• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران وایي په دوغارون کې یې له افغان کډوالو سره روغتیایي مرستې کړې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د ایران د تایباد ښار د سرې میاشتې مشر هادي رمضاني ویلي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته یې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال، د دوغارون پر پوله د څلور میلیارده او ۷۴۵ میلیونو ریالو په ارزښت روغتیايي مرستې وېشلې دي.

هادي رمضاني د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي:«یاد توکي په ۷۳۰ بستو کې د ناقانونه کډوالو کورنیو ته ورکړل شوي دي. په دې بستو کې صابون، شامپو، د غاښو کریم او برس، کاغذي دستمالونه، او نور توکي‌ شامل دي.»

نوموړي ویلي، چې په تېرو ۲۷ ورځو کې یې ۱۴۵۰ غیرقانوني کډوالو درملنه هم کړې ده.

رمضاني زیاتوي:«دا روغتیايي خدمات هره ورځ د ۸ نارینه او ښځینه روغتیايي کارکوونکو له لوري په ځانګړي ګرځنده مرکز کې وړاندې کېږي. دېر کډوال چې له ګرمۍ، غذايي مسمومیت، لوړ فشار او نورو بیړنیو ناروغیو سره مخ وه درمنله یې شوې ده.»

د راپورنو له مخې، ایراني چارواکي د دغه هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ناقانونه افغان کډوال له نېولو وروسته د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوالو له ایران څخه د ستنېدو پرمهال ویلي، چې د دغه هېواد له خوايي یې ملکیتونه غصب شوي او افغانستان ته د دوی د وسایلو او توکو د انتقال اجازه نه ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د عزیزي ګروپ مشر د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ تولید پروژه لاسلیک کړه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۰۵ GMT+۱

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه. نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي چې د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت دا پروژه به تر راتلونکو پنځو کالو بشپړه شي چې تمرکز به د برېښنا او په ټوله کې د انرژۍ پر تولید وي. د عزیري ګروپ مشر همداراز هیله‌مندي ښودلې د دغې پروژې د چارو په پېلیدو سره سم به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو چې د هوکړې د لاسلیکولو پرمهال حاضر وو، یاده پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او د انرژۍ په برخه کې یوه لویه لاسته‌راوړنه بللې ده.

د انرژۍ او په ځانګړي توګه د برېښنا د تولید په برخه کې دغه هوکړه په داسې حال کې لاسلیکېږي چې دمګړۍ افغانان او په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري.

طالبانو د افغانستان لاس بې‌اسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر تمدید کړ

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په پام، د افغانستان لاس بې‌اسناده موټرونو د ثبت او محصول بهیر د ۱۴۰۴ کال تر پایه تمدید شوی دی. یاد وزارت د محصول د بېلابېلو ماډلونو موټرو لپاره ځانګړي تخفیفونه هم اعلان کړي.

د طالبانو مالیې وزارت له د موټرو له مالکینو غوښتي چې له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره خپل وسایط ثبت او محصول کړي. په خبرپاڼه کې راغلي له ۱۹۹۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۴ پورې ۳۰ سلنه تخفیف او ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۲۵ پورې موټرو ته بیا ۴۰سلنه تخفیف ورکړل شوی دی.

د هېواد‌ په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې تر بل هر ځایه بې اسنادو لرونکي موټرونه خورا ډېر دي او څو څو ځله ورته د محصول فرصتونه برابر شوي دي. نیوکې دا دي چې طالبان خپله د بهرني شټرېنګ لرونکې موټرې پرته له قانوني اسنادو کاروي او د ثبت چندان پروا یې هم نه لري.

په افغانستان کې بې اسناده موټر د ګډوډۍ او ترافیکي نظم د خرابېدو مهم عامل ګڼل کېږي. هرات، کندهار، هلمند، خوست، ننګرهار او بلخ هغه ولایتونو دي چې تر بل هر ځایه په‌کې بې‌اسناده موټر ډېر کارول کېږي. طالبان د دغو موټرونو د ثبت او محصول له امله غواړي چې خپل عواید ډېر کړي.

د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: د افغانستان او سوریې ترهګرې ډلې زموږ استخبارات غولوي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي چې طالبان، القاعده، داعش-خراسان او نورې تندلارې ډلې د امریکا استخباراتي ادارو ته د جعلي معلوماتو په خپرېدو سره «دوکه» ورکړې ده.

مېرمن اډمز دا څرګندونې جمعه (زمري ۱۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه کړې مطرح کړې دي. هغې لیکلي: «تندلارې ډلې قصداً درواغجن معلومات خپروي، زموږ استخباراتي نظام یې مني او تمرکز یې له اصلي موخې منحرفېږي. دا یوه استخباراتي جعل‌کاري ده.»

نوموړې ماموره وايي، طالبانو په افغانستان او د جولاني ډلې په سوریه کې استخباراتي دروغ خپاره کړي؛ داسې معلومات چې د همدغو ډلو په ګټه وي، استخباراتي ادارو ته لېږدول کېږي او بیا د پالیسۍ پر پرېکړو اغېز کوي.

هغې د یوې بېلګې په توګه ویلي چې القاعده شبکه د «لوی هند» او «داعش-خراسان» په اړه جعلي کیسې جوړوي، دغه معلومات بیا د امریکا استخباراتو ته رسېږي او له امله یې د القاعده پر اصلي ګواښ سترګې پټې کېږي.

سارا اډمز همداراز ادعا کوي چې په امریکا کې هم یو شمېر افغان کډوال شته چې دوه‌ګونی رول ترسره کوي. د هغې په وینا، هغوی ځانونه خبریالان، مدني فعالان یا د امریکا له پخواني پوځ سره همکاران معرفي کوي؛ خو د پردې تر شا د امریکا استخباراتو ته ناسم او ګمراه‌کوونکي معلومات ورکوي. نوموړې زیاتوي دا کسان زیاتره د حقاني شبکې له‌خوا تمویلېږي.

نوموړې همداراز وايي ترهګرې ډلې اوس د جعلي غونډو او ډرامو له لارې د استخباراتو سترې شبکې غولوي؛ خو د امریکا حکومت لا هم دا خبره نه مني چې تندلارې ډلې دومره هوښیارې شوې دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو یادې مامورې دا هم ویلي، د امریکا استخبارات، په ځانګړي ډول د سي‌ای‌اې د افغانستان څانګه له جدي زیان سره مخ شوې چې یو لامل یې همدا جعلي معلومات دي.

هغې خبرداری ورکړی چې القاعده د اسامه بن لادن د دویم نسل له لوري د بریدونو لپاره تیاری نیسي او استخباراتي ادارې باید بیداره شي. هغه لیکلي: «موږ جنګیالي نه غواړو، خو هغه چارواکي هم نه غواړو چې د فیل په غوږ کې ویده وي.»

طالبان وايي په تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۵ زره بهرنیانو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه د غبرګولي او چنګاښ میاشتو په راپور کې ویلي چې په دې میاشتو کې ۵ زره او ۱۹۶ بهرنیان د بېلابېلو موخو لپاره افغانستان ته راغلي او یا وتلي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې دې کسانو د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته تګ‌راتګ کړی دی.

په راپور کې همداراز راغلي چې په ثبت شویو کسانو کې نږدې ۵ سوه سېلانیان او پاتې نور د زده‌کړو او کار لپاره افغانستان ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې چې افغانستان وار له‌مخه د بې‌کارۍ او بې‌وزلي له جدي ستونزو مخامخ دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د پوځي یونیفورم «ناقانونه» پلور ومانه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې لا هم په کابل کې ځیني دوکانونه په «ناقانونه» توګه پوځي یونیفورمونه پلوري، خو دوی به یې مخینوی وکړي.

عبدالمتین قانع له بي‌بي‌سي سره په مرکه زیاته کړې چې د دندو پرمهال د پوځي یونیفورم د کارونې په اړه جدي دي او هغوی چې په ناقانونه توګه پوځي یونیفورم پلوري، د مخنیوي لپاره یې هڅې روانې دي.

هغه وویل: «ځینې دوکانونه شته چې دوی یونیفورمونه توضیح کوي، دا خلاف کار دی ځکه چې خلک ترې ناوړه ګټه اخلي، تېره اوونۍ په دې اړه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه چې یوازې هغو شرکتونو ته چې موږ ورسره هوکړه هغوی به دا کار کوي او د نورو مخه به نیول کېږي.»

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټول امنیتي منسوبین باید د دندو پرمهال د طالبانو د مشر لارښوونه په جدي توګه عملي کړي او ډېر ژر به هغه کړنلاره هم وروستۍ شي چې که چا ترې سرغړونه کوله، باید څه ډول سزا ورکړل شي.‎