محمد اشرف غني: په خپل حکومت کې مې زر نوي جوماتونه جوړ کړي وو

پخواني ولسمشر اشرف غني په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي چې د خپل حکومت پر مهال یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو جوړولو او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې وه.

پخواني ولسمشر اشرف غني په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي چې د خپل حکومت پر مهال یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو جوړولو او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې وه.
نوموړي زیاته کړه چې د جوماتونو جوړول د خلکو له بنسټیزو غوښتنو څخه وه او حکومت یې هڅه وکړه چې دې اړتیا ته ځواب ووايي.
د اشرف غني په وینا، په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې د ده د واکمنۍ پر مهال شاوخوا زر نوي جوماتونه جوړل شول او د تاریخي جوماتونو د بیا رغونې او ساتنې ځانګړي پروګرامونه یې هم پیل کړي وو. هغه وویل چې د شاه دوشمشېره، پل خشتي او عیدګاه په څېر تاریخي جوماتونه یې له نړیدو وژغورل.د غني په خبره، د هرات جامع جومات چې د تیموریانو د دورې د معمارۍ شاهکار بلل کېږي د بیا رغونې لپاره یې ځانګړی پنځه کلن پرګرام هم پیل کړی و.د افغاستان پخواني ولسمشر د دغو جوماتونو د مالي ملاتړ په اړه وویل: « د ملا امامانو ورځني لګښتونه او معاشونه، د دولت د مرستو سربېره، باید د خلکو له اعانې او د اوقافو د سیسټم له بیا احیا څخه تمویل شي». هغه اوقاف د مذهبي مرکزونو لپاره د مالي تمویل د سنتي سرچینو په توګه یادکړل.پخواني ولسمشر د بالاحصار تاریخي جومات د بیا رغولو غوښتنې په اړه هم یادونه وکړه، چې د دویم افغان-انګلیس جګړې په ترڅ کې د بریټانیا له خوا ویجاړ شوی و. هغه څرګنده کړه چې د ترسره شویو هڅوسربېره د دغه جومات دقیق ځای نه و معلوم شوی؛ خو اوس تازه د بریټانیا په یوه کتابتون کې د ۱۸۳۰مو کلونو د انځورونو په خپرېدو سره د دې جومات اصلي ځای موندل شوی دی.غني هیله وښوده چې دغه تاریخي جومات، چې د تیمورشاه دراني د دورې د کابل یو سمبول و، د معاصر افغانستان د درې سوه کلنۍ د تاسیس په مناسبت په خپل اصلي ځای کې بیا ورغول شي.د طالبانو له لوري د جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته جلا وطنه پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی او له هغه ځایه وخت ناوخت له رسنیو سره د مرکو تر څنګ په بېلابېلو موضوعاتو خپل شخصي پوډکاسټونه هم خپروي.


د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره لیدلي دي. جلالي د ایران له سفیر غوښتي چې په کابل او بامیانو کې د ایران له لورې د جوړېدونکو روغتونونو چارې پېل کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډيو ټلوېزون د دغه لیدنې په اړه لیکلي چې د عامې روغتیا وزیر همدا ډول د ایران له سفیر د دوه اړخېزه همکارۍ غوښتنه کړې.
په دغه کتنه کې جلالي وویل:«د افغانستان روغتیايي سیستم کیفیت لرونکو درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري کولای شي هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي.»
په دغه راپور کې راغلي چې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي د عامې روغتیا وزارت سره د اوږد مهالې همکارۍ ډاډ ورکړی.
یاده دې وي چې د ۲۰۲۲ په سپټبر میاشت کې ایران اعلان وکړ، چې په کابل او بامیانو ولایتونو کې به دوه مجهز روغتونونه جوړ کړي چې پرمختللي وسایل به ولري، خو تر اوسه ددغه روغتونو د جوړېدو چارې نه دي پېل شوې.

د بریتانیا د پارلمان مخې، ته یو شمېر افغانانو د نجونو د زدکړو د حق او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ لاریون وکړ. لاریونوال وايي،« د نجونو د زدکړو حق هم غواړو او کرېکټ هم غواړم او کرېکټ باید د سیاسي ګټو لپاره ونه کارول شي.»
دغه لاریونوذل وايي، سپورټ او سیاست باید بیل وي.
د دغه لاریون تنطیمونکی بشیر غروال وايي، چې بریتانوي سیاستوالو د طالبانو له خوا د افغان نجونو په وړاندې د سپورټ او زدکړو د بندیز له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبو د پړیکون غوښتنه کړې ده.
نوموړی وايي، پر کرېکټ ملي لوبډله بندیز به د افغان ښځو او نجونو پر زدکړو کوم مثبت اغیز ونه لري.
نوموړی وایي:«د بریتانیا د پارلمان مخې ته له راټولېدو سره، موږ په افغانستان کې د نجونو د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانستلو او د هیواد د کرېکټ لوبډلې د لوبو د دوام غوښتنه کوو.»
همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د افغان نجونو د زدکړې ملاتړ کړی دی.
د دغه لاریون یو بل ګډونوال فضل ربي شینواری وايي، د بریتانیا له پارلمان غوښتنه کوو، چې د افغانستان په کرېکټ بندیز د حل لاره نه ده.
ښاغلی شینواری وایي:«له بېلا بېلو ښارونو لسګونه افغانان د بریتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي او د افغان نجونو د ښونځیو او کرېکټ په ملاتړ یې شعارونه ورکول، موږ غوښتنه کوو، چې پر کرېکټ بندییزونه د حل لاره نه ده او له ډیپلوماټیکو لارو دې حل کړي.»
څه موده وړاندې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو په چمپینزټرافي کې د له افغان لوبډلې سره د دغه هېواد د لوبډلې د لوبې د لغوکېدو غوښتنه کړي وه. خو د برېټانیا د سپورټ وزیري ویلي، چې له افغان لوبډلې سره به لوبه کوي.
همدارنګه یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د بندیز په غبرګون پر افغان کرېکټ لوبډله د بندیزونو غوښتنه کړي ده.

د پاکستان د مشرانو جرګې غړی او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، پاکستان ملا هبت الله کچلاک ته راوست او هلته یې د طالبانو رهبر وټاکه. نوموړی زیاتوي چې د حقاني ډلې ته هم د پاکستان له خوا امکانات ورکړل شول او په وزیرستان کې ځای پر ځای شوه.
نوموړی د پاکستان د مشرانو جرګې د چهارشنبې ورځ په غونډه کې زیاته کړې، چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پاکستانی پاسپورټ لاره او دا زمینه ورته د پاکستان اسټبلیشمینټ برابره کړې وه.
ایمل ولي خان زیاتوي: "په ۱۹۹۳ کال کې نوازشریف د طالبانایزیشن لپاره په ښکاره کار کاوه او کله چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه مشرف خپلې ټولې دروازې طالبانو ته خلاصې کړې او ټولې پښتونخوا او کوټې ته راغلل".
نوموړی وايي چې پاکستان د مجاهدینو په وړاندې د طالبانو ملاتړ وکړ او هغوی د افغانستان یو رهبر "ډاکتر نجیب الله" په څلور لاري کې ځوړند کړ.
ایمل ولي خان د پاکستان پر اسټبلیشمینټ غږ وکړ: "څه اړتیا وه چې له افغانستان سره مو دا ډول لوبې وکړې؟"
هغه وايي چې د پاکستان په ټولو ادارو کې د طالبانو ملاتړي موجود دي.
نوموړي وویل: "زموږ څه قسمت دی؟ یو جنرال راځي طالبان جوړوي او ملاتړ یې کوي خو بل راځي طالبان له منځه وړي".
د عوامي نشنل ګوند مشر د پاکستان پر پوځ او پخوانیو مشرانو نیوکه وکړه چې اوسنی حالت د دوی د نادرستو پرېکړو پایله ده.
د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان تېره اونۍ ویلي وو، چې پښتونخوا د "تباهۍ" په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې وه، په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وضعیت ډير خراب دی خو د پاکستان دوو ګوندونو ولس په سیاسي ډرامو بوخت کړی دی.
د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان ویلي وو، مرکزي حکومت د پښتونخوا ستونزو ته هیڅ رسیده ګي نه کوي.
نوموړی وايي: « پښتونخوا د تباهي په حال کې ده، هلته د حکومت حاکمیت کمیږي او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی».
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان واکمن شول په پاکستان کې د ناامنیو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان حکومت بیا په بار - بار افغان طالبان پړه ګڼلي دي او ویلي یې دي، چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.
طالبانو بیا د پاکستان ناامني د دغه هېواد داخلي مساله ګڼلې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې د کلني راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په شدت سره خراب شوی دی. طالبانو پر ښځو او نجونو فشار ډېر کړی او دې ډلې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو پرضد سختو بنديزونو سره په دغه هېواد کې اقتصادي او بشري بحران لا زیات کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان په دغه کلني راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې له ۲۳ ملیونو ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور زیاتوي، چې د نجونو او ښځو د زدکړو، کارموندنې او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې حقونه تر پښو لاندې شوي او د سیاسي مخالفینو ځپل، خپل سرې نیونې او شکنجې لا هم دوام لري.
د بشري حقونو د څار ادارې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۷مه) د افغانستان په ګډون د نړۍ په شاوخوا ۱۰۰ هیوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.
دغه سازمان ويلي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې پلټنې او څار ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په هیواد کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی.
په راپور کې ټينګار شوی، چې طالبانو په دې موده کې د نويو قوانینو په تصویب سره ښځې د ډېرو اساسي حقونو محرومې کړې او د لوړو زدکړو، تګ راتګ، کار کولو پر ازادۍ یې سخت بندیزونه او د عامه جامو او چلند په اړه یې سخت اقدامات کړي دي.
د ښځو او نجونو حقونه

د بشري حقونو د څار سازمان د کلني راپور له مخې، طالبانو په ښځو او نجونو باندې سخت بندیزونه لګولي.
د ۲۰۲۴ کال په اګست کې طالبانو اعلان وکړ، چې د دې ډلې مشر هیبت الله اخوندزاده د «امربالمعروف» یو جنجالي قانون توشیح کړ.
د دې قانون له مخې، ښځې حق نه لري چې له محرم (نارینه ملګري) پرته او یا هم عامه ترانسپورت کې سفر وکړي.
د دې قانون له مخې، ښځې او نجونې مجبورې دي، چې په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ او له کوره بهر له غږ پورته کولو هم منع شوې دي.
د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی، چې طالبانو هغه ښځې او نجونې هم نيولې او زندانې کړې، چې د دې ډلې له لوري د مکمل لباس اغوستلو سپارښتنې يې نه وې عملي کړې.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو راپور ورکړی، چې نیول شوي کسان په ورځو ورځو یو له بل سره اړیکې نه لرلې او د «فزيکي تاوتريخوالي، ګواښونو او ويرې» سره مخ شوي دي.
دغه قوانین پر ښځو د تګ راتګ د ازادۍ پر محدودولو سربيره پر ښځو د اجباري حجاب په اغوستلو هم فشارونه راوړي.
نجونې او ښځې لا هم د ښوونځي او پوهنتون منځنیو او لوړو زدکړو ته لاسرسی نه لري.
په ډیری مواردو کې، دوی ته حتی اجازه نه ورکول کیږي چې په پارکونو یا لوبغالو کې برخه واخلي.
اقتصادي او بشري بحران

د بشري حقونو د څار سازمان راپور خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري بحران مخ په خرابېدو دی.
په افغانستان کې له ۲۳ ملیونو ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې جملې ۱۲.۴ ملیونه یې د خوراکي توکو له سخت بحران سره مخ دي.
د ۲۰۲۴ کال تر نومبر پورې د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاوو پروګرام د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۳۱ سلنه ترلاسه کړې او ډیر بشري پروګرامونه د سرچینو د نشتوالي له امله تړل شوي.
په راپور کې راغلي، چې د نړیوالو مرستو د بندیدو په پایله کې د افغانستان روغتیايي سیستم له سخت بحران سره مخ شوی او په ډیرو برخو کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود شوی دی.
ښځې او نجونې د روغتیا سکتور له بحران تر ټولو ډیر ځوریږي ځکه، چې د دوی په کار او تګ راتګ باندې ټولنیز او قانوني بندیزونو روغتیایی خدماتو ته لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.
وژنې، جبري ورکېدل او شکنجې

د بشري حقونو د څار سازمان په کلني راپور کې د یوناما له قوله ویل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې دې سازمان د طالبانو له خوا د خپل سري نیولو او زندانې کېدو ۹۸ قضیې او د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د شکنجو او بد چلند ۲۰ قضیې ثبت کړې دي.
د راپور د مالوماتو له مخې په دې موده کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو شاوخوا نهه غړي وژل شوي.
د بشري حقونو د څار ادارې لیکلي، هغه خلک چې په زوره له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، هم د شکنجو، بد چلند او نورو بېلابیلو زیانونو سره مخ شوي دي.
طالبانو همدارنګه بدني سزاګانې وضع کړې، چې په دې سزاګانو کې د ۱۴۷ نارینه وو، ۲۸ښځو او ۴ هلکانو په عام محضر کې په دورو وهل شامل وو.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د ایل جي بي ټي کيو (LGBTQ) خلکو د جنسي تمایل یا جنسیتي هویت له امله له ځورونې او ناوړه چلند سره مخ شوي، چې کیدای شي د شکنجې په توګه وبلل شي.
د سیاسي مخالفینو او خبریالانو ځپل

د بشري حقونو د څار ادارې د طالبانو له خوا د منتقدینو او خبریالانو د دوامداره ځپلو او خپل سري نیولو یادونه هم کړې ده.
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې طالبانو په دوامداره توګه خبریالان او د رسنیو فعالین نیولي، شکنجه کړي او ګواښلي دي.
په راپور کې د مثال په توګه یادونه شوې، چې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې یو خبریال منصور نېکمل بهرنیو افغان رسنیو ته د مالوماتو د برابرولو په تور د دریو ورځو لپاره نیول شوی و.
ډېر نور خبریالان هم له ورته برخلیک سره مخ شوي.
طالبانو په رسنیو کې د سیاسي پروګرامونو او په رسنیو کې پر نیوکو باندې هم سخت بندیزونه لګولي او د سپتمبر میاشتي را پدې خوا یې د سیاسي او انتقادي پروګرامونو ژوندۍ خپرونې منع کړې دي.
د افغانانو بې ځایه کېدل

افغان کډوال هم په ۲۰۲۴کال کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
له ۶۶۵ زره څخه زيات افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې له اقتصادي ستونزو او د کورونو او ښوونيزو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.
د امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا په ګډون په لویدیځو هیوادونو کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې پروسه هم ډیره ورو او محدوده وه.
په اقلیتونو او ملکي وګړو بریدونه
د بشري حقونو د څار ادارې د راپور له مخي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د اقلیتونو او مختلفو مذهبي ډلو پر وړاندې د داعش بریدونه زیات شوي.
دې ډلې په هېواد کې د هزاره ګانو او نورو اقلیتونو پر وړاندې څو خونړي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د ناامنۍ د زیاتولو سربیره، دغو بریدونو انساني تلفات هم زیات کړي دي.
د بشري حقونو د څار ادارې په خپل راپور کې پر طالبانو د نړیوالو فشارونو پر اړتیا ټینګار کړی، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پراخ ظلم او سرغړونې پای ته ورسوي.
دې سازمان له طالبانو څخه غوښتي، چې د بشري حقونو د سختو سرغړونو د جواب ویلو او په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدو مسول شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د حماس او تل ابیب ترمنځ اوربند ښیي چې اسراییل د غزې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې هیڅ تر لاسه نه کړل. نوموړی وايي، «دا یوه تاریخي پېښه ده او داسې ښکاري چې اسراییل نه حماس ته ماتې ورکړه او نه یې هم خپل بندیان ازاد کړل.»
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر اېکس پاڼه لیکلي، دا اوربند د اسراییل په وړاندې د حماس او د فلسطینیانو بریا بولي.
ښاغلي حمکتیار فلسطینیان مجاهدین یاد کړي او وايي، په هغوی په ډیرو سختو حالاتو کې د اسراییل په وړاندې بریا ترلاسه کړه.«فلسطينيانو په خپل كلك او مضبوط مقاومت سره وښوده چي د خپلواكي، ازادي او مستقل فلسطین جوړولو لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي. اسراییل او حامیانو ته یې وښوده چې فقط یو بدیل په مخکې لري، چې له ټولو اشغال شویو سیمو د اسراییل وتل دي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حماس او اسراییل د اوربند هرکلی کړی.
د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند تړون تېره شپه تصوییب شو او د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۹مه نېته به پیل شي.
په غزه کې کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه نېټه پیل شوې وې.