د پاکستان پوځي محکمې د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په پېښه کې د تورنو ۱۹ تنو سزاوې بښلې دي

د پاکستاني پوځ د رسنيو دفتر نن پنجشنبه ویلي، چې پوځي محکمې د هغو ۱۹ تنو سزاوې بښلې، چې د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په لاريونونو او تاوتريخوالي کې یې لاس درلود. یوه اوونۍ وړاندې دغې محکمې ۶۰ کسانو ته د لسو، لسو کلو بند سزاوې اورولې وې.