د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د اوبو کمښت د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت، د نفوس د چټک زیاتوالي او د ځمکې لاندې اوبو د ټیټېدو له امله لاپسې ډېر شوی دی.
ډېری کورنۍ اړې دي، چې یا له ناپاکه اوبو استفاده وکړي او یا د اوبو د موندلو لپاره اوږد مزل وکړي چې تر ټولو ډېر بار یې د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی. په ښارونو لکه کابل، مزارشریف او کندهار کې هم ورته ستونزې شته، چې خلک ورځ تر بلې شخصي څاګانو او د اوبو ټانکرونو ته اړ کېږي.
په کندهار کې د یوې سیمې مشر فضل الرحمان وايي: «اوبه زموږ د ټولنې تر ټولو ستره ستونزه ده. ما خپله ۸۶ متره ژوره څاه وکېندله؛ خو کافي اوبه پهکې ونه موندل شوې. ډېری کورنۍ د دې وس نهلري، چې خپله څاه وکېندي».
هغه زیاتوي: «ماشومان اړ دي، چې خپلې زدهکړې پرېږدي او د اوبو راوړلو لپاره اوږد مزل وکړي. سهار ځي او مازیګر راګرځي؛ خو یوازې څو لوښي اوبه راوړي، چې د کور اړتیاوې نه پوره کوي».
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، د اوبو کمښت د کرنې سکتور هم اغېزمن کړی چې له امله یې د خوړو تولید کم شوی او د خوارځواکۍ او ناروغیو ګواښ زیات شوی دی. په همدې حال کې دغه ادارې په ۲۰۲۵کال کې په کندهار او هرات کې د اوبو رسولو د ښهوالي لپاره پروژې پیل کړې دي.
په کندهار کې د اوبو د شبکې پراختیا او د لمریزې برېښنا پرمټ د پمپونو فعالولو پروژه شاوخوا ۱۰۶زره کسانو ته د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابروي. د دغه ادارې یو انجنیر احمد نوري وايي: «د دغه پروژې موخه دا ده، چې هغو زیانمنو ټولنو ته پاکې او دوامداره د اوبو سرچینې برابرې شي چې تر دې مخکې یې ورته لاسرسی نهلاره».
په هرات کې هم د اوبو د پمپونو د نوي کولو له لارې تر ۴۰۰زرو زیاتو اوسېدونکو ته د اوبو رسونه ښه شوې ده. د هرات یو اوسېدونکی محمد محمدي وايي: «دلته اوبه کمې دي او د څاګانو اوبه تروې دي. موږ اړ یو، چې د څښاک اوبو لپاره اوږد مزل وکړو».
راپور ټینګار کوي، چې یوازې بشري مرستې د دغه ناورین د حل لپاره بسنه نهکوي؛ بلکې د اوبو د زېربناوو پراختیا، اغېزمن مدیریت او د سرچینو ساتنه د دوامداره حل لپاره اړین دي. د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې د سره صلیب د پروګرامونو له لارې تر ۹۰۰زره ډېرو کسانو ته د اوبو لاسرسی ښه شوی، خو لاهم مېلیونونه افغانان د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.