• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوناما مشره وايي افغانستان لا هم له اقلیمي بدلونونو اغیزمن دی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) مشرې په کابل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان لا هم د اقلیمي بدلون پر وړاندې زیانمن دی. روزا اوتنبایوا ژمنه وکړه چې له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې لپاره به اقلیمي مالي چارې تعقيب کړي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په دې غونډه کې وویل، چې هڅه کوي د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په ۳۰م کنفرانس کې د افغانانو د غږونو د اورېدو لپاره انتخابونه ولټوي.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د چار شنبې به ورځ په کابل کې د «اقلیمي بدلون ملي کنفرانس» په نوم یوه غونډه وکړه چې د اقلیمي بدلون د ۲۹م ​​نړیوال کنفرانس پایلې او اغیزې وڅیړي.

په غونډه کې د طالبانو چارواکو د اقلیم د بدلون له امله له رامنځته شویو ننګونو سره د مقابلې لپاره د دوی پر ضد د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

‏په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل، د امریکا له ‌خوا د «بمونو مور» او کیمیاوي وسلو کارولو د افغانستان اقلیم ته درانده زیانونه اړولي دي.
ستانکزي زیاته کړې: «د پخواني شوروي اشغال پر مهال د جګړو له امله د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي.»

افغانستان د اقليمي بدلون په برخه کې د زيانمنو هېوادونو له ډلې دی.

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۳۰م کنفرانس د ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۱۰مې څخه تر ۲۱مې پورې په برازیل کې ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې مشر: داعش - خراسان ډله د امریکا لپاره دوامدار ګواښ دی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د امریکا ترهګرۍ ضد مرکز مشر هولمګرین اسوشیټیډ پریس سره په خبرو کې ویلي، چې داعش خراسان ډله چې د لویو بریدونو مسووله ده، په افغانستان کې مېشته ده. نوموړی په ټینګار سره وايي، یاده ډله د خپلو عملیاتي وړتیاوو له امله د امریکا لپاره یو دوامداره ګواښ دی.

د امریکا ترهګرۍ ضد مرکز مشر هولمګرین وايي، چې امریکا باید د مخ پر وده ترهګریز ګواښ په اړه ډاډه نه و اوسي.

نوموړي له اسوشیټیډ پریس سره په یوه تازه مرکه کې له بهر څخه امریکا ته د ګواښونو په اړه په افریقا کې د القاعدې د منسجموالي، د اسراییل او حماس جګړو، روسیې او اوکراین جګړې، سوریه کې د بشارالاسد حکومت پرځیدو په اړه ږغیدلی دی.

هولمګرین وویل:«موږ په داسې دور کې یو چې موږ د لوړ ګواښ چاپیریال سره مخ یو. موږ تیر کال ورسره مخ وو. موږ به په ۲۰۲۵ کې بیا ورسره مخ شو.»

نوموړې امریکا ته یو ستر ګواښ په افغانستان کې مېشته داعش ډله بولي او وایي چې دا ډله د لویو بریدونو مسووله ده، لکه د ۲۰۲۱کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر برید. هغه زیاتوي، «تر ټولو قوي بهرنی ګواښ چې متحده ایالات اوس مهال ورسره مخ دي په افغانستان کې د دې ډلې ملګري دي، چې د اسلامي دولت - خراسان په نوم پیژندل کیږي».

نوموړی وايي، د مسکو په یوه سینما کې هم دې ډلې برید وکړ. هولمګرین ټینګار کوي چې داعش خراسان ډله د خپلو عملیاتي وړتیاوو له امله د امریکا لپاره یو دوامدار ګواښ دی، په ځانګړي ډول د افغانستان بې ‌ثباتۍ ته په کتو سره چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د سخت دریځو ډلو لپاره یو خوندي ځای ګرځېدلی.

دی اندیښنه څرګندوي چې افغانستان ممکن یو ځل بیا د ترهګرۍ مرکز شي، په داسې حال کې چې د امریکا څارنه په دې سیمه کې کمزورې شوې ده

هولمګرین د اسراییل او حماس او روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې هم د ګواښ د لوړوالي لامل بولي.

نوموړی وايي، د روسیې او اوکراین له جګړې څخه د ډله ییزې کډوالۍ له امله د مرکزي اسیا خلک، چې ځینې یې له اسلامي دولت ډلې سره اړیکې لري، د ترکیې، سوریې، عراق او حتا امریکا په ګډون هیوادونو ته کډوال شوي دي.

خو نوموړی وایی، تحریرالشام سني اسلامپاله ډله چې پخوا یې له القاعدې سره اړیکې درلودې، د امریکا د ګټو پر ضد یې دسیسه نه ده کړې.

سره له دې چې هولمګرین وايي، چې تحریر الشام ډلې د امریکا د ګټو پر ضد دسیسه نه ده کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تحریرالشام ډله د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې او له سختو بندیزونو سره هم مخ ده.

هولمګرین د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د تحریم الشام دا نوم به پاتې شي، په ځواب کې وویل، دا د یوې پالیسۍ پریکړه ده، « کله چې د ترهګرۍ ضد بحثونه راپورته کیږي، دوی غواړي په دې وخت کې د نړیوالې ټولنې په ښي خوا کې وګڼل شي. خو موږ به نه یوازې د دوی خبرې بلکې هغه اقدامات هم ارزوو چې دوی یې ترسره کوي.»

بل خوا د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین تېره اونۍ اسوشیټیډ پریس ته ویلي و، چې واشنګټن باید خپل ځواکونه په سوریه کې وساتی، څو د اسلامی دولت ډلې د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.

پر همدغه مهال امریکایي چارواکي د دې احتمال په اړه اندیښمن دي چې داعش ډله به د اسد د حکومت له خوا د پاتې شویو وسلو په ترلاسه کولو یا د هغو جنګیالیو د ډله ییز خوشې کولو له لارې چې اوس بندیان دي، ځواکمنه شي.

د ترهګرۍ ضد مرکز په امریکا کې د سپټمبر له یوولسمې پیښې وروسته جوړ شو چې د نړیوال تروریزم ګواښ په اړه معلومات او استخبارات راټول او تحلیل کړي.

هولمګرین په تېر جولای میاشت کې د دغې ادارې د سرپرست مشر په توګه وټاکل شو او ښایې د بایډن د حکومت په پای ته رسیدو سره له خپلي دندې لاس په سر شي.

د ایران د سوداګريزو چارو سلاکار: د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري ۸۴ سلنه لوړه شوې

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ایران د سوداګريزو چارو سلاکار حسین روستايي وایي، چې تېر میلادي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې ۸۴ سلنه زياتوالی راغلی. نوموړي ويلي، په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه درې میلیارده او ۱۹۷ میلیون ډالرو ته ورسېده.

په کابل کې د ایران د سوداګریزو چارو سلاکار حسین روستیايي له صدا او سیما خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د ایران او افغانستان په سوداګرۍ کې ۸۴ سلنه لوړوالی راغلی و.

نوموړي ویلي، چې تېر کال افغانستان له ایران نه درې میلیارده ۱۴۳میلیونه ډالره واردات کړي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یو میلیارد او ۷۱۴ ډالر و او په دې سره ۸۳ سلنه زياتوالي ښيي.

نوموړي له افغانستان نه ایران ته د صادراتو اړوند ويلي: «په ۲۰۲۴ کال کې ایران ته افغانستان د صاداراتو ارزښت ۵۴ میلیون ډالرو ته ورسېد، چې د تېر کال په پرتله ۱۱۶ سلنه زياتوالی ښيي».

حسین روستايي زیاتوي، چې افغانستان ته په صادارتو کې تېل، پټرول، ګازونه، نفتي مواد، هګۍ، سمنټ، المونیم ډبې، زراعتي او کرنيز توکي او یو شمېر نور مواد شامل وو.

هغه وايي، چې له افغانستان نه په وارداتو کې وربشې، جوار، کاني توکي، ډبرې، د اوسپنې محصولات، کرنيز توکي، پنبه، وچې مېوې، تخمونه، پسونه او نور بېلابيل توکي شامل وو.

د صدا او سیما اژانس د خبر له مخې، ایران وايي، افغانستان اوس مهال د ایراني صادارتي توکو لپاره پنځم لوی هېواد دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند هم ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې ایران د ګاونډيو او سیمې هېوادونو په منځ کې افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت اړیکو سلاکار: امریکايي وګړي ناحقه له طالبانو سره بندیان دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د سپینيی ماڼۍ د ملي امنیت اړیکو سلاکار جان کربي له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، د هغو امریکايي بندي وګړو په اړه یې له طالبانو سره هغه ډول خبرې کړې دي، لکه څنګه چې یې د امریکا خلک تمه لري. کربي وویل، پاکستان هېڅکله د متحده ایالاتو تخنیکي متحد نه و.

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت اړیکو سلاکار جان کربي د چار شنبې په ورځ له رسنیو سره د خبرو پرمهال له طالبانو سره د بندي امریکايي وګړو په اړه وویل، د هغو امریکايانو په اړه چې غیر عادلانه چلند ورسره کیږي، له طالبانو سره یې د امریکا د خلکو له تمو سره سمې وړ خبرې کړې دي.

نوموړي وویل:« زه نشم کولی [تفصیلات ورکړم]. خو زه یوازې دا وایم چې موږ له طالبانو سره لکه څنګه چې تاسې تمه لرئ او لکه څنګه چې د امریکایي خلکو تمه ده، مناسبه اړیکه نیولې ده، په ځانګړي ډول د هغو امریکایانو په اړه چې په ناحقه هلته بندیان دي. کور ته د هغوی د راوستلو لپاره زموږ هڅې هېڅکله نه دریږي، خو زه په دې اړه نورو جزئیاتو ته نه ځم»

جان کربي پر همدغه مهال له افغانستان څخه پاکستان ته ګواښ په اړه د یوه پاکستاني خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاکستان هیڅکله د امریکا تخنیکي ملګری نه و، خو له پاکستان سره یې د ترهګرۍ په له منځه وړو کې همکاري کړې ده.

کربي وایی، د پاکستان خلک لا هم د هغه ترهګریز تاوتریخوالي قرباني دي چې له کرښې ور پېښ دي.

نوموړي زیاته کړه:« لومړی لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ پاکستان هېڅکله د متحده ایالاتو تخنیکي متحد نه و. زموږ او پاکستان ترمنځ د اتحاد کوم تړون نه و. خو په وروستیو څو لسیزو کې موږ له پاکستان سره مناسبه همکاري کړې، څو له هغه ترهګریز ګواښ سره مبارزه وشي چې لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې دی». نوموړي زیاته کړه، « موږ په دې پوهیږو چې د پاکستان خلک لا هم له دې کرښې د ترهګریزو بریدونو قرباني کېږي. زموږ ژمنه ده چې له پاکستان سره ګډ کار وکړو څو له دې ګډو ګواښونو او ستونزو سره مبارزه وکړو. دا ژمنه نه ده بدله شوې او بدلېدونکې هم نه ده».

له طالبانو سره راین کوربییټ، جورج ګلیزمن او محمود حبیبی درې امریکايي وګړي بندیان دي.

د راپورونو له مخې، طالبانو له ګونتانامو زندان څخه د امریکايي وګړو د خلاصون په بدل کې د اسامه بن لادن د پخواني مرستیال محمد رحیم افغاني د خلاصون غوښتنه کړې ده.

بلال کريمي له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو لپاره له سره صلیب څخه د مرستو غوښتنه وکړه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۶ GMT+۰

په چين کې د طالبانو سفیر بلال کريمې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د سرمنشي له استازي څخه غوښتي، چې د ساړه ژمي په درشل کې له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو سره بشري مرستې وکړي.

په چين کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه ډلې سفير بلال کريمي د سره صلیب نړۍوالې کميټې د سرمنشي له استازي او د ختيځې اسیا لپاره د سیمه ييز پلاوي له مشر بلډاسرستېهلین سره په لیدنه کې د بشري مرستو او هڅو د پراختیا هيله ښودلې.

بلال کريمي په دې ناسته کې ویلي: « په افغانستان کې د ساړه ژمي په رارسېدو سره له پاکستان څخه په زور راېستل شوي افغان کډوال د سرپناه، روغتیا، تعلیم او د ماینونو د خطر اړوند عامه پوهاوي برخو کې پر وخت او لازمو مرستو ته ډېره اړتیا لري.»

د سره صلیب نړۍوالې کميټې استازي ویلي، چې د لیدنې موخه یې د افغانستان سره د چين د سيډکا ادارې او نورو نړۍوالو بشري سازمانونو همکارۍ او بشري مرستو تنظیممول دي.

ستېهلین ويلي، چې دوی په جګړه ځپلو هېوادونو کې فعالیت کوي او دا مهال په افغانستان کې د روغتیایي بنسټونو د تمويل او اورتوپيدي په برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي ويلي، چې د بندیزونو د لېري کېدو په تمه نه پاتې کېږي او مرستې يې بشري اړخ لري.

د یادولو ده، چې سور صلیب په افغانستان کې د ماین پاکۍ، خوراکي توکو، درملو، اوبو رسونې او روغتیا په برخه کې فعالیتونه کوي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې سږکال ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د اقلیم بدلون سربیره خوړو ته د لاسرسي محدودیتونو کورنیو ته د خوړو چمتووالي وړتیا کمه کړي ده.

که څه هم ملګري ملتونه وايي،‌ چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له میلیونونو کسانو سره مرستې کوي، خو یاد پروګرام څه موده وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې له بیوزلو سره د مرستې لپاره له ۷۰۰ ملیون ډالرو زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د چار شنبې په ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي دي، چې سږکال په افغانستان کې څه باندې پنځه سوه زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، د اقلیم بدلون سربیره خوړو ته د لاسرسي محدودیتونو کورنیو ته د خوړو چمتووالي وړتیا کمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د دغه سازمان د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې په ښوونځیو کې د ماشومانو لپاره د خوړو چمتو کولو ترڅنګ په میلیونونو خلکو ته مرستې چمتو کوي.

پر همدغه مهال څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې په روان ساړه ژمي کې د افغانستان میلیونونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړ دي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د لوږې او بیوزلۍ په اړه اندېښنه ښودلې او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د افغانانو لاسنیوي ته راودانګي.
څه موده وړاندې هم دغه بنسټ ویلي و چې په افغانستان کې پنځه میلیونه خلک په دې نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ له کومه کړي.

سره له دې چې په افغانستان کې خلک د لوږې او بېوزلۍ له سخت ناورین سره مخ دي، طالبان لا هم د هغو فرمانونو او بندیزونو په لګولو بوخت دي چې د نړیوالې ټولنې له خوا پرې نیوکې کیږي.
د طالبانو دغه دریځ نړیوالې بشري مرستې کمې کړې او خلک یې له کړاوونو سره مخامخ کړي دي.