• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پولنډ کې افغان سفیر دنده پرېښوده او پرځای یې یو بل افغان ډېپلوماټ وګومارل شو

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰

په پولنډ هېواد کې د افغانستان سفارت یو مکتوب چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې ده، ښيي چې په دغه هېواد کې افغان سفیر طاهر قادري خپله دنده پرېښې او له دغه هېواده وتلی دی. د مکتوب له مخې، د قادري پرځای د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی عبدالحی حیدر ټاکل شوی دی.

په پولنډ کې د افغانستان سفارت د کونسلي برخې مسوول سید اسماعیل یوسفي په لاسلیک د روان کال د مرغومي پر ۲۷ مه یو مکتوب د افغانستان د سفارتونو او کونسلګریو شورا ته لېږلی دی.

په مکتوب کې راغلي چې د پولنډ لپاره د تېر جمهوري حکومت سفیر طاهر قادري دنده د روانې جنوري میاشتې پر ۱۴ نېټه پای ته رسېدلې ده.

په مکتوب کې د هغه د دندې پای ته رسېدو علت په کوربه هېواد کې د هغه نشتوالی او شخصی ستونزې یادې شوې دي.

طاهر قادري د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په امر په پولنډ کې د سفیر په توګه ټاکل شوی و.

د نوموړي پر ځای ټاکل شوی شارژدافیر او د سفارت سرپرست عبدالحی حیدر ټاکل شوی. حیدر په پولنډ کې اوسېږي او د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې کاري سابقه لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت تېرکال د خپلې لومړۍ اعلاميې په خپرولو سره د پولنډ په ګډون په بریټانیا، بلجيم، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، یونان، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټراليا هېوادونو او د جرمني په برلين او بن ښارونو کې د افغانستان سياسي استازوليو چارې د فساد او له دوی سره د نه همغږۍ له کبله د تېرکال د جولای له ۳۰مې نېټې څخه بې اعتباره اعلان کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

متقي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو له نړیوال فدراسیون نه روغتیايي برخو کې مرسته غوښتې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امیرخان متقي د سره صلیب او سرې میاشت ټولنو د نړیوال فدراسیون د اسیا پاسیفیک څانګې له مشر سره په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په زړه سوریو ماشومانو د درملنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سره صلیب او سرې میاشتو د نړیوال فدراسیون د اسیا پاسیفیک څانګې له مشر الکساندر ماتیو سره په لیدنه کې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د ډیریدو او د سوري زړه ناروغو ماشومانو د درملنې په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د متقي له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون د اسیا پاسیفیک له مشره غوښتنه کړې، چې په ولایتونو کې خپل روغتیايي او مرستندویه مرکزونه لا قوي کړي، څو د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو په وخت کې له اغیزمنو سره پر وخت ګټورې مرستې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون له استازي څخه په داسې حال کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کوي، چې دې ډلې په طبي موسسو کې د ښځو پر زده کړو د بندیز له امله ۳۵۰۰۰ ښځینه محصلانې له زده کړو بې برخې کړې دي.

له څو ورځې ځنډ وروسته؛ مولوي عبدالکبیر په کډوالو چارو وزارت کې خپله دنده پیل کړه

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کډوالو چارو وزارت کې خپله دنده پیل کړه.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستندونکو چارو وزارت نن شنبه «د مرغومي ۲۹مه» وویل، چې مولوي عبدالکبیر د ملا هبت الله له خوا د کډوالو چارو د وزیر په توګه د دده پر ګومارنه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل هڅه کوي چې د نوې دندې له لارې اسلامي نظام او افغانانو ته د لا غوره خدمت جوګه شي.

مولوي عبدالکبیر په خپله وینا کې ویلي چې « د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکي به د تېر په څېر په ګډه د یوه پیاوړي ټیم په توګه د وزارت چارې او مسوولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.»

د طالبانو د کډوالو چارو نوي وزیر مولوي عبدالکبیر د پېژندغونډې انځور نه دی خپور شوی.

د کډوالو چارو وزیر په توګه د مولوي عبدالکبیر د معرفي کېدو پرمهال یوازې د طالبانو امربالمعروف وزیر محمد خالد حنیفي جضور درلود او هغه ټینکار وکړ چې د مولوي عبدالکبیر ګومارنه به د وزارت پر کړنو مثبت اغېز وکړي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده تراوسه د عبدالکبیر د ځایناستي په توګه څوک نه دی معرفي کړی.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې ښايي دغه پوسټ د طالبانو له تشکیلاتو واېستل شي.

په پاکستان کې ۱۳۲ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته راستانه شول

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۰۴ GMT+۰

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۱۳۲ تنه افغان بندیان د پاکستان له لوري تر ازادیدو وروسته په تورخم کې انټرپول پولیسو ته سپارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد ۱۳۲ تنه افغانان د پاکستان مرکزي زندان څخه ازاد کړل شوي او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

طالب مسوولین وايي، د پاکستان له لوري ازاد کړل شوي افغانان د ننګرهار او نورو ولایتونو اوسیدونکي دي، چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو په تور له دوو تر ۱۲ ورځو پورې بندیان شوي وو.

پر همدغه مهال د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ تېره شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کراچۍ له زندانونو یې د جمعې په ورځ ۲۹ افغان بندیان خوشي کړي او بېرته یې له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغه افغانان له پاکستان نه ایستل شوي او که په دغه هېواد کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو کابو دریو اونیو راهیسې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د افغانانو د نیولو او په زور افغانستان ته د بېرته ستنولو عملیات پیل کړي دي.

پاکستان د ګوادر له لارې افغانستان ته د یو شمېر توکو په لېږد کې اسانتیاوې راولي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۰

په چابهار کې د دایمي نمایندګۍ جوړولو په موخه د طالب پلاوي تر سفر وروسته د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، اسلام اباد پریکړه کړې، چې د ګوادر بندر له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو لپاره د بانکي تضمین اړتیا د بیمې په ضمانت بدله کړي.

محمد صادق د شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه ولیکل، چې پاکستان پرېکړه کړي، چې د بلوچستان د ګوادر له لارې د افغانستان د ټرانزیټ لپاره د بانکي ضمانت اړتیا د بیمې په ضمانت بدلوي.

نوموړیی وایي، دا بدلون به د کیمیاوې سرې یا امونییم فاسفیټ او نورو توکو لکه غنم او بورې اواردولو ته اسانتیا برابره کړي، خو د پاکستان د رسنیو د رپوټونو له مخې، دا استثنا یوازې د کیمیاوي سرې په برخه کې ده.

محمد صادق وايي، د پاکستان له لارې د افغان سوداګرۍ دغه اسانتیا به له افغان سوداګرو او کاروونکو سره مرسته وکړي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی د ګوادر له لارې د افغان سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یو پلاوی تېره ورځ چابهار کې د دایمي نمایندګۍ جوړولو لپاره ایران ته لاړ.

په ورته وخت کې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې پاکستان د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه، چې د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته پر واردېدونکې کیمیاوي سرې د بانکي ضمانتونو شرط لغو کوي.

دغه بندیز له دې امله لګول شوی و، چې پاکستاني طالبان له کیمیاوي سرې نه په چاودېدونکو توکو کې کار اخلي.

د پاکستان د نوې پالیسۍ له مخې، اوس به د کیمیاوي سرې سوداګر د بانکي ضمانتونو پرځای د بیمې ضمانتونه ور کوي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي همغږۍ کمیټې، چې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب یې مشري کوي، د سرحدي ځواکونو د عملیاتي ملاتړ لپاره نږدې یو میلیارد پاکستانۍ روپۍ تصویب کړې چې په دې سیمو کې امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

د ایکسپریس ټریبیون د رپوټ له مخې، افغانستان په کلني ډول ۹۰۰ زره ټُنه ډایامونیم فاسفیټ کیمیاوي سرې ته اړتیا لري.

ډېری دغه کیمیاوي سره د پاکستان له لارې پوره کیږي، خو د اسلام اباد له خوا پر دې سرې بندیز افغان سوداګرو او حتا جنګیالیو ته دا فرصت ور کوي چې یاده سره له نورو هېوادونو وارده کړي او د پاکستان نظارت او کنټرول پرې کم کړي.

افغان طالبانو هم د کابل تر نیولو وړاندې پاکستانۍ سره له نورو کیمیاوي توکو سره یوځای په چاودېدونکو توکو کې کاروله.

د امریکا دفاع وزیر په مخه ښې وینا کې د افغان ښځو وضعیت وحشتناک وباله

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د امریکا دفاع وزیر په پنټاګون کې د خپلې دندې د پای په مراسمو کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو حقونو ته «وحشتناکې پیښې» رامنځته شوې دي. لویډ اسټین وویل چې د افغان ښځو د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې باید دوام ومومي.

د امریکا د دفاع وزارت لومړني تور پوستي وزیر ۷۱ کلن لویډ اسټین د جمعې په ورځ په دفاع وزارت کې د خپلې دورې پای اعلان کړ. هغه د امریکا په پوځ کې ۴۱ کاله خدمت وکړ.

اسټین څلور ستوری جنرال دی او د پنټاګون د باتجربه جنګي جنرالانو له ډلې ګڼل کیږي.

اسټین په ۲۰۱۶ کال کې له پوځ څخه تقاعد شو، خو په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر جو بایډن له خوا بېرته پنټاګون ته راستون شو او د لومړي تور پوستي دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.

د اسټین دوره له دریو لویو پوځي بحرانونو سره مل وه؛ د اوکراین جګړه، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل او په منځني ختیځ کې جګړه د هغه په دوره کې ترسره شوې دي.

اسټین د مایر-هنډرسن په اډه کې د خپلې دورې د پای ته رسیدو په مراسمو کې وویل: «په تېرو څلورو کلونو کې موږ د خپلو سیالانو پر وړاندې ودرېدو، خپل دښمنان مو کمزوري کړل، خپل ملګري مو پیاوړي کړل او پر راتلونکي مو پانګونه وکړه.»

خو د هغه دوره له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له ناورینه ډک وتلو او د طالبانو له راڅرګندېدو سره سمون خوري، چې منتقدین یې د متحده ایالاتو لپاره یوه تاریخي ماته بولي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې د طالبانو په لاس د افغان حکومت حیرانوونکي سقوط د اسټین پر مخینه تل اغیزه کړې ده.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان د ښځو او ډېموکراسۍ په برخه کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې.

اسټین وویل: «ډېرې وړاندوینې وې چې که موږ له افغانستان څخه ووځو، نو هره ورځ به پر موږ برید وشي. دا نه دي شوي خو د ښځو د حقونو په اړه ځینې ناوړه پیښې رامنځته شوې دي. موږ باید د دې شیانو د ښه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو».

د بایډن اداره لا له افغانستان څخه د وتلو له صدمې نه وه راګرځېدلې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د برید لپاره د سلګونو زرو سرتیرو راټولول پیل کړل.

د یرغل په ځواب کې اسټین د اوکراین د دفاعي اړیکو ډله جوړه کړه، چې له ۵۰ څخه زیاتو هېوادونو ایتلاف دی چې په تیرو دریو کلونو کې یې کیېف ته له ۱۲۶ ملیارد ډالرو ډېرې وسلې لېږلي دي.

بیا، د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه پیل شوه او له هغه وخت راهیسې متحده ایالاتو د اسراییل ستراتیژیک او پوځي ملاتړ کړی.

اسراییل، چې د متحده ایالاتو یو متحد دی، په غزه کې د نسل وژنې تور پرې لګول شوی دی.

اسټین سیمې ته دوه الوتکې وړونکې بېړۍ واستولې او له هغه وخت راهیسې شخړه په سره سمندر کې خپره شوې، چې سوداګري یې ګډوډه کړې.

د جمعې په ورځ په خپله مخه ښې وینا کې اسټین په بحران کې د خپل هیواد "لاسته راوړنې" وستایلې.

هغه وويل: «موږ ازاده نړۍ سره يوځای کړې ده څو د پوتين د امپراتورۍ د يرغل پر وړاندې د خپلې ازادۍ لپاره له اوکراين سره مبارزه کې مرسته وکړو. موږ د ناټو یو داسې اتحاد رهبري کړی چې تر بل هر وخت ډېر پیاوړی، لوی او متحد دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ په منځني ختیز کې د بشپړې جګړې مخه نیولې، په ټوله سیمه کې د ایران نیابتي ځواکونه مو کمزوري کړي او په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو د ژغورلو لپاره مو نه ستړی کیدونکی کار کړی دی.»