• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي، د خیبرپښتونخوا په تیرا کې یې د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره ورځ جمعه د (مرغومي ۲۸مه) یې د خیبرپښتونخوا په تیرا کې د پوځي عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي. ټي ټي پي لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر تېره ورځ جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پوځ د خیبرپښتونخوا په تیرا سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي او یو یې ژوندی نیولی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ او ایف سي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یې د تیرا هغه وسله وال وژلي چې په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګېدل.

تر اوسه پورې لا تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، له دغو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي، چې د «امنیتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ترې کار اخیستل کیده.»

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد لا هم عملیات روان دي او هڅه یې دا ده چې دغه سیمه له وسله والو څخه پاکه کړي.

د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا ایالت په کورمه ولسوالۍ د شعیه او سني د روانې مذهبي کشالې د ختمولو او هلته د وسله والو د فعالیتونو د له منځه وړولو په موخه ځايي چارواکو او پوځ په ګډه پرېکړه کړې چې په کورمه کې به پوځي عملیات پیلوي.

ویل کیږي، چې دغه عملیات به د کورمې په بیلابیلو سیمو کې پیل شي او هغه ځايي خلک چې د تاوتریخوالي له امله بیځایه شوي له هغو سره به هم مرستې وشي.

د پاکستان پوځ وايي، تېره یوه میاشت کې یې یوازې د خیبرپښتونخوا په تیرا کې ۲۲ وسله وال وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، د روان ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر له ۱۴مې نیټې راهیسې د ترسره شويو بیلابیلو استخباراتي عملیاتو پر مهال پاکستاني ځواکونو تر اوسه پورې په بریالیتوب سره ۲۲ وسله وال وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

اندونیزیا کې د تغذیې وړیا پروګرام لپاره د بودیجې نشتون اندېښنې راولاړې کړي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د اندونیزیا د خوړول پروګرام څارونکي ادارې مشر وویل اندونیزیا د ۶.۱۱ میلیارد ډالرو اضافي بودیجې ته اړتیا لري ترڅو د وړیا تغذیې پروګرام پراخ کړي چې د کال تر پایه د دې هیواد څلورمې برخې نفوس ته ورسیږي.

د دغه ادارې مشر دادان هینداانا وویل، چې ولسمشر پرابوو سوبیانتو د ۲۰۲۵ تر پایه پورې د اندونیزیا د ۲۸۰ میلیون نفوس نږدې ۸۳ میلیون ته د رسیدو په لارو چارو غور کوي.

په اندونیزیا کې مالي بازارونو د وړیا خواړو برنامې لګښت په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.

د وړیا تغذیې دغه پروګرام د دې میاشتې په پیل کې د ښوونځي ماشومانو او امیندواره مېرمنو لپاره پیل شو.

دادان له پرابوو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: "ولسمشر نارامه دی، ځکه چې ډېرو ماشومانو ته پر وخت خواړه نه دي رسېدلي. هغه فکر کوي چې دغه بهیر ګړندی کړي، تر څو د ۲۰۲۵ کال تر پایه ۸۲.۹ میلیونه کسان ترې ګټه واخلي."

نوموړي وویل، دا څرګنده نه وه چې ایا پرابوو اضافي بودیجه تصویب کړې که نه، خو که چیرې د هغه اداره په سپتمبر کې ۶.۱۱ میلیارده ډالر ترلاسه کړي، نو دا ډول پراختیا ممکنه ده.

د کالیفرنیا په ځنګلي اورونو کې د مړینې شمېره ۲۷ ته لوړه شوه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰

د متحده ایالاتو د کالیفرنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې اورلګېدنه لا هم نه ده کنټرول شوې، د دغه ځنګلي اورونو له امله تر اوسه د ۲۷ کسانو مړینه تایید شوې ده.

دغه ځنګلي اورونه د جنورۍ په اوومه نېټه ولګېدل چې تر اوسه یې څه باندې ۳۷ زره جریبه ځمکه سوځولې او سختې ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي.

د تیزو بادونو کمښت د اور وژونکو هڅو ته وده ورکړې وه، خو لا تر اوسه هم اور په بشپړه توګه نه دی کنټرول شوی.

بل پلو د اورلګیدنې له امله د ویجاړو شوو ودانیو د پاتې شونو په اېستلو بندیز لګول شوی دی.

د امریکايي رسنیو په وینا، دا بندیز به تر هغه وخته پورې وي چې د خطرناکو موادو د ازمایښت څانګه خپلې څېړنې بشپړې کړي.

د کثافاتو ناسمه تصفیه کولی شي د خطرناکو موادو د خپریدو لامل شي چې کولی شي بیړني کارمندانو، اوسیدونکو او چاپیریال ته زیان ورسوي.

د چاپيريال ساتنې د برخې کارپوهان وايي، چې د امريکا لویدیځ ساحل له څو لسیزو راهېسې د وچکالۍ له يوې دوامداره څپې سره مخامخ دی چې دغه اورونه د انسانانو په لاس د رامنځته شويو چاپيريالي بدلونو پايله ده.

یاده دې وي چې د دغه ایالت له تېرو شلو کلونو راهېسې د وچکالۍ سره لاس او ګريوان دی.

د ولادیمیر پوتين سیاسي مخالف ناوالني درې وکیلان د افراطي فعالیت په تور بندیان شول

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۴۸ GMT+۰

د روسیې یوې محکمې د جمعې په ورځ د اپوزیسیون د پخواني مشر الیکسي ناوالني درې وکیلان په یوه "افراطي سازمان" کې د ګډون په تور مجرم وپېژندل او په کلونو بند یې محکوم کړل.

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د ارکټیک زندان کالونۍ کې د ناوالني ناڅرګنده مرګ وروسته، کرملین د ناوالني ملګرو ته د سزا ورکولو هڅه کړې.

وادیم کوبزوف، الیکسي لیپتسر او ایګور سرګونین د پیتوشکي ښار د یوې محکمې له خوا په "افراطي سازمان" کې د ګډون په تور مجرمین وپېژندل شول.

کوبزوف، د ناوالني د قانوني ټیم ترټولو لوړ پوړی غړی، پنځه نیم کاله، په داسې حال کې چې لیپسر پنځه او سرګونین درې نیم کاله بند باندې محکوم شول.

دوی تقریباً یوازیني خلک وو، چې په زندان کې یې د ناوالني سره لېده کاته ترسره کول، ناوالني په ۱۹ کاله بند محکوم شوی وو.

ناوالني، د ولادېمیر پوتین اصلي سیاسي مخالف وو، نوموړي د خپلو وکیلانو له لارې د نړۍ سره اړیکې پاللې، چې دغه اړیکې د ټولنیزو رسنیو له لارې افشا شوې.

د وکیلانو له لارې د لیکونو او پیغامونو لېږدول د روسیې په زندانونو کې یو عادي کار دی.

د ناوالني جلاوطنه کونډې یولیا ناوالنیا وویل، چې وکیلان "سیاسي بندیان دي او باید ژر تر ژره خوشې شي."

د ناوالني ټیم د زندان چارواکي تورن کړي، چې د خپلو وکیلانو سره یې د ناوالني ملاقاتونه په پټه توګه فلم کړي دي.

بریتانیا د افغانستان قضیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د راجع کولو په پلان کې شامله کړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۰

د بریتانيا د ښځو او مساواتو چارو کې د دولت وزيرې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د "وحشتناک ډول" کمزوري کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغې وویل، دغه هېواد د روان کال د جنورۍ په نهمه د عدالت نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو له پلان سره یوځای شوی دی.

انلیس ډاډز د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۵مه) د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د بندېزونو پر وړاندې د بریتانیا د اقداماتو په اړه د لیبرال دیموکرات ګوند د غړې لیزا سمارټ پوښتنې ته په جدي توګه ځواب ورکړ.

په غونډه کې له لیزا سمارټ وپوښتل شول: "د بریتانیا حکومت پر طالبانو څه فشار راوړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې او نجونې بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي؟"

د دې پوښتنې په ځواب کې بهرنیو چارو وزارت کې د پراختیایي چارو مشرې او د ښځو او مساواتو په چارو کې د دولت وزیرې انلیس ډاډز وویل چې لندن په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه ژوره اندیښنه لري. هغې وویل، «مونږ په دې لټه کې یوو چې پر [طالبانو] د فشار راوړلو لپاره له هرې لارې کار واخلو.»

هغې ټینګار وکړ: «د جنورۍ په نهمه، ما اعلان وکړ چې بریتانیا په رسمي ډول د هغو هېوادونو په لېست کې شامله شوې چې د هغه پلان سیاسي ملاتړ ته ژمن دي، چې افغانستان د عدالت نړۍوالې محکمې ته د ښځو پر وړاندې د ټولو ډولونو د تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې په خاطر راجع کړي."

په دې وروستیو کې چیلي، فرانسې، مکسیکو، هسپانیا، کوستاریکا او لوګزامبورګ د افغان ښځو له حقونو څخه د سرغړونې قضیه په هالنډ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړې ده. دغو هېوادونو د دې محکمې له څارنوال څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پرله پسې او سیسټماټیک ډول سرغړونې ته پاملرنه وکړي.

تر دې وړاندې ۲۴ نورو هېوادونو هم ګواښ کړی، چې که طالبان د افغان ښځو پر وړاندې پر خپلو تګلارو له سره غور ونه کړي، په هاګ کې د عدالت نړۍوالې محکمې ته به شکایت وکړي.

د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک شو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۲ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ د پراخو همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو سره په مبارزه کې د دغه هېوادونو اړیکې پیاوړې کوي.

مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته د پوځیانو له لېږلو راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت ته د یوه ستراتیژیک متحد په سترګه ګوري، چې غربي چارواکي یې اندېښمن کړي.

د کرملین له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دواړو خواو موافقه وکړه چې د ګډو "امنیتي ګواښونو" په وړاندې مبارزه کې به یو بل سره مرسته وکړي.

دوی دا هم ومنله چې که دواړه لوري د تېري سره مخ شي، بل به "د تېري کوونکي سره مرسته نه کوي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان، چې په کریملین کې یې په ګډه دغه تړون لاسلیک کړ، دواړو دغه هوکړه د خپلو اړیکو د نوي فصل په توګه یاده کړه.

پوتین وویل: "د دې ریښتیني پرمختګ سند هدف د روسیې او ایران او زموږ د ټولې یوریشیا سیمې د باثباته او دوامداره پرمختګ لپاره اړین شرایط رامینځته کول دي."

پزشکیان وویل، چې دا تړون به "د ایران او روسیې ترمنځ په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د اقتصادي همکاریو په برخه کې د اړیکو نوی فصل پرانیزي."

دغه تړون په ښکاره ډول د وسلو تبادلې ته اشاره نه ده کړې.