امرالله صالح: د طالبانو جوړښت بهرنۍ پلان شوې معامله ده

د زرغون بهیر مشر او د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې لومړيتوب یې د طالبانو له منګلو د افغانستان ژغورل دي.

د زرغون بهیر مشر او د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې لومړيتوب یې د طالبانو له منګلو د افغانستان ژغورل دي.
نوموړی زیاتوي، چې د ملي یووالي ټینګښت یوازې د اساسي قانون تر سیوري لاندې او د خلکو په ارادې سره رامنځته کېدای شي.
امرالله صالح په خپل اېکس کې د طالبانو د اوسني نظام جوړښت بهرنۍ پلان شوې معامله یاده کړې او ویلي يې دي، چې د افغانستان د جغرافيې په اړه له اوسني وضعيت سره هېڅ تړاو نه لري.
صالح دغه راز لیکلي: «د افغانستان د داخلي اړیکو په چوکاټ کې موږ لویه جرګه درلوده چې د خلکو د ارادې څرګندونه ګڼل کېږي. هغه څه چې موږ په دود، قانون، اصولو او ارزښتونو کې نه لرو هغه اوسنی حالت دی».
نوموړی زیاتوي، چې طالبان دې په بې ځایه شور جوړولو ځانونه د محور په توګه نه ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي صالح تر دې وړاندې د امریکا پر حکومت جدي تورونه پورې کړي وو.
نوموړي ادعا کړې وه، چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې امریکا هره اوونۍ یا هرو لسو ورځو کې د طالبانو حکومت ته له ۴۰ میلیونو څخه تر ۸۰ میلیون ډالرو پورې نغدې پیسې ورکوي.
سربېره پر دې، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا د «پایدونکي ټیکاو» په نوم د یو پروګرام له لارې طالبانو ته ۴۴۶ میلیون ډالره هم ځانګړي کړي دي.
صالح ټینګار کوي، چې دغه پروګرام او ورسره تړلې بودیجه مشکوک دی او د افغانستان د خلکو لپاره هېڅ ګټه نه لري.

د وروستي جمهوریت د چارو ادارې رییس وایي، د ډیورنډ کرښه او د راولپنډۍ د دفتر جوړېدل د برېتانوي استعمار هغه میراثونه دي، چې افغانانو ته د منلو نه دي. د نوموړي په وینا: «مجاهد او طالب د راولپنډۍ تولید شوي عناصر دي.»
فضل محمود فضلي د شنبې په ورخ (د مرغومې۱۵مه) وویل: «د ډیورنډ منحوسه کرښه او د راولپنډۍ د دفتر ایجاد د برېتانوي استعمار هغه میراثونه دي، چې هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دي. په همدې ډول، مجاهد او طالب هم د راولپنډۍ (د استعمار د استازي) تولید شوي عناصر دي.»
فضلي زیاته کړه، چې دا به د ملي پالو افغانانو لویه تېروتنه او له تاریخ څخه د نه زده کړې نښه وي، چې د ډیورنډ کرښې په اړه د طالب څرګندونو ته د ملي دریځ نوم ورکړي.
هغه وایي: «دا ډول څرګندونې یوازې د پنډۍ او طالب د ګډ تیاتر يوه صحنه ده.»
فضلي دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې افغان طالبانو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځ د هوایي بریدونو په غبرګون پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.
که څه هم د پاکستان د پوځ دغه بریدونه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو، خو د طالبانو له ځوابي برید څخه بیا یو شمېر ملت پالو افغانانو ملاتړ وکړ.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۵مه) وویل، چې د د واورې د تېز ورښت له امله د سالنګونو په ګډون د هېواد يو شمېر لويې لارې د ترافیکو پر مخ د لنډ وخت لپاره تړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم دغه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پروړاندې د پنځلسو ورځو لپاره بنده شوې وه.
د راپورونو له مخې، دا لاره د ۲۰۲، ۳۰۳، ۵۸۰، مارسیډیس، فلانکوچ، ټونس او د لویو نظامي وسایطو پروړاندې د مرغومې تر څلورمې پورې بنده وه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت او ځايي چارواکو تېره ورځ هم خبر ورکړ، چې د زياتې واورې او توپان له کبله سالنګ او د غور- بامیان- کابل لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
د میدان وردګ ولایت طالب چارواکو هم له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، چې د کابل- غزني او کابل – باميان پر لار د سفر پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.
تر دې مخکې ځینو هېوادوالو هم افغانستان انټرنشنل ته د ویډیو ګانو په رالېږلو سره د سالنګونه د بندېدو په اړه ویلي و.
د سالنګ تونل د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او سوېلي او ختیځو ولایتونو سره نښلوي، چې له سختو لوړو غرنیو تېرېږي.
که څه هم مخکیني حکومت او اوسمهال طالبانو دغه لار په څو ځلې رغولې ده، خو بیا هم د ژمي په رارسېدو سره ډېر کله دا لارې د واورو له امله تړل کېږي.
په وروستیو کلونو کې بیا د برفکوچونو له امله ګڼ شمېر ځاني او مالي تاوانونه هم خلکو ته ورسېدل او اوسمهال طالبان هڅه کوي، چې د ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې تابیاوې ونیسي.
د یادولو ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د واورې ورښتونو زور اخیستی دی.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په کابل، غزني، روزګان، فراه، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشیر او بامیان ولایتونو کې یې د بې وزله کډوالو لپاره څه باندې ۲۸زره جریبه ځمکه بېله کړې ده. طالبانو تېره ورځ هم په زابل ولایت کې د کډوالو لپاره د ښار ګوټي جوړولو لړۍ پیل کړه.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۱۱۳۸ جریمه ځمکه د کابل په ارغندۍ، ۵۸۸۰ جریبه په غزني، ۲۰۰۰ په روزګان، ۵۵۰۰ په فراه، ۶۰۰۰ د کندهار په دامان ولسوالۍ، ۵۰۰۳ په شبرغان، ۱۷۰۰ په سمنګان او ۱۸۷ ـ ۱۸۷ جریبه ځمکه په پنجشیر او بامیان ولایتونو کې تشخض شوې ده.
دغه وزارت وايي، په غزني روزګان، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشیر او بامیان ولایتونو کې د تشخیص شویو ځمکو د توپو ګرافي سروې بشپړه شوې، خو په نورو ولایتونو کې به هم ژر پیل شي.
بې وزله کډوالو ته د نمرو د وېش کمېټې منشي محمد فهیم ذکریا وايي، په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د وېش کمېټې د استوګنیزو ښارګوټو لپاره د ځمکو په بېلولو بوختې دي.
نوموړی وايي، په ولایتونو کې د ځمکو د لیږد وړاندیز یې د دغې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته لیږلی دی.
طالبانو تېره ورځ په زابل ولایت کې د شیخ متي په نوم ښارګوټي کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه.
دغه ښارګوټی پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي.
همدارنګه د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدو یو پلاوی نیمروز ولایت تللی.
د نیمروز لپاره د طالبانو والي وايي په دغه ولایت ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي جوړولو لپاره ۱۵۰۰ جریبه ځانګړې شوې ځمکې د وېش لړۍ به ژر پیل کړي.
د باختر د راپور له مخې د نیمروز ځايي طالب مسولینو د کډوالو ستونزو ته د رسیدني پلاوي د غورغوي په سیمه کې په ۱۰ زره جریبه ځمکې باندې د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو د چارو د پیلیدو غوښتنه هم کړې ده.
طالبان وايي، له ګاونډیو هېوادونو راستانو کډوالو لپاره به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دایمې مېشتیدنې لپاره د کور جوړولو ځمکي ووېشي.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې د لسمې اونۍ د لوبو په دوام د شنبې په ورځ د کابل استقلال لوبډلې د فراه عدالت لوبډلې ته ۳ پر ۲ ماتې ورکړه. د کابل استقلال فوټبال لوبډلې د دې سيالۍ په ګټلو د جدول ۴ ځای خپل کړ.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې د شنبې په ورځ د کابل استقلال او فراه عدالت په سیالۍ کې محمد منصور رحيمی، نور احمد نورزي او شاداب ملکزاده د کابل لوبډلې لپاره او شایق دوست دوه ګلونه د فراه لوبډلې لپاره وکړل.
په دې سياليو کې فراه عدالت لوبډلې هيڅ لوبه نه ده ګټلې او درې سيالۍ يې مساوي کړې، چې د دريو نمرو په لرولو سره د جدول په ۱۱ ځای کې ده.
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ کې تر دامهال د فراه ابومسلم لوبډله د ۲۵ نمرو او مثبت ۲۴ ګلونو سره د جدول په سر کې، د هرات اټک انرژۍ لوبډله د ۲۵ نمرو او مثبت ۱۶ ګولونو سره په دويم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډله بیا د ۲۴ نمرو په لرولو سره د جدول په دریم ځای کې ده.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

اسوشییټېډ پریس خبر ورکړی، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو هغه سرتیري چې د نوي کال په ورځ یې په لاس ویګاس کې د ټیسلا موټر په چاودنه کې ځان وژنه کړې وه، خپلې پخوانۍ ملګرې ته ویلي وو، چې د افغانستان د جګړې له رواني پايلو ځوریږي.
متیو لیولسبزګر په افغانستان کې په څو عملیاتو کې حضور درلود.
د اسوشییتید پریس د خبر له مخې، د ځانګړو ځواکونو سرتېری ۳۷ کلن متیو ليولسبرګر، چې د نوي کال په ورځ د ټیسلا سایبر ټرک په چاودنه کې ځان وژنه کړې وه د دماغي زخم تروماتیک (ټي بي ای) نښانې درلودې.
دا ډول زيان د سر د شديدې ضربې له امله رامنځ ته کيږی او د اوږدې مودې دماغي ګډوډۍ لامل کيدلی شي.
لیولسبرګر، چې د خپل خدمت په جریان کې پنځه ځله د زړورتیا د برونزو ستوری ترلاسه کړ.
هغه د خپل عالي پوځي دندې سره سره په افغانستان کې د خپلو ماموریتونو له امله د روانی او فزيکي ټپونو سره مبارزه کړې وه.
یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشییتید پریس ته وویل، چې لیولسبرګر خپل ډېر وخت په یوازیتوب کې تېر کړی او په دې وروستیو کې یې د خپګان د درملنې لپاره پوځ ته مراجعه کړې وه.
د لیولسبرګر پخوانۍ ملګرې الیشیا اریټ، چې په اروپا کې د امریکا په یو لوی نظامي طبي مرکز کې دنده ترسره کړې وویل، چې هغې له ۲۰۱۸ راهیسې په لیولسبرګر کې د رواني ناروغۍ نښې لیدلې.
د اریټ په وینا لیولسبرګر په پیغامونو او عکسونو کې، چې له دې سره یې شریک کړي و، په افغانستان کې د رواني فشار، ستړیا، درد، بې خوبۍ او رواني اغیزو په اړه خبرې کولې.
هغه هلمند ولایت ته د خپل ماموریت په اړه په یوه پیغام کې لیکلي و: «ما څو مغزي ضربې وخوړې.»
لیولسبزګر په یوه لومړني پيغام کې اريټ ته ويلي و: «زما ژوند په تېر يوه کال کې د دوزخ په څېر و، مګر ستاسو په څېر د یو چا پېژندل زما د راحت لامل دي.»
د جمعې په ورځ ، د لاس ویګاس چارواکو د لیولسبرګر د پاتې پیغامونو ځني برخې خپرې کړې
د هغه ځان وژنه قصدي وه او هدف يې د «يوه خبرداري» ليږل او د جنګ له تجربو رامنځ ته شويو «شیطانانو پاکول» دي.
د ټرمپ نړيوال هوټل مخې ته د ایلان ماسک د شرکت د محصول ټيسلا سایبر ټرک کې د لیولسبرګر ځانوژنه د سیاسي تاوتريخوالي احتمالي اټکلونه راپورته کړي.
په ورته وخت کې چارواکو تایید کړه، چې هغه له ډونالډ ټرمپ سره کومه ځانګړې دښمني نه درلوده.
اریټ دا هم وویل، چې هغه او لیولسبرګر د ټیسلا مینه وال وو.
په ۲۰۲۱ کې د دوی له جلا کیدو وروسته، دواړو ډیر تماسونه نه درلودل.
مګر لیولسبرګر له پیښې څو ورځې دمخه هغې ته پیغامونه ليږلي وو.
اريټ په وروستيو کې وویل: «زه نه پوهیږم چې هغه څه شي دې ته اړ کړ، مګر زه فکر کوم کله چې هغه مرستې ته اړتیا لرله، پوځ د هغه په ملاتړ کې پاتې راغی.»
د پنټاګون ویاند د جمعې په ورځ وویل، چې د لیولسبرګر ټول طبي اسناد ځایی چارواکو ته سپارل شوي او له نظامي ځواکونو یې وغوښتل چې د رواني روغتیا ننګونو په صورت کې له ملاتړو خدمتونو کار واخلي.
