طالبان: د پاکستان له بندخونو خوشې شوي ۴۵ افغانان هېواد ته ستانه کړای شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان خوشې شول. دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان (د مرغومي په ۲۲مه) بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.