• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتین: د خېبر جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره د جرګې ټاکل شوې کمېټې خپلې ژمنې عملي نه کړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په سوشل میډیا ولس ته په وینا کې په خېبر پښتونخوا کې وروستیو ناامنیو او د تېر ۲۰۲۴ کال د اکټوبر ۱۱ د خېبر جرګې د پرېکړو په اړه سپيناوی ورکړ.

منظور احمد پښتین وویل، چې د جرګې پرېکړې ځکه نه دي عملي شوي، چې د جرګې له خوا د ټاکل شوې کمېټې خپلې ژمنې عملي نه کړې.
نوموړي زیاته کړه، له جرګې وروسته پرېکړه شوې وه چې د اکتوبر په ۲۰مه به د قام او ګوندونو استازي راوځي او د دغه پرېکړو په ملاتړ به لاریون کوي، خو په ټاکلې نېټه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي راووتل.
د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتین وویل، چې په جرګه کې شوې پرېکړې پښتون ژغورنې غورځنګ نه دي کړي، بلکې قام او د ګوندونو استازو کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د دغه پرېکړو پر تعقیب یې د ناستې لپاره د جرګې له لورې ټاکل شوې کمېټه راوبلله، خو له دوو ګوندونو پرته د نورو ګوندونو استازو په کې ګډون ونکړ.
پښتین وایي، چې د کمېټې غړو وویل:« د پوځ وتل او د هرې ولسوالۍ نه د درې زره کسانو راټولول باید له دې پرېکړو ووځي، ما ورته وویل چې سمه ده، که تاسو وایی چې وطن به په خیر او خیرت کې وي، موږ به ټول رای ګیري سره وکړو او دا پرېکړې به لرې کړو، نه به ۶۰ ورځې یادوو او نه به د ۳۰۰۰ کسانو راټولول یادوو، خو د برېښنا په اړه او د کورمې د شخړې په اړه خو سره راټول شئ».
د خېبر جرګې د پاکستان پوځ او نورو وسله والو ته د دوو میاشو وخت ورکړی وو، چې د پښتنو له خاورې ووځي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد مشر وویل، جرګې پرېکړه کړې وه چې که د دغه جرګې کوم غړی نیول کېږي، نو قام او د ګوندونو استازي به غبرګونه ښکاره کوي، خو د ملک نصیر او صمد خان له نیولو وروسته هېڅ غبرګون ښکاره نه شو.
پښتین په دغه ویډيويي وینا کې د پاکستان پوځ تورن کړ، چې په میر علي کې یې د نړۍوالو قوانینو خلاف وایټ فارسفورس بمونه کارولي او په ملګرو ملتونو او نورو مسوولو سازمانونو یې غږ وکړ، چې د پاکستان د پوځ د دغه ډول کړنو پر وړاندې باید چوپ پاتې نه شي.
نوموړي ولس ته په دغه وینا کې له جرګې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د حکومت د شويو ظلمونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: «موږ د هر ډول جبر پر وړاندې درېږو او د قام ګټو ته لومړیتوب ورکوو.»

د پښتنو قومي جرګې د روان کال د (تلې ۲۲مه) له درې ورځینۍ جرګې وروسته پرېکړه لیک خپور کړ او په شلو مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې.

د دغه پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي و، چې پوځ او وسله والې ډلې به له خېبر پښتونخوا څخه د دوو میاشتو په موده کې وځي.

منظور پښتین ددغه پرېکړه لیک د اعلان پر مهال وویل، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به په دې غور کوي، چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پاکستان ته ځي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د ایراني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري به اسلام اباد ته سفر وکړي. ویل کیږي چې دغه سفر د پاکستان د پوځ مشر په رسمي بلنه ترسره کیږي.

ایرنا اژانس نن یکشنبه د مرغومي ۳۰مه خبر ورکړی، چې د دغو خبرو اترو اصلي موضوعات به د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو بیاکتنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو پراختیا او د ایران او پاکستان ترمنځ د پوځي همکاریو پراخول وي.

ایرنا وايي، ختیز ګاونډي ته د ایران د لوړ پوړي پوځي پلاوي اوسنی سفر د اسلامي نړۍ د «دوو مهمو هیوادونو» ایران او پاکستان ترمنځ د پوځي، دفاعي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې یو نوی پړاو دی.

دا پاکستان ته د سردار باقري درېیم سفر دی. د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له دې وړاندې د ۲۰۱۸ کال په جولای او د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې پاکستان ته سفرونه کړي وو.

د تېر کال د جولای په وروستیو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر تهران ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ایران د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز او ځینو پوځي او ملکي چارواکو سره ولیدل.

ماهرنګ بلوڅ: د پاکستان حکومت د بلوڅو پر ښځینه فعالانو برید کړی او څلور تنه یې نیولې دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د ښځو حقونو فعالې او د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ د (مرغومې ۲۹مه) په یو ویډیوي پېغام کې ویلي، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بلوڅو د نسل وژنې په وړاندې پر یوې اعتراضیه غونډې پولیسو برید کړی او له هغه ځایه یې څلور تنه ښځینه فعالانې نیولې دي.

ماهرنګ بلوڅ ویلي چې د پاکستان حکومت له لوري‌ دغه کړنه د بلوڅو مېرمنو پر پړونو برید دی او هېڅکله به د دوی له ذهنونونو څخه ونه وځي.

هغه وايي، چې د «سمي دین» په نوم د یوې نیول شوې بلوڅې فعالې پړونی د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري‌ شلول شوی او بیا پرې سخت تاوتریخوالی هم شوی دی.

د ماهرنګ بلوځ په وینا؛ د دوی په نیول شویو ښځینه غړو کې «سمي دین، فوزیه بلوڅ، باجي امنه او لالا وهاب» شامل دي.

د هغې په خبره، دا لومړی ځل نه دی بلکې هر ځل چې د بلوڅانو د حق غوښتنې په تړاو دوی لاریونونه او اعتراضیه غونډې کړي، نو د پاکستان حکومت له لوري له ورته چلند سره مخ شوي دي.

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ خبرداری ورکړی که کراچي مېشت بلوڅان د پاکستان حکومت پر دغه ناوړه کړنه چوپ پاتې شي، نو په راتلونکي کې به له لویو ننګوونو او ورته ستونزو سره مخ شي.

د ماهرنګ په خبره، کراچي او بلوچستان د بلوڅانو د استوګنې تر ټولو لویې سیمې دي او باور لري چې پر دغه موضوع باید د کراچۍ بلوڅان چوپ پاتې نه شي.

هغې د کراچۍ پولیسو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې د دوی نیول شوې غړې خوشې کړي او په راتلونکي که دا ډول اقدام وکړي ؛نو په ټوله کراچۍ کې به یې په خلاف منظم لاریونونه وکړي.

ماهرنګ په دغه ویډیوي پېغام کې زیاته کړې چې د سند پولیسو تل د بلوڅانو د حقونو پر فعالیتونو ظالمانه بریدونه کړي او هڅه یې کړې چې د دوی د بیان ازادۍ چیغې خاموشه کړي.

د ماهرنګ بلوڅ په وینا؛ د کراچۍ پولیس دې ژر تر ژره د دوی نیول شوې فعالانې خوشې کړي او د پاکستان پیپل ګوند تر چتر لاندې د سند حکومت ته یې ګواښ کړی چې له د بلوڅو خلاف دې د پاکستان د ظالمانه پالېسۍ له پلي کیدو څخه لاس واخلي.

ماهرنګ بلوڅ چې د طب ډاکټره ده په ۲۰۲۳ کال کې تر هغې وروسته د خبرونو سرلیکونو کې راغله چې د‌ پاکستاني پوځ خلاف یې په اسلام اباد کې د لسګونه زره بلوڅانو د یوه لاریون مشري کوله. هغه اوس د بلوڅانو د حقونو غوښتنې په یوه سمبول بدله شوې او تل د پاکستان د پوځ له لوري د بلوڅانو د تري تم کیدو خلاف غږ پورته کوي.

له دې سره هم مهاله منظور پښتین او د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ بیا د پښتنو د حقونو غوښتنې لپاره د پاکستان حکومت خلاف توند دریځ نیولی او د پراخو لاریونو تر څنګ یې نږدې درې میاشتې مخکې د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کېد پښتنو د یووالي یوه لویه جرګه هم وکړه.

د‌واړه غورځنګونه د پاکستان پر پوځ تورونه لګوي چې په لوی لاس یې د بلوڅانو او پښتنو په سیمو کې د جګړو اورونه بل کړي‌ او د ترهګرۍ په نوم یې بې ګناه خلک تري تم کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر: ترهګري د سرطان په څېر اوس خپله د پاکستان بدن خوري

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د شنبې په ورځ وویل چې پاکستان د هند په ګاونډ کې "یوه استثنا" ده او ټینګار یې وکړ چې له ترهګرۍ د اسلام اباد دوامدار ملاتړ «هغه سرطان دی چې اوس یې د سیاسي بدن غوښه خوري».

شنکر د ممبۍ په ناني پالکيوالا کې د وینا پرمهال وویل، چې د پاکستان کړنې نه یوازې ګاونډیانو ته زیان رسوي، بلکې ټولې نیمې وچې ته بې ثباتي راولي.

د انډیا ټوډې د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه: « پاکستان له پولو پورې ترهګرۍ ته په پام زموږ په ګاونډ کې یوه استثنا ده. دا سرطان اوس د خپل بدن غوښه خوري. دا د ټولې نیمې وچې په ګټه ده چې پاکستان له دغه چلنده لاس واخلي».

میانمار او افغانستان ته په اشارې سره شنکر له دواړو هېوادونو سره د هند اوږدمهاله ولسي اړیکې روښانه کړې.

هغه د دواړو هېوادونو د حالاتو پیچلتیا ومنله او ټینګار یې وکړ چې سیمه‌ییزثبات ډېر مهم دی.

شنکر وویل: « موږ باید په دې پوه شو چې هغه هېوادونه چې نږدې دي، د هغو ګټې له لرې پرتو هېوادونو بېخي توپیر لري».

هغه د سوله ییزې او همکارې سویلي اسیا پر ازرښت په ټینګار سره وویل، « د هند ننګونه دا ده چې له وېش وروسته ګاونډ بیا جوړ کړي. هند اوس دا د یوه سخي او غیر متقابل چلند له لارې کوي، د انرژۍ، ریل او سړک د اتصالاتو تمویل او ملاتړ کوي، تجارت او پانګونه پراخوي او تبادلات او اړیکې پراخوي».

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ناورینونو په وخت کې که هغه وبا وه یا اقتصادي سقوط، نوی ډیلي د خپلو «کوچنیو ګاونډیانو» لپاره د بیمې په توګه عمل کړی.

هغه زیاتوي، « سریلانکا دا په ۲۰۲۳ کې وموندل، کله چې نړۍ پاتې راغلې وه او هند له څلور میلیارده ډالرو زیاتې مرستې ترتیب کړې».

هغه زیاته کړه: « دا هم یو حقیقت دی چې سیاسي پرمختګونه ممکن پیچلي حالتونه رامنځته کړي لکه څنګه یې چې موږ اوس مهال په بنګله دېش کې ګورو. د نږدې همکارۍ او اړیکو هدف دا دی چې د ورځې په پای کې دا ډول احتمالي حالتونه حل کړي. دا د ګټو متقابل عمل دی چې باید غالب شي».

د پاکستان پوځ وايي، د خیبرپښتونخوا په تیرا کې یې د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره ورځ جمعه د (مرغومي ۲۸مه) یې د خیبرپښتونخوا په تیرا کې د پوځي عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي. ټي ټي پي لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر تېره ورځ جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پوځ د خیبرپښتونخوا په تیرا سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي او یو یې ژوندی نیولی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ او ایف سي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یې د تیرا هغه وسله وال وژلي چې په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګېدل.

تر اوسه پورې لا تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، له دغو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي، چې د «امنیتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ترې کار اخیستل کیده.»

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد لا هم عملیات روان دي او هڅه یې دا ده چې دغه سیمه له وسله والو څخه پاکه کړي.

د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا ایالت په کورمه ولسوالۍ د شعیه او سني د روانې مذهبي کشالې د ختمولو او هلته د وسله والو د فعالیتونو د له منځه وړولو په موخه ځايي چارواکو او پوځ په ګډه پرېکړه کړې چې په کورمه کې به پوځي عملیات پیلوي.

ویل کیږي، چې دغه عملیات به د کورمې په بیلابیلو سیمو کې پیل شي او هغه ځايي خلک چې د تاوتریخوالي له امله بیځایه شوي له هغو سره به هم مرستې وشي.

د پاکستان پوځ وايي، تېره یوه میاشت کې یې یوازې د خیبرپښتونخوا په تیرا کې ۲۲ وسله وال وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، د روان ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر له ۱۴مې نیټې راهیسې د ترسره شويو بیلابیلو استخباراتي عملیاتو پر مهال پاکستاني ځواکونو تر اوسه پورې په بریالیتوب سره ۲۲ وسله وال وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

پاکستان له ويسټ انډيز سره د دوو ټېسټ سیالیو په لومړۍ ورځ ۱۴۳ منډې جوړې کړې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په ملتان کې له ويسټ انډيز سره د دوو ټېسټ سیالیو په لومړۍ ورځ د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې. دا له ۱۸ کلنو وروسته په پاکستان کې د ويسټ انډيز لومړۍ ټېسټ لړۍ ده.

د کرېکټ نړيوالې شورا د مالوماتو له مخې د پاکستان او ويسټ انډيز کرېکټ لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ سيالۍ پچه کوربه هېواد پاکستان وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان لوبډلې د لومړۍ ورځي تر پایه ۴ لوبغاړي سوځېدلي او ۱۴۳ منډې يې جوړي کړې دي.

پاکستاني توپوهونکو محمد رضوان په ۸۰ توپونو ۵۱ او سعود شکيل په ۱۰۰ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې کړې او سبا به دواړه خپلو کې توپوهنې ته دوام ورکوي.

دغه ټېسټ لړۍ نن جمعه د پاکستان په کوربتوب په ملتان کې پيل شوه.