• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د میلیونونو کاروونکو پر مخ ټیک‌ټاک وتړل شو

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۰

په امریکا کې څو ساعته مخکې د سترې محکمې د پرېکړې له مخې د خواله رسنیو یو مشهور اپلکیشن ټیک‌ټاک د ۱۷۰ میلیونه کاروونکو پر مخ رسمآ وتړل شو؛ خو دغې خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي له ټرمپ سره یې د بېرته راګرځیدو په اړه خبرې روانې دي.

د متحده ایالاتو سترې محکمې پر ټیک‌ټاک له دې امله بندیز لګولی چې د دغه هېواد ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی او په کې د خلکو معلومات خوندي نه دي.

دغه قانون د محکمې لخوا تر تایید وروسته د کانګرس یا د «استازو جرګې» تصویب کړی او څو ساعته وړاندې پلی شو.

د یاد قانون له مخې ټیک‌ټاک اړ شوی چې خپل چینایي مالکیت دې لمنځه یوسي او د بایټ ډانس کمپنۍ څخه دې جلا شي او یا دې هم په امریکا کې خپل فعالیتونه ودروي.

د دغه بندیز اعلان د ختیځې امریکا په وخت د شپې ۱۰:۳۵ بجې وشو. پر همدې وخت چې کاروونکو هڅه وکړه اپلیکیشن خلاص کړي، هغوی ته یو پیغام ښکاره شو چې په کې ویل شوي وو: «بښنه غواړو، ټیک‌ټاک اوس مهال په متحده ایالاتو کې نه شته.د یوه نوي قانون له مخې، موږ اړ شوي یو چې خپل فعالیتونه بند کړو. موږ له تاسو مننه کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې یو حل لاره پیدا کړو.»

په دغه پیغام کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه وینا هم شامله وه چې ویلي یې و «موږ ژمن یو چې د ټیک‌ټاک لپاره د یوې حل لارې په موندلو کار وکړو، ترڅو دغه اپلیکیشن بېرته فعال شي. مهرباني وکړئ انتظار وکړئ.»

له اېپل او ګوګل پلی څخه د ټیک‌ټاک لرې کول

پر ټیک‌ټاک دغه بندیز یوازې د اپلیکیشن کارول نه دي محدود کړي، بلکې د اېپل او ګوګل له پلورنځیو څخه یې دغه اپلیکیشن هم لرې کړی دی. سربېره پر دې، هغه شرکتونه چې ټیک‌ټاک ته خدمتونه وړاندې کوي، لکه د وېب ملاتړ کوونکې کوربنې کمپنۍ اوراکل، هم اړ شوې چې خپل ملاتړ بند کړي.

د دغه نوي قانون له مخې، که هر شرکت د ټیک‌ټاک ملاتړ ته دوام ورکړي، هغوی به له څو میلیارد ډالري جریمې سره مخ شي.

د ټرمپ دریځ او ژمنې

ډونالډ ټرمپ، چې اوس د امریکا منتخب ولسمشر دی، د دې پرېکړې په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

هغه ویلي: «موږ د سترې محکمې د پرېکړې درناوی کوو؛ خو دا مهمه ده چې د ټیک‌ټاک لپاره یوه داسې لاره ومومو چې هم د ملي امنیت اندېښنې ختمې شي او هم دغه پلټفارم د خلکو لپاره فعال پاتې شي.»

ټرمپ ژمنه کړې چې د خپل حکومت په راتلونکې دوره کې به د دې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي. هغه وویل چې ښایي د ټیک‌ټاک لپاره لنډمهاله حل په نظر کې ونیسي، لکه د «ټکساس پروژې» په بڼه د یوې موافقې بیا راژوندی کول.

«ټکساس پروژه»یو داسې پلان دی چې د ټیک‌ټاک معلومات به په امریکا کې د اوراکل په څېر یوې کمپنۍ له خوا وساتل شي او فډرالي چارواکو ته به اجازه ورکړي چې د اړتیا په صورت کې ټیک‌ټاک وځنډوي. ټرمپ ویلي چې دغه پلان ښايي د چین د اغېز د مخنیوي لپاره یوه مناسبه حل لاره وي.

هغه زیاته کړې:‌ «موږ دې ته چمتو یو چې ټیکټاک ته ۹۰ ورځې وخت ورکړو ترڅو د دې مسلې حل ته ورسیږي. موږ باید دواړه د ملي امنیت اړتیاوې او د خلکو د بیان ازادي وساتو.»

د کاروونکو او ملاتړو غبرګونونه

د ټیک‌ټاک بندیز په خلکو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې چې دغه اپلیکیشن یې په ورځني ژوند کې د ساعت تېرۍ او اړیکو لپاره کاراوه.

د بیان ازادۍ ملاتړو، لکه پین امریکا PEN America ویلي چې د ټیک‌ټاک بندیز د دولت لخوا د سانسور یوه بڼه ده.

دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې وویل: «دا ډول بندیزونه د استبدادي حکومتونو ځانګړتیا ده، او موږ باید په دې اړه محتاط و اوسو چې د ملي امنیت تر نامه لاندې د خلکو د غږونو چوپتیا ته لاره هواره نه کړو.»

د ټیک‌ټاک ناڅرګند برخلیک

سره له دې چې د ټیک ټاک د بندېدو پرېکړه عملي شوې ؛خو د دې خواله رسنۍ راتلونکی لا هم نامعلوم دی. دا روښانه نه ده چې ټرمپ به د خپلې ژمنې سره سم د دې بندیز لپاره یوه دایمي حل لاره ومومي یا نه.

د ټیک‌ټاک د بندیدو دا بحث ښايي نورو ټولنیزو رسنیو لپاره هم یو مهم پیغام وي چې د امریکا د حکومت د ملي امنیت په نوم د بهرنیو ټکنالوژیو پر کارولو څومره جدي‌ دي.

پاکستان او هند وار له مخه پر ټیک‌ټاک محدودیتونه لګولي او په اروپايي هېوادنو کې هم د دغه خواله رسنیو د کارولو په تړاو پخواني بحثونه بیا را تازه شوي دي.

د خواله رسنیو کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا دغه تازه اقدام نورو هېوادونو ته دا جرات ورکولی شي چې د دغه ډول پلټفارمونو پر ضد اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ماهرنګ بلوڅ: د پاکستان حکومت د بلوڅو پر ښځینه فعالانو برید کړی او څلور تنه یې نیولې دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د ښځو حقونو فعالې او د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ د (مرغومې ۲۹مه) په یو ویډیوي پېغام کې ویلي، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بلوڅو د نسل وژنې په وړاندې پر یوې اعتراضیه غونډې پولیسو برید کړی او له هغه ځایه یې څلور تنه ښځینه فعالانې نیولې دي.

ماهرنګ بلوڅ ویلي چې د پاکستان حکومت له لوري‌ دغه کړنه د بلوڅو مېرمنو پر پړونو برید دی او هېڅکله به د دوی له ذهنونونو څخه ونه وځي.

هغه وايي، چې د «سمي دین» په نوم د یوې نیول شوې بلوڅې فعالې پړونی د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري‌ شلول شوی او بیا پرې سخت تاوتریخوالی هم شوی دی.

د ماهرنګ بلوځ په وینا؛ د دوی په نیول شویو ښځینه غړو کې «سمي دین، فوزیه بلوڅ، باجي امنه او لالا وهاب» شامل دي.

د هغې په خبره، دا لومړی ځل نه دی بلکې هر ځل چې د بلوڅانو د حق غوښتنې په تړاو دوی لاریونونه او اعتراضیه غونډې کړي، نو د پاکستان حکومت له لوري له ورته چلند سره مخ شوي دي.

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ خبرداری ورکړی که کراچي مېشت بلوڅان د پاکستان حکومت پر دغه ناوړه کړنه چوپ پاتې شي، نو په راتلونکي کې به له لویو ننګوونو او ورته ستونزو سره مخ شي.

د ماهرنګ په خبره، کراچي او بلوچستان د بلوڅانو د استوګنې تر ټولو لویې سیمې دي او باور لري چې پر دغه موضوع باید د کراچۍ بلوڅان چوپ پاتې نه شي.

هغې د کراچۍ پولیسو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې د دوی نیول شوې غړې خوشې کړي او په راتلونکي که دا ډول اقدام وکړي ؛نو په ټوله کراچۍ کې به یې په خلاف منظم لاریونونه وکړي.

ماهرنګ په دغه ویډیوي پېغام کې زیاته کړې چې د سند پولیسو تل د بلوڅانو د حقونو پر فعالیتونو ظالمانه بریدونه کړي او هڅه یې کړې چې د دوی د بیان ازادۍ چیغې خاموشه کړي.

د ماهرنګ بلوڅ په وینا؛ د کراچۍ پولیس دې ژر تر ژره د دوی نیول شوې فعالانې خوشې کړي او د پاکستان پیپل ګوند تر چتر لاندې د سند حکومت ته یې ګواښ کړی چې له د بلوڅو خلاف دې د پاکستان د ظالمانه پالېسۍ له پلي کیدو څخه لاس واخلي.

ماهرنګ بلوڅ چې د طب ډاکټره ده په ۲۰۲۳ کال کې تر هغې وروسته د خبرونو سرلیکونو کې راغله چې د‌ پاکستاني پوځ خلاف یې په اسلام اباد کې د لسګونه زره بلوڅانو د یوه لاریون مشري کوله. هغه اوس د بلوڅانو د حقونو غوښتنې په یوه سمبول بدله شوې او تل د پاکستان د پوځ له لوري د بلوڅانو د تري تم کیدو خلاف غږ پورته کوي.

له دې سره هم مهاله منظور پښتین او د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ بیا د پښتنو د حقونو غوښتنې لپاره د پاکستان حکومت خلاف توند دریځ نیولی او د پراخو لاریونو تر څنګ یې نږدې درې میاشتې مخکې د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کېد پښتنو د یووالي یوه لویه جرګه هم وکړه.

د‌واړه غورځنګونه د پاکستان پر پوځ تورونه لګوي چې په لوی لاس یې د بلوڅانو او پښتنو په سیمو کې د جګړو اورونه بل کړي‌ او د ترهګرۍ په نوم یې بې ګناه خلک تري تم کړي دي.

د اسراییل د ښي اړخي ګوند غړي په غزه کې د اوربند د هوکړې په اعتراض کې له حکومته استعفا کوي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د اسراییل د کورني امنیت وزیر او د ښي اړخي ګوند «یهودي واک» مشر ایتامار بنګویر ویلي، چې د دغه هېواد په کابینه کې د اوربند د هوکړې د تصویب له امله به د دغه ګوند غړي د یکشنبې په ورځ له حکومت او واکمنې ټلوالې څخه استعفا وکړي.

ټاکل شوې چې د اوربند هوکړه د یکشنبې په سهار عملي شي.

دغه ګوند په یوه بیان کې ویلي دي چې په غزه کې د اوربند هوکړه حماس ته له تسلیمیدو کمه نه ده.

د اسراییل ښي اړخي ګوند ویلي چې د تړون «بې پروا» تصویب به په جګړه کې د اسراییل د پوځ لاسته راوړنې قرباني کړي.

د دغه ګوند په اعلاميه کې راغلي چې په دې تړون کې د سلګونو «قاتلانو» خوشې کول او له غزې څخه د اسرایيل پوځي ځواکونو وتل او په دې سيمه کې د جګړې بندول شامل دي، چې دا «حماس ته له تسليمېدو څخه کم نه دي.»

د اسراییل د کورنيامنیت وزیر په دې وروستیو کې ګواښ کړی و چې که د دغه هېواد د کابینې له خوا هوکړه تصویب شي له حکومته به ووځي.

مصري هلک په یوه وخت له درېیو نجونو سره په واده کولو ټول حیران کړل

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۰

عربي رسنیو راپور ورکړی، چې یوه ځوان له درېیو نجونو اسما، بوسي او امیره سره واده کړی او درې واړه له دې واده خوشحاله دي.

د راپورونو له مخې، د ځوان تر څنګ درې واړه ناویانو ته هم د سینګار سالون یو ځای غوره شوی و.

د دغه واده ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې او په ویډیو کې لیدل کېږی، چې درې واړه ناویانو سپینې جامې په تن کړي دي.

دغه ځوان وایي، چې له درې واړو نجونو سره یې په مینه واده کړی.

هغه زیاتوي: «امیره زما ګاونډۍ وه چې زما لومړۍ مینه ده، بیا مې له بوسي سره مینه پیدا شوه او بیا هم اسما سره. بیا ما درې واړه د واده لپاره راضي کړې.»

جالبه ده، ما اورېدلي، چې مینه یو ځل کېږي، خو زه چې د یوې نجلۍ له لید څخه ورته ګورم مینه په یوه وخت یو انسان سره کېږي.

تاسو څه فکر کوئ ایا په یوه وخت له یوه انسان څخه ډېرو انسانانو سره مینه کېږي؟

انسان څو ځله میین کېدلی شي؟

تاسو واده په خپله خوښه کړې یا د کورنۍ؟

څو ودونه مو کړي؟

دغه پوښتنې د دې لپاره کوم چې ډېری خلک له یوه څخه زیات ودونه کوي او له دوو یا درېیو مېرمنو سره ژوند کوي، خو داسې ډېر کم رامنځته شوي چې مېرمنې دې له دې وضعیت څخه خوشحاله وي او یا دې هم رضایت ولري.

ظریف: د افغانستان د وضعیت په اړه دومره معلومات چې قاسم سلیماني لرل هېڅوک یې نه لري

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۰

د ایران د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو مرستیال جواد ظریف وايي، په دغه هېواد کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني په څېر د افغانستان د وضعیت په اړه ډېر لږ خلک معلومات لري.

جواد ظریف په ۲۰۰۱ کال کې دبُن په غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی و.

هغه وویل، چې د بن په مذاکراتو کې یې تل له سلیماني سره د افغانستان په اړه مشوره او خبرې کړي دي.

جواد ظریف له جماران خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې د بُن په سرمشریزه کې یې له امریکایانو سره پر عراق د امریکا له برید مخکې او وروسته خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې سلیماني په دې ټولو قضیو کې د هغه د معلوماتو سرچینه وه.

ظریف وویل: «کله چې زه تهران ته راتلم، (سلیماني) ماته توجیه کوله او راته یې ویل، چې وضعیت څنګه دی. ځکه په کوم ډول چې سلیماني د افغانستان او عراق پر داخلي وضعیت کنټرول درلود، په ایران کې لږو خلکو دا کنټرول درلود.»

ښاغلي ظریف تر دې مخکې ویلي و، چې «امریکايي ملګرو» په افغانستان کې د «ښه طالبانو د حکومت» د جوړولو پلان درلود.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني په افغانستان کې د طالبانو ضد غورځنګونو سره نږدې اړیکې درلودې.

نوموړی په ۱۳۹۸ کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د بغداد په هوايي ډګر کې ووژل شو.

په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه په سوریه کې د داعش له پراخېدو سره، د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې سپاه پاسداران د فاطمیون پوځ جوړ کړ.

د فاطمیون ډېری غړي په ایران کې مېشت افغان کډوال وو، چې د سوریې جګړې ته استول شوي وو.

د راپورونو له مخې، په سوریه کې د فاطمیون زرګونه غړي وژل شوي دي.

د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته ایران له سوریې څخه خپل یو شمېر ځواکونه واېستل، خو د فاطمیون د پوځ د غړو برخلیک معلوم نه دی.

په نایجریا کې د تېلو د یو ټانکر د چاودنې له امله ۷۰ تنه وژل شوي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د نایجیریا په مرکزي برخه کې د شنبې په ورځ د تېلو یو ټانکر تر چپه کېدو وروسته وچاودېد، چې له امله یې ۷۰ تنه ووژل شول.

د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د تېلو د اخیستو لپاره راټول شوي وو.

د ځايي پوليسو په وينا، په یوه ټانکر کې چې ۶۰ زره لیټره تېل بار و، د سهار په ۱۰ بجو د ډیکو حنکشن کې د هغه سړک سره ټکر وکړ، چې پلازمېنه ابوجا له شمالي ښار سره نښلوي.

دغه ځایي پولیس زیاتوي، چې د چاودنې له امله شاوخوا ۷۰تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د ټپيانو دقیق شمېر تر اوسه روښانه نه دی.

د راپورونو له مخې، دغه ډول پېښې ډېری وخت په نایجریا کې رامنځ ته کېږي.

په ۲۰۲۰ کال کې د دغو پېښو لېست یو زرو ۵۳۱ ته رسېدلی و، چې ۵۳۵ څخه ډېر کسان یې وژلي. تېر کال هم د تېلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله ۱۴۷ کسان وژل شوي وو.