• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متحده عربي امارات د غزې د راتلونکي حکومت پر سر له امریکا او اسراییل سره خبرې کوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۲۶ GMT+۰

متحده عربي اماراتو له اسراییل او امریکا سره په جګړه ځپلې غزه کې د یو لنډمهالي حکومت د جوړولو په تړاو خبرې کړې دي چې له جګړې وروسته یوه «اصلاح شوې» فلسطیني اداره واک پرغاړه واخلي.

د دغو پټو خبرو په جریان کې، چې لومړی ځل رویټرز رپوټ پرې خپور کړی، دا احتمال شامل دی چې له غزې د اسراییل له وتلو وروسته متحده عربي امارات او متحده ایالتونه له نورو هیوادونو سره یوځای د غزې د ادارې، امنیت او بیا رغونې لنډمهالې چارې سمبال کړي.

متحده عربي امارات د امریکا نږدې امنیتي شریک دی او د ډېری عربي هیوادونو خلاف له اسراییل سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

له۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته اسراییل لا هم د غزې لپاره خپله لاره نه ده مشخصه کړې او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې یو عملي پلان رامنځته کړي.

متحده عربي امارات په دې بحثونو کې د فلسطیني ادارې د اصلاح ملاتړ کوي، چې د غزې، لویدیزې غاړې او ختیز بیت المقدس اداره د یوه خپلواک فلسطیني دولت تر چتر لاندې تنظیم کړي.

فلسطینۍ اداره د ۱۹۹۳-۱۹۹۵ کال د اوسلو تړونونو په ترڅ کې رامنځته شوه، خو په ۲۰۰۷ کال کې د حماس ډلې له خوا له غزې وایستل شوه. اوس مهال، فلسطینۍ اداره یوازې په لویدیزه غاړه کې محدود واک لري.

د متحده عربي امارات چارواکو ټینګار کړی چې د دې ادارې اصلاح او بیا ځواکمنول له جګړې وروسته د غزې د پلان یوه مهمه برخه ده.

د دې ترڅنګ، د متحده عربي امارات چارواکو د خبرو په جریان کې د حماس ډلې د مخالفت له امله د یوه شخصي نظامي قراردادي ځواک د کارولو وړاندیز هم کړی، چې د غزې د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.

خو لویدیز چارواکي دغه وړاندیز ته په اندېښنه ګوري، ځکه شخصي نظامي قراردادي ځواکونه له بشري حقونو په سرغړونو او نورو کړنو بدنام دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د ګوانتانامو زندان ۱۱ بندیان عمان ته ولېږدول

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۸ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې په ګوانتانامو زندان کې د بنديانو شمېر د دوشنبې په ورځ نږدې نیمایي کم کړ او ۱۱ بنديان يې عمان ته ولېږل.د امریکا پوځ وویل چې له دغه لېږد وروسته په ګوانتانامو کې یوازې ۱۵ بنديان پاتې دي.

دبندیانو دغه ۱۱ کسیزه ډله د دوشنبې په ورځ عمان ته ولیږدول شوه چې د جوبایډن حکومت د پای ورځو لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

په لېږدول شویو بندیانو کې عثمان عبد الرحیم محمد عثمان، معاذ حمزه احمد العلوي، خالد احمد قاسم، سهیل عبدالسلام الشاربي، هاني صالح رشید عبدالله، توفیق ناصر عوض البیهاني، عمر محمد علي الرمه، سند علی اسلام الکاظمي، حسن محمد علي بن عطاش، شرقاوي عبدالعلی الحج او عبدالسلام الهیل شامل دي.

د پنټاګون په وینا، په پاتې ۱۵ کسانو کې درې تنه د انتقال وړ دي، درې نورو ته د بیا کتنې اجازه شته او پاتې هغه کسان دي چې د جګړې جرمونو په تور نیول شوي یا محاکمه شوي دي.

له لېږدول شویو کسانو څخه یو هم په تېرو شلو کلونو کې په جرمونو نه دی تورن شوی.

په لېږدول شویو ۱۱ کسانو کې یو هم معاذ العلوي دی، چې د نه خوړو اوږدمهاله اعتصاب له امله مشهور و.

ګوانتانامو زندان د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ پر ۱۱مه د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې پرانیستل شو، چې د "ترهګرۍ ضد جګړې" مشکوکو کسانو لپاره وکارول شي. په ۲۰۰۳ کې په دغه زندان کې د بنديانو شمېر خپل اوج ته رسېدلی و، چې نږدې ۶۸۰ کسان یې درلودل.

د بندیانو لیږد د درې کلونو لپاره په پلان کې و. لومړی د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر لپاره پلان شوی انتقال د کانګرس د مخالفت له امله وځنډېد.

رویټرز او نیویارک ټایمز وايي، چې ټول بندیان د امریکا د ملي امنیت فدرالي بیاکتنې کمېټو له تایید وروسته لیږدول شوي دي.

امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې متحده ایالاتو عمان ته څه ورکړل او په بدل کې یې څه تضمینونه ترلاسه کړل. د قانون له مخې، پوځ نه شي کولی د ګوانتانامو بندیان یمن ته ولیږدوي، ځکه یمن د کورنۍ جګړې له امله بې ثباته دی.

پاتې ۱۵ بندیان په دوو زندانونو کې ساتل کېږي چې د ۲۵۰ بندیانو لپاره ځای لري.

فضل الرحمن: په هغه ځای کې چې قانون د قران او سنتو مطابق وي هغه جمهوریت ته کفر نه ویل کیږي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د پآکستان د جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن چې په افغانستان کې یې د جمهوریت په خلاف د طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه، وايي چیري چې قانون جوړونه د اسلام او سنتو مطابق وي هغه جمهوریت ته کفر نه ویل کیږي.

فضل الرحمن دغه څرګندونې نن دوشنبه په پېښور کې په کورمه ولسوالۍ کې د سني او شیعه فرقه ییزو وسله والو مخالفتونو ته په غبرګون کې کړي دي.

نوموړی وایي:«چې تنګ نظره او جذباتي خلک د حالاتو له پوهېدو پرته فتوا صادروي، د فتوا صادرولو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو درک مهم او اړین دی.»

که څه هم مولانا په دې خبرو کې د چا نوم نه اخلي، خو د پاکستان خلاف ټي ټي پي او نور وسلوال د پاکستان پرضد خپله جګړه جهاد بولي.

د فضل رحمان له خبرو سره هممهال پاکستان کې د پوځ او امنیتي ادارو پرضد د تحریک طالبان پاکستان بردیونه زیات شوي او هم یې ویلي چې یوه ډله یې د بریدونو لپاره پنجاب ته استولې ده.

دې ډلې د پاکستان د اوسني لوی واکمن ګوند مسلم لیګ مشرانو ته هم خبرداری ور کړی دی، چې په نښه به یې کړي.

اوچا: په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان دریمه برخه وګړي خوراکتوکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د اټکل له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې، چې تازه پیل شوی، په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه وګړي د ژوندي پاتېېدو لپاره خوراکي توکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د دوشنبې په ورځ په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې سږکال په افغانستان کې د اټکل له مخې، ۱۴.۸ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۱ پر ۳مه برخه دي، د ژوندي پاتېدو لپاره خوراکتوکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.

دغه اداره وايي، د دوی ملاتړي به ۱۴.۲ میلیونه کسانو ته لومړيتوب ورکړي او د دې ملاتړ چمتو کولو لپاره به ۱.۰۸ بیلیونه ډالرو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په ډیسمبر میاشت کې په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي برخه چې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونو ته رسیږي، د ژوندي پاتېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي و، چې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې ۲۱ میلیونه خلک به د اوبو د کمي، د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي، ۱۴.۸ میلیونه خلک به د سخت خوراکي نا خوندیتوب، ۱۴.۳ میلیونه نور به لږو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري، همدارنګه ۷.۸ میلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکي مرستو ته اړ وي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، د افغانستان خلک د اقتصادي کړکیچ تر څنګ د هغو حقوقي بندیزونو سره هم مخامخ دي چې د طالبانو له خوا لګول شوي دي.

د اوچا په خبره دغو بندیزو ټولو ته یو لړ ګواښونه پیښ کړي، خو نجونې او مېرمنې تر نورو هغو ډېرې زیانمنې شوې دي.

دغه دفتر ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې ښايي موسمي ننګونې ډيري شي، او د کورنو او کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو، اړینو خدماتو کې د خنډ او لنډمهاله بې ځایه کېدو لامل به شي.

په اسلام اباد کې د جرمن ډیپلوماټ مړی په خپل استوکنځي کې موندل شوی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰

په اسلام اباد کې ځايي رسنیو د پولیسو په حواله لیکلي، چې د جرمني سفارت د دوهم سکرټر تهامس فلډر مړی د هغه په استوکنځي کې موندل شوی دی. تر اوسه د نوموړي د مرګ لامل مالوم نه دی، خو تر دې مخکې هم پر دغه ډیپلوماټ د زړه حمله راغلې وه.

په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو ځايي رسینو ته نن دوشنبې «د مرغومي ۱۷مه» وویل چې د موندل شوي جرمن ډېپلوماټ مړی یې عدلي طب ته لېږلی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

پاکستاني پولیس وايي چې د دې پېښې په اړه یې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ته خبر ورکړی دی.

دوی زیاتوی د مرګ څرنګوالی به یې د عدلي طب له رپوټ وروسته په ډاکه شي خو پر دغه جرمن ډېپلوماټ یو ځل مخکې هم د زړه کوچنۍ حمله راغلې وه.

د پاکستان «جنګ» ورځپاڼې د اسلام اباد د پولیسو په حواله لیکلي چې د دوه ورځې پرلپسې غیرحاضري له امله یې د اسلام اباد په ډېپلوماټیکه سیمه کې د جرمني سفارت د دوهم سکرټر تهامس فلډر استوکنځي دروازه ماته کړه او د هغه مړی یې وموند.

پاکستاني پولیس وايی د مړي له پیدا کېدو وروسته په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ته په دې اړه معلومات ورکړل شول.

تر اوسه په اسلام اباد کې د جرمني سفارت د خپل د دوهم سکرټر د مړي پیدا کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې وسله والو دوه پولیس په ډزو وژلي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشل ته وویل،‌ چې د (مرغومې ۱۷مه) سهار مهال د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې وسله والو دوه پولیس په ډزو وژلي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پېښه د غزني خېل په نوم سیمه کې شوې چې وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي.

ځايي سرچینې وایي، برید داسې مهال شوی چې دغه دواړه پولیس له شپنۍ دندې څخه سهار وختي بېرته کورونو ته پر لاره وو.

تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

تر دې څلور ورځې وړاندې په یوې بله پېښه کې د همدې لکي مروت څلور پولیس هم د ناڅرګنده وسله والو له لوري تښتول شوي چې لا یې هم درک نه دی معلوم.

په خېبر پښتونخواه کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او وسله والو بریدونو زور اخیستی، چې د ټي ټي پي وسله والې ډلې د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د خېبر پښتونخواه سیاستوالو په وار وار نیوکې کړي‌ چې د پاکستان د ناسمو سیاستونو له امله پښتونخوا په اور کې سوځي او ورځ تر بلې دغلته نا امنۍ ډېرېږي چې ان ځینې سیمې وسله والو تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.