• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلال کريمي له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو لپاره له سره صلیب څخه د مرستو غوښتنه وکړه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۴۰ GMT+۰

په چين کې د طالبانو سفیر بلال کريمې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د سرمنشي له استازي څخه غوښتي، چې د ساړه ژمي په درشل کې له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو سره بشري مرستې وکړي.

په چين کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه ډلې سفير بلال کريمي د سره صلیب نړۍوالې کميټې د سرمنشي له استازي او د ختيځې اسیا لپاره د سیمه ييز پلاوي له مشر بلډاسرستېهلین سره په لیدنه کې د بشري مرستو او هڅو د پراختیا هيله ښودلې.

بلال کريمي په دې ناسته کې ویلي: « په افغانستان کې د ساړه ژمي په رارسېدو سره له پاکستان څخه په زور راېستل شوي افغان کډوال د سرپناه، روغتیا، تعلیم او د ماینونو د خطر اړوند عامه پوهاوي برخو کې پر وخت او لازمو مرستو ته ډېره اړتیا لري.»

د سره صلیب نړۍوالې کميټې استازي ویلي، چې د لیدنې موخه یې د افغانستان سره د چين د سيډکا ادارې او نورو نړۍوالو بشري سازمانونو همکارۍ او بشري مرستو تنظیممول دي.

ستېهلین ويلي، چې دوی په جګړه ځپلو هېوادونو کې فعالیت کوي او دا مهال په افغانستان کې د روغتیایي بنسټونو د تمويل او اورتوپيدي په برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي ويلي، چې د بندیزونو د لېري کېدو په تمه نه پاتې کېږي او مرستې يې بشري اړخ لري.

د یادولو ده، چې سور صلیب په افغانستان کې د ماین پاکۍ، خوراکي توکو، درملو، اوبو رسونې او روغتیا په برخه کې فعالیتونه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: افغانستان کې سږکال ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د اقلیم بدلون سربیره خوړو ته د لاسرسي محدودیتونو کورنیو ته د خوړو چمتووالي وړتیا کمه کړي ده.

که څه هم ملګري ملتونه وايي،‌ چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له میلیونونو کسانو سره مرستې کوي، خو یاد پروګرام څه موده وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې له بیوزلو سره د مرستې لپاره له ۷۰۰ ملیون ډالرو زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د چار شنبې په ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي دي، چې سږکال په افغانستان کې څه باندې پنځه سوه زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، د اقلیم بدلون سربیره خوړو ته د لاسرسي محدودیتونو کورنیو ته د خوړو چمتووالي وړتیا کمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د دغه سازمان د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې په ښوونځیو کې د ماشومانو لپاره د خوړو چمتو کولو ترڅنګ په میلیونونو خلکو ته مرستې چمتو کوي.

پر همدغه مهال څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې په روان ساړه ژمي کې د افغانستان میلیونونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړ دي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د لوږې او بیوزلۍ په اړه اندېښنه ښودلې او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د افغانانو لاسنیوي ته راودانګي.
څه موده وړاندې هم دغه بنسټ ویلي و چې په افغانستان کې پنځه میلیونه خلک په دې نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ له کومه کړي.

سره له دې چې په افغانستان کې خلک د لوږې او بېوزلۍ له سخت ناورین سره مخ دي، طالبان لا هم د هغو فرمانونو او بندیزونو په لګولو بوخت دي چې د نړیوالې ټولنې له خوا پرې نیوکې کیږي.
د طالبانو دغه دریځ نړیوالې بشري مرستې کمې کړې او خلک یې له کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

امیرخان متقي: نړیوالې مرستې دې د افغانانو له اړتیاوو او لومړیتوبونو سره سمې ووېشل شي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د څلورمې ناستې پر مهال ویلي، چې د مرستو د همغږۍ پیاوړتیا لپاره دې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي میشتېدو، بدیل معیشت، د اقلیمي بدلون برخه کې نړیوالو مالي صندوقونو ته د افغانستان لاسرسي ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن چار شنبه د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د مشرتابه کچې څلورمه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي ثبات، روغتيا او تغذيې، تعليم، اقتصاد، غذايي امنيت او کرنې، له مخدره موادو سره مبارزې، اقليمي بدلون او اوبو، کډوالو او داخلي بې ځايه کېدنې او د تصميم نيونې لپاره د اړينو احصايو او مرستو په اړه بحث شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یادې ناستې پرمهال وویل، د دې لپاره چې له نړيوالو مرستو اعظمي استفاده وشي، په کار ده چې د مرستو وېش د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيار شي او په دې برخه کې روانه همغږي نوره هم پياوړې شي.

نوموړي وویل، « له ګاونډيو هيوادونو د راستنېدونکو هيوادوالو دايمي ميشتول، کروندګرو ته د مخدره موادو بديل معيشت برابرول، د اقليمي بدلون په برخه کې نړيوالو مالي صندوقونو ته د افغانستان لاسرسی او په اړوندو فورمونو کې د افغانستان استازيتوب يقيني کول، د روغتيايي سکتور حمايه، په ځانګړې توګه د سرطان د درملنې د ملي مرکز تجهيز د افغانستان له لومړيتوبونو سره سم د ماين پاکۍ برخې ته توجه کول مهم دي»

امیر خان متقی د ملګرو ملتونو ادارو څخه غوښتنه کوي، چې له افغانستان سره د مرستو ډول دې له بشري څخه نیمه پرمختیايي او انکشافي هغو ته واړوي. نوموړی وايي، «هڅه دې وشي چې مرستې د کار په بدل کې او په اوږدمهالو زيربنايي سيستمونو ولګول شي. هڅه دې وشي چې د امکان تر حده له داخلي توليداتو او داخلي مارکېټ څخه استفاده وشي تر څو د مرستو مثبت اغېز نور هم زيات کړل شي.»

امیرخان متقي وايي، اوسنۍ ادارې له خپله اړه اړخه د اقتصادي ثبات په برخه کې د خصوصي سکتور د ودې او هڅونې لپاره کار کړی دی. هغه وویل، «په دغو نږدې وختونو کې د صنعتي پارکونو لپاره ۳۲زره هکتاره ځمکه ځانګړې شوې، ډېر کوچني کاروبارونه له ماليې بيخي معاف شوي او په عموم کې د ماليې اندازه د پخوا په پرتله په پام وړ توګه ټيټه شوې. د افغانۍ ثبات ساتل شوی. د کاروبارونو د تمويل لپاره د کوچنيو پورونو پنځو ادارو ته جواز ور کړل شوی او پنځه نور جوازونه تر کار لاندې دي».

په دې ناسته کې امیرخان متقي په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، قاچاق او کارونې پر ضد مبارزه، او د مخکېنيو معتادينو درملنه له خپلو لاسته راوړنو بللې ده، خو د راپورونو له مخې، لا هم په سوېلي ولایتونو کې په ازاده توګه د نشه یې توکو پیر، پلور او قاچاق ترسره کیږي.

د متقي په خبره، د اقليمي بدلون، اوبو مديريت، کرنې او غذايي امنيت په برخه کي لويې پروژې د تطبيق په حال کې دي، «سږ کال له داخلي بودجې څخه د څه باندې ۴۰۰چک ډمونو جوړولو کار روان دی چې تر نیمایي زیات جوړشوي دي او د پاتې هغو به هم په څو مياشتو کې کارونه بشپړ شي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، د مرستندویه ادارو له لوري د مرستو د دوام په موخه د همکارۍ، روڼوالي او امنیت په برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

که څه هم طالبان نړیوالو مرستندویه ادارو ته د مرستو د دوام لپاره د همکارۍ ژمنه ورکوي، خو تر ډیره پر دې ډلې نیوکه کیږي، چې د مرستو د وېش په برخه کې پراخ فساد او د مرستندویه ادارو په چارو کې پراخه لاس وهنه کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر له خپلو ډېپلوماتانو وغوښتل چې نړیوالو ته ددوی ښه ووايي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنفي په قطر کې د دې ډلې له نوي ټاکل شوي سفير سهیل شاهین څخه وغوښتل، چې د نړيوالو ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د دوی فعالیتونه خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونيسي. طالب وزير ویلي، چې موخه يې «د اسلامي شریعت پلي کول او ټولنيز بدلون راوستل دي.»

د طالبانو امربالمعروف وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خالد حنفي د خپل کار په دفتر کې له سهيل شاهین سره په لیدنه کې ټينګار کړی، چې د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د دغه وزارت رښتیني مالومات خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

په دې لیدنه کې سهیل شاهین ويلي، چې «مغرضې بهرنۍ استخباراتي کړۍ» هڅه کوي، چې د امربالمعروف وزارت ناسم انځور تر نړيوالو ورسوي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې له خپل موقف او اړیکو په استفادې به د دغه وزارت رښتینی انځور تر نړۍ رسوي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ددې ډلې د امربالمعروف وزارت په بېلابيلو برخو کې تر ټولو سخت بنديزونه لګولي.

ښځې او نجونې يې له يوازې تګ، کار کولو، تفریح، زده کړو، په لوړ غږ خبرو، له محرم پرته ګرځېدو منع کړې دي.

دې ډلې پر رسنیو بنديزونه لګولي او هره ورځ پر لویو لارو او بازارونو کې ځوانانو ته د ږيرې پرېښودو او وېښتانو کممولو سپارښتنې کوي.

په ډېرو سيمو کې يې ځوانان د موسیقي اورېدو په خاطر وهلي او زنداني کړي هم دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان په ټولو ولایتونو کې ګرځنده ګزمې کوي، خلک تعقيبوي او د خلکو چلند او کړنې څاري.

محتسبان ادعا کوي چې دوی د «اسلامي شریعت» له مخې ټولنه اصلاح کوي.

ډېرو اسلامي هېوادونو، د بشري حقونو اړوند سازمانونو د طالبانو پر سرغړونو نيوکې کړې او له دې ډلې يې غوښتي، چې له خلکو سره له سخت چلنده لاس واخلي.

روسیه « د افغانستان څلور اړخیزه ډله» کې د هند شاملول غواړي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۷ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په څلور اړخیزه ډله کې چې دا مهال روسیه، چین، پاکستان او ایران پکې ګډون لري، د هند د شاملېدو غوښتنه وکړه. لاوروف وايي، په دې ډله کې د هند ګډون به د افغانستان د ثبات لپاره مهم ګام وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶) په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې« زه غواړم دا یادونه وکړم په داسې حال کې چې دا سازماني تدابیر مهم دي، د شانګهای همکارۍ سازمان دننه د باور پیاوړي کول، په ځانګړې توګه په هغه فرمټ کې چې اوس د افغانستان په اړه کار کوي (روسیه، چین، پاکستان، ایران)، نور هم ډېر مهم دی. موږ په دې باور یو چې د هند ګډون به سم ګام وي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له کنفرانس وروسته د لاوروف د خبري غونډې بشپړ متن پر خپله پاڼه خپور کړ.

لاوروف وویل، « د شانګهای همکاري سازمان او د افغانستان اړوند فرمټونه، لکه د افغانستان په اړه د مسکو فرمټ، نور اضافي پلیټفارمونه دي چې پاکستان، هند او چین ته ډېر امکانات ورکوي چې له یو بل سره اړیکه ونیسي، هڅه وکړي یو بل ښه درک کړي، هغه پوښتنې وکړي چې هغوی اندېښمنوي او ځوابونه ترلاسه او تحلیل کړي».

د «افغانستان څلور اړخیزه ډلې» وروستۍ ناسته د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه شوې وه. په دې غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د دفاع وزیر محمد اصف ګډون درلود.

د غونډې له پای وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د «ملي واکمنۍ، سیاسي خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا» د ملاتړ غوښتنه وشوه.

شانګهای یو وخت د افغانستان لپاره تماس ډله لرله چې د هند په ګډون ټول غړي پکې شامل وو، خو دغه ډله د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې غیرفعاله شوې ده.

هند د چابهار بندر په پرمختګ کې هم پراخې پانګونې کړې دي
100%
هند د چابهار بندر په پرمختګ کې هم پراخې پانګونې کړې دي

د ترهګرۍ ضد ګډې هڅې

لاوروف په څلور اړخیزه ډله کې د هند غړیتوب داسې وخت وړاندیز کوي چې د روسیې او پاکستان اړیکې هم تودې شوې دي.

لاوروف وویل، « موږ د تیرو څو لسیزو په پرتله له پاکستان سره په تر ټولو ښه پړاو کې یو».

نوموړي پاکستان «د ترهګرۍ قرباني» وباله او ویې ویل چې د اسلام‌اباد لپاره ترهګرۍ ضد جګړه هغه وخت ممکنه ده چې د خپلو افغان ګاونډیانو، هند او د شانګهای همکارۍ سازمان له ټولو غړو سره ګډې هڅې وکړي.

لاوروف زیاته کړه، « ګڼ شمېر پروژې دي، هغه پروژې هم پکې شاملې دي چې د شوروي دورې په ترڅ کې د پاکستاني اقتصاد لپاره جوړې شوې وې او اوس بېرته بیا رغول کېږي».

لاوروف زیاته کړه، « ترهګرۍ ضد جګړه د هڅو د یوځای کولو غوښتنه کوي، له خپلو افغان ګاونډیو، له هند او د شانګهای همکاري سازمان له ټولو غړو سره، ځکه منځنۍ اسیا، افغانستان او پاکستان د "بدو خلکو" له خوا د خپلو جنایي پلانونو د پلان کولو او پليتابه لپاره کارول کېږي».

هند په افغانستان کې خپله ښکیلتیا ډېروي

د لاوروف څرګندونې داسې مهال دي، چې هند په کابل کې د طالبانو له حکومت سره خپله ښکېلتیا زیاته کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وکرم میسري تازه په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل او پر بشري همکاریو، چابهار بندر او سیمه ‌ییزو اړیکو یې خبرې وکړې.

هند لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې د مسکو فورم په چوکاټ کې له طالبانو سره خبرې وکړې، چې د دغه هېواد دوو پخوانیو ډیپلوماټانو، امر سینها او ټي سي ای راګاوان یې استازیتوب کاوه.

هند تر دې دمه افغانستان ته پراخې مرستې استولې، چې ۵۰ زره متریک ټنه غنم، ۳۰۰ ټنه درمل، د زلزلې مرستو اړوند۲۷ ټنه توکي، ۱.۵ میلیونه کوویډ ۱۹واکسین ډوزونه پکې شامل دي.

شانګهای  یو وخت د افغانستان لپاره تماس ډله لرله چې د هند په ګډون ټول غړي پکې شامل وو، خو دغه ډله د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې غیرفعاله شوې ده.
100%
شانګهای یو وخت د افغانستان لپاره تماس ډله لرله چې د هند په ګډون ټول غړي پکې شامل وو، خو دغه ډله د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې غیرفعاله شوې ده.

د سیمې ډیپلوماسي او د سوداګرۍ فرصتونه

لاوروف وړاندیز وکړ چې هند او پاکستان خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

هغه "مسکو فورم" د یوه مناسب پلاتفورم په توګه یاد کړ، چې د دوی ترمنځ د تفاهم ښه کولو لپاره کار وکړي. نوموړي وویل، « هغوی کولای شي خپلې اندېښمنوونکې پوښتنې مطرح کړي او ځوابونه وغواړي. موږ به د دې لپاره خپلې هڅې وکړو، ځکه دا د سیمې په ګټه ده».

هند د چابهار بندر په پرمختګ کې هم پراخې پانګونې کړې دي. دا بندر د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز مسیر دی، چې د پاکستان له لارې تېرېدو اړتیا له منځه وړي او سیمه ‌ییز اتصال ته وده ورکوي.

د بشري مرستو د مصرف په اړه دین محمد حنیف او روزا اوتنبایوا سره خبرې وکړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د سې شنبه په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتنبایوا سره وکتل.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د "بشري مرستو د اغېزمن او شفاف تطبیق" په اړه خبرې شوې دي.

له دې کتنې سره هم مهاله ملګرو ملتونو د دوحې د غونډې د پرېکړې پر بنسټ یوه اقتصادي کاري ډله جوړه کړې، چې موخه یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د اقتصادي مرستو همغږي کول دي.

په دې کاري ډله کې د ۲۵ هېوادونو او یوولسو نړۍوالو سازمانونو استازي غړيتوب لري، چې په کې د طالبانو د ادارې د پنځو وزارتونو او د افغانستان د سوداګریز سکټور څلور استازي ګډون لري.

د طالبانو د اقتصاد وزیر د دغه سازمان استازې ته ویلي، چې د نړۍ مالي مرستې باید د متوازن انکشاف په ټینګار سره د خلکو د اقتصادي اړتیاوو او پراختیایي لومړیتوبونو له مخې ولګول شي.

هغه ویلي، چې هېوادونه بايد د افغانستان د کرنې او مالدارۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا، د خوراکي توکو د خونديتوب، د کوچنيو سوداګريو، تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخو کې ملاتړ وکړي.

د طالبانو یاد وزیر هیله من دی، چې دغه مرستې به په افغانستان کې کاري فرصتونه پیدا کړي او فقر به کم کړي.

خو غربي هېوادونه چې د مرستو اصلي تمویل کوونکي دي، یوازې په افغانستان کې د لوږې د خلاصون په څېر بېړنیو اړتیاوو ته رسېدګي کوي او د طالبانو له حکومت سره په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې همکاري نه کوي.

د طالبانو د حکومت د مشروعیت نشتوالی او د مرستندویه هېوادونو غوښتنو ته د دغې ډلې بې غوري په افغانستان کې د دې لامل شوی، چې دغه هېوادونه په افغانستان کې پراختیایي مرستو ته لېوالتیا ونه ښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان اوسمهال له سخت بشري ناورین سره مخ دی.

د نړۍوالو بنسټونو د راپور له مخې، په دغه هېواد کې تر ۲۳ مېلیونو ډېر خلک پر بشري مرستو متکي دي.