• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معترضې میرمنې: د اسلامي همکاریو سازمان دې د طالبانو د پالیسي د څار لپاره کمېټه جوړه کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د افغان ښځو یوې ډلې په یوه پرانیستي لیک کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې اقدام وکړي. دوی د اسلامي همکاریو سازمان په مشرۍ د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې، چې د طالبانو پالیسي وڅاري.

په دې پرانیستي لیک کې، افغان معترضو مېرمنو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه د دغو هېوادونو پر چوپتیا خواشیني څرګنده کړه.

په لیک کې راغلي دي: "د اسلامي هېوادونو د مشرانو په توګه ستاسو چوپتیا ډیره دردونکې ده. دا پیغام ورکوي چې د افغان میرمنو کړاو لومړیتوب نه دی او زموږ د مرستې لپاره چغې ستاسو د پاملرنې وړ نه دي. "خو دا هغه اسلام نه دی چې موږ یې پېژنو."

په لیک کې د ښځو او نجونو د زدکړو، کار، سفر او نورو محدودیتونو ته اشاره شوې ده، او ټینګار شوی چې دا محدودیتونه د "اسلامي شریعت" په نوم د طالبانو لخوا لګول شوي دي.

په لیک کې دا هم راغلي دي: "موږ د نړیوالې اسلامي ټولنې له مشرانو او غړو څخه غواړو چې زموږ سره ودریږي او د عدالت، انصاف او شفقت هغه اصول وساتي چې زموږ ګډ عقیده تعریفوي."

په لیک کې، معترضو ښځو ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو مشران باید له خپل نفوذ کار واخلي ترڅو د ښځو په وړاندې د طالبانو کړنې وغندي او دا ډله وهڅوي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

په لیک کې راغلي دي: "اسلامي تعلیمات جنسیت ته له پام پرته د ټولو خلکو لپاره عدالت، پوهه او خوندیتوب ته وده ورکوي او د امنیت او عدالت په لټه کې د ښځو او د هغوی کورنیو لپاره سرچینې، فرصتونه او اسانتیاوې برابروي." »

افغان ښځو ټینګار کړی چې له طالبانو سره اړیکه باید د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو لرې کولو او په ډېپلوماتیکو خبرو کې د دوی د ګډون ډاډمن کولو پورې مشروطه وي.

دا لیک په داسې حال کې خپور شو چې د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم" تر سرلیک لاندې یو کنفرانس نن او سبا په پاکستان کې د ۴۰ زیاتو اسلامي هېوادونو په ګډون سره جوړ شوی، خو طالبانو پکې ګډون نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د اوبو حق د ترلاسولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي: « ایراني چارواکي به له طالبانو سره د اوبو حق د ترلاسه کولو لپاره خبرې وکړي.» مسعود پزشکیان نن له افغانستان او پاکستان سره پر پوله سیستان او بلوچستان ولایت ته سفر درلود، چې د اوبو له پلوه یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د نوموي له قوله وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو ستونزو لپاره کارډله جوړه شوې ده.

د هغه په خبره: «پریکړه وشوه چې د سیستان او بلوچستان والي او هغه ډله، چې د اوبو حقونو په اړه کار کوي د ګاونډي او ورور هېواد سره کېنې او خبرې وکړي، چې د خپلو اوبو د حق ونډه ولرو.»

نوموړي د سمندر پر غاړه پروتوالی او له افغانستان او پاکستان سره ګاونډیتوب د دغه ولایت د پراختیا لپاره طلايي چانس وباله.

ولسمشر د چابهار بندر پر پراختیا ټينګار وکړ: « د مشرتابه لخوا د وړاندې شوي لید پر بنسټ، موږ د چابهار د پراختیا په لټه کې یو او دا سیمه باید د متخصص لید او علمي ډیزاین سره پراختیا ومومي.»

ایران د چابهار له لارې غواړي چې افغانستان د کراچۍ پر ځای بدیل بندر ولري او همدارنګه هند هم منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي.

که څه هم د دغه بندر د پراختیا لپاره له کلونو هڅې کېږي، خو لا هم ترې د توکو لېږد دودیزه بڼه نه ده موندلې.

ننګرهار کې د امنیه قومندانۍ مخ ته تر غلا وروسته طالبانو «یو وسلوال غل وواژه»

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د ننګرهار لپاره ځايي طالب چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د امنیه قومندانۍ مخ ته څو وسلوالو غلو یو کس لوټلی او د تېښتې هڅه یې کوله. طالبان وايي، د دوی ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه، چې له امله یې غلو پر دوی ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې یو وسلوال غل ووژل شو.

باختر اژانس د طالب چارواکو په حواله وايي، «د امنیه قومندانۍ مخ ته څو وسلوالو غلو د یو کس له جیبونو موبایلونه، پیسې او نور قیمتي توکي په زور اخیستي وو او غوښتل یې د پېښې له ځایه د ریکشا په وسیله وتښتي.»

په خبر کې زیاته شوې چې طالبانو یې د نیولو هڅه وکړه، خو غلو پر دوی ډزې وکړې او په مقابل کې دوی یو غل وواژه.

طالبان وايي، نور غله له سیمې تښتېدلي، خو دوی یې د نیولو هڅه کوي.

د طالبانو واکمنېدو او په افغانستان کې د بې کارۍ زیاتېدو سره پر کلیو سربېره ښارونو کې هم د ګاډو، موبایلونو او نورو توکو د لوټ وسلوال غله پیدا شوي دي.

ځینې وخت دا غله د طالبانو په جامه کې د خلکو کورونو ته هم اوړي، همدا وجه ده چې څو میاشتې مخکې په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو ته امر وکړ چې که څوک د دوی په جامه کې کورونو ته ورځي، نو له امنیه قومنداني سره تماس ونیسي.

د طالبانو سرتېري تر ډېره د نظامي یونیفارم پر ځای کالیو کې ګرځي، چې له امله یې د دوی په جامه کې د غلا غدیو پېښې هم ډېرې کړې دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې ننګرهار کې طالب چارواکو له خپلو سرتېرو وغوښتل چې نظامي یونیفارم واغونځي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د اميتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز هغه مهال وویل، چې دا اقدام يې د نظم د ټينګښت او له خلکو سره د اړیکو نږدېوالي په موخه کړی.

ځانګړی رپوټ: طالبانو او امریکا په افغانستان کې د یوه امریکايي مرګ پټ ساتلی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۰

په کابل کې طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د جیف ریګسبي په نوم د امریکايي وګړي مړی یوه نیمه میاشت وړاندې په کابل کې د هغه په استوګنځي کې موندل شوی. د دوی په وینا تر دې دمه طالبانو او امریکایانو د ریګسبي د مرګ خبر پټ ساتلی. نوموړی افغانستان کې د کانونو تجارت ته لېوال و.

هغه کسانو چې جیف ریګسبي سره یې تماس درلود، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې جیف له دریو کالونو راهسې کابل ته تګ راتګ درلود.

دوی همدراز وایی چې جیف غوښتل په افغانستان کې د معادنونو په برخه کې تجارت وکړي.

دغه امریکايي په کابل کې د اوسېدو پرمهال ۳ ځله طالبانو استخباراتو نیولی او بېرته یې خوشی کړی و.

د طالبانو سرچینې وايی چې د جیف ریګسبي مړی د نومبر په ۲۰ مه د کابل په «شهرنو» کې د هغه په استوګنځي پیدا شوی و.

د طالبانو یو ځايي امنیتي مسوول:« مړی یې لس ورځې په کور کې پروت و، چې بیا وروسته طالبان ورغلل او د کور دروازه یې ور ماته کړه.»

طالبانو د جیف ریګسبي مړی د تېر نومبر په ۲۸مه امریکایانو ته سپارلی دی.

دوی دا هم وايي، چې نوموړی په خپل مرګ مړ شوی دی.

جیف ریګسبي د مړه کېدو په اړه په رسمي ډول تر اوسه نه طالبانو او نه هم د امریکا حکومت څه ویلي دي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره جیف ریګسبي په اېکسپاڼه کې فعال شوی و.

د یوې څېړنې په هکله د هغه یو ټویټ ډېر مشهور شو، چې پکې ویل شوي و، افغانستان کې دیګي بخار کارول د ماشومانو دماغو ته سخت زیان اړوي.

دغه امریکايي وګړي په دوامداره ډول د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه له معلوماتو سره ځانګړې دلچسپي درلوده.

جیف ریګسبي خپل اخرنی ټویټ د ټاپي پروژې په اړه په ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۸مه نېټه کړی دی او تر هغه وروسته یې بیا بل څه نه دي خپاره کړي.

د ستانکزي څرګندونو ته د اصف غبرګون؛ دغه څرګندونې بې اساسه تورونه او د حقیقت بدلولو هڅه ده

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د څرګندونو څخه اته ساعته وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د هغه څرګندونو ته غبرګون وښود او وې ویل، چې د ستانکزي څرګندونې بې اساسه تورونه، له حقیقت څخه لرې او د دې لپاره دي چې خپله ملامتي په نورو واچوي.

خواجه اصف د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) وویل: «د ملګرو ملتونو د څار ډلې د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې له دوو درجن څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت کوي، چې پکې تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت او د ازبکستان اسلامي حرکت شامل دي.» هغه زیاته کړه چې په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د داعش خراسان د افرادو جذب او اسانتیاوو برابرولو یو مهم مرکز پاتې شوی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي پورې تړلې اېکس پاڼې لیکلي چې په پاکستان کې د داعش ترهګرې ډلې د مرکزونو په تړاو ورسره ثبتونه شته او د دغه هېواد پوځ ورته روزنه ورکوي.

ستانکزي ویلي چې د پاکستان د پوځ له لوري داعش ته وسلې ورکول کېږي او بیا یې افغانستان ته د بریدونو په موخه استوي. هغه زیاته کړې چې طالبانو په دې تړاو څو ځله پاکستان ته خبرداری هم ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په خبره، له دوی سره په زندانونو کې شته داعشیانو اعتراف کړی چې په پاکستان کې روزل شوي او ترې په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې هم دا خبره ثابته شوې ده.

خواجه اصف یو ځل له طالب چارواکو وغوښتل چې، نړۍوالې ټولنې ته ورکړي ژمنې پوره کړي، د ترهګرو بنسټونو له منځه یوسي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي.

پاکستاني چارواکو تل طالبان په دې تورن کړي چې ترهګرو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د دوی پر وړاندې ګټه پورته کړي. مګر طالبانو دغه څرګندونې تل رد کړي دي.

د برېتانیا د کلتور وزیره: له ښځو سره د طالبانو د چلن سزا باید لوبغاړو ته ور نه کړو

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۰

له افغانستان سره د لوبو د لغوه کېدو د غوښتنې په غبرګون د برېتانیا د کلتور وزیرې ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناوړه چارو له امله باید ورزشکارانو ته سزا ور نه کړو. لیزا نانډي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، له افغانستان سره د انګلنډ راتلونکې کرېکټ لوبه باید لغوه نه شي.

خو لیزا ناندي وايي:« زه فکر کوم باید دوام ورکړو.»

نوموړې ویلي، د طالبانو د کړنو سزا باید لوبغاړو ته ور نه کړو.«دوی هغه خلک نه دي چې موږ غواړو د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د وحشتناکو کړنو سزا ورکړو.»

د بریتانیا د پارلمان د زیاتو غړو څو ورځې وړاندې یو لیک لاسلیک کړی و، چې پکې د دغه هېواد د کرېکټ بورډ غوښتنه شوې چې په لاهور کې د راتلونکې میاشتې د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې د لوبو څخه ډډه وکړي.

دوی ویلي، چې دا په هیواد کې د طالبانو له لوریی د ښځو د حقونو په وړاندې د روان وضیعت په وړاندې اخلاقي اعتراض دی.

لیزا ناندي وايي:«زه په سپورتونو کې د پړیکون په اړه ډیره محتاطه یم، ځکه چې زه فکر کوم چې دا ډول پرېکړې برعکس پاییلې لري.»

د انګلستان د پارلمان د غړو له لوري د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبو لغوه کېدو غوښتنې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په ګډون افغانستان د یو شمېر سیاستوالو ترڅنګ د کرېکټ ګڼو افغان مینه والو هم سخت غبرګونونه ښودلي دي.