جوبایډن: په غزه کې توپونه خاموشه دي او سیمه په بنسټیز ډول بدله شوې ده

ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل "سیمه په بنسټیز ډول بدله شوې ده."

ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل "سیمه په بنسټیز ډول بدله شوې ده."
د اوربند له عملي کېدو څو ساعته وروسته بایډن وویل: "له دومره درد، مرګ او ژوند له لاسه ورکولو وروسته نن په غزه کې توپونه خاموشه شوي دي."
دغه خبرې بایډن د خپلې ولسمشرۍ په وروستۍ ورځ سویلي کارولینا ته د سفر په جریان کې وکړې.
ډونالډ ټرمپ د هغه ځای ناستی ټاکل شوی او په غزې ټرانګه کې د یوې دوامداره سولې لپاره د لومړني اوربند په اړه ورته پېچلې دنده په میراث پاتې ده.
بایډن په خپلو خبرو کې د اسراییل د کلک ملاتړ ژمنه تکرار کړه او زیاته یې کړه، چې د اسراییل لپاره امریکا په پراخه جګړه کې راښکېل کېدای شي.
نوموړي وویل: "اوس سیمه په بنسټیز ډول بدله شوې ده."
د دې خبرې په څرګندولو سره بایډن وویل، چې د حماس لوړپوړي مشران وژل شوي او "په منځني ختیځ کې د هغې تمویل کونکي د متحده ایالاتو په ملاتړ د اسراییلو لخوا خورا کمزوري شوي دي.
سربېره پردې بایډن زیاته کړه: "په سوریه کې د بشارالاسد رژیم له منځه تللی او لبنان ته یې د ایران چمتو لاسرسی بند کړی دی. ایران په څو لسیزو کې تر ټولو کمزوری حالت کې دی.»
د بایډن همکارانو ویلي، چې د اوربند وروستي شرایط په پراخه کچه د هغه اوربند طرحې تعقیبوي، چې د مې په میاشت کې وړاندیز شوې وې.
مګر ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ او د هغه مشاورین وايي، چې یوازې د بایډن ټیم سره د هغه د خپلو همکارانو ښکېلتیا ددې لامل شوه، چې په غزه کې د ټوپکو غږونه خاموشه کړي.

د هند په ممبۍ ښار کې د یکشنبې په ورځ یو بنګله دېشی وګړی نیول شوی چې ګومان کیږي د بالیووډ پر ستوري سیف علي خان د برید په پېښه کې ښکیل دی. پر خان برید د هندي سینما صنعت هیښ کړی او ګڼو کسانو له حکومت نه د امنیت ښه کولو غوښتنه کړې ده.
ډاکټرانو ویلي، چې سیف علي خان له خطر څخه وتلی او له روغتون نه رخصت شوی دی.
د ممبۍ د پولیسو مرستیال کمشنر دکیت ګیدم رسنیو ته وویل، « لومړني شواهد ښيي چې نیول شوی سړی د بنګله دیش تابعیت لري او هند ته له غیرقانوني راتګ وروسته یې خپل نوم بدل کړی دی».
دغه دویم مشکوک کس، چې د ممبۍ ښار په څنډو کې نیول شوی، د وېجي داس نوم کاراوه خو ګومان کیږي چې هغه محمد شریف الاسلام شهزاد نومیږي او پنځه یا شپږ میاشتې مخکې ښار ته له راتګ وروسته یې ددندو له یوې ادارې سره کار کاوه.
خان، چې عمر یې ۵۴ کاله دی، په خپل کور کې د غلا د هڅې پر مهال د یوه بریدګر له خوا د چړې شپږ وارونه خوړلي دي.
ډاکټرانو وویل چې هغه د غاړې او لاسونو په برخو کې له ټپونو وروسته عملیات شوی.

له افغانستان سره تاریخي تړاو
د سیف علي خان کورنۍ د هندي کلتورونو یوه ګډوله ده ځکه دواړې میندې یې هندوې وې او ده هم له هندوې کرینا کپور سره واده کړی.
د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې، د سیف علي خان اړوند پټوډي کورنۍ ریښې د افغانستان کندهار ولایت ته ورګرځي چې وروسته په هند کې مېشت شول.
فایز طالب خان د دې کورنۍ بنسټګر د دویمې انګلو-مرهټه جګړې پرمهال له ایسټ انډیا کمپنۍ سره همکاري درلوده او د دې مرستې په بدل کې د بریتانیا پوځي افسرانو هغه ته په۱۸۰۴ کال کې پټوډي ملکیت ورکړ. په ځانګړې توګه، د خان نیکونه د کندهار پښتانه دي.
د فایز طالب خان نسلونو تر ۱۹۴۹ پورې پر دې ملکیت حکومت وکړ تر دې چې د هند له استقلال وروسته دا ملکیت له پنجاب سره یوځای شو. د پټوډي وروستی رسمي نواب منصور علي خان پټوډي و. هغه مشهور کرکټ لوبغاړی و. منصور له خپل پلار افتخار علي خان پټوډي څخه دا ویاړ ترلاسه کړ.

سیف علي خان: د کرکټ میراث
منصور علي خان پټوډي د ۲۱ کالو په عمر کې د هند د کرکټ ټیم تر ټولو ځوان کپتان شو. د هغه پلار افتخار علي خان هم د ټیم کپتان و. منصور د بالیووډ له لوبغاړې شرمیلا ټاګور سره واده وکړ او دوی درې ماشومان درلودل - سیف علي خان، سوها علي خان او سبا علي خان.
سیف علي خان دوه ځلې واده کړی دی. د هغه لومړی واده له سینمايي لوبغاړې امرېتاسینګ سره و، چې له هغې دوه ماشومان سارا علي خان او ابراهیم علي خان لري.له طلاق وروسته سیف له کرینا کپور سره واده وکړ او دوی دوه زامن تیمور علي خان او جېه علي خان لري. د سیف خور سوها علي خان له سینمايي لوبغاړي کنال کمیو سره واده کړی. د هغه بله خور سبا مجرده او د سرو زرو ډیزاینره ده.
د هند له استقلال وروسته چې د ۱۹۷۱ کال شاهي لقبونه لغو شول، د پټوډي کورنۍ رسمي وضعیت د سیمه ییزو شاهانو په توګه پای ته ورسېد. د دې کورنۍ ګڼ شمېر غړي، چې د پاکستان کرکټ بورډ پخوانی رییس شهریار خان هم پکې شامل و، پاکستان ته کډه شول.

په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې په زرګونو فلسطیني پولیس افسران د حکومت د پلان د یوې برخې په توګه په مختلفو سیمو کې د امنیت او نظم ساتلو په موخه ځای پر ځای شوي دي. د غزې ښاروالۍ «د سړکونو بیا پرانېسته او بیارغونه» پیل کړې ده.
د الجزېرې د خبر له مخې، د فلسطیني حکومت وزارتونه او ادارې په بشپړ ډول چمتو دي چې د حکومت له پلان سره سم کار پیل کړي څو د عادي ژوند چټک او تدریجي راستنیدل ډاډمن شي.
د فلسطیني چاراوکو په وینا، د بې ځایه شویو خلکو راستنېدل به د اوربند له پلي کیدو څخه اووه ورځې وروسته پیل شي.
دوه مصري سرچینو رویټرز ته وویل، چې د مرستې رسولو شاوخوا ۲۰۰ لارۍ، چې ۲۰ یې د تیلو بار وړونکې دي، د یکشنبې په ورځ د اسراییل تر کنټرول لاندې کریم شالوم له لارې غزې تړانګې ته تګ پیل کړ.
د رویټرز د خبر له مخې، د یکشنبې په ورځ د غزې په سړکونو کې د وسله والو او حماس چارواکو د صحنو په اړه د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیدیون سار وویل: « له بده مرغه، موږ د حماس د پوځي او حکومتي وړتیاوو د له منځه وړو هدف ته ونه رسیدو. موږ دا حقیقت منو چې موږ لا تر اوسه خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي، خو موږ ژمن یو چې دا کار وکړو.»
پر غزې د اسراییل برید د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس ډلې لهخوا د اسراییل پر سویلي سیمو له بریدونو وروسته پیل شو.
په دغو بریدونو کې له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شوي دي.
له هغه وروسته اسراییل هم پر غزې بریدونه پیل کړل. په تېرو ۱۵ میاشتو کې په غزه کې لږ تر لږه ۴۶،۷۰۷ کسان وژل شوي دي، چې شاوخوا ۱۸،۰۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي.
په غزه کې د جګړې له امله لږ تر لږه ۱۱۰،۲۶۵ کسان ټپیان شوي دي.

په هغو مراسمو کې چې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په لومړۍ نېټه ترسره کېږي ډونالډ ټرمپ به د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړي. د امریکا د اساسي قانون له مخې نوی ولسمشر هر څلور کاله وروسته د لوړې په مراسمو کې رسمي امریکا ته د وفادارۍ ژمنه کوي.
دغه مراسم په ځانګړې بڼه او د نوي ولسمشر د شخصي لاسلیک له مخې ترسره کېږي.
د ولسمشرۍ لوړه
د قانون له مخې د نوي ولسمشر کاري دوره د جنورۍ په ۲۰مه د غرمې په ۱۲ بجو پیلېږي، خو که دغه ورځ د یکشنبې له ورځې سره برابرېږي؛ نو مراسم به یې پر سبانۍ ورځ ترسره کېږي.
سږکال د سړې هوا د وړاندوینې له امله دغه مراسم تر شنه اسمان لاندې د ازاد چاپیریال پر ځای د کانګرېس د ودانۍ دننه په روتونډا تالار کې ترسره کېږي.
د لوړې مراسم به د امریکا د سترې محکمې د رییس په مشرۍ ترسره شي چې جان رابرټس به دویم ځل لپاره ټرمپ ته د لوړې ژمنه ورکړي.
ټرمپ به د لوړې په وینا کې خپل څلور کلن پلانونه وړاندې کړي. همدارنګه د هغه مرستیال، جې ډي وینس به هم لوړه وکړي.
ځانګړي مېلمانه
ټرمپ په یو ځانګړي اقدام کې د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو مشران د مراسمو مېلمانه کړي دي. د دغو کسانو په ډله کې ایلن ماسک، جیف بیزوس، مارک زکربرګ او د ټیکټاک مشر شو چو شامل دي.
دغه کسان به د ټرمپ د کابینې وړاندیز شویو وزیرانو ترڅنګ ګډون کوي.
پخوانی ولسمشر جو بایډن به هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي، سره له دې چې ټرمپ د ۲۰۲۰ کال تر ټاکنو وروسته د بایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون نه و کړی.
د امریکا پخواني ژوندي ولسمشران لکه بیل کلنټن، جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما به هم د خپلو مېرمنو سره په دې مراسمو کې ګډون کوي ؛خو ښايي د اوبا مېرمن مېشل اوبام بیا ګډون ونه کړي.
په یوه بل اقدام کې ټرمپ د خپلو فکري همفکره بهرنیو مشرانو په ګډون د ایټالیا ښي اړخي لومړۍ وزیره جورجیا مېلوني، د هنګري ویکتور اوربان او د ارجنټاین خاویر مېلي ته بلنه ورکړې ده.
عامه مراسم
ټرمپ ته د مراسمو د ګډونوالو شمېر ډېر مهم دی؛ خو ښايي هغه خپله د لوړې لومړنۍ غونډه د کمو او محدودو کسانو په شتون کې وکړي.
د دغو مراسمو د عمومي غونډې لپاره شاوخوا ۲۲۰ زره عامهټکټونه وېشل شوي وو ؛خو د ټرمپ په پرېکړه یوازې ۶۰۰ کسان به د روتونډا د تالار په مراسمو کې ګډون وکړي.
ښاغلي ټرمپ ویلي چې د هغه پلویان کولی شي دغه مراسم د کپېټل وان ورزشي لوبغالي کې چې ۲۰ زره کسانو ته ځای لري په ژوندۍ توګه ننداره کړي او ژمنه یې کړې چې هلته به هم ګډون کوي.
اجراییوي فرمانونه
ټرمپ ویلي چې د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ به څو اجراییوي فرمانونه لاسلیک کړي. په دې کې د بایډن د حکومت ځینې سیاستونه لغوه کول، د کډوالو د پراخو اېستل کیدونکو پروګرامونو پیلاو د تیلو د استخراج زیاتول شامل دي. همدارنګه اټکل کېږي چې د جنورۍ د شپږمې د مظاهرهچیانو د بښنې بهیر هم پیل کړي.
موسیقي، هنري پروګرامونه او جشنونه
په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ د لوړې مراسم له کمو مشهورو هنرمندانو سره ترسره شول ؛خو سږکال وضعیت توپیر لري. د کانټري موسیقۍ سندرغاړې کری انډریوډ به د "America the Beautiful" سندره ووایياو لی ګرین ووډ به د "God Bless the USA" سندره وړاندې کړي.
د یکشنبې او دوشنبې په جشنونو کې به د ویلج پیپل ډله، جېسن الډین، رسکل فلېټس او بیلي ري سایرس ګډون وکړي. ټرمپ به په دریو رسمي مراسمو کې ګډون وکړي او یو غونډه به د "امریکا ته بیا ویاړ راوړو" تر شعار لاندې د کپېټل وان په ورزشي لوبغالي کې ترسره کړي.

د اوربند له ټینکېدو یوازې څو ساعته وړاندې اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په سویل کې د رفح په شمالي او لویدیځو سیمو بریدونه کړي دي. د دغو بریدونو د زیانونو په اړه لا تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي.
الجزیرې راپور ورکړی، چې د دېر البلاح په مرکزي ښار او همدارنګه د خان یونس ښار ته نږدې د اسراییل د هوايي برید راپور هم ورکړل شوی دی.
تمه کېږي، چې نن په غزه کې له ۴۶۷ ورځو جګړې وروسته اوربند ټینک شي.
له بل پلوه د اسراييل لومړي وزير خبرداری ورکړی، چې د يرغمل شويو کسانو نوملړ تر لاسه کولو پورې به د اوربند لړۍ پيل نه کړي او که دويم پړاو ناکام شو؛ جګړه به بيا له سره پيل شي.
له بلې خوا د اسراییل ښي اړخي وزیر بین ګوور چې له حماس سره د اوربند مخالفت کوي، له خپلې دندې استعفا وکړه.
په غزه کې د اوربند په اړه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «تمه ده، چې اوربند په راتلونکو څو ساعتونو کې عملي شي. د وخت په تېرېدو سره هیلې زیاتېږي، هیله ده چې یرغمل شوي کسان به له خپلو عزیزانو سره یو ځای شي.»
۴۶۷ ورځې کېږي، چې اسراییل په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې خپله جګړه پیل کړې ده.
پر غزې د اسراییل برید د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس ډلې لهخوا د اسراییل په سویلي سیمو له بریدونو وروسته پیل شو.
په دغو بریدونو کې له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شوي دي.
له هغې وروسته اسراییل هم پر غزې بریدونه پیل کړل.
په تېرو ۱۵ میاشتو کې په غزه کې لږ تر لږه ۴۶،۷۰۷ کسان وژل شوي دي، چې شاوخوا ۱۸،۰۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي.
په غزه کې د جګړې له امله لږ تر لږه ۱۱۰،۲۶۵ کسان ټپیان شوي دي.

په امریکا کې څو ساعته مخکې د سترې محکمې د پرېکړې له مخې د خواله رسنیو یو مشهور اپلکیشن ټیکټاک د ۱۷۰ میلیونه کاروونکو پر مخ رسمآ وتړل شو؛ خو دغې خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي له ټرمپ سره یې د بېرته راګرځیدو په اړه خبرې روانې دي.
د متحده ایالاتو سترې محکمې پر ټیکټاک له دې امله بندیز لګولی چې د دغه هېواد ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی او په کې د خلکو معلومات خوندي نه دي.
دغه قانون د محکمې لخوا تر تایید وروسته د کانګرس یا د «استازو جرګې» تصویب کړی او څو ساعته وړاندې پلی شو.
د یاد قانون له مخې ټیکټاک اړ شوی چې خپل چینایي مالکیت دې لمنځه یوسي او د بایټ ډانس کمپنۍ څخه دې جلا شي او یا دې هم په امریکا کې خپل فعالیتونه ودروي.
د دغه بندیز اعلان د ختیځې امریکا په وخت د شپې ۱۰:۳۵ بجې وشو. پر همدې وخت چې کاروونکو هڅه وکړه اپلیکیشن خلاص کړي، هغوی ته یو پیغام ښکاره شو چې په کې ویل شوي وو: «بښنه غواړو، ټیکټاک اوس مهال په متحده ایالاتو کې نه شته.د یوه نوي قانون له مخې، موږ اړ شوي یو چې خپل فعالیتونه بند کړو. موږ له تاسو مننه کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې یو حل لاره پیدا کړو.»
په دغه پیغام کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه وینا هم شامله وه چې ویلي یې و «موږ ژمن یو چې د ټیکټاک لپاره د یوې حل لارې په موندلو کار وکړو، ترڅو دغه اپلیکیشن بېرته فعال شي. مهرباني وکړئ انتظار وکړئ.»
له اېپل او ګوګل پلی څخه د ټیکټاک لرې کول
پر ټیکټاک دغه بندیز یوازې د اپلیکیشن کارول نه دي محدود کړي، بلکې د اېپل او ګوګل له پلورنځیو څخه یې دغه اپلیکیشن هم لرې کړی دی. سربېره پر دې، هغه شرکتونه چې ټیکټاک ته خدمتونه وړاندې کوي، لکه د وېب ملاتړ کوونکې کوربنې کمپنۍ اوراکل، هم اړ شوې چې خپل ملاتړ بند کړي.
د دغه نوي قانون له مخې، که هر شرکت د ټیکټاک ملاتړ ته دوام ورکړي، هغوی به له څو میلیارد ډالري جریمې سره مخ شي.
د ټرمپ دریځ او ژمنې
ډونالډ ټرمپ، چې اوس د امریکا منتخب ولسمشر دی، د دې پرېکړې په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.
هغه ویلي: «موږ د سترې محکمې د پرېکړې درناوی کوو؛ خو دا مهمه ده چې د ټیکټاک لپاره یوه داسې لاره ومومو چې هم د ملي امنیت اندېښنې ختمې شي او هم دغه پلټفارم د خلکو لپاره فعال پاتې شي.»
ټرمپ ژمنه کړې چې د خپل حکومت په راتلونکې دوره کې به د دې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي. هغه وویل چې ښایي د ټیکټاک لپاره لنډمهاله حل په نظر کې ونیسي، لکه د «ټکساس پروژې» په بڼه د یوې موافقې بیا راژوندی کول.
«ټکساس پروژه»یو داسې پلان دی چې د ټیکټاک معلومات به په امریکا کې د اوراکل په څېر یوې کمپنۍ له خوا وساتل شي او فډرالي چارواکو ته به اجازه ورکړي چې د اړتیا په صورت کې ټیکټاک وځنډوي. ټرمپ ویلي چې دغه پلان ښايي د چین د اغېز د مخنیوي لپاره یوه مناسبه حل لاره وي.
هغه زیاته کړې: «موږ دې ته چمتو یو چې ټیکټاک ته ۹۰ ورځې وخت ورکړو ترڅو د دې مسلې حل ته ورسیږي. موږ باید دواړه د ملي امنیت اړتیاوې او د خلکو د بیان ازادي وساتو.»
د کاروونکو او ملاتړو غبرګونونه
د ټیکټاک بندیز په خلکو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې چې دغه اپلیکیشن یې په ورځني ژوند کې د ساعت تېرۍ او اړیکو لپاره کاراوه.
د بیان ازادۍ ملاتړو، لکه پین امریکا PEN America ویلي چې د ټیکټاک بندیز د دولت لخوا د سانسور یوه بڼه ده.
دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې وویل: «دا ډول بندیزونه د استبدادي حکومتونو ځانګړتیا ده، او موږ باید په دې اړه محتاط و اوسو چې د ملي امنیت تر نامه لاندې د خلکو د غږونو چوپتیا ته لاره هواره نه کړو.»
د ټیکټاک ناڅرګند برخلیک
سره له دې چې د ټیک ټاک د بندېدو پرېکړه عملي شوې ؛خو د دې خواله رسنۍ راتلونکی لا هم نامعلوم دی. دا روښانه نه ده چې ټرمپ به د خپلې ژمنې سره سم د دې بندیز لپاره یوه دایمي حل لاره ومومي یا نه.
د ټیکټاک د بندیدو دا بحث ښايي نورو ټولنیزو رسنیو لپاره هم یو مهم پیغام وي چې د امریکا د حکومت د ملي امنیت په نوم د بهرنیو ټکنالوژیو پر کارولو څومره جدي دي.
پاکستان او هند وار له مخه پر ټیکټاک محدودیتونه لګولي او په اروپايي هېوادنو کې هم د دغه خواله رسنیو د کارولو په تړاو پخواني بحثونه بیا را تازه شوي دي.
د خواله رسنیو کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا دغه تازه اقدام نورو هېوادونو ته دا جرات ورکولی شي چې د دغه ډول پلټفارمونو پر ضد اقدامات وکړي.
