• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ولسمشر تاجک سیال ته: افغانستان زموږ مهم ګاونډی دی او ټیکاو یې زموږ په ګټه دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د دوی ګاونډ کې مهم هېواد دی. ښاغلي پزشکیان په خپلو خبرو کې د افغانستان پرمختګ او ټیکاو د خپل هېواد په ګټه بللی، خو زیاته کړې یې ده چې د پولو امنیت هم ورته مهم دی.

د ایران د ولسمشرۍ وېبپاڼه کې لیکل شوي چې ښاغلي پزشکیان نن په دوشنبه کې له تاجک سیال امام علي رحمان سره خبرې غونډه کې دا خبره کړې ده.

دغه دفتر د مسعود پزشکیان له خولې وايي چې له ښاغلي رحمان سره د افغانستان په ګډون د سیمې پر بدلونونو او ډېرو مسلو غږېدلی دی.

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په اعلامیه کې ویلي، چې امام علي رحمان او مسعود پزشکیان له ترهګرۍ، توندلارۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره په مبارزه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د طالبانو واکمنېدو سره که څه هم تهران له افغانستان د اوبو د بهېدو بهیر پر کمېدو نیوکې کوي، خو له طالبانو سره یې مختلفو برخو کې سیاسي او اقتصادي اړیکي ورځ تر بلې پراخېږي.

خو تاجکستان د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په تېره د ترکمنستان او ازبکستان اپوټه یا برعکس له دې ډلې سره ډېر کم روابط لري او له افغانستان د وسلوالو په تېره د انصارالله ډلې د ور اوښتو له وېرې خپلو پولو کې پوستې زیاتوي.

که څه هم ایران، ازبکستان، ترکمنستان او ځینې نورو هېوادنو افغان سفارتونه طالبانو ته سپارلي، خو لا هم دوشنبه کې افغان سفارت د پخواني حکومت له ډیپلوماټانو سره دی.

په تاجکستان کې د طالبانو د حکومت ضد وسلوالو ډلو مشران هم شته چې دا د طالبانو لپاره د اندېښنې خبره بلل کېږي.

تېره میاشت تاجکستان ته د ای اېس ای د مشر له سفر وروسته د جنورۍ په لومړیو کې ایکانومیک ټایمز په یو رپوټ کې وویل، چې اسلام اباد غواړي د دوشنبې له لارې د طالبانو ضد وسلوالو سره روابط جوړ کړي.

خو شنونکي وايي، تاجکستان د طالبانو پر ضد د احتمالي ګامونو په اړه محتاط دی او ښايي د کابل د اوسني حکومت پر ضد د کوم امنیتي اتحاد برخه ونه ګرځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

مفتي شاکر: د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز هغوی بې ستره «بې حجابه» کوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۰

دیني عالم مفتي شاکر وایي، چې پر نجونو او ښځو د زده کړو بندیزونه هغوی بې ستره کوي. د نوموړي په وینا، د د غو بندیزونو دوام به ښځې اړ کړي، چې خپله درملنه په نارینه ډاکټر وکړي.

مفتي شاکر له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره د نجونو د زده کړو په تړاو خبرو کې وویل: «که د نجونو په زده کړو بندیزونه دوام وکړي ښځې به نارینه ډاکټرانو ته اړې شي او ان سبا ورځ به چې ښځې ماشومان زېږوي نارینه ډاکټر به ورته ولاړ وي.»

نوموړی زیاتوي: «د ښځو پر علم باندې پابندي نه قران کې او نه هم سنت کې شته.»

هغه په ټینګار سره وویل، چې اسلام کې د ښځو پر زده کړو هېڅ ممانعت نه شته او اسلام مېرمنو ته حق ورکوي چې زده کړې وکړي.

مفتي شاکر زیاتوي، چې په دین کې د دیني علماو او ملایانو شخصي زیاتونې او خبرې د ارزښت وړ نه دي.

هغه وایي: «اسلام دین کې علماوو چې کوم تشریحات کړي، د خودساخته تشریحاتو څخه دا معلومېږي، چې د ښځو پر زده کړو پابندي ده، دیني عالمان نه پیغمبران دي او نه هم خدای دي. د دوی خبره په دین کې هېڅ ارزښت نه لري.»

د مفتي شاکر په وینا، د اسلام په تاریخ کې ۹ زره ښځې عالمانې راغلي دي او د پیغمر بي بي، بي بي عایشه د امت په لویو علماو کې راغلې ده.

هغه وايي: «کوم خلک چې د بي بي عایشې علم مني دا ۹ زره سکالرې مني، پیغمبر مني هغه دا نه شي ویلی چې پر ښځو د زده کړو بندیز دی.

مفتي شاکر وایي، چې ځیني خلک په دې ناپوهۍ کې دي، چې کومې ښځې چې زده کړې کوي شرعي پردې ته یې زیان رسېږي، په لیلیه کې نامحرمو سره اختلاط کوي او مخلوط نظام دی، نو ځکه دې ښخو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړی دغه څءګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روانې اونۍ په پیل کې په اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو د غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي نړۍ د همغږۍ سازمان سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی وویل، چې اسلامي شریعت نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړی او هغه دلایل چې نجونې د زده‌کړو حق نه لري له اسلام سره په ټکر کې دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی.

طالبانو نه یوازې دا چې د نجونو او ښځو پروړاندې یې د زده کړې دروازې بندې کړي، بلکې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره یې د ټولنې له هرې برخې حذف کړي دي.

د اتریش د ازادۍ ګوند جګپوړی سیاستوال: طالبان «بد چلنده» افغانان اروپا ته را استوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د اتریش د ازادۍ ګوند غړو هارالډ سټیفن او مارکوس چانک د افغان او نورو کډوالو په اړه سپکاوي وزمه څرګندونې کړې دي. د دیر سټنډرډ د رپوټ له مخې، چانک هغوی ته "هغسې دغسې خلک" ویلي او سټیفن وړاندیز کړی چې حکومت باید دوی «په ټوله سختۍ» او ځواک کارولو سره وباسي.

تر ټولو جنجالي څرګندونې د سټیفن هارالډ وې چې طالبان یې پکې وستایل او د افغان کډوالو په اړه یې یو نژادي تعصب لرونکی روایت وړاندې کړ. د رپوټ له مخې، هغه دا روایت خپور کړی چې ګواکې طالبان هغه افغانان چې ښه چلند نه کوي، اروپا ته استوي.

د رپوټ له مخې، سټیفن د طالبانو په اړه وویل، « په ښار کې یې حالات تر ډېره کنټرول لاندې دي. که څوک په ښار کې ښه چلند ونه کړي، نو کلیو ته یې استوي. هلته سیمه‌ییز مشران شته چې حالات تر یوې کچې پورې په کنټرول کې ساتي. که بیا هم څوک سرغړونه وکړي، نو هغه بیا اروپا ته لېږل کېږي. دا واقعي خبره ده، هو، موږ د هغو خلکو وروستي بدترین هغه ترلاسه کوو».

هغه زیاتوي، « یو عادي افغان د هغه څه استازولي نه کوي چې دلته زموږ په شاوخوا کې ګرځي. هغوی ښه خلک دي».

چانک او سټیفن د افغانستان په اړه اوږدې خبرې وکړې او خپل پلانونه یې څرګند کړل چې طالبانو ته پیسې ورکړي څو د اتریش کډوال بیرته ومني. سټیفن وايي، «زه خو دوی ته هېڅ خوښ نه یم چې یو سېنټ هم ورکړم، خو له دغو چاقو واروونکو مجرمانو څخه چې نور هر یو زموږ په هیواد کې نه وي، زما لپاره ډېره مهمه ده».

سټیفن د کډوالو په اړه وویل، « هغوی خپله ټاکي چې چیرې ولاړ شي. پناه غوښتونکي اصلي کډوال نه دي، بلکې اقتصادي کډوال دي». یوې ښځې ورغبرګه کړه: « نه، د جګړې کډوال هم شته»، سټیفن په ځواب کې وویل: «خو ډېر، ډېر لږ».

پر سیال ګوند او اروپايي اتحادیه نیوکې

ژورنالستانو په پټه د هغې پټې غونډې مستند راپور ورکړی چې د اتریش دازادۍ ګوند(FPÖ) دوه سیاستوالو پکې د کډوالو، اروپایي اتحادیې او خپل احتمالي ائتلافي شریک د اتریش د خلکو ګوند(ÖVP) په اړه پاروونکې څرګندونې کړې دي.

دا څرګندونې د دیر سټنډرډ په رپوټ کې راغلې چې د غونډې برخه والو فرانسوي ژورنالستانو ثبت کړې دي.
هارالډ سټیفن، چې د اتریش دازادۍ ګوندبانفوذه سیاستوال ګڼل کیږي، پر خپل شریک ګوند د اتریش د خلکو ګوند کلکه نیوکه کړې چې دغه ګوند باید له حکومت کولو منع او اپوزیسیون ته واستول شي.

هغه د اتریش د خلکو ګوند د قدرت وږی او په "بد حالت" کې یاد کړی او ټینګار یې کړی چې د اتریش دازادۍ ګوندکولی شي لوړې غوښتنې وړاندې کړي او خپلې اجنډا ته وده ورکړي ځکه دا ګوند د خپل احتمالي شریک په پرتله قوي دی.

سټیفن پر اروپایي اتحادیې نیوکه کړې او له دې اتحادیې د وتلو نظریې ته یې خوښي ښودلې، که څه هم هغه ویلي چې دا عملي نه ده. هغه د اروپایي اتحادیې پالیسي، لکه د څارنې تدابیر او د بیان د ازادۍ محدودیتونه د افراطیت په توګه یاد کړي.

سیاسي اغیزې
تر دې دمه د اتریش د خلکو ګوندپر دغو څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت کې د وین ښاروال مایکل لودویګ، چې د سوسیال ډیموکراټیک ګوند غړی دی، دا ځرګندونې غندلې دي او ویلي یې دي چې دا د یاد ګوندپه اډانه کې یوه سیسټماتیکه ستونزه ښيی. هغه خبرداری ورکړ چې په حکومت کې د اتریش د ازادۍ ګوند ګډون د ډیموکراسۍ او ازداۍ لپاره یو ګواښ دی.

بل خوا داتریش دازادۍ ګوند رییس ډومینیک نیپ د دیر سټنډرډ پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه ورځپاڼه به له دولتي مالي مرستو بې برخې شي.

دغه جنجال په داسې حال کې راپورته شوی چې د اتریش د ازادۍ ګوند(FPÖ) د هیربرټ کیکل په مشرتابه کې ځان د اتریش د سیاسي راتلونکي مهم لوبغاړي په توګه وړاندې کوي.

د قطر او طالبانو ګډې کاري کمېټې د کار د دوه اړخیزو اړیکو اړوند غونډه وکړه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د قطر رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد او طالبانو ګډې کارې کمېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کار د سکټور د دوه اړخیزو اړیکو اړوند غونده کړې. په غونډه کې د دواړو هېوادونو د کار په سکټور کې د وروستیو پرمختګونو اړوند بحث شوی.

د قطر رسنیو خبر ورکړی، چې د چارشنبې په ورځ په دوحه کې دغه غونډه د قطر د کار وزرات د مرستيالې نجوا بنت عبدالرحمان الثاني په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار ګومارنې برخې مشر محمد امین انيس په مشرۍ یو پلاوي هم حضور درلود.

په خبر کې راغلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو وګړو ته د کاري فرصتونو د برابرولو اړوند پر نورو برخو هم خبرې شوې دي.

طالبانو تر اوسه د دې ناستې اړوند جزئيات نه دي شریک کړي.

قطر له طالبانو سره نږدې اړيکې لري او له دې ډلې سره یې په بيلابيلو بشري برخو کې مرستې هم کړې دي.

طالبانو څو ورځې وړاندي د دغه هېواد لپاره خپل نوی سفير سهيل شاهين هم معرفي کړ.

خو دغه هېواد لا تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پېژندلې.

د یوناما مشره وايي افغانستان لا هم له اقلیمي بدلونونو اغیزمن دی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) مشرې په کابل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان لا هم د اقلیمي بدلون پر وړاندې زیانمن دی. روزا اوتنبایوا ژمنه وکړه چې له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې لپاره به اقلیمي مالي چارې تعقيب کړي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په دې غونډه کې وویل، چې هڅه کوي د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په ۳۰م کنفرانس کې د افغانانو د غږونو د اورېدو لپاره انتخابونه ولټوي.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د چار شنبې به ورځ په کابل کې د «اقلیمي بدلون ملي کنفرانس» په نوم یوه غونډه وکړه چې د اقلیمي بدلون د ۲۹م ​​نړیوال کنفرانس پایلې او اغیزې وڅیړي.

په غونډه کې د طالبانو چارواکو د اقلیم د بدلون له امله له رامنځته شویو ننګونو سره د مقابلې لپاره د دوی پر ضد د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

‏په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل، د امریکا له ‌خوا د «بمونو مور» او کیمیاوي وسلو کارولو د افغانستان اقلیم ته درانده زیانونه اړولي دي.
ستانکزي زیاته کړې: «د پخواني شوروي اشغال پر مهال د جګړو له امله د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي.»

افغانستان د اقليمي بدلون په برخه کې د زيانمنو هېوادونو له ډلې دی.

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۳۰م کنفرانس د ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۱۰مې څخه تر ۲۱مې پورې په برازیل کې ترسره شي.

د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې مشر: داعش - خراسان ډله د امریکا لپاره دوامدار ګواښ دی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د امریکا ترهګرۍ ضد مرکز مشر هولمګرین اسوشیټیډ پریس سره په خبرو کې ویلي، چې داعش خراسان ډله چې د لویو بریدونو مسووله ده، په افغانستان کې مېشته ده. نوموړی په ټینګار سره وايي، یاده ډله د خپلو عملیاتي وړتیاوو له امله د امریکا لپاره یو دوامداره ګواښ دی.

د امریکا ترهګرۍ ضد مرکز مشر هولمګرین وايي، چې امریکا باید د مخ پر وده ترهګریز ګواښ په اړه ډاډه نه و اوسي.

نوموړي له اسوشیټیډ پریس سره په یوه تازه مرکه کې له بهر څخه امریکا ته د ګواښونو په اړه په افریقا کې د القاعدې د منسجموالي، د اسراییل او حماس جګړو، روسیې او اوکراین جګړې، سوریه کې د بشارالاسد حکومت پرځیدو په اړه ږغیدلی دی.

هولمګرین وویل:«موږ په داسې دور کې یو چې موږ د لوړ ګواښ چاپیریال سره مخ یو. موږ تیر کال ورسره مخ وو. موږ به په ۲۰۲۵ کې بیا ورسره مخ شو.»

نوموړې امریکا ته یو ستر ګواښ په افغانستان کې مېشته داعش ډله بولي او وایي چې دا ډله د لویو بریدونو مسووله ده، لکه د ۲۰۲۱کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر برید. هغه زیاتوي، «تر ټولو قوي بهرنی ګواښ چې متحده ایالات اوس مهال ورسره مخ دي په افغانستان کې د دې ډلې ملګري دي، چې د اسلامي دولت - خراسان په نوم پیژندل کیږي».

نوموړی وايي، د مسکو په یوه سینما کې هم دې ډلې برید وکړ. هولمګرین ټینګار کوي چې داعش خراسان ډله د خپلو عملیاتي وړتیاوو له امله د امریکا لپاره یو دوامدار ګواښ دی، په ځانګړي ډول د افغانستان بې ‌ثباتۍ ته په کتو سره چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د سخت دریځو ډلو لپاره یو خوندي ځای ګرځېدلی.

دی اندیښنه څرګندوي چې افغانستان ممکن یو ځل بیا د ترهګرۍ مرکز شي، په داسې حال کې چې د امریکا څارنه په دې سیمه کې کمزورې شوې ده

هولمګرین د اسراییل او حماس او روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې هم د ګواښ د لوړوالي لامل بولي.

نوموړی وايي، د روسیې او اوکراین له جګړې څخه د ډله ییزې کډوالۍ له امله د مرکزي اسیا خلک، چې ځینې یې له اسلامي دولت ډلې سره اړیکې لري، د ترکیې، سوریې، عراق او حتا امریکا په ګډون هیوادونو ته کډوال شوي دي.

خو نوموړی وایی، تحریرالشام سني اسلامپاله ډله چې پخوا یې له القاعدې سره اړیکې درلودې، د امریکا د ګټو پر ضد یې دسیسه نه ده کړې.

سره له دې چې هولمګرین وايي، چې تحریر الشام ډلې د امریکا د ګټو پر ضد دسیسه نه ده کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تحریرالشام ډله د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې او له سختو بندیزونو سره هم مخ ده.

هولمګرین د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د تحریم الشام دا نوم به پاتې شي، په ځواب کې وویل، دا د یوې پالیسۍ پریکړه ده، « کله چې د ترهګرۍ ضد بحثونه راپورته کیږي، دوی غواړي په دې وخت کې د نړیوالې ټولنې په ښي خوا کې وګڼل شي. خو موږ به نه یوازې د دوی خبرې بلکې هغه اقدامات هم ارزوو چې دوی یې ترسره کوي.»

بل خوا د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین تېره اونۍ اسوشیټیډ پریس ته ویلي و، چې واشنګټن باید خپل ځواکونه په سوریه کې وساتی، څو د اسلامی دولت ډلې د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.

پر همدغه مهال امریکایي چارواکي د دې احتمال په اړه اندیښمن دي چې داعش ډله به د اسد د حکومت له خوا د پاتې شویو وسلو په ترلاسه کولو یا د هغو جنګیالیو د ډله ییز خوشې کولو له لارې چې اوس بندیان دي، ځواکمنه شي.

د ترهګرۍ ضد مرکز په امریکا کې د سپټمبر له یوولسمې پیښې وروسته جوړ شو چې د نړیوال تروریزم ګواښ په اړه معلومات او استخبارات راټول او تحلیل کړي.

هولمګرین په تېر جولای میاشت کې د دغې ادارې د سرپرست مشر په توګه وټاکل شو او ښایې د بایډن د حکومت په پای ته رسیدو سره له خپلي دندې لاس په سر شي.