• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: له پاکستانه د افغانانو د اېستلو درېیم پړاو د اندېښنې وړ دی

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۱

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) له پاکستانه د ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنونې د درېیم پړاو د پیل په اړه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې ده.

دغې کمېشنرۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، افغانستان ته د خوندي ستنېدو په برخه کې ډېرې ستونزې شته او زیاته کړې یې ده، چې د دغې موضوع په تړاو به د پاکستان له حکومت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د حمایوي اقداماتو غوښتنه به وکړي.

یادې ادارې زیاته کړې، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې پاکستان د غېرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د پلان درېیم پړاو پیلوي، خو د دغې پرېکړې په تړاو نور څه نه دي ویل شوي او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هڅې کوي، چې د دغې پرېکړې او د هغې د تطبیق د لارو چارو په اړه نور جزییات ترلاسه کړي.

د ویلو ده، چې د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې چاپېدونکو ډېری ورځپاڼو نن (شنبه) په خپلو لومړنیو مخونو کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو حکومتي اعلانونه خپاره کړي دي. په دې اعلانونو کې له ملګرو ملتونو سره ثبت پي‌اوار (PoR) کارټ‌لرونکو نه غوښتل شوي، چې ژر تر ژره ووځي.

د ځايي حکومت په دې خبرتیا کې ثبت شویو افغان کډوالو ته ویل شوي، چې د روان زېږدیز کال د جون پر ۳۰مه نېټه یې د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې او نور باید خپلې کډې بار کړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسوول له درې میاشتني بند وروسته ازاد کړ

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱
طالبانو په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسوول له درې میاشتني بند وروسته ازاد کړ
100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل د درې میاشتني بند له تېرولو وروسته له زندانه ازاد شو. یاد مرکز لیکلي چې راحل د غزني ښار ابتداییې محکمې په یوه غیرعلني محکمه کې د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور په درې میاشتني بند محکوم شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن شنبه (د زمري ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ددې خبریال په حواله لیکلي، چې په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل د طالبانو د غزني استخباراتو له خوا د خپلو وروستیو فیسبوکي پوستونو له امله نیول شوی و. په دغو پوستونو کې راحل د خلکو د ټولنیزو ستونزو او ننګونو، لکه د اقتصادي فقر د زیاتوالي په اړه لیکلي وو.

د خبریالانو مرکز ته نوموړي خبریال زیاته کړې، چې د غزني ولایت د استخباراتو مسوولین د خلکو د ستونزو انعکاس د عامه ذهنیتونو راپارونه او د حکومت پر ضد تبلیغات ګڼي.

تر دې دمه طالبانو او ددې ډلې د غزني استخباراتو ریاست د دې سیمه‌ییز خبریال د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۰ خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي اوس مهال په افغانستان کې بندیان دي یا د خپل بند موده تېروي.

ملا برادر له عزیزي سره په کتنه کې: پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱
ملا برادر له عزیزي سره په کتنه کې: پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي
100%

د طالبانو ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې له عزیزي ګروپ مشر او پانګوال میرویس عزیزي سره کتلي. ناسته کې ملابرادر ویلي چې د ملاهبت الله د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او کورنيو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن (د زمري ۱۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د عزیزي انرژي ګروپ د لس میلیارد ډالره پانګونې هرکلی وکړ.

طالبانو د برادر په حواله لیکلي چې نوموړي میرویس عزیزي ته د دې ډلې له لورې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړي او ورته یې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

میرویس عزیزي هم ویلي چې له دې لس زره میګاواټه برېښنا سره به د هېواد صنعت او کرنه وده وکړي او ډېر کاري فرصتونه به رامنځته کړي.

عزیزي دا هم ویلي‌ چې کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په موخه په ټولو معیارونو برابر د روغتون چارې به ژر پیل شي.

ایران وایي په دوغارون کې یې له افغان کډوالو سره روغتیایي مرستې کړې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۱
ایران وایي په دوغارون کې یې له افغان کډوالو سره روغتیایي مرستې کړې دي
100%

د ایران د تایباد ښار د سرې میاشتې مشر هادي رمضاني ویلي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته یې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال، د دوغارون پر پوله د څلور میلیارده او ۷۴۵ میلیونو ریالو په ارزښت روغتیايي مرستې وېشلې دي.

هادي رمضاني د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي:«یاد توکي په ۷۳۰ بستو کې د ناقانونه کډوالو کورنیو ته ورکړل شوي دي. په دې بستو کې صابون، شامپو، د غاښو کریم او برس، کاغذي دستمالونه، او نور توکي‌ شامل دي.»

نوموړي ویلي، چې په تېرو ۲۷ ورځو کې یې ۱۴۵۰ غیرقانوني کډوالو درملنه هم کړې ده.

رمضاني زیاتوي:«دا روغتیايي خدمات هره ورځ د ۸ نارینه او ښځینه روغتیايي کارکوونکو له لوري په ځانګړي ګرځنده مرکز کې وړاندې کېږي. دېر کډوال چې له ګرمۍ، غذايي مسمومیت، لوړ فشار او نورو بیړنیو ناروغیو سره مخ وه درمنله یې شوې ده.»

د راپورنو له مخې، ایراني چارواکي د دغه هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ناقانونه افغان کډوال له نېولو وروسته د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوالو له ایران څخه د ستنېدو پرمهال ویلي، چې د دغه هېواد له خوايي یې ملکیتونه غصب شوي او افغانستان ته د دوی د وسایلو او توکو د انتقال اجازه نه ورکول کېږي.

د عزیزي ګروپ مشر د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ تولید پروژه لاسلیک کړه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۰۵ GMT+۱
د عزیزي ګروپ مشر د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ تولید پروژه لاسلیک کړه
100%

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه. نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي چې د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت دا پروژه به تر راتلونکو پنځو کالو بشپړه شي چې تمرکز به د برېښنا او په ټوله کې د انرژۍ پر تولید وي. د عزیري ګروپ مشر همداراز هیله‌مندي ښودلې د دغې پروژې د چارو په پېلیدو سره سم به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو چې د هوکړې د لاسلیکولو پرمهال حاضر وو، یاده پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او د انرژۍ په برخه کې یوه لویه لاسته‌راوړنه بللې ده.

د انرژۍ او په ځانګړي توګه د برېښنا د تولید په برخه کې دغه هوکړه په داسې حال کې لاسلیکېږي چې دمګړۍ افغانان او په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري.

طالبانو د افغانستان لاس بې‌اسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر تمدید کړ

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۶ GMT+۱
طالبانو د افغانستان لاس بې‌اسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر تمدید کړ
100%

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په پام، د افغانستان لاس بې‌اسناده موټرونو د ثبت او محصول بهیر د ۱۴۰۴ کال تر پایه تمدید شوی دی. یاد وزارت د محصول د بېلابېلو ماډلونو موټرو لپاره ځانګړي تخفیفونه هم اعلان کړي.

د طالبانو مالیې وزارت له د موټرو له مالکینو غوښتي چې له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره خپل وسایط ثبت او محصول کړي. په خبرپاڼه کې راغلي له ۱۹۹۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۴ پورې ۳۰ سلنه تخفیف او ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۲۵ پورې موټرو ته بیا ۴۰سلنه تخفیف ورکړل شوی دی.

د هېواد‌ په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې تر بل هر ځایه بې اسنادو لرونکي موټرونه خورا ډېر دي او څو څو ځله ورته د محصول فرصتونه برابر شوي دي. نیوکې دا دي چې طالبان خپله د بهرني شټرېنګ لرونکې موټرې پرته له قانوني اسنادو کاروي او د ثبت چندان پروا یې هم نه لري.

په افغانستان کې بې اسناده موټر د ګډوډۍ او ترافیکي نظم د خرابېدو مهم عامل ګڼل کېږي. هرات، کندهار، هلمند، خوست، ننګرهار او بلخ هغه ولایتونو دي چې تر بل هر ځایه په‌کې بې‌اسناده موټر ډېر کارول کېږي. طالبان د دغو موټرونو د ثبت او محصول له امله غواړي چې خپل عواید ډېر کړي.