ملګري ملتونه: اوس باید غزې ته د بشردوستانه مرستو په لېږلو تمرکز وشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش ټینګار کوي، چې دا سازمان د غزې د اوربند تړون د پلي کولو لپاره د مرستې لپاره چمتووالی لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش ټینګار کوي، چې دا سازمان د غزې د اوربند تړون د پلي کولو لپاره د مرستې لپاره چمتووالی لري.
ګوتریش زیاته کړه چې باید هڅې په غزه کې د بشري مرستو په رسولو متمرکزې شي.
نوموړي وویل، چې دغه هوکړه باید غزې ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د امنیتي او سیاسي محدودیتونو یوه مهمه برخه له منځه یوسي.له دې سره، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم د غزې لپاره د اوربند د هوکړې د پلي کولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او بشري مرستو د لېږد په رزښت ټینګار وکړ.دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې سره سم یونېسف بیا وایي، چې په غزه کې انساني اړتیاوې زیاتې دي او دوی چمتو دي، چې د غزې په تړانګه کې خپل اقدامات پراخ کړي.د امریکا ولسمشر جو بایډن او د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییل او حماس د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.ټاکل شوې، چې په دغه اوربند سره به د لسګونو اسراییلي یرغمل شویو کسانو ترڅنګ شاوخوا دوه زره فلسطینیان هم خوشې شي.د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه او د مرغومې په ۳۰مه پیل شي.نوموړي وویل، چې له اسراییل او حماس سره د هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې لا هم روانې دي.له دې سره، اسراییل هم ویلي دي، چې د غزې د اوربند په اړه تر اوسه ځیني برخې پایلې ته نه دي رسېدلي او تر راتلونکو څو ساعتونو به یې پایلې روښانه شي.تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ، چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.په راپور کې دغه راز راغلي، چې د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.رویټرز همداراز زیاته کړې ده، چې پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.