سادات: پاکستان په هوایي بریدونو او د افغانانو په ځورولو کابل تر فشار لاندې راوستلی نه شي

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي معین جنرال خوشحال سادات په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان اور ته نور تېل اضافه کوي او په دې کړنو نه شي کولی، چې کابل تر فشار لاندې راولي.