طالبانو د افغانستان لاس بېاسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر تمدید کړ

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په پام، د افغانستان لاس بېاسناده موټرونو د ثبت او محصول بهیر د ۱۴۰۴ کال تر پایه تمدید شوی دی. یاد وزارت د محصول د بېلابېلو ماډلونو موټرو لپاره ځانګړي تخفیفونه هم اعلان کړي.