• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منصور: مشارکتي حکومتونو کې به یوه صاحب د بند مخه ځکه نیوله چې یو قوم یا هېواد خپه نشي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير وايي، په «مشارکتي او ګوندي حکومت کې به یو صاحب د دې لپاره د یوه بند په جوړېدو خوښ نه و، چې قوم او ملګری هېواد يې خپه نه شي.» عبداللطیف منصور زیاتوي چې د دوی حکومت خپلواک دی او اوس پکې څوک د بند جوړېدو مخه نشي نیولی او نه څوک پرې خپله کېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير عبداللطیف منصور د پنجشنبې په ورخ په کابل کې د پانګونې جلبولو غونډې ته وویل، چې د دوی سیاسي، اقتصادي او صنعتي پاليسۍ خپلواکې دي.

نوموړي ويلي، چې د دوی په حکومت کې د بندونو په جوړېدو هيڅوک نه خپه کيږي.

د هغه په خبره، «پخوا به چې یو بند جوړېده، مصلحي او مشارکتي حکومتونه جوړ شوي و، یو ځای به چې د بند جوړېدو پلان جوړېده، بل صاحب به خپه کېده چې دا مه جوړوئ، دا زما قوم یا قبیلې ته یا به یې د یو هېواد سره انډیوالي وه ویل به یې دا به خپه شي.»

ښاغلی منصور زياتوي، چې پخوانيو حکومتونو د جنګونو او بې وسۍ له کبله د اوبو د مديريت توان نه درلود.

منصور د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې وضعت او حالت سم یاد کړ او له پانګوالو يې د سرمایه ګذارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «افغانستان کې تر بل هر وخت پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده، د سرمایه ګذار مال، عزت، کورنۍ او سرمايه محفوظه ده او مشرانو سرمایه ګذارانو او صنعتګارانو ته لومړیتوب ورکړی.»

د نورو طالب مسولانو ترڅنګ د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په وار وار له افغان او بهرنيو پانګوالو غوشتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت واخان ته د دغه هېواد د ځواکونو ننوتل بیا رد کړل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان، واخان ته د دغه هېواد د پوځ ننوتل رد کړل او ویې وویل، «دا سیمه د افغانستان برخه ده او دوی یې ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.» نوموړي له طالبانو سره پر ښو اړیکو سربېره په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ هم ورته خبره کړې وه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت غبرګون تر هغه وروسته و، چې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې واخان ته پاکستانی پوځ ننوتلی او پاکستان غواړي چې د واخان سیمه د دغه هېواد برخه وګرځوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشبنې په ورځ په اسلام اباد کې د اونيز کنفرانس پر مهال د واخان دهلیز اړوند وویل: «واخان د افغانستان د خاورې یوه برخه ده او موږ یې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پیژنو.»

ویاند له افغان واکمنو طالبانو وغوښتل، چې د هغو «ترهګرو» په وړاندي اقدام وکړي، چې په افغانستان کې پټنځي لري.

د علي خان په خبره پاکستان د افغانستان سره د ښو او ټينګو اړیکو غوښتونکی دی او زياتوي: «خو مهمه ستونزه په افغان خاوره کې د ترهګرو پټنځي دي، چې دواړه هېوادونه د څو اړخيزو اړيکو له لارې په دې اړه په تماس کې دي.»

افغان طالبان په وار وار د ترهګرو د پټنځيو اړوند د پاکستاني مسولانو څرګندونې رد کړې دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویاند د جمو او کشمير اړوند د هند د دفاع وزير او د پوځ د مشر وروستي څرګندونې بې بنسټه تورونه او ادعاوي وبللې او هغه يې رد کړې.

ویاند وویل، چې جمو او کشمير په نړيواله کچه پېژندل شوې جنجالي سيمه ده او زياتوي: « په دې شرایطو کې هند هیڅ قانوني یا اخلاقي اساس نه لري چې د ازاد جمو او کشمیر او ګلګت بلتستان په سیمو باندې بې بنسټه ادعاوې وکړي.»

د هند د پوځ مشر جنرال اوپيندر وېدي د جنوري په ۱۳ مه د هند د پوځ د ورځې نه مخکي په خپله کلنۍ دوديزه خبري ناسته کې د شمالي سرحدونو په اړه وویل چې حالت «حساس» خو ثابت دی.

جنرال وېدي ويلي وه: «په جمو او کشمير کې په داسي وخت کې چې موږ له ترهګرۍ څخه سیاحت ته مخه کوو، هلته د وژل شويو ترهګرو ۶۰ سلنه پاکستانیان او په ایالت کې فعال ۸۰ سلنه ترهګر هم پاکستانیان دي.»

هبت الله ستنېدونکو صنعتکارانو ته د اسانتیاوو په اړه په ۲۰ مادو کې تګلاره منظوره کړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده افغانستان ته د ستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو تګلاره منظوره کړه. په دغه تګلاره کې صنعتکاران او سوداګر په دریو کټګوریو وېشل شوي او له ځینې مالیو د پنځو کالو لپاره معاف شوي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دغې ډلې د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده دې تګلارې جزیات پر اېکس پاڼه خپاره کړي دي.

په دغه تګلاره کې ویل شوي، چې موخه یی له راستنېدونکو افغان صنعتکارانو او سوداګرو سره همکاري کول دي.

مولوي هبت الله د دغې تګلارې د عملي کولو لپاره د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، کورنیورنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو او افغانستان بانک ریاستونو ګډ پلاوی هم ټاکلی دی.

په دغه تګلاره کې ویل شوي، چې ګډ پلاوی به د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو بشپړ ه پیژندګلوي، د سرمایې کچه، د فعالیت څرنګوالی او راتلونکې طرحه، د فعالیت برخه، د فعالیت جواز، په نورو ملکونو کې د کار او فعالییت د څرنګوالي، د اړینو اسنادو نقل، د راستنېدو لپاره د مشخصو پاڼو ورکولو چاري په غاړه ولري.

د بیا راستنېدو افغان سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د مولوي هبت الله اخوندزاده په نوې تګلاره کې سوداګر او صنعتکارانو په دریو ډلو وېشل شوي دي«د لوړې کچې سوداګر او صنعتکاران، د منځنۍ کچې سوداګر او صنعتکاران او د ټیټې کچې سوداګر او صنتعکاران»

په دغه تګلاره کې ویل شوي، چې ګډ پلاوی به د سوداګرو او صنعتکارانو تر تایید او ثبت وروسته په لسو کاري ورځو کې اسانتیاووي او امتیازات برابریږي.

په دغه تګلاره کې ویل شوي، چې د لوړې او منځنۍ کچې صنعتکاران او سوداګر پر نورو امتیازونو سره بیره د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو د ۵ کلونو لپاره معاف دي.

همدارنګه په دغه تګلاره کې لیکل شوي، چې د لوړې، منځنۍ او کوچنۍ کچې صنعتکارانو او سوداګرو وارداتي ماشیین الات او وسایل له ګمرکيی محصول معاف دي. «صنعتکارانو او سوداګرو ته له ګمرکيی محصول پرته افغانستان ته (د افغانستان لاس) دوه عرادې شخصي موټرو راوړلو اجازه ورکول. د ټیټې کچې صنتعکارانو او سوداګرو څخه په موجودو مالونو باندې ګمرکي محصول او مالیه نه اخیستل.»

د یادې تګلاری له مخې، د صنعتکارانو او سوداګرو د غوښتنې له مخې، د پلاوي له تایید وروسته ځانګړو فني بهرنیو کارکوونکو او انجینرانو ته دوه کلنې ویزې ورکول کیږي.

په دې تګلاره کې ویل شوي، چې صنعتکارانو او سوداګرو ته په کابل کې د کور جوړولو لپاره ځمکه هم ورکول کیږي.

د تګلاري له مخې، صنعتکارانو او سوداګرو ته د بانکونو له لوري د اسانیتاوو برابرولو ترڅنګ د معدنونو او کرنیزو ځمکو ته د لاسرسي اسانتیاوي هم ورکول کیږي. «د لوړې او منځنۍ کچې هغه صنعتکارانو او سوداګرو ته چې د پلاوي لخوا پيژندل شوي دي د هغوی د غوښتنې او د سرمایه ګزارۍ د کچې پر اساس په صنعتي ساحو کې د کارخونو جوړولو لپاره ځمکه په وړیا توګه ورکول کیږي.

صنتعکارانو او سوداګرو د ویشل شوې ځمکې د زېرنبا لګښت په لسو قسطونو کې اخیستل کیږي.»

په دغه تګلاره کې د سوداګرۍ وزارت ته د صنعتکارانو او سوداګرو د د سوداګریزو ففعالییتونو اړند چارو د نظم په موخه د ونډو د شرکت د جوړو امر هم شوی دی.

د مولوي هبت الله اخوندزاده له لوري د راستنېدونکو افغان سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو په دغه تګلاره کې ویل شوي، چې د سوداګرو او صنعتکارانو د هڅونې په موخه به په بندرونو او ډیورنډ کرښې باندې صنعتي ساحې هم جوړې کړي.

د مولوي هبت الله اخوندزاده له لوري د راستنېدونکو افغان سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو دغه تګلاره په داسې حال کې منظوره شوې، چې د څه باندې یوه کال راهیسي له پاکستان او ایران هېوادونو په زور افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنول کیږي.

طالبانو تردې مهاله دغه راستانه شویو کډوالو لپاره په یو شمېر ولایتونو کې د کور جوړولو لپاره ځمکي هم ویشلي دي.

طالبان: د اسراییل او حماس اوربند د ۱۵ میاشتني مقاومت او د فلسطينيانو د زغم پايله ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د حماس او اسراییل د اوربند هرکلی کړی او دا یې «د فلسطيني ولس افسانوي زغم او په ټرانګه کې د مقاومت د ۱۵ میاشتنۍ تاريخي مبارزې او قربانۍ» پايله بللې ده. طالبانو ويلي، چې نړیواله ټولنه باید په اوربند کې د اسراييل د ژمنې مسولانه ډاډ تر لاسه کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد د پنجشنبې په ورځ د حماس او اسراييل د اوربند اړوند په يوه ويډيويي پیغام کې ويلي: « د افغانستان اسلامي امارت د مقاومت مشرباته او د فلسطین صابر ولس ته د دې لویې لاسته راوړڼې مبارکي وایي»

نوموړي د دوامداره اوربند او غزې ته د بشري مرستو د لېږد هيله ښودلې.

حافظ ضياء احمد زياتوي، په منځني ختيځ کې سوله د فلسطين د قضيې په حل او د فلسطینیانو د خپلواکۍ له لارې تر لاسېدلی شي.

هغه په دې اوربند کې د قطر او مصر له منځګړتوب مننه کړې او زياتوي، چې د تېر په څېر به د فلسطين د دولت او ولس ملاتړ کوي.

بیګاه اکسیوس او الجزیرې د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې حماس او اسراییل د اوربند موافقې ته رسېدلي دي او حماس الجزیرې ته ویلي، چې له اسراییل سره یې د اوربند تړون تصویب کړی دی.

د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه (د مرغومې ۳۰مه) پیل شي.

د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.

په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل له مرګوني برید وروسته پیل شوه.
‎په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل شول.
‎د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزه کې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې له ۴۶۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژلي دي.
‎د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیا سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.

د ایران ولسمشر تاجک سیال ته: افغانستان زموږ مهم ګاونډی دی او ټیکاو یې زموږ په ګټه دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د دوی ګاونډ کې مهم هېواد دی. ښاغلي پزشکیان په خپلو خبرو کې د افغانستان پرمختګ او ټیکاو د خپل هېواد په ګټه بللی، خو زیاته کړې یې ده چې د پولو امنیت هم ورته مهم دی.

د ایران د ولسمشرۍ وېبپاڼه کې لیکل شوي چې ښاغلي پزشکیان نن په دوشنبه کې له تاجک سیال امام علي رحمان سره خبرې غونډه کې دا خبره کړې ده.

دغه دفتر د مسعود پزشکیان له خولې وايي چې له ښاغلي رحمان سره د افغانستان په ګډون د سیمې پر بدلونونو او ډېرو مسلو غږېدلی دی.

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په اعلامیه کې ویلي، چې امام علي رحمان او مسعود پزشکیان له ترهګرۍ، توندلارۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره په مبارزه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د طالبانو واکمنېدو سره که څه هم تهران له افغانستان د اوبو د بهېدو بهیر پر کمېدو نیوکې کوي، خو له طالبانو سره یې مختلفو برخو کې سیاسي او اقتصادي اړیکي ورځ تر بلې پراخېږي.

خو تاجکستان د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په تېره د ترکمنستان او ازبکستان اپوټه یا برعکس له دې ډلې سره ډېر کم روابط لري او له افغانستان د وسلوالو په تېره د انصارالله ډلې د ور اوښتو له وېرې خپلو پولو کې پوستې زیاتوي.

که څه هم ایران، ازبکستان، ترکمنستان او ځینې نورو هېوادنو افغان سفارتونه طالبانو ته سپارلي، خو لا هم دوشنبه کې افغان سفارت د پخواني حکومت له ډیپلوماټانو سره دی.

په تاجکستان کې د طالبانو د حکومت ضد وسلوالو ډلو مشران هم شته چې دا د طالبانو لپاره د اندېښنې خبره بلل کېږي.

تېره میاشت تاجکستان ته د ای اېس ای د مشر له سفر وروسته د جنورۍ په لومړیو کې ایکانومیک ټایمز په یو رپوټ کې وویل، چې اسلام اباد غواړي د دوشنبې له لارې د طالبانو ضد وسلوالو سره روابط جوړ کړي.

خو شنونکي وايي، تاجکستان د طالبانو پر ضد د احتمالي ګامونو په اړه محتاط دی او ښايي د کابل د اوسني حکومت پر ضد د کوم امنیتي اتحاد برخه ونه ګرځي.

مفتي شاکر: د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز هغوی بې ستره «بې حجابه» کوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۰

دیني عالم مفتي شاکر وایي، چې پر نجونو او ښځو د زده کړو بندیزونه هغوی بې ستره کوي. د نوموړي په وینا، د د غو بندیزونو دوام به ښځې اړ کړي، چې خپله درملنه په نارینه ډاکټر وکړي.

مفتي شاکر له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره د نجونو د زده کړو په تړاو خبرو کې وویل: «که د نجونو په زده کړو بندیزونه دوام وکړي ښځې به نارینه ډاکټرانو ته اړې شي او ان سبا ورځ به چې ښځې ماشومان زېږوي نارینه ډاکټر به ورته ولاړ وي.»

نوموړی زیاتوي: «د ښځو پر علم باندې پابندي نه قران کې او نه هم سنت کې شته.»

هغه په ټینګار سره وویل، چې اسلام کې د ښځو پر زده کړو هېڅ ممانعت نه شته او اسلام مېرمنو ته حق ورکوي چې زده کړې وکړي.

مفتي شاکر زیاتوي، چې په دین کې د دیني علماو او ملایانو شخصي زیاتونې او خبرې د ارزښت وړ نه دي.

هغه وایي: «اسلام دین کې علماوو چې کوم تشریحات کړي، د خودساخته تشریحاتو څخه دا معلومېږي، چې د ښځو پر زده کړو پابندي ده، دیني عالمان نه پیغمبران دي او نه هم خدای دي. د دوی خبره په دین کې هېڅ ارزښت نه لري.»

د مفتي شاکر په وینا، د اسلام په تاریخ کې ۹ زره ښځې عالمانې راغلي دي او د پیغمر بي بي، بي بي عایشه د امت په لویو علماو کې راغلې ده.

هغه وايي: «کوم خلک چې د بي بي عایشې علم مني دا ۹ زره سکالرې مني، پیغمبر مني هغه دا نه شي ویلی چې پر ښځو د زده کړو بندیز دی.

مفتي شاکر وایي، چې ځیني خلک په دې ناپوهۍ کې دي، چې کومې ښځې چې زده کړې کوي شرعي پردې ته یې زیان رسېږي، په لیلیه کې نامحرمو سره اختلاط کوي او مخلوط نظام دی، نو ځکه دې ښخو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړی دغه څءګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روانې اونۍ په پیل کې په اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو د غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي نړۍ د همغږۍ سازمان سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی وویل، چې اسلامي شریعت نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړی او هغه دلایل چې نجونې د زده‌کړو حق نه لري له اسلام سره په ټکر کې دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی.

طالبانو نه یوازې دا چې د نجونو او ښځو پروړاندې یې د زده کړې دروازې بندې کړي، بلکې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره یې د ټولنې له هرې برخې حذف کړي دي.