د کاناډا حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر څخه ډډه وکړي

د کاناډا حکومت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ناامنیو، ترهګریزو بریدونو، وسله والو جګړو، د جرمونو د لوړې کچې او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.