
د اسراییل د کورني امنیت وزیر او د ښي اړخي ګوند «یهودي واک» مشر ایتامار بنګویر ویلي، چې د دغه هېواد په کابینه کې د اوربند د هوکړې د تصویب له امله به د دغه ګوند غړي د یکشنبې په ورځ له حکومت او واکمنې ټلوالې څخه استعفا وکړي.
ټاکل شوې چې د اوربند هوکړه د یکشنبې په سهار عملي شي.
دغه ګوند په یوه بیان کې ویلي دي چې په غزه کې د اوربند هوکړه حماس ته له تسلیمیدو کمه نه ده.
د اسراییل ښي اړخي ګوند ویلي چې د تړون «بې پروا» تصویب به په جګړه کې د اسراییل د پوځ لاسته راوړنې قرباني کړي.
د دغه ګوند په اعلاميه کې راغلي چې په دې تړون کې د سلګونو «قاتلانو» خوشې کول او له غزې څخه د اسرایيل پوځي ځواکونو وتل او په دې سيمه کې د جګړې بندول شامل دي، چې دا «حماس ته له تسليمېدو څخه کم نه دي.»
د اسراییل د کورنيامنیت وزیر په دې وروستیو کې ګواښ کړی و چې که د دغه هېواد د کابینې له خوا هوکړه تصویب شي له حکومته به ووځي.

د ایران د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو مرستیال جواد ظریف وايي، په دغه هېواد کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني په څېر د افغانستان د وضعیت په اړه ډېر لږ خلک معلومات لري.
جواد ظریف په ۲۰۰۱ کال کې دبُن په غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی و.
هغه وویل، چې د بن په مذاکراتو کې یې تل له سلیماني سره د افغانستان په اړه مشوره او خبرې کړي دي.
جواد ظریف له جماران خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې د بُن په سرمشریزه کې یې له امریکایانو سره پر عراق د امریکا له برید مخکې او وروسته خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې سلیماني په دې ټولو قضیو کې د هغه د معلوماتو سرچینه وه.
ظریف وویل: «کله چې زه تهران ته راتلم، (سلیماني) ماته توجیه کوله او راته یې ویل، چې وضعیت څنګه دی. ځکه په کوم ډول چې سلیماني د افغانستان او عراق پر داخلي وضعیت کنټرول درلود، په ایران کې لږو خلکو دا کنټرول درلود.»
ښاغلي ظریف تر دې مخکې ویلي و، چې «امریکايي ملګرو» په افغانستان کې د «ښه طالبانو د حکومت» د جوړولو پلان درلود.
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني په افغانستان کې د طالبانو ضد غورځنګونو سره نږدې اړیکې درلودې.
نوموړی په ۱۳۹۸ کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د بغداد په هوايي ډګر کې ووژل شو.
په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه په سوریه کې د داعش له پراخېدو سره، د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې سپاه پاسداران د فاطمیون پوځ جوړ کړ.
د فاطمیون ډېری غړي په ایران کې مېشت افغان کډوال وو، چې د سوریې جګړې ته استول شوي وو.
د راپورونو له مخې، په سوریه کې د فاطمیون زرګونه غړي وژل شوي دي.
د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته ایران له سوریې څخه خپل یو شمېر ځواکونه واېستل، خو د فاطمیون د پوځ د غړو برخلیک معلوم نه دی.
د نایجیریا په مرکزي برخه کې د شنبې په ورځ د تېلو یو ټانکر تر چپه کېدو وروسته وچاودېد، چې له امله یې ۷۰ تنه ووژل شول.
د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د تېلو د اخیستو لپاره راټول شوي وو.
د ځايي پوليسو په وينا، په یوه ټانکر کې چې ۶۰ زره لیټره تېل بار و، د سهار په ۱۰ بجو د ډیکو حنکشن کې د هغه سړک سره ټکر وکړ، چې پلازمېنه ابوجا له شمالي ښار سره نښلوي.
دغه ځایي پولیس زیاتوي، چې د چاودنې له امله شاوخوا ۷۰تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د ټپيانو دقیق شمېر تر اوسه روښانه نه دی.
د راپورونو له مخې، دغه ډول پېښې ډېری وخت په نایجریا کې رامنځ ته کېږي.
په ۲۰۲۰ کال کې د دغو پېښو لېست یو زرو ۵۳۱ ته رسېدلی و، چې ۵۳۵ څخه ډېر کسان یې وژلي. تېر کال هم د تېلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله ۱۴۷ کسان وژل شوي وو.
د اسراییل د عدلیې وزارت د غزې د اوربند د موافقې له مخې د هغو فلسطیني بندیانو نوملړ خپور کړ، چې له مخې به یې خوشې کېږي.
د اسراییل د عدلیې وزارت د ۷۳۵ فلسطینیانو په نوملړ کې د فتح د مهمو مشرانو مروان برغوثي او زکریا الزبیدي نومونه هم شامل دي.
اسراییلي رسنیو ویلي، چې په دغه نوملړ کې هغه بندیان هم شامل دي، چې د عمري بند سزا یې اورېدل شوې وه، خو د اوربند د موافقې له مخې به د ۳۳ اسراییلیانو په بدل کې خوشې شي.
د اوربند په لومړي پړاو کې به ۱۹۰۴ فلسطینیان خوشې شي.
فتح یوه فلسطيني سیاسي او وسله واله ډله ده، چې په ۱۹۵۹ کال کې یې د یاسر عرفات تر مشرۍ لاندې فعالیت پیل کړ او په اوسني وخت کې د فلسطین د خپلواکۍ او ملي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
تر دې مخکې اسراییل د هغو ۳۳ اسراییلیانو انځورونه هم خپاره کړي وو، چې د حماس له زندانه خوشې شوي دي.
د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند موافقه شوې او په غزه کې به اوربند د جنورۍ په ۱۹مه پیل شي.
د شپږ اونیو اوربند به په درې پړاوونو کې عملي کېږي، په لومړي پړاو کې به د بندیانو تبادله او د جګړې د پای ته رسولو په اړه مذاکرات ترسره شي.
په دویم پړاو کې به حماس د اسراییلي ځواکونو بندیان خوشې کوي او اسراییلي پوځ به د غزې له عامه ځایونو څخه ووځي.
په دریم پړاو کې به بیا له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل او د غزې د بیارغونې چارې ترسره شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د شنبې په ورځ وویل چې پاکستان د هند په ګاونډ کې "یوه استثنا" ده او ټینګار یې وکړ چې له ترهګرۍ د اسلام اباد دوامدار ملاتړ «هغه سرطان دی چې اوس یې د سیاسي بدن غوښه خوري».
شنکر د ممبۍ په ناني پالکيوالا کې د وینا پرمهال وویل، چې د پاکستان کړنې نه یوازې ګاونډیانو ته زیان رسوي، بلکې ټولې نیمې وچې ته بې ثباتي راولي.
د انډیا ټوډې د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه: « پاکستان له پولو پورې ترهګرۍ ته په پام زموږ په ګاونډ کې یوه استثنا ده. دا سرطان اوس د خپل بدن غوښه خوري. دا د ټولې نیمې وچې په ګټه ده چې پاکستان له دغه چلنده لاس واخلي».
میانمار او افغانستان ته په اشارې سره شنکر له دواړو هېوادونو سره د هند اوږدمهاله ولسي اړیکې روښانه کړې.
هغه د دواړو هېوادونو د حالاتو پیچلتیا ومنله او ټینګار یې وکړ چې سیمهییزثبات ډېر مهم دی.
شنکر وویل: « موږ باید په دې پوه شو چې هغه هېوادونه چې نږدې دي، د هغو ګټې له لرې پرتو هېوادونو بېخي توپیر لري».
هغه د سوله ییزې او همکارې سویلي اسیا پر ازرښت په ټینګار سره وویل، « د هند ننګونه دا ده چې له وېش وروسته ګاونډ بیا جوړ کړي. هند اوس دا د یوه سخي او غیر متقابل چلند له لارې کوي، د انرژۍ، ریل او سړک د اتصالاتو تمویل او ملاتړ کوي، تجارت او پانګونه پراخوي او تبادلات او اړیکې پراخوي».
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ناورینونو په وخت کې که هغه وبا وه یا اقتصادي سقوط، نوی ډیلي د خپلو «کوچنیو ګاونډیانو» لپاره د بیمې په توګه عمل کړی.
هغه زیاتوي، « سریلانکا دا په ۲۰۲۳ کې وموندل، کله چې نړۍ پاتې راغلې وه او هند له څلور میلیارده ډالرو زیاتې مرستې ترتیب کړې».
هغه زیاته کړه: « دا هم یو حقیقت دی چې سیاسي پرمختګونه ممکن پیچلي حالتونه رامنځته کړي لکه څنګه یې چې موږ اوس مهال په بنګله دېش کې ګورو. د نږدې همکارۍ او اړیکو هدف دا دی چې د ورځې په پای کې دا ډول احتمالي حالتونه حل کړي. دا د ګټو متقابل عمل دی چې باید غالب شي».
ټیک ټاک وایي چې که د بایډن له لوري ډاډ ترلاسه نه شي، د یکشنبې په ورځ به په متحده ایالاتو کې بند شي. ټیک ټاک تېر ماښام خبرداری ورکړ چې که د ولسمشر جو بایډن ادارې له خوا د اپل او ګوګل په څېر ډاډ ورنه کړل شي، نو دغه ټولنیزه شبکه به د یکشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې بنده شي.
د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د ټیک ټاک د بندولو یوه لایحه تایید کړه چې که چینایی شرکت بایټ ډانس یې ونه پلوري نو وبه تړل شي.
د محکمې پریکړې دغه ټولنیزه شبکه او د دې ۱۷۰ میلیونه امریکايي کاروونکي په یوه سردرګمه حالت کې اچولي.
اوس د ټیک ټاک راتلونکې په ډونالډ ټرمپ پورې تړلې ده، چې د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ پر څوکۍ کښیني، خو له چین سره د هغه رقابتي ماضي ته په پام داسې نه ښکاري چې نوموړی دې ټیک ټاک په غیر مشروط ډول کار ته پریږدي.
ټیک ټاک شرکت وویل، چې «که د بایډن اداره سمدستي پرېکړه ونه کړي، نو له بده مرغه ټیک ټاک به اړ شي چې د جنوري پر ۱۹مه نېټه بند شي».
اپل، ګوګل، اوریکل او نور ممکن له ټیک ټاک سره د ګډو خدماتو له امله له بندیز وروسته له لویو جریمو سره مخ شي.
دغه لایحه تیر کال د کانګرس دواړو ګوندونو ومنله او بایډن لاسلیک کړه.
ټیکټاک، بایټ ډانس او د دې اپلیکیشن ځینو کاروونکو دغه لایحه ننګولې، خو د امریکا سترې محکمې پریکړه وکړه چې دغه لایحه د امریکا د اساسي قانون له لومړي ترمیم سره مخالفه نه ده.
بایټ ډانس تر اوسه ټیک ټاک نه دی پلورلی، خو د یکشنبې مهلت ته نږدې شوی.
ټرمپ، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د ټیک ټاک د بندولو هڅه کړې وه، ویلي چې د دغه اپلیکیشن د ژغورلو لپاره به اقدامات وکړي.
د ټیک ټاک اجرایه رییس شاو زي چیو پلان لري چې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ټرمپ وویل چې هغه او د چین ولسمشر شي جینپینګ د ټیکټاک په اړه د جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې خبرې کړې دي.
له کلونو راهیسې ټیک ټاک چینايي شبکې د امریکایي مشرانو اندیښنې راپارولي او د ټیک ټاک جنګ په داسې وخت کې روان دی چې د نړۍ دوه ستر اقتصادي ځواکونه د سوداګرۍ په برخه کې له زیات ټکر سره مخ دي.
د کانګرس غړو او د بایډن ادارې ویلي چې چین کولای شي د ټیک ټاک په مرسته د میلیونونو امریکایانو په اړه ډېټا راټوله کړي.
له دې وړاندې پر ټیک ټاک په افغانستان، البانیا، استونیا، بریټانیا، اروپايي ټولنې، فرانسې، هالنډ، ناروې، ډنمارک، کاناډا، نیوزیلنډ، هند، تایوان او پاکستان کې وخت ناوخته بشپړ یا نیمه بندیزونه لګېدلي دي.