پاکستاني رسنۍ وایي تیر زیږدیز کال په دغه هېواد کې نږدې ۳۵۰ ناموسي وژنې شوېدي

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې د تېر ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې په دغه هېواد کې د ناموس او عزت ساتلو په نوم ۳۴۶ میرمنې وژل شوې دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې د تېر ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې په دغه هېواد کې د ناموس او عزت ساتلو په نوم ۳۴۶ میرمنې وژل شوې دي.
دغې ورځپاڼې د پاکستان د بشري حقونو له قوله لیکلي چې لا هم د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ناموسي وژنې یو جدي ستونزه او ننګونه ده، چې ګڼې کورنۍ یې د شرم او پیغور له امله د خپلو کورنیو نجونې او مېرمنې وژني.دغه کمیسیون ویلي، چې د دغو وژنو ډېرې یې په سند او پنجاب صوبو کې شوې، چې له امله یې د دغه کمیسیون اندیښنې یې زیاتې کړې دي.د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي، د تېر کال په اکتوبر کې یو کس د خپلې مور په ګډون د خپلې کورنۍ څلور مېرمنې د ټیک ټاک ویډیوګانو په تور ووژلې.نوموړي پولیسو ته ویلي و چې د دوی له خوا خپرو شویو ویډیو ګانو د دوی کورني عزت ته زیان رسولی و.دا رنګه د نومبر په میاشت کې د پنځو ماشومانو مور په فیصل اباد کې د خپل خاوند او ورور له خوا ووژل شوه، د راپورونو له مخې دغه میرمن په جنسي اړیکو تورنه شوې وه او د خښتو او ډبرو په ویشتلو سره په قتل رسیدلې وه.د پاکستان په ډېرو ښارونو کې دا مهال د نا امنۍ د پیښو د زیاتیدو تر څنګ ډېر خلک له رواني ستونزو سره هم مخامخ شوي چې د ناموسي وژنو یو لامل هم همدغه رواني ستونزې یادیږي.


د فلسطین د احصایې اداره وايي، پر غزې د اسراییل د برید له پیل راهیسې د نفوسو شمېر ۱۶۰ زره کم شوی دی. د دغې ادارې په وینا، د غزې نفوس د تېرو کلونو پرتله شپږ سلنه کم شوی دی.
د فلسطین د احصایې مرکزي ادارې د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې شاوخوا سل زره فلسطینیان له دغې سیمې څخه وتلي او اټکل کېږي چې له ۵۵زرو څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
خو د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۴۵زره او ۵۰۰ فلسطینیان چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي او ۱۱زره نور بیا تري تم دي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه شمېرې ناسمې بللې او وایي: «د دغو شمېرو په خپرولو دوی غواړي، چې اسراییل پرې بدنامه کړي.»
د بشري حقونو مخکښو ډلو هم اسراییل تورن کړي، چې د غزې په جګړه کې یې نسل وژنه کړې ده.
اسراییل په پرله پسې ډول دغه تورونه رد کړي، او ادعا یې کړې چې دوی نړۍوالو قوانینو ته پاملرنه کوي او د حماس په وړاندې له ځان څخه د دفاع حق لري.
د احصایې ادارې ویلي، چې د غزې شاوخوا ۲۲ سلنه نفوس اوس مهال د سختې لوږې سره مخامخ دی.
د دغې ادارې په وینا، شاوخوا ۳۵۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ او د خوړو د نشتوالي له امله د مړینې له ګواښ سره مخ شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، شاوخوا ۶۰،۰۰۰ مېندواره مېرمنې هم په غزه کې له جدي روغتیایي ګواښونو سره مخامخې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، چې طالبانو له سرحدي سیمو څخه د تحریک طالبان پاکستان د شړلو لپاره د لس میلیارده روپۍ غوښتنه کړې وه.
نوموړي له طالب چارواکو غوښتي و، چې پاکستان ته د وسله والو د نه ستنېدو ضمانت ورکړي، خو یادې ډلې مثبت ځواب ور نه کړ.
د جیو نیوز ټلویزیون مشهور ویاند حامد میر چې تل یې د طالبانو پر ضد سختې او انتقادي څرګندونې کړي دي، د چهارشنبې په ورځ له ښاغلي اصف سره د خپلې مرکې یوه برخه خپره کړه.
د پاکستان د دفاع وزیر وویل: « وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، زه افغانستان ته لاړم او د طالبانو له دفاع وزیر او د هغوی له نورو مشرانو سره مې وکتل. ما دوی ته وویل چې که ترهګر متوقف نه شي، موږ به اقدام وکړو او باید وروسته شکایت ونه کړي."
پاکستان له درېیو کلونو راهیسې لږ تر لږه دوه ځله د افغانستان سرحدي سیمې بمبار کړې دي.
دغه هېواد ویلي، چې د بریدونو موخه د تحریک طالبان پاکستان غړي دي چې په دغو سیمو کې پناه ځایونه لري.
په تازه پېښه کې د پاکستان پوځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.
طالبانو ادعا کړې، چې په دغه برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په نښه شوي دي.
پاکستان له طالبانو غوښتي چې پاکستاني وسله والو ته اجازه ورنه کړي، چې په سرحدي سیمو کې فعالیت وکړي او پر پاکستاني ځواکونو بریدونه وکړي.
په دې مرکه کې خواجه اصف ادعا کړې، چې طالبانو "بل ځای ته د پاکستان د تحریک طالبان د غړو د لېږدولو لپاره د لس میلیارده روپیو غوښتنه کړې وه."
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان پلان لري څو د ټي ټي پي غړي شمالي افغانستان ته انتقال کړي، خو دې ډلې په شمال کې د پاتې کېدو لپاره کومه لېوالتیا نه ده ښودلې.
دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي وویل، چې د پاکستان امنیت د بهرنیو ګواښونو په پرتله داخلي ګواښونه زیات ګواښي.
نوموړي د دغه هېواد پر پخواني لومړي وزیر عمران خان تور پورې کړ، چې په خېبر پښتونخوا کې یې د تحریک طالبان پاکستان تر څلوېښت زره ډېر غړي مېشت کړي دي.
نوموړي د خپل هېواد د توغندیز پروګرام پر وړاندې د امريکا وروستي بنديزونه ناسم وبلل او ويې ويل، هغه څوک چې په غزه کې د نسل وژنې لامل کېږي، د پاکستان پر ضد د لاريون حق نه لري.
امریکا د پاکستان د بالسټیک توغندیو د پراختیا په پروګرام کې د لاس لرلو په خاطر پر څو پاکستاني کمپنیو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.
د دغه هېواد په اند، اسلام اباد د دغو توغندیو د جوړولو لپاره هېڅ توجیه نه لري، چې د امریکا امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې یې په پاکستان کې ۱۷۵۸ بریدونه کړي چې له امله یې ۱۲۸۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۶۶۱ نور ټپیان دي. ټي ټي پي زیاتوي چې په دغو بریدونو کې یې د پوځي ودانیو تر څنګ ګڼ وسایط ویجاړ کړي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک نن چارشنبه (د جنوري لومړۍ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د خپلو بریدونو په ترڅ کې یې د تېر ۲۰۲۴ کال په جنوري کې ۷۵، فېبروري کې ۶۵، مارچ کې ۶۶، اپریل کې ۹۶، می کې ۹۹، جون کې ۹۶، جولای کې ۱۴۶، اګسټ کې ۲۴۳، سپتمبر کې ۲۶۲، اکټوبر کې ۲۲۰، نومبر کې ۲۰۸ او ډسمبر کې ۱۸۲ بریدونه کړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې په دیره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان، ټانک، بنو، شمالي وزیرستان، لکي مروت، پېښور، خیبر ولسوالۍ، مومند ولسوالۍ، نوښار، چارسده، ملاکنډ، باجوړ، کوز دیر، لوړ دیر، سوات، چترال، شانګله، بونیر، کوهاټ، کورمه ولسوالۍ، کرک، هنګو، اوکرزیو ولسوالۍ، مردان، صوابۍ، پښین، قلعه عبدالله، چمن، جنوبي پنجاب، دېره غازي خان، میانوالي، لاهور، ژوب، قلعه سیف الله، شیراڼيو، ګلګت بلتستان، دیامر، کراچۍ، کلات او مکران، راولپېنډۍ، بټګرام او هرنای کې بریدونه کړي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک وايي چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو یې د چریکي حملو تر څنګ ډله ییز بریدونه، ځانمرګي بریدونه، د توغندیو بریدونه او هدفي بریدونه کړي دي.
اعلامیه کاږي چې په تېر کال کې پاکستاني طالبانو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ۱۹ ځانمرګي بریدونه هم کړي دي.
ټي ټي پي ادعا کړې چې په وژل شویو کې ۱۴۴۱ پوځیان، ۸۲۰ د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې غړي، ۵۷۸ د استخباراتي ادارو غړي او ۱۰۶ د امن کمېټې غړي شامل دي.
ټي ټي پي وايي چې په دغو بریدونو کې یې پر ۱۵ پوځي ودانیو سربېره د پوځ او پولیسو موټر او ټانکونه هم ویجاړ کړي دي.
ټي ټي پي زیاتوي چې په تېر کال کې یې لسګونه میله وسله او مهمات هم له پاکستاني امنیتي ځواکونو نیولي دي.

۲۰۲۴ د پاکستان لپاره خونړی کال
ټي ټي پي دا ادعا په داسې مهال کوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د خپلو وروستیو کلونو تر ټولو مرګونی کال تجربه کړ، چې امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او جنګیالیوته پکې درنده مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د کلني رپوټ له مخې، په دغه کال کې پاکستان کې له ۲,۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي.
دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښیي او دغه کال د تېرې یوې لسیزې تر ټولو مرګونی کال ثبتوي.
دغو پېښو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوااو بلوچستان ایالتونو پر سیمو پراخ اغیز شیندلی؛ چیرې چې ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالي ډېر فعال دي.
د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کې ټولټال ۲,۵۴۶ کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي چې ۱,۶۱۲ پکې ملکي وګړي او امنیتي سرتېري دي، چې دا د ټولو مرګونو ۶۳ سلنه برخه جوړوي.
په دغه کال کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې۹۳۴ تنه وسله وال جنګیالي او مجرمان وژل شوي. دغه نابرابري ښيي چې تاوتریخوالي ډېر پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو اغېز کړی. د رپوټ له مخې، په۲۰۲۴ کال کې په اوسط ډول هره ورځ نږدې اوو کسانو د تشدد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په ۲۰۲۴ کال کې د کورمې ولسوالۍ مذهبي تاوتریخوالي۱۸۲ کسان وژلي او ۲۳۴ نور یې ټپيان کړي دي. د زیاتو قربانیانو په ډله کې شیعه پښتانه دي چې ۷۹ یې وژل شوي او ۳۵ ټپیان شوي دي. له سنیانو څخه ۲۱ کسان وژل شوي او ۷۲ ټپیان دي.
د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډي په یوه تمځای کې چاودنې شاوخوا ۵۹ تنه ووژل چې ګڼ پکې پوځیان وو.
په ټولیز ډول، د مذهبي تاوتریخوالي له امله د قربانیانو شمېر له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۴۶۷ کسانو ته رسېدلی و، خو په وروستیو څلورو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۴) کې دغه شمېر ۴۸۷ ته لوړ شوی.
نومبر میاشت د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونې میاشت ګڼل شوې ده. په نومبر کې ۱۲۵ بریدونه شوي، ۴۵۰ تنه وژل شوي او ۶۲۵ نور ټپیان دي، چې دا تر ټولو زیات شمېر دی.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د ټولو مرګونو ۹۴ سلنه او د تاوتریخوالي د ټولو پېښو ۸۹سلنه برخه جوړوي. د خیبر پښتونخوا هغه سیمې چې پر ډیورنډ کرښه پرتې دي لکه کورمه، شمالي وزیرستان او خیبر ولسوالۍ تر ټولو ډېرې زیانمنې سیمې ثبت شوې دي.
په دغه کال کې د بلوچستان د مرګونو شمېر له تېرو دریو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۳) ټولو مرګونو سره برابر ګڼل شوی.
دغه رپوټ زیاتوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ضرب عضب له عملیاتو وروسته تر ټولو زیات بریدونه او مرګونه تجربه کړي دي. د یاد رپوټ له مخې، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو سږکال ټولټال ۴۴۴ بریدونه شوي او ۶۸۵ تنه ترې وژل شوي، چې دا له۲۰۱۵ کال شمېرو ډېر دي.
دغه را ز رپوټ وايي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته تاوتریخوالی هرکال ۳۸ سلنه ډېر شوی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ شيعه او سني قبیلو د سولې تړون لاسلیک کړ چې دواړو اړخونو پرې لاسلیکونه کړي. په دغه تړون کې دواړو خواوو ژمنه کړې، چې وسلې به ټولوي او د سولې مخربو کسانو ته په ځای نه ور کوي.
د خیبر پښتونخوا ایالت په کورمه ولسوالۍ کې د اوږدمهاله فرقه يي شخړو د حل لپاره هڅې د یوه تړون له لارې پایلې ته ورسېدې. دا تړون، چې د ۲۰۰۸ کال د مری تړون بیا تازه کول دي، د دې بېثباته سیمې تاوتریخوالي او کډوالۍ ته د پای ټکي اېښودو ژمنه کوي.
د دغه نوي تړون اعلان له هغو څو اونیزو مشورو او خبرو اترو وروسته کیږي، چې د کوهاټ او د پېښور ایالتي حکومت په ملاتړ ترسره کېدې.
د کورمې ولسوالي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، له اوږدې مودې راهیسې د فرقهيي تاوتریخوالي او د ځمکې پر سر شخړو ښکار ده. سره له دې چې پخوا ګڼ شمېر تړونونه د دغو ستونزو د حل لپاره ترسره شوي، د دې تړونونو په پلیتابه کې بې پامي او د بنسټپالو ډلو کړنې ددې لامل شوې، چې شخړې بېرته تازه شي. اوس نوی تړون په دې تمرکز کوي چې دغه شخړې د داسې پرمختللو لارو چارو په مرسته حل کړي چې د قبايلي سيمو له اداري او قانوني نظام سره برابرې وي.
په تېرو څو ورځو کې د اهل تشیع او اهل سنت دواړو قومونو استازي، حکومتي چارواکي او د کورمې د سولې جرګې غړي په پاړاچنار کې سره راټول شول. دې جرګې، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې یې ناستې وکړې، د سړکونو امنیت، ځمکنیو شخړو، بېځایه شویو خلکو د بیا مېشتېدو او د وسلو د کنټرول په شمول د کلیدي مسایلو په اړه پرېکړې وکړې.
حکومتي چارواکو د ټولو اړخونو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی، چې دا تړون بریالی کړي.

د تړون بنسټیزې پرېکړې
د مري دغه نوی شوی تړون د پخوانیو تړونونو اساسي اصول، لکه د قومي دودونو، ځمکو ثبت او پخوانیو پرېکړو خوندیتوب، تصدیقوي. دا عناصر د کورمې د ټولنیز جوړښت د ساتنې لپاره اړین ګڼل کېږي، ځکه قومي دودونه لا هم په دې سیمه کې مهم رول لوبوي.
دغه راز، په تړون کې نوي تدابیر شامل دي چې دغه دودونه د فاټا له ادغام وروسته له قانوني چوکاټ سره سم عیار کړي.

د سړکونو امنیت او د بې ځایه شویو میشتول
د تړون یو اصلي هدف دا دی چې د حکومتي سړکونو خوندي او بېخنډه کارونې ډاډ ورکړل شي. دغه لارې به، چې زیاتره د شخړو او بندیزونو ځای ګرځېدلې دي، د دواړو خواوو له لوري له هر ډول سرغړونو خوندي وي.
د سولې کلیوالي کمیټې به د دغو سړکونو امنیت څاري او د ناوړه پېښو په صورت کې به په قبایلي او دولتي قوانینو عمل کېږي. سربېره پر دې، که هر څوک د تشدد د ترسره کولو لپاره خلکو ته پناه ورکړي، هغوی به د دود او قانون له مخې مجرم ګڼل کېږي.
په دغه تړون کې د هغو خلکو د بیا مېشتېدو ژمنه شوې چې د کلونو شخړو له امله بېځایه شوي دي. د دې پروسې څارنه به د کورمې مرستیال کمشنر تر مشرتابه لاندې یوه ځانګړې کمیټه کوي، چې په دې کې به د دواړو فرقهيي ډلو استازي شامل وي. د کمیټې دنده به دا وي چې د بیا مېشتېدنې پر وړاندې ټولې ستونزې او اندېښنې حل کړي.
په کورمه کې به د ځمکو پر سر شخړې، چې تل د تاوتریخوالي یو لوی عامل دی، د ځمکو د ثبت، قانوني پرېکړو او قومي دودونو پر بنسټ حل شي. د ځمکو د عوایدو کمېسیون به ژر تر ژره په دې اړه خپل کار پیل کړي او د اړتيا په صورت کې به د سولې کمیټې او د ولسوالۍ اداره د هغوی ملاتړ وکړي.
د ګیډو، پیو، علیزیو، بالش خېل، ډندر، بوشهر، غوزګړي، نسیکوټ، سبج علیزي، شور سیمو د ځمکو شخړې به د ځمکو د ټاکلي کمیسیون له لارې اواریږي. پر هغو سیمو چې د قانون ۱۴۴ مه ماده پلي شوې، دواړې خواوې به پرې عمل کوي.

د وسلو پر کارولو بندیز
په تړون کې د وسلو پر ازادانه ګرځولو او کارولو بشپړ بندیز لګول شوی، ځکه وسلو د دې سیمې تاوتریخوالی سخت کړی دی. دواړه اړخونه موافق شوي چې د وسلو د کنټرول لپاره به په ۱۵ ورځو کې دننه یو جامع پلان وړاندې کړي. که په ټاکلي وخت کې کوم اړخ ناکام شو، نو د حکومت اپیکس کمیټه به خپله پرېکړه پلې کوي.
په تړون کې د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره هم تدابیر نیول شوي دي.
د دولتي مامورینو د خوندي تګ راتګ لپاره د سیمې قومي مشران ژمن شوي، چې د هغوی ساتنه به د مېلمه په توګه کوي. دغه راز، د فرقه يي کرکې د ختمولو لپاره پر هغو ډلو بندیز لګول شوی چې د تاوتریخوالي لپاره هڅوونکي نظریات خپروي.
په دې ډلو کې د زینبیون او سني سختدریځه ډلو په څېر پاروونکو ډلو پر فعالیتونو بندیز هم شاملیږي.
ټولنیزې رسنۍ به هم څارل کېږي او د تشدد هڅوونکي کسان به د قانون له مخې مجازات کیږي.
له تړون وروسته هیڅ اړخ د بل اړخ خلاف وسلې نه شي کارولای او که دا کار وکړي، د سرغړوونکي په توګه به ورسره عمل کیږي او ټولې وسلې به ترې اخستل کیږي او ټاکلې جریمه به ور کوي.
تړون دغه راز وايي، چې د مورچلو له ړنګولو وروسته چې کوم اړخ پر بل اړخ برید کوي، حکومت به یې ترهګر ګڼي او د هغوی خلاف به ګام اخلي.
دغه راز ویل شوي، چې د تړون د عملي کېدو لپاره به د ولسوالۍ اداره او د سولې کمیټې له قانون نافذوونکو ادارو سره په ګډه کار کوي او هر ډول سرغړونه به د قومي دودونو او قانوني اقداماتو له لارې حل کیږي.
د سیمې قومي مشران او د کورمې امن جرګه متعهد شوي، چې د تاوتریخوالي د بیا پېښېدو مخه ونیسي او د سولې ټینګښت ته دوام ورکړي.
دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک کیږي، چې کورمه ولسوالۍ په تېرو څو میاشتو کې د خونړیو پېښو او مرګونو شاهده وه.

د امریکا متحده ایالتونو په نیو اورلیانز کې پر ګڼه ګوڼه د موټر د برابرېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۰تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. دغه موټر د ښار په تاریخي فرېنچ کوارټر سیمه کې د نوي کال پر مېله کوونکو ورسیخ شوی دی.
عیني شاهدان وايي، د پېښې په ځای بوربن کوڅه کې یوه ستره ډله د نوي کال د جشن نمانځنې لپاره راغونډه شوې وه.
د پېښې په اړه لا ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو سي بي اېس د عیني شاهدانو له خولې ویلي و، چې موټر په لوړ سرعت پر خلکو ورغی او بیا موټر چلوونکی له موټره کوز شو او ډزې یې وکړې. پولیسو ځوابي ډزې کړې دي، خو د نیو اورلیانز پولیسو اې بي سي نیوز ته ویلي چې بریدګر تر اوسه نه دی نیول شوی.
سي اېن اېن رپوټ ورکړ، چې د نیو اورلیانز پولیسو د برید سیمه کلابنده کړې ده.
نیو اورلیانز له دې وړاندې هم د جشنونو او پریډونو پرمهال د ورته پېښو شاهد پاتې شوی.
د روان کال د نومبر په پای کې د نیو اورلیانز پولیسو د دغه ښار په سیمه ییز دودیز جشن کې چې په زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و، د ډزو د دوو پېښو خبر ورکړ.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې په دغو ډزو کې دوه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.
د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې یو پک اپ چې چلوونکي یې د پولیسو په وینا ډیر شراب څښلي وو، د ماردي ګراس کارنیوال پریډ پر مهال له خلکو سره ټکر وکړ او تر ۲۰ زیات کسان یې ټپیان کړل.