تهران کې د پوهنتون استاده: له ایران څخه د افغان پوهانو کډوالي د دغه هیواد په زیان ده

د علامه طباطبايي پوهنتون مرستیالې د چهارشنبې په ورځ په تهران کې په یوه کنفرانس کې وویل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېر شمېر پوهان له افغانستانه ایران ته کډوال شول. ماندانا تیشه‌یار، دوی انساني پانګه ګڼي او لویدیځو هیوادونو ته یې د دوی کډوالي د ایران په زیان وبلله.