د کالیفرنیا په ځنګلي اورونو کې د مړینې شمېره ۲۷ ته لوړه شوه

د متحده ایالاتو د کالیفرنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې اورلګېدنه لا هم نه ده کنټرول شوې، د دغه ځنګلي اورونو له امله تر اوسه د ۲۷ کسانو مړینه تایید شوې ده.

د متحده ایالاتو د کالیفرنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې اورلګېدنه لا هم نه ده کنټرول شوې، د دغه ځنګلي اورونو له امله تر اوسه د ۲۷ کسانو مړینه تایید شوې ده.
دغه ځنګلي اورونه د جنورۍ په اوومه نېټه ولګېدل چې تر اوسه یې څه باندې ۳۷ زره جریبه ځمکه سوځولې او سختې ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي.
د تیزو بادونو کمښت د اور وژونکو هڅو ته وده ورکړې وه، خو لا تر اوسه هم اور په بشپړه توګه نه دی کنټرول شوی.
بل پلو د اورلګیدنې له امله د ویجاړو شوو ودانیو د پاتې شونو په اېستلو بندیز لګول شوی دی.
د امریکايي رسنیو په وینا، دا بندیز به تر هغه وخته پورې وي چې د خطرناکو موادو د ازمایښت څانګه خپلې څېړنې بشپړې کړي.
د کثافاتو ناسمه تصفیه کولی شي د خطرناکو موادو د خپریدو لامل شي چې کولی شي بیړني کارمندانو، اوسیدونکو او چاپیریال ته زیان ورسوي.
د چاپيريال ساتنې د برخې کارپوهان وايي، چې د امريکا لویدیځ ساحل له څو لسیزو راهېسې د وچکالۍ له يوې دوامداره څپې سره مخامخ دی چې دغه اورونه د انسانانو په لاس د رامنځته شويو چاپيريالي بدلونو پايله ده.
یاده دې وي چې د دغه ایالت له تېرو شلو کلونو راهېسې د وچکالۍ سره لاس او ګريوان دی.

د روسیې یوې محکمې د جمعې په ورځ د اپوزیسیون د پخواني مشر الیکسي ناوالني درې وکیلان په یوه "افراطي سازمان" کې د ګډون په تور مجرم وپېژندل او په کلونو بند یې محکوم کړل.
د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د ارکټیک زندان کالونۍ کې د ناوالني ناڅرګنده مرګ وروسته، کرملین د ناوالني ملګرو ته د سزا ورکولو هڅه کړې.
وادیم کوبزوف، الیکسي لیپتسر او ایګور سرګونین د پیتوشکي ښار د یوې محکمې له خوا په "افراطي سازمان" کې د ګډون په تور مجرمین وپېژندل شول.
کوبزوف، د ناوالني د قانوني ټیم ترټولو لوړ پوړی غړی، پنځه نیم کاله، په داسې حال کې چې لیپسر پنځه او سرګونین درې نیم کاله بند باندې محکوم شول.
دوی تقریباً یوازیني خلک وو، چې په زندان کې یې د ناوالني سره لېده کاته ترسره کول، ناوالني په ۱۹ کاله بند محکوم شوی وو.
ناوالني، د ولادېمیر پوتین اصلي سیاسي مخالف وو، نوموړي د خپلو وکیلانو له لارې د نړۍ سره اړیکې پاللې، چې دغه اړیکې د ټولنیزو رسنیو له لارې افشا شوې.
د وکیلانو له لارې د لیکونو او پیغامونو لېږدول د روسیې په زندانونو کې یو عادي کار دی.
د ناوالني جلاوطنه کونډې یولیا ناوالنیا وویل، چې وکیلان "سیاسي بندیان دي او باید ژر تر ژره خوشې شي."
د ناوالني ټیم د زندان چارواکي تورن کړي، چې د خپلو وکیلانو سره یې د ناوالني ملاقاتونه په پټه توګه فلم کړي دي.

د بریتانيا د ښځو او مساواتو چارو کې د دولت وزيرې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د "وحشتناک ډول" کمزوري کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغې وویل، دغه هېواد د روان کال د جنورۍ په نهمه د عدالت نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو له پلان سره یوځای شوی دی.
انلیس ډاډز د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۵مه) د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د بندېزونو پر وړاندې د بریتانیا د اقداماتو په اړه د لیبرال دیموکرات ګوند د غړې لیزا سمارټ پوښتنې ته په جدي توګه ځواب ورکړ.
په غونډه کې له لیزا سمارټ وپوښتل شول: "د بریتانیا حکومت پر طالبانو څه فشار راوړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې او نجونې بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي؟"
د دې پوښتنې په ځواب کې بهرنیو چارو وزارت کې د پراختیایي چارو مشرې او د ښځو او مساواتو په چارو کې د دولت وزیرې انلیس ډاډز وویل چې لندن په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه ژوره اندیښنه لري. هغې وویل، «مونږ په دې لټه کې یوو چې پر [طالبانو] د فشار راوړلو لپاره له هرې لارې کار واخلو.»
هغې ټینګار وکړ: «د جنورۍ په نهمه، ما اعلان وکړ چې بریتانیا په رسمي ډول د هغو هېوادونو په لېست کې شامله شوې چې د هغه پلان سیاسي ملاتړ ته ژمن دي، چې افغانستان د عدالت نړۍوالې محکمې ته د ښځو پر وړاندې د ټولو ډولونو د تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې په خاطر راجع کړي."
په دې وروستیو کې چیلي، فرانسې، مکسیکو، هسپانیا، کوستاریکا او لوګزامبورګ د افغان ښځو له حقونو څخه د سرغړونې قضیه په هالنډ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړې ده. دغو هېوادونو د دې محکمې له څارنوال څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پرله پسې او سیسټماټیک ډول سرغړونې ته پاملرنه وکړي.
تر دې وړاندې ۲۴ نورو هېوادونو هم ګواښ کړی، چې که طالبان د افغان ښځو پر وړاندې پر خپلو تګلارو له سره غور ونه کړي، په هاګ کې د عدالت نړۍوالې محکمې ته به شکایت وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ د پراخو همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو سره په مبارزه کې د دغه هېوادونو اړیکې پیاوړې کوي.
مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته د پوځیانو له لېږلو راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت ته د یوه ستراتیژیک متحد په سترګه ګوري، چې غربي چارواکي یې اندېښمن کړي.
د کرملین له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دواړو خواو موافقه وکړه چې د ګډو "امنیتي ګواښونو" په وړاندې مبارزه کې به یو بل سره مرسته وکړي.
دوی دا هم ومنله چې که دواړه لوري د تېري سره مخ شي، بل به "د تېري کوونکي سره مرسته نه کوي."
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان، چې په کریملین کې یې په ګډه دغه تړون لاسلیک کړ، دواړو دغه هوکړه د خپلو اړیکو د نوي فصل په توګه یاده کړه.
پوتین وویل: "د دې ریښتیني پرمختګ سند هدف د روسیې او ایران او زموږ د ټولې یوریشیا سیمې د باثباته او دوامداره پرمختګ لپاره اړین شرایط رامینځته کول دي."
پزشکیان وویل، چې دا تړون به "د ایران او روسیې ترمنځ په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د اقتصادي همکاریو په برخه کې د اړیکو نوی فصل پرانیزي."
دغه تړون په ښکاره ډول د وسلو تبادلې ته اشاره نه ده کړې.

اروپايي ډېپلوماټان په دې لټه کې دي، چې سپینې ماڼۍ ته د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له راستنېدو دمخه د ایران په اټومي پروګرام باندې د پوځي برید ګواښ کمولو لپاره کومه لاره شتون لري او کنه.
یوه جګپوړي اروپايي دیپلومات چې نوم یې ندی یاد شوی، له العربیه انګلیسي سره په خبرو کې ویلي: "موږ باور لرو چې اسراییل په منځني ختیځ کې د تېرو څو میاشتو له پرمختګونو وروسته د برید پرېکړه کړې ده."
ډیپلوماټ نه دي ویلي، چې برید احتمالي اټکل شوی، خو ویلي یې دي چې څو اروپايي هېوادونو د ټرمپ له راتلونکي ټیم سره خبرې پیل کړي چې وګوري ایا د ډیپلوماسۍ چانس شته او که د دغو اټومي وسلو د ترلاسه کولو له پاره به برید ترسره شي.
وروسته له هغې چې د نومبر په میاشت کې پټې ناستې پرته له رسنیز کېدو ترسره شوې، بریتانیا، فرانسې او جرمني د دوشنبې په ورځ له ایران سره د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړې.
د ډسمبر په میاشت کې، درېیو اروپایي پلازمینو د ایران د یورانیمو د غني کولو ظرفیت په اړه "سخته اندیښنه" څرګنده کړه. پاریس وویل، چې د یورانیمو غني کول د "نه راستنیدو نقطې" ته نږدې شوی.
د بهرنۍ تګلارې تر ټولو سخته ننګونه چې ټرمپ به ورسره مخامخ شي ایران او د هغه اټومي پروګرام دی. د هغه راتلونکي ټیم ته نږدې سرچینو العربیه انګلیسي ته وویل چې د ټرمپ د فشار اعظمي کمپاین به سمدلاسه بیا پیل شي.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس جیم ریش د جمعې په ورځ وویل، چې امریکا به "په ایران باندې د ولسمشر ټرمپ د اعظمي فشار کمپاین ته راستون شي او د امریکا ملي امنیت به خوندي کړي."
شنونکي او ډېپلوماټان په دې باور دي چې د ایران د اټومي تاسیساتو په وړاندې د متحده ایالاتو یا اسراییل د مستقیم پوځي اقدام احتمال اوس تر بل هر وخت لوړ دی، په داسې حال کې چې د ډېپلوماټیک حل لپاره امکانات کم شوي دي.

د اسراییل امنیتي کابینې د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د اوربند موافقه تصویب کړه، چې د یکشنبې په سهار له غزې څخه د لومړنیو یرغمل شویو بیرته راستنیدو ته لاره هواره کړه او له دې سره د اسراییل او حماس تر منځ ۱۵ میاشتنې جګړ چې زرګونه کسان یې وژلي ودروي.
د رویټرز په وینا د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د اسراییلي ځواکونو او حماس تر منځ جګړې د غزې ډېره ښاري برخه ویجاړه کړې، له ۴۶ زرو څخه ډېر خلک یې وژلي، او د سیمه ایزو چارواکو په وینا د جګړې څخه دمخه د ۲،۳ میلیون نفوس ډېری برخه یې بې ځایه کړې ده.
د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند موافقه شوې او په غزه کې به اوربند د جنورۍ په ۱۹مه پیل شي.
د حماس د سرچینو په حواله وویل، چې حماس د اوربند له پیل څخه ۴۸ ساعته مخکې د بریدونو د درولو غوښتنه کړې ده.
په غزه کې لا هم د اسراییل بریدونه دوام لري او د اوربند د اعلان راهیسي، په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۱۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
