سرچینې: د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې وسله والو څلور پولیس تښتولي دي

له لکي مروت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره ورځ د دغې ولسوالۍ له تنګ درې سیمې څخه وسله والو درې پولیس له یوه چیک پوسټ څخه تښتولي. سرچینې زیاتوي، چې یو پولیس تېره شپه له خپل کور څخه وسله والو له ځان سره وړی.