د روغتیا نړۍوال سازمان: په سوډان کې پر روغتون برید کې ۶۴ کسان وژل شوي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د سوډان په ختیځ دارفور کې پر یوه روغتون په خونړي برید کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او د روغتون ټول تاسیسات په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د سوډان په ختیځ دارفور کې پر یوه روغتون په خونړي برید کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او د روغتون ټول تاسیسات په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس تېدروس ادهانوم ګېبریسوس د شنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په سوډان کې پر یوه ملکي روغتون برید کې د ماشومانو، ناروغانو او طبي کارکوونکو په ګډون ۶۴ کسان وژل شوي دي.
نوموړي ویلي، چې یاد برید د جمعې په ورځ د ارفور پر «الضعین» تدریسي روغتون ترسره شوی او د روغتون تاسیسات په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوي دي.
د نړۍوال روغتیا سازمان عمومي رییس دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې پر یاد روغتون تر برید وروسته په ښار کې د اړینو طبي خدماتو د بشپړ درېدلي دي.نوموړي یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې په جګړو کې روغتونونه او طبي کارکوونکي باید خوندي وساتل شي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوت کوپر اعلان وکړ، چې لندن لا هم د ایران پر وړاندې د دفاعي اقداماتو ملاتړ کوي، خو ټینګار یې وکړ چې برېتانیا په دې جګړه کې ښکېله نهده.
د سکاینیوز د راپور لهمخې، کوپر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا برېتانیا به دې جګړې ته ننوځي، وویل: «موږ به د ایران د غېرمسوولانه ګواښونو پر وړاندې دفاعي ملاتړ ته دوام ورکړو، خو په یرغلیزو اقداماتو کې نه ښکېل یو او نه به هم ښکېل شو او هیله لرو چې ژر تر ژره د دې وضعیت لپاره حل لاره وموندل شي».
هغې ټینګار وکړ، چې برېتانیا به په یوې پراخې جګړه کې ښکېله نهشي او زیاته یې کړه: «موږ باور لرو چې باید ژر تر ژره داسې حللاره وموندل شي چې د برېتانیا له ملي ګټو سره برابره وي او هم د سیمې د ثبات ملاتړ وکړي».
کوپر یو ځل بیا په سیمه کې د اسلامي جمهوریت پر بریدونو او پر نړۍوالو سمندري لارو د هغه پر بریدونو نیوکه وکړه.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوت د نړیوال تروریزم شاخص په اړه په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ، چې پاکستان د لومړي ځل لپاره له ترهګرۍ څخه د اغیزمنو هیوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی. د راپور له مخې، پاکستان تیر کال تر ټولو ډیر د ترهګریز بریدونو شاهد و.
یاد سازمان وايي چې د ترهګرو ډلو په فعالیت کې د پام وړ زیاتوالی په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیرته راستنېدو پایله ده.
راپور وايي، چې د داعش ډله په نړۍ کې تر ټولو وژونکې ترهګریزه ډله پاتې ده، که څه هم د دوی د فعالیت ساحه له ۲۲ څخه ۱۵ هیوادونو ته راټیټه شوې ده. همدارنګه، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین، تحریک طالبان پاکستان او الشباب ډلې د تر ټولو خطرناکو ترهګرو ډلو په توګه بلل شوي دي.
د راپور له مخې، د ترهګرۍ له امله نږدې ۷۰سلنه مرګونه یوازې په پنځو هیوادونو پاکستان، بورکینا فاسو، نایجریا، نایجر او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې ثبت شوي دي.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ټینګار کړی«د لومړي ځل لپاره، پاکستان په شاخص کې تر ټولو لوړه نمره ترلاسه کړې او هغه هیواد شو چې له ترهګرۍ څخه تر ټولو ډیر زیانمن شوی دی. دا په ترهګریزو فعالیتونو کې د چټک زیاتوالي وروسته دی، چې په جزوي ډول په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو سره تړاو لري.»
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان له ګاونډیو سره د اړیکو خرابوالی، د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان ازادۍ پوځ لخوا د بریدونو زیاتوالي سره یوځای، جدي امنیتي ګواښونه رامینځته کړي دي.
راپور زیاته کړې، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبلې کچه له ۲۰۱۳ راهیسې خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ده. پاکستان په ۲۰۲۵ کې ۱،۱۳۹ مړینې او ۱،۰۴۵ ترهګریزې پیښې ثبت کړې.
دا د ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان تر ټولو مرګونی کال دی. د راپور له مخې، پاکستان یوازینی هیواد دی چې وضعیت یې په ۲۰۲۵ کې خراب شو. تر ټولو ډیر بریدونه په دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
همدارنګه، د لومړي ځل لپاره د شاخص له پیل راهیسې، افغانستان د ترهګرۍ له امله د زیانمنونکو لسو غوره هیوادونو په ډله کې نه و.
په همدې حال کې دغه سازمان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو کمیدل په هیواد کې د سولې یا د تاوتریخوالي پای ته رسیدو معنی نلري.
راپور وايي چې شاخص د حکومتونو لخوا ځپونکي اقدامات یا د دولتي چارواکو لخوا تاوتریخوالی په پام کې نه نیسي؛ له همدې امله، د طالبانو رژیم لخوا ترسره شوي اقدامات په دې ارزونه کې نه شمېرل کیږي.
امريکايي څېړونکو موندلې، چې لوستل، ليکل او يا د يوې يا دوو ژبو زدهکړه کولای شي د عقل د زوال (ډيمينشيا) خطر نږدې ۴۰ سلنه راکم کړي. اټکل کېږي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۰ ميليونو ته ورسېږي.
کارپوهان وايي، دا موضوع د هرې ټولنې، هېواد او وچې لپاره د روغتيا او ټولنيزو خدمتونو پر سيستمونو يو لوی او په چټکۍ سره زياتېدونکی ګواښ دی.
امريکايي څېړونکو دا هم موندلې، چې د ژوند په اوږدو کې په ذهني پاروونکو فعاليتونو کې ګډون لکه لوستل، ليکل يا د نوې ژبې زدهکړه د الزايمر ناروغۍ، چې د عقل د زوال تر ټولو عام ډول دی، د خطر په کمېدو او د ادراکي کمزورۍ د بهير په ورو کېدو پورې تړاو لري.
د دې څېړنې ليکوالې اندريا زاميت چې د شيکاګو د راش پوهنتون له طبي مرکز سره تړاو لري وويل، چې دا څېړنه ښيي د عمر په لوړو پړاوونو کې ادراکي روغتيا «په کلکه» د ذهني پاروونکو چاپېريالونو تر اغېز لاندې وي. هغې وويل: «زموږ موندنې هيلهبښونکې دي او ښيي چې د ژوند په اوږدو کې په بېلابېلو ذهني پاروونکو فعاليتونو کې پرلهپسې ګډون کولای شي اغېزناک تمام شي».
د زاميت په وينا، هغه عامه پانګونې چې خلکو ته د داسې چاپېريالونو لاسرسی برابروي لکه کتابتونونه او لومړني تعليمي پروګرامونه چې موخه يې د ټول عمر لپاره له زدهکړې سره مينه پيدا کول دي چې کېدای شي د عقل د زوال د خپرېدو په کمولو کې مرسته وکړي.
څېړونکو شاوخوا ۲ زره کسان، چې عمرونه يې ۸۰ کلونو ته رسېدل او د څېړنې په پيل کې د عقل له زواله خوندي وو، وڅېړل. دغه کسان په منځني ډول د اتو کلونو لپاره ارزول شوي دي. څېړونکو د دوی د ژوند درې پړاوونه د ذهني فعاليتونو او د زدهکړې د سرچينو له اړخه وڅېړل.
لومړی پړاو تر ۱۸ کلنۍ مخکې:
په دې پړاو کې د ګډونوالو تجربې وڅېړل شوې؛ دا چې څومره ورته کتابونه لوستل کېدل، دوی خپله څومره لوستل کول، ايا په کور کې ورځپاڼو ته یې لاسرسی درلود او ايا په پنځو کلونو کې يې کومه بهرنۍ ژبه زدهکړې وه که نه.
دوهم پړاو منځنی عمر:
په دې پړاو کې د مجلو، قاموسونو او د کتابتونونو د کارتونو موجودیت وڅېړل شول او دا هم چې هغوی څو ځله موزيمونو يا کتابتونونو ته تللي دي.
درېيم پړاو ډېر عمر شاوخوا ۸۰ کلني:
په دې پړاو کې د لوستلو، ليکلو او لوبو کولو اندازه او همدارنګه د عايد حالت (لکه تقاعدي معاش او نورې سرچينې) وڅېړل شوې.
څېړونکو ګډونوال په دوو ډلو ووېشل: هغه کسان چې د ژوند په اوږدو کې يې ډېر ذهني فعاليت درلود او هغه کسان چې لږ فعاليت يې درلود. پايلو وښوده چې په لوړې ذهني فعاليت لرونکې ډله کې ۲۱ سلنه کسان پر الزايمر اخته شول، خو په ټيټې فعاليت لرونکې ډله کې دا کچه ۳۴ سلنه وه».
د عمر، جنسيت او زده کړو په څېر عواملو له په پام کې نيولو وروسته څرګنده شوه، چې د ژوند په اوږدو کې زيات ذهني فعاليت د الزايمر خطر ۳۸سلنه راکموي او د سپک ادراکي اختلال خطر ۳۶ سلنه کموي.
همدارنګه، د ناروغۍ د پيل وخت هم توپير درلود. هغه کسان چې لوړه ذهني فعالتيا يې لرله په منځني ډول په ۹۴ کلنۍ کې پر الزايمر اخته شوي، خو په ټيټې فعاليت لرونکو کې دا عمر ۸۸ کاله وو.
د سپک ادراکي اختلال په اړه هم ورته حالت و؛ لوړ فعاليت لرونکي کسان شاوخوا په ۸۵ کلنۍ کې پرې اخته شوي، په داسې حال کې چې ټيټ فعاليت لرونکي کسان په ۷۸ کلنۍ کې ورسره مخ شوي دي.
څېړونکو هغه ګډونوال هم وڅېړل چې د څېړنې پر مهال مړه شوي او بیا د هغوی پر جسدونو هم څېړنه شوې. هغه کسان چې د ژوند په اوږدو کې يې لوړه ذهني فعالتيا لرله، د حافظې او فکري مهارتونو له پلوه پياوړي وو او له مړينې مخکې يې د ادراکي کمزورۍ بهير ورو و.
ترکيې د سوريې په سوېل کې د اسرایيل وروستی بريد، چې پوځي بنسټونه يې په نښه کړي، «د تاوتريخوالي خطرناکه زياتوالی» بللی او په کلکه يې غندلی دی. انقرې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې خپله دنده ترسره کړي او د دغو بريدونو د سملاسي درولو غوښتنه يې کړې ده.
ترکیې همداراز ټينګار کړی، چې دا کړنې له نړيوالو قوانينو، د سوريې له ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره سرغړونه ده.
ترکيې دا هم ويلي، چې د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلتون تړون پلي کېدل ډېر ارزښت لري او زياته کړې يې ده، چې دا هېواد به د سوريې د دولت او خلکو تر څنګ ولاړ وي، څو د يووالي، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا پر بنسټ تلپاتې ثبات او امنيت ته ورسېږي.
بل لور ته، اسراییل ويلي، چې دا هوايي بريدونه يې په سوېدا ولايت کې پر دروزي ملکي وګړو د بريد په غبرګون کې کړي دي. د اسراییل پوځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سوريې د پوځ اړوند د قوماندې يو مرکز او د وسلو زېرمتونونه يې په نښه کړي دي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې اسرایيل به «په سوريه کې دروزي وګړو ته زيان ونه زغمي» او د هغوی د ساتنې لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
د سوريې د بهرنيو چارو وزارت بیا دغه بريدونه «د سوريې پر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره تېری» بللی او د اسرایيل دليلونه يې «کمزوري او جوړې شوې پلمې» ګڼلي دي.
د بشري حقونو څار اداره وایي، د هنګري چارواکي باید د دغه هېواد خاورې ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د داخلېدو په صورت کې هغه ونیسي. د دې ادارې په وینا، ټاکل شوې چې نتنیاهو د مارچ په ۲۱مه یعنې سبا هنګري ته سفر وکړي او هلته به د محافظهکارانو په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د هنګري ملي ټاکنې د اپرېل په ۱۲مه ترسره کېږي.
د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۱مه د نتنیاهو او د اسراییل د پخواني دفاع وزیر یوآو گالانت د نیولو حکم صادر کړی دی. پر دوی تور دی، چې د غزې په تړانګه کې یې جنګي جرمونه او د بشریت پر ضد جرمونه ترسره کړي دي. دغه دواړه اوس هم د دې محکمې له نظره تښتېدلي بلل کېږي، او د یادې محکمې غړي هېوادونه مکلف دي، چې د دوی خپل قلمرو ته د داخلېدو په صورت کې هغوی ونیسي.
د بشري حقونو د څار ادارې د نړیوال عدالت څېړونکې، الیس اوتین ویلي، که څه هم هنګري د جرمونو له نړۍوالې محکمې څخه د وتلو هڅه کړې، خو لا هم د دې محکمې غړی هېواد دی او باید خپلې قانوني ژمنې پوره کړي، چې په کې د تعقیب لاندې کسانو نیول هم شامل دي.
د هغې په خبره، د دغو ژمنو له پامه غورځول به د فلسطین په قضیه کې د جدي جرمونو عاملینو ته د معافیت زمینه برابره کړي او یو ځل بیا به قربانیان له عدالت څخه بېبرخې کړي.
دغه اداره زیاتوي، چې د نتنیاهو پلان شوی سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې پوځي کړکېچ زیات شوی دی. په دې کې پر ایران د اسراییل او امریکا پراخ هوايي بریدونه، د ایران غبرګونونه او همدارنګه په لبنان کې د اسراییل د بریدونو زیاتوالی شامل دي، چې د پراخو سیمو د عاجلې تخلیې له امرونو سره مل دي او د «جبري بېځایه کېدو» د جنګي جرم خطر یې زیات کړی دی.
د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې، اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې جنګي جرمونه، د بشریت پر ضد جرمونه او ان د نسلوژنې کړنې ترسره کړې دي. همدارنګه، پر بشردوستانه مرستو روان محدودیتونه د درملو، خوړو، اوبو او د بیا رغونې د وسایلو سخت کمښت رامنځته کړی دی.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشت کې هم نتنیاهو هنګري ته سفر کړی و، خو د دې هېواد چارواکو هغه ونه نیوه. له هغې وروسته، د ICC قاضیانو د جولای په میاشت کې اعلان وکړ، چې هنګري له دې محکمې سره د همکارۍ په برخه کې خپلې ژمنې نهدي پوره کړي او موضوع یې د غړو هېوادونو شورا ته راجع کړه.
همدارنګه، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د همدې سفر پر مهال اعلان کړی و، چې حکومت یې غواړي د روم له اساسنامې (چې د ICC بنسټیز تړون دی) ووځي. دا پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د جون په دویمه نېټه ملګرو ملتونو ته وسپارل شوه او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال په جون کې عملي شي. دغه اقدام په هنګري کې د حقوقپوهانو او مدني ټولنو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
د بشري حقونو څار ادارې له اروپايي ټولنې څخه هم غوښتي، چې په هنګري کې د قانون د حاکمیت د کمزوري کېدو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي. د دې ادارې په وینا، اروپايي بنسټونو تر اوسه د ICC د رول د کمزوري کېدو او د بنسټیزو ارزښتونو د نقض د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه نهدي پورته کړي.
په پای کې، دې ادارې ټینګار کړی، چې د اروپايي ټولنې مشران او د جرمونو نړیوالې محکمې غړي هېوادونه باید پر هنګري فشار زیات کړي، څو له دې محکمې د وتلو پرېکړه بېرته واخلي، خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او که نتنیاهو دې هېواد ته سفر وکړي، نو هغه ونیسي. د دې ادارې په خبره، د اروپايي اتحادیې چوپتیا او بېعملي کولای شي دا خطرناک پیغام ورکړي، چې ګواکې د بشري حقونو جدي سرغړونې په پټه توګه منل کېږي.