طالبان وایي، چې د ننګرهار په فارمونو کې په کلني ډول ۲۰۰ مټریک ټنه کبان تولیدېږي

د ننګرهار لپاره د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې د کبانو فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي. ویل کیږي، دغه فارمونه د تېر جمهوري حکومت پر مهال فعال شوي او په ګټه راغلي وو.





