• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کډوالو وزارت: اسلام اباد کې مو نږدې ۹۰۰ افغان کډوال له زندانونو خوشې کړي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل. وايي، دغو افغانانو د ملګرو ملتونو له لوري ورکړل شوي کارتونه له ځان سره لرل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د کډوالو اتشې د افغان کډوالو په چارو کې له کمېشنر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ، د اسلام اباد د پولیسو له لوی مشر او د کډوالو د راجسټر کوونکي دفتر شارپ سره هم لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې خوشې شویو ټول ۸۸۲ کسانو د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لرل؛ خو سره له دې هم د پولیسو له لوري‌ نیول شوي وو.

د طالبانو یاد وزارت د معلوماتو له مخې لا هم ۸۴ تنه نور افغان کډوال چې په اسلام اباد کې پولیسو نیولي زنداني دي چې د خوشې کیدو لپاره یې دوی هڅې روانې کړې دي.

د روان زیږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي چې په کې یې د ښځو په ګډون کډوالې ماشومانې هم نیولي دي.

نیوکې دا دي چې د پولیسو له لوري ویزه لرونکي او د کډوالۍ ځانګړو کارتونو لرونکي ګډوال چې د استوګنې قانوني اسناد لري‌ هم نیول کېږي او ځورول کېږي.

له بل لوري‌ د پاکستان حکومت له لوري ویزه لرونکو افغانانو ته هم نوی سرخوږی جوړ شوی چې د پخوانۍ شپږ میاشتنۍ ویزو د بیا نوي کېدو بهیر یې له شپږ میاشتو یوې میاشتې ته راکم کړی دی.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال نیوکه کوي‌ چې له یو لوري ترې پاکستاني پولیس د ویزو تمدید غواړي ؛خو له بلې خوا د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزو د تمدید په برخه کې ستونزې ډېرې کړې او اوس کډوال کولای شي چې یوازې د یوې میاشتې مودې لپاره خپلې ویزې تمدید کړي‌ چې د لګښت له پلوه هم دوی ته سختې تمامېږي.

د پخواني‌ جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ افغانان د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو ته کډه شول او هلته په بېلابېلو ځایونو کې مېشت شوي دي.

وېره دا ده چې له ګواښ سره مخ دغو افغانانو کې د پخواني‌ امنیتي ادارو کارکوونکي هم شته او که افغانستان ته په زور ستانه کړل شي ؛نو د طالبانو له لوري به له مرګونې پېښو سره مخ شي.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو ادارو او هېوادونو په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو روانه لړۍ غندل شوې او د ودریدو غوښتنې یې شوي ؛خو لا یې هم د پاکستان پر حکومت کوم ځانګړی اغېز نه دی اچولی او د کډوالو پر ضد پولیس خپل عملیات روان ساتلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: د پښتونخوا په ځینو سیمو کې د ورځې د پاکستان او د شپې د طالبانو حکومت وي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د (مرغومي ۳۰مه) په یو ویډیوي پېغام کې اندېښنه ښودلې چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ د ودې لپاره خوځښتونه پیل کړي او د خېبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د شپې له لوري د طالبانو واک وي.

منظور پښتین ویلي په باجوړ ولسوالۍ کې خلک په دې نه پوهېږي چې د ورځې څه ووايي او د شپې څه، ځکه د ده په خبره د شپې او ورځې حکومتونه جلا دي. هغه وايي: «د ورځې به پوځي ګرځي په کوڅو کې او د شپې به طالب ګرځي.»

هغه همدا راز اندېښنه څرګنده کړې چې په مومندو، سوات، بنون، جاني خېلو او بنو کې روان امنیتي حالات ورځې تر بلې خرابیدونکي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په خبره، په بنو او جاني خېلو کې اوس هم په بازارونو کې د وسله والو فعالیتونه په ښکاره توګه ترسره کېږي او یوازې د کمې مودې لپاره د پوځ له لوري لمنځه وړل شوي وو.

منظور پښتین اشاره کړې چې په بکاخیلو کې د طالبانو او پوځ ترمنځ له نښتو وروسته پاکستانی پوځ له ولسي وګړو څخه غچ اخلي او ځوروي یې.

هغه د خېبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ روانې شخړې هم د پوځ زیږنده بولي او زیاتوي چې په لوی لاس پوځ د دغه شخړو اوږدیدو ته لمن وهي.

پښتین ویلي چې په کورمه کې اوس خلک د دغه روانې نا امنۍ او ناورین له کبله خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري؛ خو د پاکستان حکومت هلته د شوې جرګې پرېکړې نه شي عملي کولای. هغه زیاتوي: « ظاهره خبره ده پوځ ریاست جنګ غواړي، دوی سنجیده کېږي، دوی په کورمه کې په وینو خوشحاله دي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ادعا کړې د خېبر ولسوالۍ کې د اپریدو بېلابېلې قبیلې د پاکستاني پوځ له لوري‌ نظر بند کړل شوي‌ او همدا راز په اورکزیو سیمه کې بیا هره ورځ د ځاي اوسیدونکو د وژل کیدو لړۍ روانه ده.

هغه نیوکه کوي چې همدا راز په میرعلي کې هم د پاکستان پوځ له لوري نا امنیو ته لمن وهل کېږي او هلته هم حالت ترینګلي‌ شوي دي.

پښتین نیوکه کړې چې د پاکستان پوځ د خپلو ډرون بمونو د ازمایلو لپاره په میرعلي کې پر بې ګناه عامو وګړو بریدونه کوي.

د یاد غورځنګ د مشر په دې ویډیو پېغام کې ادعا شوې چې د وزیرستان په سپلږه کې څو ورځې وړاندې د سیمې تنکیو ځوانانو د کرېکټ لوبه کوله ؛خو د‌ پاکستاني پوځ له لوري پر له بې پېلوته الوتکې څخه ازمایښتي بم وغورځاوه او پر دغو بې ګناه وګړو یې تجربه وکړه.

منظور پښتین نیوکه کړې چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په نوم عام ملکي وګړي‌ ماشومان وژني.

هغه له پښتنو غوښتي چې ژر تر ژره دې د دغو کړنو خلاف راپورته شي او نوره دا خاوره د جګړې د دوام لپاره پرېنږدي. هغه غږ کړی چې د‌ پاکستان پوځ تابیا لري چې یو ځل بیا یوه نوې ډله پیدا کړي او په کابل کې یې د جګړو د دوام لپاره وکاروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر پښتنو غږ کړی چې په د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو ادارو ته دې د دوی په سیمو کې روان ناورین مستند کړ‌ي او ورسره دې یې شریک کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په داسې حال کې د خېبر پښتونخوا له امنیتي وضعیت څخه اندېښنه څرګندوي چې تر دې دمخه د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان نیوکې کړې وې چې د پښتونخوا یو شمېر سیمې د پاکستاني طالبانو لاس ته لوېدلي او په دغه ایالت کې ترهګرۍ زور اخیستی دی.
په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو په خېبر پښتونخوا کې د‌ پاکستاني پوځ خلاف بریدونو ته زور ورکړی او هره ورځ دوی ته د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کوي.

همدا راز د یو شمېر سیمو او له پاکستاني پوځ څخه په پښتونخوا کې د ځینو پوځي چوڼیو د نیول کیدو ادعاوې یې هم کړي دي.

پښتین: د خېبر جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره د جرګې ټاکل شوې کمېټې خپلې ژمنې عملي نه کړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په سوشل میډیا ولس ته په وینا کې په خېبر پښتونخوا کې وروستیو ناامنیو او د تېر ۲۰۲۴ کال د اکټوبر ۱۱ د خېبر جرګې د پرېکړو په اړه سپيناوی ورکړ.

منظور احمد پښتین وویل، چې د جرګې پرېکړې ځکه نه دي عملي شوي، چې د جرګې له خوا د ټاکل شوې کمېټې خپلې ژمنې عملي نه کړې.
نوموړي زیاته کړه، له جرګې وروسته پرېکړه شوې وه چې د اکتوبر په ۲۰مه به د قام او ګوندونو استازي راوځي او د دغه پرېکړو په ملاتړ به لاریون کوي، خو په ټاکلې نېټه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي راووتل.
د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتین وویل، چې په جرګه کې شوې پرېکړې پښتون ژغورنې غورځنګ نه دي کړي، بلکې قام او د ګوندونو استازو کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د دغه پرېکړو پر تعقیب یې د ناستې لپاره د جرګې له لورې ټاکل شوې کمېټه راوبلله، خو له دوو ګوندونو پرته د نورو ګوندونو استازو په کې ګډون ونکړ.
پښتین وایي، چې د کمېټې غړو وویل:« د پوځ وتل او د هرې ولسوالۍ نه د درې زره کسانو راټولول باید له دې پرېکړو ووځي، ما ورته وویل چې سمه ده، که تاسو وایی چې وطن به په خیر او خیرت کې وي، موږ به ټول رای ګیري سره وکړو او دا پرېکړې به لرې کړو، نه به ۶۰ ورځې یادوو او نه به د ۳۰۰۰ کسانو راټولول یادوو، خو د برېښنا په اړه او د کورمې د شخړې په اړه خو سره راټول شئ».
د خېبر جرګې د پاکستان پوځ او نورو وسله والو ته د دوو میاشو وخت ورکړی وو، چې د پښتنو له خاورې ووځي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد مشر وویل، جرګې پرېکړه کړې وه چې که د دغه جرګې کوم غړی نیول کېږي، نو قام او د ګوندونو استازي به غبرګونه ښکاره کوي، خو د ملک نصیر او صمد خان له نیولو وروسته هېڅ غبرګون ښکاره نه شو.
پښتین په دغه ویډيويي وینا کې د پاکستان پوځ تورن کړ، چې په میر علي کې یې د نړۍوالو قوانینو خلاف وایټ فارسفورس بمونه کارولي او په ملګرو ملتونو او نورو مسوولو سازمانونو یې غږ وکړ، چې د پاکستان د پوځ د دغه ډول کړنو پر وړاندې باید چوپ پاتې نه شي.
نوموړي ولس ته په دغه وینا کې له جرګې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د حکومت د شويو ظلمونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: «موږ د هر ډول جبر پر وړاندې درېږو او د قام ګټو ته لومړیتوب ورکوو.»

د پښتنو قومي جرګې د روان کال د (تلې ۲۲مه) له درې ورځینۍ جرګې وروسته پرېکړه لیک خپور کړ او په شلو مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې.

د دغه پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي و، چې پوځ او وسله والې ډلې به له خېبر پښتونخوا څخه د دوو میاشتو په موده کې وځي.

منظور پښتین ددغه پرېکړه لیک د اعلان پر مهال وویل، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به په دې غور کوي، چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د اوربند د پلي کېدا هرکلی کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هرکلی کړی. له غزې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، زرګونه بې ځایه شوي فلسطیینیان خپلو ویجاړو مېنو ته ستنیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د یک شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې « زه په غزه کې د اوربند د پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو د پیل هرکلی کوم».

نوموړی وایي، چمتو دی چې د دغه اوربند د پليتابه د ملاتړ تر څنګ بې شمېره فلسطینیانو ته د دوامدارو بشري مرستو رسولو کچه لوړه کړي.

ګوتریش وايي، دا اړینه ده چې یاد اوربند د مرستو رسولو پر وړاندې پام وړ امنیتي او سیاسي خنډونه لرې کړي.

د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له پیل وروسته له غزې څخه ځیني داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول، چې پکې لیدل کیږي زرګونه فلسطینیان په ظاهره خوشحاله خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستنیږي.

بل خوا د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګیور او د هغه د ګوند دوو نورو غړو د غزې د اوربند د تړون په اعتراض کې له کابینې استعفا ورکړه.

یتزاک واسرلوف او امیهای الیاهو «د یهودي ځواک ګوند» دوه نور وزیران دي چې خپل استعفا لیکونه یې بنیامین نتنیاهو ته سپارلي دي.

د راپورونو له مخې، دا استعفاوې به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې عملي شي.

طالبان وايي د ریل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان تر منځ انتقالات زیاتېږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايی چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي. دغه وزارت وايي، « د ریل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان تر منځ تګ او راتګ او انتقالات زیاتېږي».

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او وارداتو او اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې وشوې.

طالبانو د ایراني پلاوي په حواله لیکلي چې« د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ د همغږۍ په موخه ایراني پلاوي ته یو پنځه کسیز پلاوی ور پېژندلی.

د طالبانو دسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د مرغومي پر ۲۳مه په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» په اړه خبرې کړې وې.

افغانستان پر ایران سربېره له چین، ازبکستان او قزاقستان سره د ریل پټلۍ له لارې تګ راتګ او انتقالات لري.

طالبانو د لیندۍ پر ۳مه ویلي و، چې له چین څخه د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه حيرتان بندر ته رسېدلې ده.

دې ډلې زیاته کړې وه، چې دغه ریل ګاډی د قزاقستان او ازبکستان له لارو په ۲۲ ورځو کې د افغانستان شمال ته رسیدلی دی.

د چین لومړنی اورګادی له دغو لارو په ۱۲ ورځو کې حیرتان ته رسیدلی و.

ندا محمد ندیم له مدرسې فارغو طالبانو ته؛ په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ندا محمد ندیم په کابل کې له یوې دیني مدرسې څخه د ۷۱ تنو طالبانو فراغت غونډي ته په خپله وینا کې ویلي چې په اداري بستونو پسې به نه ګرځي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل د یوې دیني مدرسې «له افتاء او قضاء څانګې» ۷۱ تنه طالبان فارغ شول.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم چې له مدرسې د طالبانو په فراغت غونډه کې یې ګډون کړی و، فارغو شویو طالبانو ته سپارښته کړې، چې د مسلک اړوند قضايي برخه کې به دنده ترسره کوي او په اداري بستونو پسې دې سر نه ګرځوي.

نوموړي ویلي، «په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ، په داسې یوه علمي ځای کې به خدمت کوئ، چې خیر مو اسلام، اسلامي نظام او مسلمانانو ته ورسیږي».

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د دې دیني مدرسې له« افتاء او قضاء څانګې» فارغ شوي طالبان د تخصص په کچه زده کړې هم ترلاسه کولی شي.

ندا محمد ندیم ویلي، چې یاده ډله د افتاء او قضاء په برخه کې دا ډول متخصصو «مفتیانو او قاضیانو» ته ډېره اړتیا لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پوهنتون او ښوونځیو د فراغت غونډو ځای له مدرسو څخه د طالبانو فراغت غونډو نیولی او نږدې هره اونۍ د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له مدرسو د طالبانو د فراغت غونډې نیول کیږي.