• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ظریف: د افغانستان د وضعیت په اړه دومره معلومات چې قاسم سلیماني لرل هېڅوک یې نه لري

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۰

د ایران د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو مرستیال جواد ظریف وايي، په دغه هېواد کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني په څېر د افغانستان د وضعیت په اړه ډېر لږ خلک معلومات لري.

جواد ظریف په ۲۰۰۱ کال کې دبُن په غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی و.

هغه وویل، چې د بن په مذاکراتو کې یې تل له سلیماني سره د افغانستان په اړه مشوره او خبرې کړي دي.

جواد ظریف له جماران خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې د بُن په سرمشریزه کې یې له امریکایانو سره پر عراق د امریکا له برید مخکې او وروسته خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې سلیماني په دې ټولو قضیو کې د هغه د معلوماتو سرچینه وه.

ظریف وویل: «کله چې زه تهران ته راتلم، (سلیماني) ماته توجیه کوله او راته یې ویل، چې وضعیت څنګه دی. ځکه په کوم ډول چې سلیماني د افغانستان او عراق پر داخلي وضعیت کنټرول درلود، په ایران کې لږو خلکو دا کنټرول درلود.»

ښاغلي ظریف تر دې مخکې ویلي و، چې «امریکايي ملګرو» په افغانستان کې د «ښه طالبانو د حکومت» د جوړولو پلان درلود.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني په افغانستان کې د طالبانو ضد غورځنګونو سره نږدې اړیکې درلودې.

نوموړی په ۱۳۹۸ کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د بغداد په هوايي ډګر کې ووژل شو.

په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه په سوریه کې د داعش له پراخېدو سره، د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې سپاه پاسداران د فاطمیون پوځ جوړ کړ.

د فاطمیون ډېری غړي په ایران کې مېشت افغان کډوال وو، چې د سوریې جګړې ته استول شوي وو.

د راپورونو له مخې، په سوریه کې د فاطمیون زرګونه غړي وژل شوي دي.

د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته ایران له سوریې څخه خپل یو شمېر ځواکونه واېستل، خو د فاطمیون د پوځ د غړو برخلیک معلوم نه دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په نایجریا کې د تېلو د یو ټانکر د چاودنې له امله ۷۰ تنه وژل شوي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د نایجیریا په مرکزي برخه کې د شنبې په ورځ د تېلو یو ټانکر تر چپه کېدو وروسته وچاودېد، چې له امله یې ۷۰ تنه ووژل شول.

د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د تېلو د اخیستو لپاره راټول شوي وو.

د ځايي پوليسو په وينا، په یوه ټانکر کې چې ۶۰ زره لیټره تېل بار و، د سهار په ۱۰ بجو د ډیکو حنکشن کې د هغه سړک سره ټکر وکړ، چې پلازمېنه ابوجا له شمالي ښار سره نښلوي.

دغه ځایي پولیس زیاتوي، چې د چاودنې له امله شاوخوا ۷۰تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د ټپيانو دقیق شمېر تر اوسه روښانه نه دی.

د راپورونو له مخې، دغه ډول پېښې ډېری وخت په نایجریا کې رامنځ ته کېږي.

په ۲۰۲۰ کال کې د دغو پېښو لېست یو زرو ۵۳۱ ته رسېدلی و، چې ۵۳۵ څخه ډېر کسان یې وژلي. تېر کال هم د تېلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله ۱۴۷ کسان وژل شوي وو.

د اسراییل له زندانه د خوشې شویو فلسطینیانو نوملړ کې د فتح د مهمو مشرانو نومونه هم شامل دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۰

د اسراییل د عدلیې وزارت د غزې د اوربند د موافقې له مخې د هغو فلسطیني بندیانو نوملړ خپور کړ، چې له مخې به یې خوشې کېږي.

د اسراییل د عدلیې وزارت د ۷۳۵ فلسطینیانو په نوملړ کې د فتح د مهمو مشرانو مروان برغوثي او زکریا الزبیدي نومونه هم شامل دي.

اسراییلي رسنیو ویلي، چې په دغه نوملړ کې هغه بندیان هم شامل دي، چې د عمري بند سزا یې اورېدل شوې وه، خو د اوربند د موافقې له مخې به د ۳۳ اسراییلیانو په بدل کې خوشې شي.

د اوربند په لومړي پړاو کې به ۱۹۰۴ فلسطینیان خوشې شي.

فتح یوه فلسطيني سیاسي او وسله واله ډله ده، چې په ۱۹۵۹ کال کې یې د یاسر عرفات تر مشرۍ لاندې فعالیت پیل کړ او په اوسني وخت کې د فلسطین د خپلواکۍ او ملي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

تر دې مخکې اسراییل د هغو ۳۳ اسراییلیانو انځورونه هم خپاره کړي وو، چې د حماس له زندانه خوشې شوي دي.

د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند موافقه شوې او په غزه کې به اوربند د جنورۍ په ۱۹مه پیل شي.

د شپږ اونیو اوربند به په درې پړاوونو کې عملي کېږي، په لومړي پړاو کې به د بندیانو تبادله او د جګړې د پای ته رسولو په اړه مذاکرات ترسره شي.

په دویم پړاو کې به حماس د اسراییلي ځواکونو بندیان خوشې کوي او اسراییلي پوځ به د غزې له عامه ځایونو څخه ووځي.

په دریم پړاو کې به بیا له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل او د غزې د بیارغونې چارې ترسره شي.

والټز: نه وایم بېرته کندهار ته جګړې ته لاړ شو خو نه غواړم منتظر شم چې پر کانزاس برید وشي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د ټرمپ اداره کې د امریکا ملي امنیت سلاکار مایکل والټز دا رد کړه چې د ټرمپ تر حکومت لاندې به په افغانستان کې د امریکا پالیسۍ څنګه بدلون ومومي یا په کومو سناریوګانو کې امریکایي ځواکونه بیرته ستنېدای شي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا ته اړتیا ده چې د استخباراتو راټولولو وړتیا ښه کړي.

والټز وايي، « د ټرمپ اداره به د استخباراتي ټولنې او ترهګرۍ ضد تصدۍ ته ځیره وي او دا، چې موږ کوم ډول سترګې او غوږونه لرو، چې ډاډ ترلاسه کړو بیا، بیاموږ د نړۍ له دې برخې حیران نه شو».

والټز په مرکو، تلویزیوني څرګندونو او خپلو لیکنو کې بیا بیا خبرداری ورکړی چې ترهګر په افغانستان کې د بیا راټولېدو هڅه کوي او د ۹/۱۱ په څیر به د امریکا پر ضد بریدونه وکړي. هغه وړاندیز کړی چې پنتاګون ممکنه ده یوه ورځ بیرته خپل ځواکونه افغانستان ته واستوي، لکه څنګه چې یې له۲۰۱۱ کال څخه درې کاله وروسته عراق ته له اسلامي دولت سره د جګړې لپاره واستول.

والټز په خپل وروستي خپاره شوي کتاب کې لیکلي، « که موږ د ترهګرۍ پر ضد جګړه د کندهار په څېر ځایونو کې ونه کړو، نو هغه جګړه به د کانزاس ښار په څېر ځایونو ته راشي».

خو هغه واشنګټن پوسټ ته تازه ویلي، چې، « زه به دا داسې تفسیر نه کړم، چې موږ باید بیرته لاړ شو او په کندهار کې جګړه وکړو. زه به دا داسې تفسیر کړم، چې زه نه غواړم منتظر شم، چې پر کانزاس سیټي برید وشي».

رایان مک کارټي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د پوځ وزیر و او له والټز سره یې له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې چې دوی د ورجینیا پوځي انسټیټیوټ کې زده کړې کولې، پېژني، واشنګټن پوسټ ته وویل: « ملي امنیت د هغه په وینو کې روان دی. دا د هغه جذبه ده، د هغه ژوند».

مایکل ویکرز، یو پخوانی لوړ پوړی امریکایي استخباراتي افسر چې د بوش او اوباما ادارو کې له والټز سره کار کړی و، وویل چې د هغه اصلي ننګونه به د ملي امنیت سلاکار په توګه د سپینې ماڼۍ د پریکړو په پروسه کې «یو رښتینی منځګړتوب» وي چې د ټرمپ او د هغه د کابینې لوړ پوړو غړو ترمنځ اړیکې پراخې کړي. هغه وویل چې والټز د دې رول لپاره وړ کس دی.

100%

د ټرمپ منتقد، د هغه جګپوړی سلاکار

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، په سپینه ماڼۍ کې د یوه ځوان کارکوونکي په توګه والټز ډیری وخت په دې خپه کېده چې جګپوړي امریکايي چارواکي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه پرمختګ کې مبالغه کوي.
مایکل والټز چې د جګړې په ډګر کې یې زړورتیا ستایل شوې، له طالبانو سره د ټرمپ د دوحې خبرو اترو او په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د بایډن د وتلو پرېکړې مخالف پاتې شوی. هغه د بلې ۹/۱۱ پېښې د خطر په اړه خبرداری ورکړی. د۲۰۲۰ کال په فبروري کې مایکل والټز په فلوریډا ایالت کې د هوايي ځواک د یوې الوتنې بلنه ترلاسه کړه. د الوتنې په ترڅ کې هغه له ټرمپ سره پر هغه څه په لابي بوخت و، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې ورته وقف کړې وه: په افغانستان کې جګړه.

واشنګټن پوسټ وايي، ټرمپ له طالبانو سره یوازې یو مشروط تړون تصویب کړی و چې د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې یې د امریکایي ځواکونو د خرج وړاندوینه کوله. والټز، چې په افغانستان کې دوه ځله په جګړه کې ګډون کړی و، له ولسمشر ټرمپ نه غوښتنه وکړه چې بیا فکر وکړي، استدلال یې وکړ چې طالبان د باور وړ نه دي او امریکایي پوځ ته اړتیا ده چې بې قید او شرطه پاتې شي. خو ټرمپ، چې د جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې وه، بې پروا پاتې شو. هغه والټز ته وویل،« موږ هلته ډیر وخت پاتې شوو».

سره له دې چې هغوی په اوږده جګړه کې د نظر پر بنسټ یو بنسټیز اختلاف درلود، ټرمپ والټز ته بلنه ورکړه چې د ملي امنیت سلاکار په توګه له هغه سره سپینې ماڼۍ ته راستون شي.

په داسې یوه اداره کې چې ټرمپ یې په همغږو کسانو ډکوي، والټز د مخالف په توګه وځلیده: یو پوځي تجربه لرونکی چې لاهم د امریکایي ځواکونو اوږدمهاله ماموریتونه غواړي چې له القاعدې، اسلامي دولت او نورو ترهګریزو ډلو سره مبارزه وکړي.

له ټرمپ سره د افغانستان په اړه د والټز اختلافات
والټز له ټرمپ سره په۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د سولې تړون په اړه له خپل اختلاف نه تېر نه دی، خو هغه په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې د ولسمشر د غوښتنو مطابق عمل کولو ته ژمن دی.

والټز وویل، « هغه د اختلافاتو هرکلی کوي، هغه د پرله پسې بحث هرکلی کوي، خو کله چې پرېکړه وکړي، تمه لري چې تاسې یې پلي کړئ او زه به هم همداسې وکړم».

والټز د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ټولو کارکوونکو ته له ټرمپ سره پر وفادارۍ ټینګار کړی دی. هغه وویل: « زه به ډاډه شم چې ټول کارکوونکي د ولسمشر له اجنډا سره سل په سلو کې همغږي ولري».

د ټرمپ د انتقالي ټیم ویاند برایان هیوز له ټرمپ سره د والټز د اختلاف په اړه واشنګټن پوسټ ته وویل چې « دا اختلاف نه بلکې یوه بحث و». والټز په څرګنده توګه له ولسمشر ټرمپ سره موافق و چې باید په افغانستان کې یو سیاسي حل موجود وي.

په یوه ایمیل کې هیوز واشنګټن پوسټ ته وویل چې ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په پای کې پریکړه کړې وه چې د بګرام په هوایي اډه کې یو کوچنی پوځي حضور پریږدي «څو ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان به خپل تړون ته درناوی وکړي.» هیوز د بایډن پر ادارې نیوکه کړې، چې وروستي وتل یې په غلطه توګه ترسره کړل.

افغانستان لا هم سرخوږ دی

کله چې والټز د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ دفتر ته حرکت وکړي، هغه به د نړۍ په ترټولو جدي حالاتو کې د امریکایي سیاست د همغږۍ مسوولیت ولري، له چین، روسیې، اوکراین او ایران سره اړیکې، خو هغه او ټرمپ به له افغانستان نه له ور پاتې ستونزو سره مخ شي او دا چې څوک باید د جګړې د ډېرو ناکامیو لپاره مسوول وبلل شي.

ورځپاڼه وايي، د ټرمپ د دورې له پای ته رسیدو وروسته ولسمشر جو بایډن له طالبانو سره تړون پر ځای وساته او د پاتې ۲۵۰۰ امریکایي پوځیانو د وتلو امر یې وکړ. دا د افغان حکومت د ناڅاپي سقوط، کابل کې د امریکایي سفارت د بیړنۍ ایستنې او د هغو زرګونو افغانانو د اخراج لامل شو چې د جګړې پر مهال یې له متحده ایالاتو سره مرسته کړې وه.

د تیر کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ټرمپ ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۱ کال خروج د څارنې مسوول جنرالان او ډیپلوماټان به له دندو ګوښه کړي.

والټز هم له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه کړې، خو د ټرمپ برعکس، هغه ویلي چې دا یوه تېروتنه وه چې امریکایي پوځیان باید ووځي او باید د ترهګرو د مخنیوي او د بګرام په ستراتیژیکه هوایي اډه باندې د کنټرول ساتلو لپاره څو لسیزې هلته پاتې وای.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر: ترهګري د سرطان په څېر اوس خپله د پاکستان بدن خوري

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د شنبې په ورځ وویل چې پاکستان د هند په ګاونډ کې "یوه استثنا" ده او ټینګار یې وکړ چې له ترهګرۍ د اسلام اباد دوامدار ملاتړ «هغه سرطان دی چې اوس یې د سیاسي بدن غوښه خوري».

شنکر د ممبۍ په ناني پالکيوالا کې د وینا پرمهال وویل، چې د پاکستان کړنې نه یوازې ګاونډیانو ته زیان رسوي، بلکې ټولې نیمې وچې ته بې ثباتي راولي.

د انډیا ټوډې د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه: « پاکستان له پولو پورې ترهګرۍ ته په پام زموږ په ګاونډ کې یوه استثنا ده. دا سرطان اوس د خپل بدن غوښه خوري. دا د ټولې نیمې وچې په ګټه ده چې پاکستان له دغه چلنده لاس واخلي».

میانمار او افغانستان ته په اشارې سره شنکر له دواړو هېوادونو سره د هند اوږدمهاله ولسي اړیکې روښانه کړې.

هغه د دواړو هېوادونو د حالاتو پیچلتیا ومنله او ټینګار یې وکړ چې سیمه‌ییزثبات ډېر مهم دی.

شنکر وویل: « موږ باید په دې پوه شو چې هغه هېوادونه چې نږدې دي، د هغو ګټې له لرې پرتو هېوادونو بېخي توپیر لري».

هغه د سوله ییزې او همکارې سویلي اسیا پر ازرښت په ټینګار سره وویل، « د هند ننګونه دا ده چې له وېش وروسته ګاونډ بیا جوړ کړي. هند اوس دا د یوه سخي او غیر متقابل چلند له لارې کوي، د انرژۍ، ریل او سړک د اتصالاتو تمویل او ملاتړ کوي، تجارت او پانګونه پراخوي او تبادلات او اړیکې پراخوي».

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ناورینونو په وخت کې که هغه وبا وه یا اقتصادي سقوط، نوی ډیلي د خپلو «کوچنیو ګاونډیانو» لپاره د بیمې په توګه عمل کړی.

هغه زیاتوي، « سریلانکا دا په ۲۰۲۳ کې وموندل، کله چې نړۍ پاتې راغلې وه او هند له څلور میلیارده ډالرو زیاتې مرستې ترتیب کړې».

هغه زیاته کړه: « دا هم یو حقیقت دی چې سیاسي پرمختګونه ممکن پیچلي حالتونه رامنځته کړي لکه څنګه یې چې موږ اوس مهال په بنګله دېش کې ګورو. د نږدې همکارۍ او اړیکو هدف دا دی چې د ورځې په پای کې دا ډول احتمالي حالتونه حل کړي. دا د ګټو متقابل عمل دی چې باید غالب شي».

په پولنډ کې افغان سفیر دنده پرېښوده او پرځای یې یو بل افغان ډېپلوماټ وګومارل شو

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰

په پولنډ هېواد کې د افغانستان سفارت یو مکتوب چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې ده، ښيي چې په دغه هېواد کې افغان سفیر طاهر قادري خپله دنده پرېښې او له دغه هېواده وتلی دی. د مکتوب له مخې، د قادري پرځای د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی عبدالحی حیدر ټاکل شوی دی.

په پولنډ کې د افغانستان سفارت د کونسلي برخې مسوول سید اسماعیل یوسفي په لاسلیک د روان کال د مرغومي پر ۲۷ مه یو مکتوب د افغانستان د سفارتونو او کونسلګریو شورا ته لېږلی دی.

په مکتوب کې راغلي چې د پولنډ لپاره د تېر جمهوري حکومت سفیر طاهر قادري دنده د روانې جنوري میاشتې پر ۱۴ نېټه پای ته رسېدلې ده.

په مکتوب کې د هغه د دندې پای ته رسېدو علت په کوربه هېواد کې د هغه نشتوالی او شخصی ستونزې یادې شوې دي.

طاهر قادري د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په امر په پولنډ کې د سفیر په توګه ټاکل شوی و.

د نوموړي پر ځای ټاکل شوی شارژدافیر او د سفارت سرپرست عبدالحی حیدر ټاکل شوی. حیدر په پولنډ کې اوسېږي او د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې کاري سابقه لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت تېرکال د خپلې لومړۍ اعلاميې په خپرولو سره د پولنډ په ګډون په بریټانیا، بلجيم، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، یونان، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټراليا هېوادونو او د جرمني په برلين او بن ښارونو کې د افغانستان سياسي استازوليو چارې د فساد او له دوی سره د نه همغږۍ له کبله د تېرکال د جولای له ۳۰مې نېټې څخه بې اعتباره اعلان کړې.