د ښځو د ازادۍ غورځنګ: پاکستان کې روان وضعیت د ښځو او ماشومانو په رواني وضعیت بد اغېز کړی

د افغانستان د ښځو د ازادۍ غورځنګ وایي، چې پاکستان کې په مېشتو افغان کډوالو کې هغه ښځې، ماشومان، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او معترضې مېرمنې شاملې دي چې د سختو ګواښونو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.