• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زه ولې بدرنګه یم؟

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۰

تاسو هم کله داسې احساس کړی چې ولې بدرنګه یاست؟ یا مو شاوخوا کورنۍ او ملګرو کې درته شکایت کړئ ،چې بدرنګه دي او له دې اړخه ځوریږي؟

زه ولې بدرنګه یم یا زه ولې ښکلې/ ښکلی نه یم احساس ډېر ځورونکی، دروند او دردونکی دی. دغه ډول احساسات کولی، شي زموږ باور او خوشالۍ ته زیان ورسوي.

الله (ج) هېڅ انسان بدرنګ نه دی پیدا کړی او هېڅ انسان بدرنګه نه دی.

د ښکلا تعریف یوازې د ظاهري بڼې پورې محدود نه دی، بلکه هغه ټول خصوصیات او ځانګړتیاوې چې موږ یې په ځان کې لرو، د هغه یوه پراخه او ژوره انځور جوړوي.

که چېرې موږ ځان بدرنګه احساسوو، باید ځان د خپلې کورنۍ د غړو، دوستانو او هر هغه چا له نظره وګورو، چې موږ ورسره په ورځنیو چارو کې سر و کار لرو.

ډېری وخت موږ بدرنګه نه یوو، خو یوازې احساسوو یې چې بدرنګه یوو.

زه یوه نجلۍ پېژنم چې تل له ځان څخه شکایت کوي.

هغه تل وایي، چې زه ښکلې نه یم، بدرنګه یم، یوه بریالۍ مېرمنه نه یم، په ژوند کې هېڅ نه لرم، زه چاغه یم، هېڅوک راسره مینه نه لري او د هېچا نه یم خوښه، ان کله کله وژاړي چې ولې داسې ده، خو په حقیقت کې چې ورته وګورې هم ښکلې ده، هم یې وزن مناسب دی، هم ښه کورنۍ لري، هم ښه دنده لري، هم ښه دوستان لري چې په هر چا ګرانه ده.

خو اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې دغه نجلۍ او دې ته ورته نور خلک له داسې یو حس سره مخ دي چې ځورونکی دی؟

که تاسو داسې احساسوئ، چې بدرنګه یاست او تل له دې اړخه ځوریږئ، ښایي دا رواني‌ او ذهني عوامل ولري.

دلته یې څو عامو لاملونو ته اشاره کوو:

د ټولنیزو فشارونو اغېزه:

په هره ټولنه کې د ښکلا معیار توپیر لري.

په کوم چاپیریال کې چې موږ ژوند کوو، ښایي ځانګړي د ښکلا او بدن معیارونه په کې موجود وي او کله چې موږ ځان له هغو معیارونو سره پرتله کوو، ګورو چې ترې توپیر لرو ،

د "ښکلا" د یوې ځانګړې بڼې د ترلاسه کولو فشار زموږ په ذهن کې رامنځته کوي او همدا ده، چې ښایي دا احساس وکړئ چې تاسو بدرنګه یاست.

د ځان پرتله کول:

ځیني وختونه له نورو سره د ځآن پرتله کول، په ځانګړې توګه د ټلویزیون خبریالانو، فلمي ستورو، سندرغاړو په ټولنیزو شبکو کې له ځینو خلکو سره د ځان پرتله کول موږ ته داسې احساس راکوي، چې موږ ډېر کمزوري یوو.

دغه پرتله کول باعث د دې کېږي، چې ذهن کې مو منفي فکرونه ځای پیدا کړي او نتیجه یې دا شي، چې موږ داسې احساسوو چې ډېر بدرنګه یوو.

د بدن ډیسمورفي:

بدن ډيسمورفي (body dysmorphia) یو رواني حالت دی، چې انسان د ځان په اړه غلط فکرونه او قضاوتونه کوي او په ځان کې مثبت څه لیدل د ځان په اړه منفي خبرې او فکرونه کوي.

که دا ډول احساسات دوام وکړي، باید رواني مرستې او یا هم مشورې ترلاسه شي.

ځان په اړه ټیټ قضاوت:

کله چې انسان د خپل ځان د ښکلا په معیار کې کم ارزښته ارزوي دا د هغې د ټولنیزو فشارونو یا د تېرو تجربو په بنسټ رامنځته کیږي.

دا ډول باورونه زموږ د ذهن په ځینو برخو کې پاتې کېږي.

څنګه له دې حالت څخه راووځو؟

په ځان مهربانه اوسئ:

هڅه وکړئ چې خپل منفي فکرونه لرې کړئ، له ځان سره په مینه او درنښت خبرې وکړئ.

د ځان ستاینه وکړئ، چې کله کومه لاسته راوړنه لرلې او که ډېره وړه هم وي ځان خپله په یوې ډالۍ ونازوئ، دا ستاسو ذهن ته مثبت پیغام رسوي.

مثبت فکرونه تمرین کړئ:

هره ورځ د ځان په اړه یو مثبت فکر خپل کړئ.

د دې فکرونو تکرار به ستاسو ذهن ته مثبت انځورونه ورکړي.

لکه «زه یوه ځانګړې انسان یم، زه هغه څه یم چې د نړۍ لپاره ځانګړی ارزښت لرم. زه ډېره مهربانه/ مهربان یم، زه ډېره ښکلې یم، نړۍ باید خوشاله وي چې زما په څېر ښکلې/ ښکلی انسان په کې ژوند کوي، زه د هر کار د ترسره کولو ځواک و ړتیا لرم.»

د بدن د تصویر مثبت پوهه:

د بدن شکل یوازې یوه لنډمهاله برخه ده، چې د وخت او عمر له تېرېدو سره بدلېږي.

د بدن د هرې برخې یا شکل سره مینه وکړئ، ځکه چې ستاسو بدن یوازې ستاسو فزیکي اړخ نه دی، بلکې ستاسو ځواک، انرژي او ستاسو د ژوند برخه ده.

د ټولنیزو معیارونو څخه ازادي:

هڅه وکړئ، چې د نورو سره د خپل ځان پرتله کول بند کړئ.

هر انسان خپل ځانګړی شکل، شخصیت، ژوند او ښکلا لري.

ستاسو ښکلا یوازې ستاسو ځانګړتیاوو، شخصیت او د نورو سره د اړیکو له مخې ټاکل کېږي.

د منفي فکرونو مقابلې لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ:

که چیرې دا احساسات دوام وکړي، له یوه مشاور یا روان پوه سره خبرې وکړئ.

د دوی ملاتړ او لارښوونه ستاسو ذهن ته یو نوی لید درکوي او د ځان په اړه منفي افکارو سره مبارزه کې مرسته کوي.

زما په اند هېڅ انسان بدرنګه نه دی او هر انسان ښکلی دی.

د ښکلا مفهوم پراخ دی او یوازې د ظاهري بڼې پورې تړاو نه لري. ستاسو شخصیت، اخلاق، وړتیاوې، او داخلي ښکلا هغه څه دي، چې تاسو ته ځانګړې او مکمله ښکلا درکوي.

له ځان سره مهرباني، د مثبت فکرونو تمرین، او د ټولنیزو فشارونو څخه ازادي ستاسو د داخلي او ظاهري ښکلا پیاوړي کولو کې مرسته کولی شي.

له یاده مه باسه، چې ته ډېره ښکلې/ ډېر ښکلی یې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په ازبکستان کې یو کس د خپلې کوژدنې د خوشحاله کولو له امله د زمريو خوراک شو

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۰

د ازبکستان په یوه ژوبڼ کې یوه سړي د خپلې کوژدنې د خوشحاله کولو لپاره د زمريو پنجرې ته له ننوتلو وروسته د زمريو خوراک شو.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ۴۴ کلن اېف اېرسکولو تېره میاشت د ازبکستان په یوه ژوبڼ کې د ساتنونکي په توګه کار کاوه.

هغه د خپلې کوژدنې د متاثره کولو لپاره د درېیو زمریو پنجرې ته داخل شو، خپل ټلیفون یې راواخیست او د ریکارډ لپاره یې چمتو کړ، چې په همدې وخت کې زمریو پرې برید وکړ.

له دې سره اېرسکولو د زمریو خوراک شو او وروستۍ چیغې او ویر یې په ګرځنډه ټلیفون کې وروستي ثبت شوي غږونه شول.
هغه ویډیویې کلیپ کې چې د اېرسکولو له ټلیفون څخه ترلاسه شوی ښيي، چې هغه د شپې د زمریانو پنجرې ته ننوځي، زمري خلاصوي او خپلې کوژدنې ته په خطاب کې له زمریو سره خبرې کوي.

مګر اېرسکولو ته د وږو زمریانو خلاصول ګران تمام شول او د هغه د مرګ لامل شو.
د اېف ایرسکولو پاتې شونې څلور ساعته وروسته د زمريانو له پنجرې څخه واېستل شول او د ژوبڼ مدیریت تایید کړه، چې درې زمریان د ژوبڼ پر ساتونکي له برید وروسته له ژوبڼ څخه تښتیدلي، چې یو یې له تعقیب وروسته په ډزو وویشتل شو.
د پولیسو په وینا، د ژوبڼ ساتونکی د زمریو یو تجربه لرونکی ساتونکی و.

ناسا: ۲۰۲۴ کال د ځمکې په تاریخ کې تر ټولو ګرم کال و

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۰

ناسا د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په پرله پسې توګه تېرو دوو کلونو د نړۍ د تودوخي ریکارډونه مات کړي دي. د دغې ادارې څېړنو موندلي، چې ۲۰۲۴ لږترلږه له ۱۸۸۰کال راهیسې د بل هر کال په پرتله ګرم کال و. تر دې مخکې ۲۰۲۳ کال د سیارې تر ټولو ګرم کال په نښه شوی و.

اقلیمي ساینس پوهانو خبرداری ورکړی، چې د نمونوي وړاندوینو له مخې په پرله پسې توکه د تودوخې مرحلې د دوامداره تګلارې برخه ګرځېدلې.

د ناسا مدیر بل نیلسن وویل: "یو ځل بیا، د تودوخې ریکارډ مات شو ۲۰۲۴ کال تر ټولو ګرم کال و.»

نوموړي زیاته کړه:"د ریکارډ ماتولو تودوخې او د ځنګلونو اورونو ترمنځ چې اوس مهال په کالیفورنیا کې زموږ مرکزونه او کاري ځواک ګواښي، دا زموږ د بدلېدونکي سیارې په اړه پوهیدل."

د ناسا ساینس پوهانو اټکل کړی و، چې په ۲۰۲۴ کې، ځمکه د ۱۹ پیړۍ له نیمایي څخه د اوسط په پرتله شاوخوا ۲.۶۵ درجې فارنهایټ (۱.۴۷ درجې سانتي ګراد) ګرمه وه.

د ۲۰۲۳ د جون څخه تر اګست ۲۰۲۴ پورې، سیارې د میاشتنۍ تودوخې ۱۵ پرله پسې میاشتنې ریکارډونه ثبت کړي، چې د ناسا ساینس پوهانو د "بې ساري تودوخې لړۍ" بللې.

د اروپایي اتحادیې کوپرنیکس د اقلیم بدلون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د هغوی د څېړنو له مخې، ۲۰۲۴ لومړی بشپړ کال و چې د نړۍ تودوخه د ۱.۵ درجې سانتي ګراد څخه لوړه وه.

یاده دې وي چې هېوادونو د ۲۰۱۵ کې په پاریس تړون کې موافقه وکړه، چې د نړۍ تودوخې ۱.۵ درجې سانټي ګرېټ څخه (۲.۷درجې فارنهایټ) ته محدود کړي ترڅو د اقلیم د بدلون ترټولو ناوریني پایلو مخه ونیسي.

ژوند او روغتیا؛ قهوه یا کافي کوم وخت کې وڅښل شي او د روغتیا لپاره څومره ګټوره ده؟

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۲۷ GMT+۰

قهوه په نړۍ کې تر ټولو مشهور څښاک ګڼل کېږي او د روغتیا لپاره هم ډېره ګټوره ده، خو ایا پوهېږئ چې د ورځې کوم وخت کې د قهوې څښل د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري؟ ستاسو قهوه خوښه ده؟ کوم ډول قهوه مو خوښه ده؟ د ورځې څو پیالې قهوه څښئ؟ قوه د خوښې له مخې څښئ یا د عادت له مخې؟

که زه دغې پوښتنې ته ځواب وویم نو زه کافي د خوښې له مخې څښم. په ځانګړې توګه د ژمي په سړې هوا کې ګرمه ترخه کافي، پلي تګ او زما د خوښې د سندرو لېست اوریدل یو بیل کیفیت لري او دا ټول زما د قهوې خوند څو چنده کوي.

نه غواړم چې د خپلې خوښې ټول داستان باندې مو ستړي کړم . راځم دې ته چې د ورځې کوم وخت کې د قهوې څښل د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري. په امریکا کې یوې طبي څېړنه ښیي چې د سهار له خوا د دې ګرم څښاک څښل د ورځې د نورو وختونو په پرتله د روغتیا لپاره ګټوره ده.

په متحده ایالاتو کې د (Tulane) پوهنتون یوې څېړنې په ۴۰،۰۰۰ خلکو باندې د قهوې اغیزې څېړلي کړي.

څیړنو موندلې چې د سهار قهوه څښونکي د هر لامل (یا ناروغۍ) له امله د وخت څخه مخکې د زیږون خطر ۱۶ فیصده کموي او د فالج په ګډون د زړه د ناروغیو له امله د مړینې خطر ۱۳ فیصده کموي.

څېړونکو ویلي، پرته له دې چې قهوه څښئ یا نه، خو د څښاک وخت هم د روغتیا لپاره مهم دی.

په څېړنه کې د شاملو کسانو غذايي عادتونه له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۱۸ کلونو پورې څېړل شوي، چې ۳۶ سلنه یې د سهار له قهوې څښلو سره عادت شوي، په داسې حال کې چې ۱۶ سلنه یې د ورځې په نورو وختونو کې له دې ګرمو مشروباتو خوند اخلي.

د څېړونکو په وینا، د سهار وختي قهوه څښونکي د وخت څخه مخکې د مړینې خطر کموي.

په هرصورت، پایلو دا هم په ګوته کړې، چې د ماښام په پرتله په سهار کې د قهوې څښل د زړه لپاره غوره دي، مګر دا یې نه ده څرګنده کړې چې ولې.

څیړونکي په دې باور دي چې د دې یو لامل کیدای شي دا وي چې د ماښام د قهوې څښل د بدن په داخلي حالت او خوب اغیزه کوي چې د وینې فشار او اذیما زیاتوي.

دا دواړه عوامل د زړه روغتیا ته زیان رسوي.

د دغې څېړنې پایلې د یوروپین هارټ ژورنال کې خپرې شوې.

بل خوا د ډسمبر په ۲۰۲۴ کې په پرتګال کې د کویمبرا پوهنتون څېړنو وموندله چې د قهوې منظم مصرف کولی شي اوسط عمر ۱.۸ کاله زیات کړي.

دې څېړنې د تېرو ۵۰ څېړنیزو راپورونو څخه د مالوماتو له مخې د خلکو په روغتیا باندې د قهوې څښلو اغیزې یې لیدلي.

څېړنو موندلې چې هره ورځ د قهوې څښل د انسان عمر زیاتوي او د ګڼو ناروغیو خطر کموي.

څیړنې ښيي چې د قهوې څښل د زړه ناروغۍ، د سږو ناروغۍ، پپوسانو، د سرطان ځینې ډولونه، د شکر ناروغۍ، ډیمنشیا او ډیپریشن خطر کموي.

همدا رنګه دا ګرم څښاک د عضلاتو او معافیت روغتیا لپاره هم ګټور دی.

د دې څیړنې موندنې د جرنل ایجنګ ریسرچ ریوو ژورنال کې خپرې شوې.

ښه، اوس تاسو ووایاست چې د ورځې څو پیالې قهوه او کوم وخت کې یې څښئ؟

ژوند او روغتیا؛ د مالټې حیرانوونکې ګټې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۹ GMT+۰

د مالټې خوړل د هاضمې سیسټم د ښه کولو ترڅنګ لسګونه حیرانوونکې نورې ګټې لري.

په مالټه کې داسې ګټور خوراکي مواد شته، چې د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي.

هره ورځ د مالټې خوړل زموږ بدن ته ګټه رسوي.

په ننني مطلب کې به له تاسو سره د مالټې د دغو حیرانوونکو ګټو په اړه معلومات شریک کړم:

مالټې د هاضمې سیسټم ښه کوي

د مالټې د خوړلو یو له مهمو ګټو څخه د هاضمې سیسټم ښه کول دي.

دغه مېوه په اسانې سره هضم کېږي، چې په خوړلو سره یې پر معدې فشار نه راځي.

که تاسو په پرله پسې قبضیت لرئ، په سهارنۍ کې د مالتې جوس څښل کولی شي، چې د هاضمي سیسټم پیاوړي کړي او دغه ستونزه تر یوه حده حل کړي.

د معدې تېزاب کموي

که تاسو په اکثراً د معدې له جوش یا تېزاب سره مخ یاست، د مالټې خوړل مو دغه ستونزه کموي، ځکه چې په دې مېوه کې داسې منرالونه شته، چې د معدې په تېزاب کې کموالی راولي.

داسې انګېرل کېږي، چې د مالټې هره ورځ خوړل د معدې جوش یا سوځېدو کمښت کې مرسته کوي.

مالټې له ویټامین سي او منرالونو بډایه دي

مالټې په زیاته اندازه ویټامین سي لري.

دغه ویټامین په بدن کې د انټي اکسیډنټ په توګه کار کوي او د معافیت سیسټم پیاوړی کوي، کوم چې د موسمي زکام په مخنیوي کې مرسته کوي.

همدا راز، ویټامین سي د پوستکي حجرې د زیان رسوونکو مالیکولونو څخه ساتي.

ویټامین سي د میټابولیزم فعالیت هم ښه کوي، کوم چې د بدن وزن کنټرول ساتلو کې مرسته کوي.

مالټې فزیکي ځواک زیاتوي

د مالټې خوړل فزیکي ځواک زیاتوي.

په دې کې موجود کاربوهایډریټ د بدن د انرژۍ د کچې په لوړولو کې مرسته کوي.

که ورزش یا ورځیني فعالیتونه مو ستړي کوي، د مالټې خوړل د ورځې په اوږدو کې د بدن ځواک ډېروي.

مالټې د وینې د غوړ کچه کنټرول کوي

د مالټې خوړل کولی شي، چې د خراب کلیسټرول په کمولو کې مرسته وکړي په داسې حال کې چې د ښه کلیسټرول کچه لوړوي.

د خراب کلیسټرول لوړه کچه د زړه ناروغۍ خطر او فالج په شمول د زړه ناروغیو خطر زیاتوي.

مالټې له کلسیم څخه بډایه دي

په مالټه کې د نورو لیمويي مېوو په پرتله کلسیم په زیاته کچه شته.

کلسیم د غاښونو او هډوکو د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دی.

اوس چې د مالټې له دغو حیرانوونکو ګټو خبر شوی زه مطمینه یم که مو دغه مېوه خوښه هم نه وي د ګټو لپاره به یې اړین خورئ.

په ښځو کې میاشتنۍ ناروغي؛ دردونه، خپګان، قهر، ستړیا کم انرژي کیدل او بې قراري

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۵۲ GMT+۰
•
مسکا سنګر نیازۍ

میاشتنۍ ناروغي یا مېنسټرویشن د ښځو په بدن کې یو طبیعي او دوره‌يي حالت دی، چې د تولید مثل د سیستم د سالم فعالیت څرګندونه کوي. دا پروسه هغه مهال پیلېږي چې ښځې د بلوغ مرحلې ته ورسېږي، چې معمولاً د ۱۰ څخه تر ۱۶ کلنۍ پورې وي.

ډېری ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې ډېر دردونه لري، دغه دردونو ته په طبي ژبه ډیسمنوریا وایي. دغه دردونه ډېر کله د ښځو د میاشتني دوران پر مهال یا د دې دوران څخه لږ مخکې احساسېږي. دغه دردونه عموماً د رحم د عضلو د انقباض له امله رامنځته کېږي.

هغه دردونه چې ښځې یې د میاشتنۍ ناروغۍ په لړ کې تجربه کوي

دغه دردونه په دوه ډوله دي. لومړنۍ ډیسمنوریا چې د میاشتنۍ ناروغۍ طبیعي برخه ده او په ځوانۍ کې زیات لیدل کیږي او معمولاً له زیږون وروسته کمیږي.

دویمه ډیسمنوریا، له نورو روغتیایي ستونزو سره تړاو لري، لکه د رحم ناروغۍ، اینډومېټریوسېس، یا فیبرایډونه. دغه ډول یې د وخت په تېرېدو زیاتېږي او د میاشتني دوران له پای ته رسېدو وروسته هم دوام کولی شي.

ډېری ښځې له میاشتنۍ ناروغۍ مخکې یا هم په جریان کې په لاندې نس، ملا، ورنونو یا پښو او سر کې درد احساسوي. همدا راز په دغه وخت کې ښځې بې انرژۍ کیږي او د ستړیا او ګنکسوالي احساس کوي.

ځینې ښځې د هاضمې له ستونزو سره مخ کیږي لکه نس ناستې یا کانستیپیشن.

هغه لارې چې د دغو دردونو په کمولو کې مرسته کولی شي

له څو مېرمنو څخه مې په دې اړه وپوښتل هغوی له خپلې تجربې وویل، که چیرې ګرمو شیدو کې ادرک، ګبین او زردچوبه ګډه شي او وڅښل شي د درد په کمولو کې مرسته کولی شي.

ژوره ساه اخیستل او د بروفین ټابلیت خوړل هم د درد په کمولو کې مرسته کولی شي. که چیرې درد ډېر شدید وي، که میاشتنی دوران د معمول په پرتله ډېر یا لږ شي او یاد بلې ناروغۍ نښې ولیدل شي نو باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د ښځو رواني حالت

د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د ښځو رواني حالت کې بدلونونه د هورموني بدلونونو پایله وي چې په دې دوران کې په بدن کې رامنځته کېږي. دغه بدلونونه طبیعي دي. مګر دغه حالت پر ښځو متفاوتې اغیزې لري.

یوې ښځې راته وویل: «کله چې مې میاشتنۍ ناروغي نژدې وي نو داسې احساس لرم لکه ښه دروند غم چې لرم یا مې هم زړه ښه مات شوی وي، بې له کوم علته داسې ژاړم لکه خدای مه کړه د کورنۍ کوم غړی چې مې مړ شوی وي، خو اصل کې داسې څه نه وي راسره پیښ شوي.»

بلې ښځې راته وویل: «د میاشتنۍ ناروغۍ په جریان کې ډېره بې انرژي یم. ګنکسه یم حتی له ځایه د پورته کیدلو توان هم نه لرم.»

یوې بلې ښځې بیا وویل: «کله چې مې میاشتنۍ ناروغي نژدې کیږي اشتها مې ډېریږي. هېڅ د مړښت احساس نه لرم، هر څه چې مې مخې ته راشي خورم یې. مګر کله چې مې ناروغي راشي بیا مې اشتها سوځي.»

څېړنې ښیي چې ډېری ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ مخکې یا هم جریان کې ځان اندېښمن، خپه یا بې حوصلې احساسوي، چې دا د پروجسټېرون او ایسټروجن د کمېدو له امله دا حالت رامنځته کېږي.

ځینې ښځې پر وړو خبرو ډېر حساس یا قهرجنې وي، د ځېنو د ذهن د توازن ساتل ستونزمن کېږي، د ارامتیا او سکون کچه کمه کیږي، او دا احساس رامنځته کېږي چې هر څه غلط دي. د فزیکي ستړیا ترڅنګ رواني ستړیا او د انرژۍ کمښتدا هم په دې دوران کې احساسیږي.

حل لارې څه دي؟

هڅه وکړئ هره ورځ ۷-۸ ساعته خوب وکړئ.د مهمو کارونو لپاره پلان جوړ کړئ او ځان له زیاتې ستړیا وساتئ. صحتمنده خواړه لکه مغز لرونکي مواد، سبزیجات او میوې وخورئ، مالګه کمه کړی، ګرمې شیدې یا بوټې لرونکي چای وڅښئ.

ورزش وکړئ، ساده تګ یا یوګا کول د بدن هورمونونه تنظیموي او رواني فشار کموي. ژوره ساه واخلی ځکه چې دا مو ذهن اراموي.

کتاب ولولئ یا هم د خپلې خوښې موسیقي واورئ.

که دردونه ډېر سخت وي، د ډاکټر سره مشوره وکړئ. ځینې وخت د ضد اضطراب یا هورمون متوازن کوونکي درمل درسره مرسته کوي.

هڅه وکړئ داسې کارونه وکړئ، چې تاسو ته خوښي درکوي، لکه انځورګري، فلمونه کتل، یا ګنډل.