د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستاني چارواکي دې ژر تر ژره نیول شوي افغان کډوال خوشې کړي

د بښنې نړۍوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د دغه هیواد په پلازمېنه اسلام اباد او راولپندۍ کې دې نیول شوي افغان کډوال ژر تر ژره خوشې کړي. دغه سازمان وايي، افغانان په پاکستان کې له وېرې ډک ژوند تېروي.





