پاکستاني رسنۍ: د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو دویم پړاو به نن پیل شي

پاکستاني رسنۍ اردو نیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به نن پیل شي.

پاکستاني رسنۍ اردو نیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به نن پیل شي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د قامي اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق به د دغو مذاکراتي کمېټو د غونډې مشري کوي.
د راپور له مخې، د نن ورځې په غونډه کې به تحریک انصاف خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.دارنګه د تحریک انصاف ګوند به د عمران خان د خوشې کېدو ترڅنګ د خپلو نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم وکړي.له بل پلوه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا ويلي، چې حکومت له تحریک انصاف ګوند سره د ملي ګټو لپاره مذاکرات پیل کړي دي.هغه د یوې رسنۍ سره په مرکه کې د پاكستان تحريك انصاف له مشرانو وغوښتل، چې د ملي ګټو لپاره كار وكړي.تر دې دوه ورځې وړاندې د خيبر پښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور ويلي و، چې په بهرني فشار باور نه لري؛ بلکې د خلکو په زور به د پاکستان د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان خوشې کېږي.هغه له جيو نيوز سره په خبرو کې د مذاکراتو په اړه ویلي و: «زه به په مذاکراتي کمیټه کې هرو مرو شامل شم.»د هغه په وینا، عمران خان د خپل ځان پر ځای د پاكستان د راتلونکې لپاره مذاكراتي كمېټه جوړه كړې ده.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، ۵۴ افغانان چې په پاکستان کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان (د مرغومي په ۱۲مه) نېټه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په تورخم او سپین بولدک کې د طالبانو د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۳ تر ۲۰ ورځو پورې بندیان وو، چې تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه ځینو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندلي دي.
دغه وزارت دا نه دي ویلي، چې دغه کسان د پاکستان په کومو صوبو او زندانونو کې بندیان وو.
تېره ورځ هم پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د بلوچستان په «چاغۍ» ولسوالۍ کې هغه ٧٢ تنه افغانان نيولي چې له افغانستانه په ناقانونه توګه پاکستان ته اوښتي وو.
د پاکستاني چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴کال کې د دوی لهخوا ۱۰ ګډ عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې د چاغۍ ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه د ۲۷۷۹ نارینه، ۳۳۶ مېرمنو او ۲۹۰ ماشومانو په ګډون درې زره او ۸۲۶ تنه افغانان نیولي دي.
د دوشنبې په ورځ هم د اسلام اباد پولیسو په دغه ښار کې هغه افغانان نیولي و، چې په اسلام اباد کې یې د اوسېدو د اجازه لیک ( اېن او سي) اخیستو لپاره یوې رسمي ادارې ته ورغلي وو.
د سرچینو په خبره، د دغو نیول شویو کسانو شمېر شاوخوا ۷۰ تنه و چې ویل کیږي لا یې هم برخلیک نه دی جوت شوی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې له دوه نيمو مياشتو خونړۍ جګړې وروسته تېره ورځ د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د سولې هوکړه لاسليک شوه، خو په ولسوالۍ کې د خوراکي توکو او درملو د کمي ناورین لا هم پخپل ځای پاتې دى.
په کوهاټ کې له څو ورځو راهیسې د امن په لويه جرګه کې د ګوندونو په استازيتوب ۴۵ کسانو لاسليکونه کړي دي. چې د جرګې د پرېکړې له مخې لومړی به اوربند کیږي، بیا به له دواړو لوریو وسلې راټولیږي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته به هڅه کیږي.
په تړونلیک کې ویل شوي چې که په کومه سیمه کې بیا هم کومه پېښه وشي نو د امن کمېټه به سملاسي فعاله شي. او دویم اړخ به یې په وړاندې د غچ اخیستو هڅه نه کوي.
د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور له ګوندونو غوښتنه کړې چې کرکه خپرونکي کسان له خپلو ګوندونو او ډلو څخه بهر کړي او په خپلو ډلو او ټولنو کې یووالی رامنځته کړي.
بل خوا د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف د پاړه چنار د پښتونخوا له نورو برخو سره نښلوونکې لویې لارې د پرانېستلو اعلان کړی او ویلي یې دي چې له شنبې ورځې څخه به دغه هڅې پیل شي.
د اطلاعاتو وزير وويل چې د موټرو ړومبی کاروان به د شنبي په ورځ پاړه چنار ته د درملو، خوراکي او د ژوند د نورو ضرورتونو سامان وړي. له دغه کاروان سره د تلونکو خلکو امنیت به نیول کیږي.
د یادونې وړ ده چې په کورمې ولسوالۍ کې د نومبر په ٢١مه د مساپرو پر کاروان د ډزو له پېښې وروسته حالات ترينګلي شوي و. له دغې غمجنې پېښې وروسته پاړه چنار د خیبرپښتونخوا له نورو برخو سره نښلوونکې یوازینۍ لاره له دوه نیمو میاشتو راهیسې تړل شوې، چې له امله یې په سیمه کې د درملو په ګډون د نورو اړینو توکو کمښت رامنځته شوی دی.

د بشری حقوقو سازمان ههنګاو چې د ایران پېښې له بهره څاري، په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې تېر ۲۰۲۴ کال په ایران کې ۱۸۲ ښځې وژل شوې چې ۱۵ سلنه په کې ناموسي وژنې دي. دغه سازمان په ایران کې د ښځو د وژنو په اړه اندېښنه ښودلې.
د ههنګاو په نوم د بشری حقوقو سازمان چې د ایران دننه له بشري حقونو سرغړونې له بهره څاري، تېره ورځ چهارشنبه د (مرغومي ۱۲مه) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال په ایران کې ۱۸۲ ښځې وژل شوې چې د دغو وژنو ۱۵ سلنه ناموسي وژنې ګڼل شوې دي.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د دغو وژنو ډیری پېښې د دغه هیواد په پلازمېنه تهران کې شوې چې یوازې په دغه ولايت کې ۴۶، فارس کې ۱۵، ختیځ اذربایجان کې ۱۳، خراسان رضوي کې ۱۲ او ایلام کې نهه پېښې ثبتې شوې چې په دې ترتیب په نورو ولایتونو کې هم شوې دي.
ډیری دغه وژنې د مقتلو ښځو د کورنیو د نږدې کسانو او خپلوانو له لوري ترسره شوي لکه: میړنو، پخوانيو میړنو، پلرونو، وروڼو او د داسې نورو له خوا ترسره شوې دي.
د ایران حکومت تېر کال په دغه هیواد کې پر ښځو د جبري حجاب اغوستلو لړۍ چټکه کړې وه چې له امله یې ځینې پېښې په تاوتریخوالي هم اوښتې وې.
په ایران کې د اخوندي نظام له رامنځته کېدو وروسته په دغه هیواد کې له بشري حقونو سرغړونې په بیساري توګه زیاتې شوې چې په دې وروستیو کې د اعدام سزاګانو شمېر هم په کې په بیساري ډول زیات شوی دی.
د هغو بندیانو اعدامول چې د «مخدره توکو د قاچاقو او قصدي وژنو» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوي دي. د ۲۰۲۲ پرتله، چې ۲۵۶ کسان د «مخدره توکو د قاچاق» په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴٪ زیاتوالی په کې راغلی او په دې لړ کې ۴۷۱ اعدامونه ثبت شوي دي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دغې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې د تېر ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې په دغه هېواد کې د ناموس او عزت ساتلو په نوم ۳۴۶ میرمنې وژل شوې دي.
دغې ورځپاڼې د پاکستان د بشري حقونو له قوله لیکلي چې لا هم د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ناموسي وژنې یو جدي ستونزه او ننګونه ده، چې ګڼې کورنۍ یې د شرم او پیغور له امله د خپلو کورنیو نجونې او مېرمنې وژني.
دغه کمیسیون ویلي، چې د دغو وژنو ډېرې یې په سند او پنجاب صوبو کې شوې، چې له امله یې د دغه کمیسیون اندیښنې یې زیاتې کړې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي، د تېر کال په اکتوبر کې یو کس د خپلې مور په ګډون د خپلې کورنۍ څلور مېرمنې د ټیک ټاک ویډیوګانو په تور ووژلې.
نوموړي پولیسو ته ویلي و چې د دوی له خوا خپرو شویو ویډیو ګانو د دوی کورني عزت ته زیان رسولی و.
دا رنګه د نومبر په میاشت کې د پنځو ماشومانو مور په فیصل اباد کې د خپل خاوند او ورور له خوا ووژل شوه، د راپورونو له مخې دغه میرمن په جنسي اړیکو تورنه شوې وه او د خښتو او ډبرو په ویشتلو سره په قتل رسیدلې وه.
د پاکستان په ډېرو ښارونو کې دا مهال د نا امنۍ د پیښو د زیاتیدو تر څنګ ډېر خلک له رواني ستونزو سره هم مخامخ شوي چې د ناموسي وژنو یو لامل هم همدغه رواني ستونزې یادیږي.

د فلسطین د احصایې اداره وايي، پر غزې د اسراییل د برید له پیل راهیسې د نفوسو شمېر ۱۶۰ زره کم شوی دی. د دغې ادارې په وینا، د غزې نفوس د تېرو کلونو پرتله شپږ سلنه کم شوی دی.
د فلسطین د احصایې مرکزي ادارې د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې شاوخوا سل زره فلسطینیان له دغې سیمې څخه وتلي او اټکل کېږي چې له ۵۵زرو څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
خو د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۴۵زره او ۵۰۰ فلسطینیان چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي او ۱۱زره نور بیا تري تم دي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه شمېرې ناسمې بللې او وایي: «د دغو شمېرو په خپرولو دوی غواړي، چې اسراییل پرې بدنامه کړي.»
د بشري حقونو مخکښو ډلو هم اسراییل تورن کړي، چې د غزې په جګړه کې یې نسل وژنه کړې ده.
اسراییل په پرله پسې ډول دغه تورونه رد کړي، او ادعا یې کړې چې دوی نړۍوالو قوانینو ته پاملرنه کوي او د حماس په وړاندې له ځان څخه د دفاع حق لري.
د احصایې ادارې ویلي، چې د غزې شاوخوا ۲۲ سلنه نفوس اوس مهال د سختې لوږې سره مخامخ دی.
د دغې ادارې په وینا، شاوخوا ۳۵۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ او د خوړو د نشتوالي له امله د مړینې له ګواښ سره مخ شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، شاوخوا ۶۰،۰۰۰ مېندواره مېرمنې هم په غزه کې له جدي روغتیایي ګواښونو سره مخامخې دي.