فضلي: طالبان به د خپلو ناسمو کړنو له امله کله هم ولسي مشروعیت پیدا نه کړي

د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، چې طالبان د نورو پر مټ راغلي او د چارو ترسره کولو لپاره قانوني جوړښت نه لري. هغه وايي، طالبان به د خپلو ناسمو کړنو له امله کله هم ولسي مشروعیت پیدا نه کړي.