طالبان: په یوه اونۍ کې د نږدې ۷۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې هېواد ته د ۷۰ زره او ۸۶۲ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.