محسن داوړ: د اسلام اباد پولیس د افغانانو پر وړاندې کرکه رابرسېره کوي

د پاکستان د پارلمان پخوانی استازی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په اسلام اباد کې د افغان کډوالو سره د پولیسو د چلند په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستاني پولیسو دغه کړنې د افغان کډوالو پر وړاندې ژوره کرکه رابرسېره کوي.