• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د کرېکټ په ملاتړ د بریتانیا د پارلمان مخې ته افغانانو لاریون وکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د بریتانیا د پارلمان مخې، ته یو شمېر افغانانو د نجونو د زدکړو د حق او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ لاریون وکړ. لاریونوال وايي،« د نجونو د زدکړو حق هم غواړو او کرېکټ هم غواړم او کرېکټ باید د سیاسي ګټو لپاره ونه کارول شي.»

دغه لاریونوذل وايي، سپورټ او سیاست باید بیل وي.

د دغه لاریون تنطیمونکی بشیر غروال وايي، چې بریتانوي سیاستوالو د طالبانو له خوا د افغان نجونو په وړاندې د سپورټ او زدکړو د بندیز له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبو د پړیکون غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي، پر کرېکټ ملي لوبډله بندیز به د افغان ښځو او نجونو پر زدکړو کوم مثبت اغیز ونه لري.

نوموړی وایي:«د بریتانیا د پارلمان مخې ته له راټولېدو سره، موږ په افغانستان کې د نجونو د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانستلو او د هیواد د کرېکټ لوبډلې د لوبو د دوام غوښتنه کوو.»

همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د افغان نجونو د زدکړې ملاتړ کړی دی.

د دغه لاریون یو بل ګډونوال فضل ربي شینواری وايي، د بریتانیا له پارلمان غوښتنه کوو، چې د افغانستان په کرېکټ بندیز د حل لاره نه ده.

ښاغلی شینواری وایي:«له بېلا بېلو ښارونو لسګونه افغانان د بریتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي او د افغان نجونو د ښونځیو او کرېکټ په ملاتړ یې شعارونه ورکول، موږ غوښتنه کوو، چې پر کرېکټ بندییزونه د حل لاره نه ده او له ډیپلوماټیکو لارو دې حل کړي.»

څه موده وړاندې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو په چمپینزټرافي کې د له افغان لوبډلې سره د دغه هېواد د لوبډلې د لوبې د لغوکېدو غوښتنه کړي وه. خو د برېټانیا د سپورټ وزیري ویلي، چې له افغان لوبډلې سره به لوبه کوي.

همدارنګه یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د بندیز په غبرګون پر افغان کرېکټ لوبډله د بندیزونو غوښتنه کړي ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ایمل ولي خان: پاکستان ملا هبت الله کچلاک ته راوست او له هغه یې د طالبانو رهبر جوړ کړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د مشرانو جرګې غړی او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، پاکستان ملا هبت الله کچلاک ته راوست او هلته یې د طالبانو رهبر وټاکه. نوموړی زیاتوي چې د حقاني ډلې ته هم د پاکستان له خوا امکانات ورکړل شول او په وزیرستان کې ځای پر ځای شوه.

نوموړی د پاکستان د مشرانو جرګې د چهارشنبې ورځ په غونډه کې زیاته کړې، چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پاکستانی پاسپورټ لاره او دا زمینه ورته د پاکستان اسټبلیشمینټ برابره کړې وه.

ایمل ولي خان زیاتوي: "په ۱۹۹۳ کال کې نوازشریف د طالبانایزیشن لپاره په ښکاره کار کاوه او کله چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه مشرف خپلې ټولې دروازې طالبانو ته خلاصې کړې او ټولې پښتونخوا او کوټې ته راغلل".

نوموړی وايي چې پاکستان د مجاهدینو په وړاندې د طالبانو ملاتړ وکړ او هغوی د افغانستان یو رهبر "ډاکتر نجیب الله" په څلور لاري کې ځوړند کړ.

ایمل ولي خان د پاکستان پر اسټبلیشمینټ غږ وکړ: "څه اړتیا وه چې له افغانستان سره مو دا ډول لوبې وکړې؟"

هغه وايي چې د پاکستان په ټولو ادارو کې د طالبانو ملاتړي موجود دي.

نوموړي وویل: "زموږ څه قسمت دی؟ یو جنرال راځي طالبان جوړوي او ملاتړ یې کوي خو بل راځي طالبان له منځه وړي".

د عوامي نشنل ګوند مشر د پاکستان پر پوځ او پخوانیو مشرانو نیوکه وکړه چې اوسنی حالت د دوی د نادرستو پرېکړو پایله ده.

د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان تېره اونۍ ویلي وو، چې پښتونخوا د "تباهۍ" په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې وه، په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وضعیت ډير خراب دی خو د پاکستان دوو ګوندونو ولس په سیاسي ډرامو بوخت کړی دی.

د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان ویلي وو، مرکزي حکومت د پښتونخوا ستونزو ته هیڅ رسیده ګي نه کوي.

نوموړی وايي: « پښتونخوا د تباهي په حال کې ده، هلته د حکومت حاکمیت کمیږي او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی».

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان واکمن شول په پاکستان کې د ناامنیو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان حکومت بیا په بار - بار افغان طالبان پړه ګڼلي دي او ویلي یې دي، چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو بیا د پاکستان ناامني د دغه هېواد داخلي مساله ګڼلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان کلنی راپور: په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان وضعیت بدتر شوی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د بشري حقونو د څار ادارې د کلني راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په شدت سره خراب شوی دی. طالبانو پر ښځو او نجونو فشار ډېر کړی او دې ډلې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو پرضد سختو بنديزونو سره په دغه هېواد کې اقتصادي او بشري بحران لا زیات کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه کلني راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې له ۲۳ ملیونو ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي، چې د نجونو او ښځو د زدکړو، کارموندنې او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې حقونه تر پښو لاندې شوي او د سیاسي مخالفینو ځپل، خپل سرې نیونې او شکنجې لا هم دوام لري.

د بشري حقونو د څار ادارې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۷مه) د افغانستان په ګډون د نړۍ په شاوخوا ۱۰۰ هیوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

دغه سازمان ويلي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې پلټنې او څار ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په هیواد کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی.

په راپور کې ټينګار شوی، چې طالبانو په دې موده کې د نويو قوانینو په تصویب سره ښځې د ډېرو اساسي حقونو محرومې کړې او د لوړو زدکړو، تګ راتګ، کار کولو پر ازادۍ یې سخت بندیزونه او د عامه جامو او چلند په اړه یې سخت اقدامات کړي دي.

د ښځو او نجونو حقونه

100%

د بشري حقونو د څار سازمان د کلني راپور له مخې، طالبانو په ښځو او نجونو باندې سخت بندیزونه لګولي.

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې طالبانو اعلان وکړ، چې د دې ډلې مشر هیبت الله اخوندزاده د «امربالمعروف» یو جنجالي قانون توشیح کړ.

د دې قانون له مخې، ښځې حق نه لري چې له محرم (نارینه ملګري) پرته او یا هم عامه ترانسپورت کې سفر وکړي.

د دې قانون له مخې، ښځې او نجونې مجبورې دي، چې په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ او له کوره بهر له غږ پورته کولو هم منع شوې دي.

د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی، چې طالبانو هغه ښځې او نجونې هم نيولې او زندانې کړې، چې د دې ډلې له لوري د مکمل لباس اغوستلو سپارښتنې يې نه وې عملي کړې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو راپور ورکړی، چې نیول شوي کسان په ورځو ورځو یو له بل سره اړیکې نه لرلې او د «فزيکي تاوتريخوالي، ګواښونو او ويرې» سره مخ شوي دي.

دغه قوانین پر ښځو د تګ راتګ د ازادۍ پر محدودولو سربيره پر ښځو د اجباري حجاب په اغوستلو هم فشارونه راوړي.

نجونې او ښځې لا هم د ښوونځي او پوهنتون منځنیو او لوړو زدکړو ته لاسرسی نه لري.

په ډیری مواردو کې، دوی ته حتی اجازه نه ورکول کیږي چې په پارکونو یا لوبغالو کې برخه واخلي.

اقتصادي او بشري بحران

100%

د بشري حقونو د څار سازمان راپور خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري بحران مخ په خرابېدو دی.

په افغانستان کې له ۲۳ ملیونو ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې جملې ۱۲.۴ ملیونه یې د خوراکي توکو له سخت بحران سره مخ دي.

د ۲۰۲۴ کال تر نومبر پورې د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاوو پروګرام د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۳۱ سلنه ترلاسه کړې او ډیر بشري پروګرامونه د سرچینو د نشتوالي له امله تړل شوي.

په راپور کې راغلي، چې د نړیوالو مرستو د بندیدو په پایله کې د افغانستان روغتیايي سیستم له سخت بحران سره مخ شوی او په ډیرو برخو کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود شوی دی.

ښځې او نجونې د روغتیا سکتور له بحران تر ټولو ډیر ځوریږي ځکه، چې د دوی په کار او تګ راتګ باندې ټولنیز او قانوني بندیزونو روغتیایی خدماتو ته لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.

وژنې، جبري ورکېدل او شکنجې

100%

د بشري حقونو د څار سازمان په کلني راپور کې د یوناما له قوله ویل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې دې سازمان د طالبانو له خوا د خپل سري نیولو او زندانې کېدو ۹۸ قضیې او د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د شکنجو او بد چلند ۲۰ قضیې ثبت کړې دي.

د راپور د مالوماتو له مخې په دې موده کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو شاوخوا نهه غړي وژل شوي.

د بشري حقونو د څار ادارې لیکلي، هغه خلک چې په زوره له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، هم د شکنجو، بد چلند او نورو بېلابیلو زیانونو سره مخ شوي دي.

طالبانو همدارنګه بدني سزاګانې وضع کړې، چې په دې سزاګانو کې د ۱۴۷ نارینه وو، ۲۸ښځو او ۴ هلکانو په عام محضر کې په دورو وهل شامل وو.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د ایل جي بي ټي کيو (LGBTQ) خلکو د جنسي تمایل یا جنسیتي هویت له امله له ځورونې او ناوړه چلند سره مخ شوي، چې کیدای شي د شکنجې په توګه وبلل شي.

د سیاسي مخالفینو او خبریالانو ځپل

100%

د بشري حقونو د څار ادارې د طالبانو له خوا د منتقدینو او خبریالانو د دوامداره ځپلو او خپل سري نیولو یادونه هم کړې ده.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې طالبانو په دوامداره توګه خبریالان او د رسنیو فعالین نیولي، شکنجه کړي او ګواښلي دي.

په راپور کې د مثال په توګه یادونه شوې، چې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې یو خبریال منصور نېکمل بهرنیو افغان رسنیو ته د مالوماتو د برابرولو په تور د دریو ورځو لپاره نیول شوی و.

ډېر نور خبریالان هم له ورته برخلیک سره مخ شوي.

طالبانو په رسنیو کې د سیاسي پروګرامونو او په رسنیو کې پر نیوکو باندې هم سخت بندیزونه لګولي او د سپتمبر میاشتي را پدې خوا یې د سیاسي او انتقادي پروګرامونو ژوندۍ خپرونې منع کړې دي.

د افغانانو بې ځایه کېدل

100%

افغان کډوال هم په ۲۰۲۴کال کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

له ۶۶۵ زره څخه زيات افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې له اقتصادي ستونزو او د کورونو او ښوونيزو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.

د امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا په ګډون په لویدیځو هیوادونو کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې پروسه هم ډیره ورو او محدوده وه.

په اقلیتونو او ملکي وګړو بریدونه

د بشري حقونو د څار ادارې د راپور له مخي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د اقلیتونو او مختلفو مذهبي ډلو پر وړاندې د داعش بریدونه زیات شوي.

دې ډلې په هېواد کې د هزاره ګانو او نورو اقلیتونو پر وړاندې څو خونړي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ناامنۍ د زیاتولو سربیره، دغو بریدونو انساني تلفات هم زیات کړي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې په خپل راپور کې پر طالبانو د نړیوالو فشارونو پر اړتیا ټینګار کړی، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پراخ ظلم او سرغړونې پای ته ورسوي.

دې سازمان له طالبانو څخه غوښتي، چې د بشري حقونو د سختو سرغړونو د جواب ویلو او په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدو مسول شي.

حکمتیار: له حماس سره اوربند ښیي چې اسراییل هیڅ تر لاسه نه کړل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د حماس او تل ابیب ترمنځ اوربند ښیي چې اسراییل د غزې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې هیڅ تر لاسه نه کړل. نوموړی وايي، «دا یوه تاریخي پېښه ده او داسې ښکاري چې اسراییل نه حماس ته ماتې ورکړه او نه یې هم خپل بندیان ازاد کړل.»

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر اېکس پاڼه لیکلي، دا اوربند د اسراییل په وړاندې د حماس او د فلسطینیانو بریا بولي.

ښاغلي حمکتیار فلسطینیان مجاهدین یاد کړي او وايي، په هغوی په ډیرو سختو حالاتو کې د اسراییل په وړاندې بریا ترلاسه کړه.«فلسطينيانو په خپل كلك او مضبوط مقاومت سره وښوده چي د خپلواكي، ازادي او مستقل فلسطین جوړولو لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي. اسراییل او حامیانو ته یې وښوده چې فقط یو بدیل په مخکې لري، چې له ټولو اشغال شویو سیمو د اسراییل وتل دي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حماس او اسراییل د اوربند هرکلی کړی.

د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند تړون تېره شپه تصوییب شو او د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۹مه نېته به پیل شي.

په غزه کې کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه نېټه پیل شوې وې.

نبیل: د سیمې هېوادونه افغانستان ته د فرصت او ګواښ په سترګه ګوري

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د تېر حکومت د ملي امنیت یو رییس رحمت الله نبیل وایي، افغانستان په یو داسې میدان بدل شوی، چې د سیمې هېوادونه ورته د ګواښ، تقابل او فرصت په سترګه ګوري. ښاغلی نبیل وايي، د روسیې، ایران او پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو په اندازه له طالبانو سره اړیکې پالي.

له روسیې سره د طالبانو د اړیکو او د دغه هېواد له لوري د ممنوعه ډلو له نوملړ د طالبانو اېستلو ته په اشاره رحمت الله نبیل وايي، افغانستان په یو داسې میدان بندل شوی، چې د ګواښ، تقابل او فرصت په سترګه ورته کتل کیږي.

نوموړی له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې کابل ته د روسیې پلاوي د تګ په اړه وايي، چې یاد پلاوي، د طالبانو مشرانو ته پریکنده پیغام ورکړی دی.«په ځینو مواردو چې زه خبر یم روسان چې کله کابل ته راغلي وو، دوی ته یې ډیره واضیح خبره کړې وه، چې یا زموږ سره کیږئ، کرښه مو معلومه کړئ، یا له امریکا او د هغوی له متحدینو سره کیږئ.»

ښاغلی نبیل په دغه مرکه کې د طالبانو او ځینو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه وايي، چې یادې ډلې له ډیر پخوا له بېلابېلو هېوادونو سره استخباراتي اړیکې درلودي.

نوموړی زیاتوي:«ایران، چین روسیې سره هم استخباراتي اړیکې لري او امریکا سره د داعش په موضوعاتو کې اړیکي لري.»

نوموړی وايي، ځیني هېوادونه کوښښ کوي له طالبانو سره د اړیکو ساتلو په مرسته د یادې ډلې منځ کې نفوذ وکړي.«هغه قواعد چې هېوادونه او حکومت پکې په رسمییت پیژندل کیږي هغه په طالبانو کې موجود نه دي. هر هېواد کوښښ کوي، چې د دوی په منځ کې سربازګیري وکړي. له دوی سره اړیکې وساتي او مقابل کې یې دوی ته پیسي ورکړي. په ځینو حالاتو کې شخصي اړیکې پالل کیږي.»

رحمت الله نبیل وایي، د سیمې یو شمېر هېوادونه د طالبانو په ډله کې خپل نفوذ لري خو مولوي هبت الله اخوندزاده نه پر نږدې کسانو او د کندهار پر حلقه د ایران نفوذ خورا ډیر دی.«د امریکا ډله معلومه ده، ملا برادر او څه نور کسان. د پاکستان ډله معلومه ده، حتی د هندوستان ډله معلومه ده، روسان خپل اړیکي لري او بله څه چې موږ وینو د کابل حلقه چې نړیوالې ټولنې سره په ځینو مسایلو کې په توافق رسیږي.»

ښاغلی نبیل د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشاره وايي، دغه هېواد په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو د ساتلو لپاره د نړۍ هر ډول فشارونه زغملي دي.« پاکستان داسې فکر کوي، چې افغانستان د دوی یو صوبه غوندې ده. او کولای شي هلته عملیات وکړي. پاکستان په دې باندې ښه پوهیږي، چې دوی (طالبان) نه دا توان لري او نه دا اراده لري، چې په دې اړوند د یو ساختار، یا دولت په حیث دې دا تصمیم ونیسي.»

نوموړی وايي، طالبان د پاکستان د ایی اېس ای په مرسته په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي او په ډیرو مسایلو کې له هغوی مشورې اخلي.

د نوموړي په خبره د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اوسنی وضیعت د پاکستان په ګته دی.

نبیل وايي، د یوې پالیسۍ له مخې، د طالبانو له لوری له پاکستان سره هیڅ ډول مخالفت نشته خو ځینې مخالفتونه په فردي کچه دي.

داعش ډله

رحمت الله نبیل وایي، د پاکستان په ملکنډـ بلوچستان کې د لشکر طیبه او جهش محمد یو ځینې کسان د داعش لیکو ته جذبیږي.

نوموړی وايي، د پاکستان په همکارۍ داعش پر هغو طالبانو بریدونه کوي، چې د پاکستان د ګټو مخالفت کوي.

څه موده وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد د پاکستان د نوم له یادولو پرته ویلي و، چې د افغانستان د ګاونډي هېواد له لورې د داعش ملاتړ کیږي.

منصور: مشارکتي حکومتونو کې به یوه صاحب د بند مخه ځکه نیوله چې یو قوم یا هېواد خپه نشي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير وايي، په «مشارکتي او ګوندي حکومت کې به یو صاحب د دې لپاره د یوه بند په جوړېدو خوښ نه و، چې قوم او ملګری هېواد يې خپه نه شي.» عبداللطیف منصور زیاتوي چې د دوی حکومت خپلواک دی او اوس پکې څوک د بند جوړېدو مخه نشي نیولی او نه څوک پرې خپله کېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير عبداللطیف منصور د پنجشنبې په ورخ په کابل کې د پانګونې جلبولو غونډې ته وویل، چې د دوی سیاسي، اقتصادي او صنعتي پاليسۍ خپلواکې دي.

نوموړي ويلي، چې د دوی په حکومت کې د بندونو په جوړېدو هيڅوک نه خپه کيږي.

د هغه په خبره، «پخوا به چې یو بند جوړېده، مصلحي او مشارکتي حکومتونه جوړ شوي و، یو ځای به چې د بند جوړېدو پلان جوړېده، بل صاحب به خپه کېده چې دا مه جوړوئ، دا زما قوم یا قبیلې ته یا به یې د یو هېواد سره انډیوالي وه ویل به یې دا به خپه شي.»

ښاغلی منصور زياتوي، چې پخوانيو حکومتونو د جنګونو او بې وسۍ له کبله د اوبو د مديريت توان نه درلود.

منصور د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې وضعت او حالت سم یاد کړ او له پانګوالو يې د سرمایه ګذارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «افغانستان کې تر بل هر وخت پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده، د سرمایه ګذار مال، عزت، کورنۍ او سرمايه محفوظه ده او مشرانو سرمایه ګذارانو او صنعتګارانو ته لومړیتوب ورکړی.»

د نورو طالب مسولانو ترڅنګ د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په وار وار له افغان او بهرنيو پانګوالو غوشتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.