ملګرو ملتونو پر درې زره بې ځایه شویو کورنیو ژمنۍ مرستې وېشلي دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د (مرغومې په ۲۷مه) په یوې خبرپانه کې ویلي چې په خوست، پکتیا او غزني ولایتونو کې یې له درې زره کورنیو سره ژمنۍ مرستې کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د (مرغومې په ۲۷مه) په یوې خبرپانه کې ویلي چې په خوست، پکتیا او غزني ولایتونو کې یې له درې زره کورنیو سره ژمنۍ مرستې کړي دي.
د یو این ایچ سي ار په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې یې له بې ځایه شویو کورنیو سره کړي، چې د ژمي په سړې هوا کې پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې دغه مرستې د چاینا ایډ China Aid مرستندویه ادارې په مالي مرسته ترسره شوي، خو په خبرپاڼه کې یې د مرستو بڼه نه ده څرګنده کړې.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تر دې مخکې هم د دا ډول مرستو خبر ورکړی و، خو ملګرو ملتونو سازمان تر دې دمخه اندېښنه ښوولې چې په روان ژمي کې به د هېواد دننه د لوږې کچه خورا لوړه شي.
همدا راز د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال تازه په کابل کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۲۲میلونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او باید لاسنېوی یې وشي.
پر افغانستان د طالبانو په واکمنیدو سره ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو خپل دفترونه تړلي او له همدې امله په هېواد کې تر پخوا د بشري مرستو کچه هم راکمه شوې ده. باورونه دا دي چې طالبانو پر نجونو د زده کړو او پر ښځو د کار د بندیزو له امله په لوی لاس پر افغانستان بشري مرستې راکمې کړي دي.
یو شمېر نړۍ والو بشري مرستندویه ادارو وار د مخه خبرداری ورکړی، تر هغې چې طالبان خپل افراطي بندیزونه ختم نه کړي او له نړیوالو سره ښه تعامل پیل نه کړي؛ نو په کابل کې به خپل دفترونه تړلي وساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د (مرغومې ۲۷ مه) د ملګرو ملتونو ادارو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې بشري مرستې باید له سیاست څخه لرې وساتل شي او که داسې ونه شي؛ نو د مرستو لړۍ به ټپه ودرېږي.
د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او طالبانو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې طالبانو ټینګار کړی چې سیاسي مسایل او بشري مرستې دې سره جلا شي، چې د مرستو پر بهیر منفي اغیزې له منځه ولاړې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یاده ناسته کې اندېښنه ښوولې چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون په برخه کې لازمه پاملرنه نه ده شوې او دغه هېواد د اقلیم په بدلون کې هېڅ ډول منفي رول نه لري. هغه وایي، هغه هېوادونه چې له امله یې افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې اغیزمن شوی باید مرستې ته راوړاندې شي.
متقي د هغو هېوادونو چې له امله یې د افغانستان اقلیم له ستونزو سره مخ کړی نومونه وانه خیستل.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» مرستیال اندریکا راتوت په دغه ناسته کې طالبانو ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به په یادو شویو برخو کې کار کوي. هغه ویلي چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې په افغانستان کې پر بشري مرستو ۱.۳ میلونه ډالر لګولي وو.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا ۲۲ میلونه وګړي انساني مرستو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د طالبانو په واکمنیدو سره په هېواد کې تر بل هر وخته لوږه او بې کاري ډېره شوې چې له امله یې خلک له ستوتزو سره مخ شوي دي. د طالبانو په واکمنۍ کې پر زده کړو او ښځو د سختو بندیزونو له کبله ډېری مرستندویه ادارو خپل دفترونه تړلي او بشري مرستې هم تر بل هر وخت را کمې شوي دي.
نیوکې دا دي چې طالبانو په لوی لاس په افغانستان کې د بشري مرستندویه ادارو مخه نیولې، د دندو فرصتونه یې کم کړي او د خپلو بندیزونو له امله یې په هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه کړې چې له همدې امله په هېواد کې لوږه لوړې کچې ته رسیدلې ده.
بل لوري نیوکې دا دي چې د طالبانو له لوري اوس مهال پر کیدونکو بشري مرستو هم محدودیتونه لګیدلي او په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو کورنۍ او د دوی خپلوان د اړمنو خلکو پر ځای له دغو مرستو برخمن کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، چې ایټالیا له افغانستان سره ۴.۵ میلیون یورو بشري مرسته کړې ده. اوچا ویلي، چې دغه مرستې به تر ټولو زیاتو زیانګالو افغانانو ته ورسوي.
یاد سازمان ویلي، چې دغه مرسته د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا تېره ورځ د (مرغومي ۲۷مه) پر خپله ایکس پاڼه د ایټالیا له دغې بشري مرستې مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دوی دوامداره ملاتړ به د افغانانو ژوند وژغوري.
د اوچا د اټکل له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې، چې تازه پیل شوی، په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي توکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سړې هوا له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي. دغه سازمان ویلي چې په دې موده کې ۱۷ کسان ټپیان شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ میلیونه افغانان به د اوبو د کمي، د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي، ۱۴.۸ میلیونه خلک به د سخت خوراکي نا خوندیتوب، ۱۴.۳ میلیونه نور به لږو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري، همدارنګه ۷.۸ میلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکي مرستو ته اړ وي.
دغه سازمان ویلي چې د ۸۰ سلنه افغانو کورنیو هر غړی د ورځې له یو ډالر څخه کم عاید تر لاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وايي، چې د سعودي پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په همکارۍ یې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۱۳ روغتونونو ته د واکسین ساتلو په موخه بریښنا چمتو کړې ده.
د یونېسف د افغانستان څانګې تېره ورځ پنجشنبه د (مرغومي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په همکارۍ یې د افغانستان د هغو ۱۲ ولایتونو په روغتونونو کې د جنراتوري برېښنا اسانتیا رامنځته کړې چې هلته د برېښنا ستونزه ډیره وه.
یونیسف وايي، دغه جنراتورونه یې د سمنګان، پکتیا، بادغیس، غور، ننګرهار، سرپل، فاریاب، هرات، کونړ، روزګان، تخار او فراه ولایتونو په روغتونونو کې لګولي او فعاله کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، چې دغه بریښنا یې په روغتونونو کې د پولیو او شري واکسین ساتلو په موخه چمتو کړې، چې واکسین خپل اغېز له لاسه ورنه کړي او په سم ډول وساتل شي.
دغه سازمان وايي، چې د دې تر څنګ به دغه بریښنا د روغتونونو ورځنيو عملیات خونو ته هم بریښنا ورکوي چې په کې جراحي او د نويو زیږیدلو ماشومانو ساتنه او پالنه هم شامله ده.
په دې خبرپاڼه کې د ملک سلمان د مرکز د روغتیا او چاپیریالي مرستو د څانګې مشر ډاکټر عبدالله صالح المعلم له قوله لیکل شوي: «د واکسین خدمتونه او د واکسین کمپاینونه یوازې له اغېزمن سوړ زنځیري سیسټم سره ممکن دي، چې بریښنا یې تر ټولو ډیره مهمه ده. له دې مرستې سره، موږ د مخنیوي وړ ناروغیو څخه د ماشومانو د ساتنې فرصت لرو.»
دغه راز یونېسف وايي، چې د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز پخوا هم د یونیسف په هڅو په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د اوبو، روغتیا ساتنې او همدارنګه د تغذیې خدمتونو په برخو کې له افغان ماشومانو ملاتړ کړی.
د سعودي پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د روان لمریز کال په لیندۍ میاشت کې په افغانستان کې د پولیو پر ضد د مبارزې لپاره د درې میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله ماشومان په دایمي معولیت اخته کیږي.

پخواني ولسمشر اشرف غني په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي چې د خپل حکومت پر مهال یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو جوړولو او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې وه.
نوموړي زیاته کړه چې د جوماتونو جوړول د خلکو له بنسټیزو غوښتنو څخه وه او حکومت یې هڅه وکړه چې دې اړتیا ته ځواب ووايي.
د اشرف غني په وینا، په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې د ده د واکمنۍ پر مهال شاوخوا زر نوي جوماتونه جوړل شول او د تاریخي جوماتونو د بیا رغونې او ساتنې ځانګړي پروګرامونه یې هم پیل کړي وو. هغه وویل چې د شاه دوشمشېره، پل خشتي او عیدګاه په څېر تاریخي جوماتونه یې له نړیدو وژغورل.
د غني په خبره، د هرات جامع جومات چې د تیموریانو د دورې د معمارۍ شاهکار بلل کېږي د بیا رغونې لپاره یې ځانګړی پنځه کلن پرګرام هم پیل کړی و.
د افغاستان پخواني ولسمشر د دغو جوماتونو د مالي ملاتړ په اړه وویل: « د ملا امامانو ورځني لګښتونه او معاشونه، د دولت د مرستو سربېره، باید د خلکو له اعانې او د اوقافو د سیسټم له بیا احیا څخه تمویل شي». هغه اوقاف د مذهبي مرکزونو لپاره د مالي تمویل د سنتي سرچینو په توګه یادکړل.
پخواني ولسمشر د بالاحصار تاریخي جومات د بیا رغولو غوښتنې په اړه هم یادونه وکړه، چې د دویم افغان-انګلیس جګړې په ترڅ کې د بریټانیا له خوا ویجاړ شوی و. هغه څرګنده کړه چې د ترسره شویو هڅوسربېره د دغه جومات دقیق ځای نه و معلوم شوی؛ خو اوس تازه د بریټانیا په یوه کتابتون کې د ۱۸۳۰مو کلونو د انځورونو په خپرېدو سره د دې جومات اصلي ځای موندل شوی دی.
غني هیله وښوده چې دغه تاریخي جومات، چې د تیمورشاه دراني د دورې د کابل یو سمبول و، د معاصر افغانستان د درې سوه کلنۍ د تاسیس په مناسبت په خپل اصلي ځای کې بیا ورغول شي.
د طالبانو له لوري د جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته جلا وطنه پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی او له هغه ځایه وخت ناوخت له رسنیو سره د مرکو تر څنګ په بېلابېلو موضوعاتو خپل شخصي پوډکاسټونه هم خپروي.

د فرانسې د وکیلانو ټولنې په یوې خبر پاڼه کې د دغه هېواد د چارواکو په هغه پرېکړه چې د افغان خبریالانو د ویزو غوښتنې یې رد کړې، سختې اندیښنې او غوسه راپارولې ده.
دغې ټولنې د فرانسې له لوري په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د ویزو د غوښتنې په غبرګون کې د دغه هېواد یوې اداري محکمې ته عریضه کړې ده.
یادې ټولنې ویلي، د جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته افغان خبریالان او د مدني ټولنو فعالان د بیان ازادۍ د ملاتړ له امله د طالبانو له لوري هدف ګرځیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ګڼ شمېر افغان خبریالان د طالبانو له ویرې د ځانونو او کورنیو د خوندیتوب په موخه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تللي چې هلته د بیا مېشتیدو لپاره هېڅ ډول روښانه راتلونکی نه لري.
د فرانسې د وکیلانو ټولنه په دې باور ده چې په یادو ګاونډیو هېوادونو کې افغان خبریالان د نیول کیدو، افغانستان ته په زور د ستنیدو او د کډوالو خلاف د دغو ګاونډیو هېوادونو د سختو قوانینو له امله له تاوتریخوالي سره مخ دي.
د دغې ټولنې د خبرپاڼې له مخې فرانسه چې تل یې د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ ادعا کړې له ګواښ سره د مخ افغان خبریالانو ویزو په ردولو سره یې د انساني حقونو اړوند خپل بنسټیز اصولو تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
د فرانسې د وکیلانو ټولنې خبر داری ورکړی چې د قانوني اقداماتو په موخه د ویزو د ردیدو اړوند محکمو ته عریضې وړاندې کړي، چې د دغو غیر انساني پرېکړو مخه ونیسي. دغې ټولنې ویلي چې د محکمې له لارې غواړي چې پر فرانسوي چارواکو فشار راوړي، چې خپلو اخلاقي او قانوني ژمنو ته درناوی وکړي.
ټاکل شوې ده چې یوه مهمه محکمه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د نانت ښار په اداري محکمه کې ترسره شي.
په دغې ناسته کې به د ویزې د رد د پرېکړو د ځنډیدو غوښتنې ارزول کېږي. د فرانسې د وکیلانو ټولنه هیله لري چې محکمه به دا پرېکړې لغوه کړي او د بنسټیزو حقونو درناوی به تایید کړي.
د فرانسې د وکیلانو ټولنې په دغه خپرې کړې اعلامیه کې له خپل حکومته درې غوښتنې کړي دي:
۱« له ګواښ سره مخ افغان خبریالانو ته دې سمدستي ویزې ورکړل شي، چې هغوی وکولای شي فرانسې ته لاړ شي او هلته خوندي ژوند وکړي»
۲ « د قونسلګریو د پرېکړو په بهیر کې دې روڼتیا رامنځته شي، د قضیو لاسرسی دې تضمین شي او د پناه غوښتنې لپاره یوه عادلانه او چټکه پروسه دې یقیني شي».
۳ «د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ ملاتړ لپاره دې یو تل پاتې نړیوال سیاست ډیزاین او پلی شي.»
یادې ټولنې زیاته کړې په ایران او پاکستان کې له ګواښ سره مخ افغان خبریالان هره شېبه د پولیسو له لوري د نیول کیدو او افغانستان ته د ستنیدو له ګواښ سره مخ دي چې دا حالت یې په مرګ تمامیدلی شي.
د فرانسې د وکیلانو ټولنې خبرداری ورکړی چې د افغان خبریالانو پر وړاندې د بې پروایې دوام به د فرانسې نړیوال اعتبار زیانمن کړي او د سلګونو خبریالانو ژوند به هم له ګواښ سره مخ کړي.
په تېرو دوه اونیو کې په پاکستان کې هم د افغان کډوالو نیول کیدو پسې پولیسو کور په کور عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې له ۱۰۰۰تنو څخه ډېر افغانان ونیول شول چې په کې یو شمېر افغان خبریالان او دهغوی کورنۍ هم شاملې وې.
اوس مهال په اسلام اباد او تهران کې لسګونه خبریالان له هېواده جلا وطنه دي او لوېدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې قضیو ته په تمه دي.
