیونه افغانۍ ضمانت؛ طالبانو په هرات کې تر ۶۰ تنو ډېر صرافان نيولي دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰

له هرات څخه سرچينې وايي، چې طالبانو په تېره يوه اونۍ کې تر ٦٠ زيات صرافان د فعالیت جواز نه درلودلو په تور نيولي دي. طالبانو د یوه قانون په تصویب سره سخت شرایط وضع کړي او صرافان باید دې ډلې ته د جواز ترلاسه کولو لپاره شپږ میلیونه افغانۍ ضمانت ورکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سږ کال د « صرافيو او د پيسو تبادلې» لپاره نوی قانون تصویب کړ.

د دغه قانون له مخې له جواز پرته څوک د پیسو د تبادلې خدمتونه نه شي وړاندې کولای.

د طالبانو د قانون له مخې صرافان باید د کاري جواز ترلاسه کولو لپاره شپږ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه کېږدي.

له هرات څخه سرچينې وايي، چې طالبانو په تېرو مياشتو کې يو شمېر صرافان نيولي وو خو دغې ډلې د تېرې اونۍ له پنجشنبې څخه تر نن چارشنبې (د مرغومې ۱۲مې) پورې د صرافانو د نیولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو نظامي قطعاتو په هرات کې د بهزاد سړک او خراسان مارکېټ تړلي او صرافان يې نيولي دي.

سرچینه زياتوي، طالبانو د تېرې اونۍ په اوږدو کې د صرافانو ترڅنګ، هټيوال او عام وګړي هم چې د پيسو ترلاسه کولو لپاره راغلي وو، نيولي دي.

طالبانو د همدغه کال په زمري مياشت کې د هرات د خراسان صرافۍ بازار وتاړه.

له دغه اقدام وروسته په هرات کې لسګونو صرافانو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته د دې ډلې پر ضد لاريون وکړ.

لاريونوالو د هرات د پيسو د تبادلې مارکېټ د بيا پرانيستلو غوښتنه وکړه او له طالبانو يې وغوښتل، چې د دوى د فعاليتونو پر وړاندې سخت شرايط لرې کړي.

په تېرو میاشتو کې د افغانستان د صرافانو اتحادیې هم د طالبانو د سختو شرایطو په اعتراض کې اعتصاب کړی و.

په هرات ښار کې یوه صراف افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یو شمېر صرافان د شپږ میلیونه افغانیو د ورکړې توان نه لري او هغه کسان چې دا پیسې لري پر طالبانو باور نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کریم خُرم: کودتاوو او سقوطونو د افغاني فرهنګ په ګډون بېلابېلې برخې زيانمنې کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير عبدالکریم خرم وایي، چې کودتاوو، سقوطونو او انقلابونو افغاني فرهنګ زيانمن کړی او بهرني يرغل ته يې زمینه برابره کړې. هغه وايي، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د مولانا بلخي تلين نمانځلو او د اسلامي تمدن مرکز په توګه د کابل وياړ له لاسه ورکړی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د چارشنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د پيل اړوند پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې کودتاوو، سقوطونو او انقلابونو د افغاني فرهنګ او هنر د غوړېدا فرصت اخیستی او د بهرنيو فرهنګونو د يرغل لپاره زمينه برابره شوې.

نوموړي لیکلي، چې د پاريس په يونسکو غونډه کې یې د افغانستان د مولانا جلال الدین بلخي د ۸۰۰م تلين د نمانځلو په مراسمو کې خاص رول درلود.

د هغه په وینا، له مشهور سندر غاړي رحیم غفاري، چې د مولانا بلخي شعرونه یې ويلي، او د هغه له ګروپ سره یو ځای یې د یونسکو له مشر سره هم ليدلي او د ګډو کلتوري پروګرامونو په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

خرم وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په يونسکو کې مولانا جلالدين بلخي د تلین ۸۱۷مه نمانځغونډه کې د افغانستان هيڅ استازي حضور نه درلود.

خرم زياتوي، چې د خپلو همکارانو په زيار يې د طرابلس وزيرانو په غونډه کې په ۲۰۱۳ کال کې غزنی د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ثبت کړ او د ۲۰۲۴ کال لپاره یې کابل د اسلامي تمدن او کلتور د مرکز په توګه تایید کړ.

کريم خرم په همدې اړه د ۲۰۲۴ کال اړوند لیکلي: « د اسلام په تاريخ کې د کابل د ځای په اړه د افغانستان او نړۍ خلک خبر شول خو له بدمرغه کال ختم شو او دا کار ونه شو.»

طالبانو په پکتیکا کې ۱۲ کسان د ښځو د ویښتانو ټولولو په تور نيولي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۰

د پکتیکا د طالبانو امنيه قومانداني وايي، چې د کشفي معلوماتو له مخې یې هغه ۱۲ کسان نيولي، چې د ښځو وېښتان یې ټولول. دغه انساني ويښتان پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کيږی او بیا نورو هېوادونو ته صادریږي چې د ویښتینو خولیو او ویښتپوښونو په جوړولو کې ترې کار اخستل کیږي.

د پکتیکا د طالبانو امنيه قوماندانۍ د چارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې يې د وېښتانو ټولولو په تور یوه ۱۲ کسيزه ډله نيولې، چې د بنجاره توکو د پلور په نوم يې د ښځو د سرونو وېښتان ټولول.

طالبانو ويلي، چې نيول شوي کسان د پکتیا، کابل، لغمان او ننګرهار اوسيدونکي دي او تر پوښتنو او ګرویږنو وروسته به اړوندو قضایي ادارو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې طالبانو په نيمروز، خوست او د ننګرهار تورخم کې هم د انساني وېښتانو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی و.

طالبانو د کندهار په جوماتونو کې هم اعلان کړی، چې د هغو کسانو په نیولو کې له طالب استخباراتو سره مرسته وکړي، چې د ښځو د سرونو وېښتان ټولوي.

دغه انساني وېښتان تر ډېره پاکستان هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کيږي.

د رپوټونو له مخې، پاکستان په وروستيو کلونو کې د انساني وېښتانو نړیوال عرضه کوونکی دی.

پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د ویښتینو خولیو او ویښتپوښونو په جوړولو کې ترې کار اخلي.

پاکستان د خپل هېواد د وېښتو له سالونونو یا ناییخونو او نورو سرچینو څخه انساني وېښتان راټولوي او بیا یې پر صادراتي شرکتونو پلوري.

دا شرکتونه دغه انساني وېښتان پروسس کوي او نړيوالو بازارونو ته یې عرضه کوي.

د چين، امریکا او سويلي کوريا په څېر هېوادونو کې له دغو وېښتانو څخه د ښکلا د صنعت او د بېلابيلو محصلاتو لکه ویښتینو خولیو او ویښتپوښونو په توليد کې استفاده کیږي.

طالبانو له ایران نه قاچاق کېدونکې ۱۶ مخابرې نیولې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د ماليې وزارت په يوه اعلاميه کې وایي، چې په تېره اونۍ کې يې د نورو قاچاقي توکو تر څنګ په ابونصر فراهي ګمرک کې اته لويي او اته وړې مخابرې نيولې دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.

طالبانو ويلي، چې نیول شوي قاچاقي مواد خوراکي او غير خوراکي توکي دي، چې له ګاونډيو هېوادونو په پټه راوړل کېدل.

د طالبانو ماليې وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې د دوی د څارنې کارکوونکو په کندهار، ننګرهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې دغه توکي نيولي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په نیول شويو توکو کې ۱۴زره ۹۲۷ کیلوګرامه ګوړه، څه کم اووه زره کیلوګرامه چاکلېټ، تر پنځه زره کیلوګرامه ډېره مالګه، دوه ټُنه درمل او ورته نور توکي شامل دي.

دوی زياتوي، چې د هرات په ګمرک کې یې څه باندې ۱۶۱ کیلوګرامه زعفران هم د قاچاق پر مهال نيولي، چې غوښتل يې نورو هېوادونو ته يې ولېږدوي.

د طالبانو ماليې وزارت وایي، چې د همدې قاچاقي توکو په تور یو شمېر کسان هم نیول شوي، چې د پوښتنو لپاره د دوی اړوندو ادارو ته سپارل شوي.

پاکستاني طالبانو په باجوړ کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې د باجوړ استازی وايي، چې پاکستاني طالبانو په تېرو څو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي او د افغان طالبانو بیرغونه یې پرې رپولي. دسه شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت اسمبلۍ پر امنیتي وضعیت ځانګړې ناسته درلوده.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په بیړنۍ ناسته کې چې امنیه قوماندان د امنیتي وضعیت په اړه پکې معلومات ور کول، له باجوړ نه د تحریک انصاف غړي انور زیب خان وویل، چې وسله والو طالبانو د ده په انتخابي حوزه کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي.

د بابر سلیم سواتي په مشرۍ د اسمبلۍ ناستې ته په وینا کې انور زیب وویل چې نږدې ۴۰۰ وسله والو د بانډه ملاسید په سیمه کې پوستې نیولې دي، د «امارت اسلامي افغانستان» بیرغونه یې پورته کړي او د هغوی په ملاتړ یې شعارونه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، چې د نیول شویو پوستو ویډیوګانې، چې وسله والو ثبت کړې دي، پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې دي.

دوه ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو یوه ویډیو خپره کړه، چې ښيي د سالارزو په سیمه کې یې یوه امنیتي پوسته نیولې ده.جنګیالي د پوستې له نیولو وروسته ناڅي او خوښيي ښيي.

د ده په وینا، دا پوستې د بانډه ملاسید په سیمه کې دي، چې له ډیورنډ کرښې لرې پرته ده. هغه د پوښتنې په دود وویل، چې څنګه دومره زیات شمېر وسله وال له اغزن تار نه را واوښتل.

انور زیب وویل چې امنیتي ځواکونو د سیمې خلکو ته ویلي چې خپل کورونه پرېږدي څو د جنګیالیو پر ضدپوځي عملیات ترسره شي.

هغه د سیمې د خلکو وضعیت بیان کړ او ویې ویل، « دوی له کډې کولو پرته بله لاره نه لري».

د اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي د انور زیب پر څرګندونو اندیښنه وښوده او ویې ویل چې باید دا روښانه شي چې څنګه دومره زیات وسله وال په دومره اسانۍ سره دې سیمې ته راغلل.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د اپوزیسیون غړي احمد کریم کُنډي وړاندیز وکړ چې د امنیتي حالاتو د څېړلو لپاره دې د حقیقت موندنې او پخلاینې یو کمېسیون جوړ شي، چې معلومه کړي څوک ترهګرۍ ته وده ورکوي او مرسته ورسره کوي.

ټاکل شوې نن (چارشنبه) دا موضوع بیا وڅیړل شي.

ای ایس ای د تاجکستان له لارې له مقاومت جبهې سره د اړیکو هڅه کوي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۰ GMT+۰

پاکستان هڅه کوي د طالبانو پر وړاندې له تاجکستان سره اړیکې جوړې کړي، چې د افغان-پاکستان سیمه‌ییزو اړیکو پر معادله اغېز لرلی شي. ایکانومیک ټایمز وايي، دغه خبرې اترې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ له شخړو وروسته کیږي او آی ایس آی هڅه کوي له مقاومت جبهې سره د اړیکو لارې چارې ومومي.

یاده ورځپاڼه وايي، افغانستان او تاجکستان د یو بل پر ټولنه او سیاست اغېز لري، ځکه په افغانستان کې د تاجکانو یوه ستره طبقه ژوند کوي او تاجکستان د افغانستان د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې کور دی، چې مخکې د شمالي ټلوالې په نوم یادېده. ایکانومیک ټایمز وايي چې د پاکستان ای ایس ای هڅه کوي له دې جبهې سره د اړیکو جوړولو لارې چارې ومومي.

تاجکستان د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو برعکس له طالبانو سره خپلې اړیکې ډېرې نه دي پراخې کړې، خو له کابل سره یې یو څه کاري اړیکې جوړې کړې دي.

په افغانستان کې د جمیعت انصارالله په نوم یوه وسله‌واله ډله حضور لري چې غواړي د رحمان حکومت نسکور کړي.

شنونکي وايي، تاجکستان د طالبانو پر ضد د احتمالي ګامونو په اړه محتاط دی او ښايي د کابل د اوسني حکومت پر ضد د کوم امنیتي اتحاد برخه ونه ګرځي.

تر اوسه دا روښانه نه ده، چې د پاکستان د استخباراتو رییس جنرال عاصم ملک د تاجکستان د سفر پر مهال دمقاومت جبهې له مشرانو سره لیدنه کړې که نه، خو له دې وړاندې ځینو پاکستاني ډیپلوماټانو ویلي و، چې که طالبان د تحریک طالبان پاکستان بریدونه کنټرول نه کړي، پاکستان ښايي له هغو ډلو سره اړیکې جوړې کړي چې د طالبانو مخالفت کوي.

تاجکستان په افغانستان کې د میشتې جماعت انصارالله ډلې له اړخه اندېښمن دی
100%
تاجکستان په افغانستان کې د میشتې جماعت انصارالله ډلې له اړخه اندېښمن دی

دوشنبې ته د ای ایس ای د رییس سفر

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ د پاکستان د استخباراتو له رییس جنرال محمد عاصم ملک سره لیدنه وکړه. د دې لیدنې موضوع د سیمې امنیت او د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ میکانیزمونه ښودل شوي دي.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هند او تاجکستان ترمنځ د اړیکو له پراخېدو اندېښمن دی. په داسې حال کې چې دوشنبه غواړي له اسلام‌اباد سره اقتصادي او ولسي اړیکې پیاوړې کړي، پاکستان له دوشنبې سره په اړیکو کې له نوي ډیلي سره رقابت ته ګوري.

ځینې رپوټونه وايي، چې د پاکستان پوځي چارواکو په اسلام‌اباد کې د تاجکستان سفیر ته خبرداری ورکړی چې که دوشنبه له هند سره خپلې دفاعي او اقتصادي اړیکې محدودې نه کړي، نو له اسلام اباد سره یې د اړیکو د سړېدو احتمال شته.

د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې د «سولې، ثبات، او سیمه‌ییز امنیت د ټینګښت» پرموضوع متمرکزې وې.

ولسمشر امام علي رحمان د دواړو هېوادونو ترمنځ له اړیکو خپله خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې روانې خبرې اترې او په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې همکارۍ د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې دي.

دواړو خواوو له ترهګرۍ، سختدریځۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار دی.

دا جګپوړې ناسته د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د امنیتي ترینګلتیاوو په منځ کې ترسره کیږي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله وسله‌والې نښتې وشوې، چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تاجکستان په تېرو دریو کلونو کې په پرله‌پسې توګه په افغانستان کې د سختدریځو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې او طالبان یې د دې ګواښونو په مخنیوي کې په ناکامۍ تورن کړي دي. سربېره پر دې، تاجکستان د مقاومت جبهې مشرانو ته پناه ورکړې ده.

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، په سیمه کې د اسلامي دولت (داعش) بیا ظهور او د طالبانو حکومت امنیتي وضعیت خراب کړی او تاجکستان ته یې له پاکستاني الاصله یا پاکستان سره تړلو ډلو له اړخه دترهګریزو بریدونو خطر زیات کړی.

د پاکستان پوځي اداره له اوږدې مودې راهیسې په جنوبي او مرکزي اسیا کې پر نورو هېوادونو د فشار لپاره د ترهګرو ډلو کارونې ته ادامه ورکوي.

پاکستان او تاجکستان د ډسمبر په نیمايي کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې یو د تاجکستان د ختلان او خیبر پښتونخوا ترمنځ پر همکاریو متمرکز دی
100%
پاکستان او تاجکستان د ډسمبر په نیمايي کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې یو د تاجکستان د ختلان او خیبر پښتونخوا ترمنځ پر همکاریو متمرکز دی

د خیبر پښتونخوا او ختلان ترمنځ همکاري

د ډسمبر پر ۱۲مه د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د ګډ کمیسیون اوومه غونډه د دوه مهمو هوکړه لیکونو او پروتوکولونو په لاسلیکولو پای ته ورسېده.

د غونډې په ترڅ کې دوه مهم هوکړه لیکونه لاسلیک شول، چې یو د خیبر پښتونخوا او د تاجکستان ختلان ولایت ترمنځ همکاري او بله د سپورټ په ځانګړي ډول فوټبال په برخه کې همکاري ده.

د پاکستان د بریښنا فدرالي وزیر اویس لغاري د کاسا زر او ټرانزیټ سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کولو لپاره د ګډې همغږۍ کمېټې د جوړولو وړاندیز وکړ.

تاجک حکومت څو ځله دکاسا زر پروژې د بشپړېدو پر ځنډ خپل نارضایت څرګند کړی. دغه پروژه چې په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوه، هدف یې په اوړي کې د قرغیزستان او تاجکستان اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسول دي. کارپوهان وايي پاکستان د دې پروژې د مرکزي اسیا برخې لپاره د هندي شرکتونو پر ګډون نارضایتي ښودلې ده، چې د نړیوالو داوطلبیو له لارې ټاکل شوي دي.

د واخان دهلېز له لارې د سوداګرۍ هڅې

پاکستان هڅه کړې چې د افغانستان د واخان دهلېز له لارې له تاجکستان سره له ځمکنۍ لارې اړیکې جوړې کړي، خو د سختې غرنۍ جغرافیا، د افغان لوري نه لېوالتیا او د دې لارې د محدودو اقتصادي ګټو له امله دغه پلان نه دی بریالی شوی.

پاکستان د افغانستان له جمهوري حکومتونو نه په مکرر ډول غوښتنه کړې وه، چې د واخان له لارې یوه نرۍ لار ور کړي، خو افغان حکومتونو دا غوښتنه رد کړې ده.

پاکستان هڅه کړې چې د تاجکستان او مرکزي اسیا د امنیتي سیسټم پر جوړښت اغېز وکړي، خو د خپلې ناکامۍ له امله اوس د چین له لارې مرکزي اسیا ته د لاسرسي په هڅه کې دی.

د شنونکو په باور، پاکستان غواړي چین په سیمه کې د ایغور جنګیالیو ګواښ او د هند نفوذ ته متوجه کړي او پر واخان پانګونې ته یې وهڅوي، خو ویل کیږي چین په دې برخه کې تراوسه لېوالتیا نه ده ښودلې.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، د تاجکستان په بدخشان سیمه کې د چین د حضور پر ضد پاڅون زیات شوی دی. د ۲۰۲۳کال د نومبر پر۱۸مه د تاجکستان په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې وسله‌والو پر یوه کان برید وکړ، چې په پایله کې یې یو چینایي وګړی ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تېر کال په جولای کې تاجکستان ته سفر وکړ، چې د پاکستان د جغرافیایي موقعیت پر ارزښت ورسره خبرې وکړي او تاجکستان ته قناعت ورکړي چې د پاکستان بندرونه د ټرانزیټ لپاره وکاروي، خو له کلونو خبرو اترو سره سره، په دې برخه کې کوم عملي پرمختګ نه دی شوی.