د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو توکو لومړی کاروان به د شنبې په ورځ پاړه چنار ته ورسیږي

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې له دوه نيمو مياشتو خونړۍ جګړې وروسته تېره ورځ د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د سولې هوکړه لاسليک شوه، خو په ولسوالۍ کې د خوراکي توکو او درملو د کمي ناورین لا هم پخپل ځای پاتې دى.