• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د اوربند د پلي کېدا هرکلی کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هرکلی کړی. له غزې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، زرګونه بې ځایه شوي فلسطیینیان خپلو ویجاړو مېنو ته ستنیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د یک شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې « زه په غزه کې د اوربند د پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو د پیل هرکلی کوم».

نوموړی وایي، چمتو دی چې د دغه اوربند د پليتابه د ملاتړ تر څنګ بې شمېره فلسطینیانو ته د دوامدارو بشري مرستو رسولو کچه لوړه کړي.

ګوتریش وايي، دا اړینه ده چې یاد اوربند د مرستو رسولو پر وړاندې پام وړ امنیتي او سیاسي خنډونه لرې کړي.

د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له پیل وروسته له غزې څخه ځیني داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول، چې پکې لیدل کیږي زرګونه فلسطینیان په ظاهره خوشحاله خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستنیږي.

بل خوا د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګیور او د هغه د ګوند دوو نورو غړو د غزې د اوربند د تړون په اعتراض کې له کابینې استعفا ورکړه.

یتزاک واسرلوف او امیهای الیاهو «د یهودي ځواک ګوند» دوه نور وزیران دي چې خپل استعفا لیکونه یې بنیامین نتنیاهو ته سپارلي دي.

د راپورونو له مخې، دا استعفاوې به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې عملي شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د ریل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان تر منځ انتقالات زیاتېږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايی چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي. دغه وزارت وايي، « د ریل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان تر منځ تګ او راتګ او انتقالات زیاتېږي».

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او وارداتو او اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې وشوې.

طالبانو د ایراني پلاوي په حواله لیکلي چې« د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ د همغږۍ په موخه ایراني پلاوي ته یو پنځه کسیز پلاوی ور پېژندلی.

د طالبانو دسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د مرغومي پر ۲۳مه په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» په اړه خبرې کړې وې.

افغانستان پر ایران سربېره له چین، ازبکستان او قزاقستان سره د ریل پټلۍ له لارې تګ راتګ او انتقالات لري.

طالبانو د لیندۍ پر ۳مه ویلي و، چې له چین څخه د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه حيرتان بندر ته رسېدلې ده.

دې ډلې زیاته کړې وه، چې دغه ریل ګاډی د قزاقستان او ازبکستان له لارو په ۲۲ ورځو کې د افغانستان شمال ته رسیدلی دی.

د چین لومړنی اورګادی له دغو لارو په ۱۲ ورځو کې حیرتان ته رسیدلی و.

ندا محمد ندیم له مدرسې فارغو طالبانو ته؛ په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ندا محمد ندیم په کابل کې له یوې دیني مدرسې څخه د ۷۱ تنو طالبانو فراغت غونډي ته په خپله وینا کې ویلي چې په اداري بستونو پسې به نه ګرځي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل د یوې دیني مدرسې «له افتاء او قضاء څانګې» ۷۱ تنه طالبان فارغ شول.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم چې له مدرسې د طالبانو په فراغت غونډه کې یې ګډون کړی و، فارغو شویو طالبانو ته سپارښته کړې، چې د مسلک اړوند قضايي برخه کې به دنده ترسره کوي او په اداري بستونو پسې دې سر نه ګرځوي.

نوموړي ویلي، «په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ، په داسې یوه علمي ځای کې به خدمت کوئ، چې خیر مو اسلام، اسلامي نظام او مسلمانانو ته ورسیږي».

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د دې دیني مدرسې له« افتاء او قضاء څانګې» فارغ شوي طالبان د تخصص په کچه زده کړې هم ترلاسه کولی شي.

ندا محمد ندیم ویلي، چې یاده ډله د افتاء او قضاء په برخه کې دا ډول متخصصو «مفتیانو او قاضیانو» ته ډېره اړتیا لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پوهنتون او ښوونځیو د فراغت غونډو ځای له مدرسو څخه د طالبانو فراغت غونډو نیولی او نږدې هره اونۍ د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له مدرسو د طالبانو د فراغت غونډې نیول کیږي.

ناروې د کډوالو شورا مشر: طالبان لا هم وايي چې د نجونو زده کړې به وشي خو شرایط برابر نه دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېند وایي، چې افغان مېرمنې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله له ناورین سره مخ دي. هغه دغه راز د کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وايي، نن له ایران څخه له درې زرو ډېر افغانان اېستل شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېند خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د افغان ښځو ژوند او راتلونکی له لویو ګواښونو سره مخ دی.

هغه اسوشیټیډ اژانس ته په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل، « په تېرو دوو کلونو کې موږ ګورو چې یو په بل پسې مرستندوی سازمانونه خپل پروګرامونه او پرسونل کموي. د افغان ښځو راتلونکي ته تر ټولو ستر ګواښ د زده کړو نشتوالی دی».

هغه ټینګار وکړ چې د ښځو د ملاتړ پروګرامونو لپاره د بودجې کمېدل جدي ستونزه ده.

طالبانو پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه وضع کړي، چې روغتیايي خدماتو او زده‌کړې ته یې لاسرسی خورا محدود کړی.

په ورته وخت کې، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، چې د طالبانو د فرمانونو له امله لا زیات شوی، ستونزه نوره هم جدي کړې ده.

اګلند وویل چې افغان ښځو او نجونو د نړۍ د مشرانو هغه ژمنې نه دي هېرې کړې چې ویل یې د دوی « لومړیتوب تعلیم او بشري حقونه» دي. هغه زیاته کړه: « اوس موږ نه شو کولی د کونډو او یتیمانو لپاره د ژوند چلونې پروګرامونه تمویل کړو».

اګلند له طالب چارواکو سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه وویل چې خبرې اترې یې زیاتره د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړې د بیا پیل پر اړتیا متمرکزې وې. هغه زیاته کړه: « دوی لا هم وايي چې دا به وشي، خو شرایط مناسب نه دي».

هغه د اسلامي هیوادونو لکه قطر او سعودي عربستان سفارتونو سره هم لیدنې کړې، چې لا هم په افغانستان کې ډیپلوماتیک حضور لري او پر طالبانو یې د ښځو پر تعلیم او کار د بندیزونو له امله نیوکې کړې دي.

اګلینډ دغه راز نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې نوموړي د ایران او افغانستان ګډې پولې ته څېرمه د هرات اسلام کلا ته سفر کړی دی.

جان اګلېنډ وايي چې د هرات په اسلام کلا کې یې له ګڼو هغه افغانانو سره لیدلي، چې له ایران څخه بېرته افغانستان ته په جبري ډول شړل شوي دي.

جان اګلېنډ وايي، «نن له دریو زرو زیات شړل شوي افغانان له ایران څخه د اسلام کلا په سرحدي لاره باندې بیرته رااوښتي دي».

100%

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي زیاتوي چې په اسلام کلا کې یې له یو شمېر شړل شویو افغانانو سره له نږدې لیدلي دي.

جان اګلېنډ له ایران څخه د یو شړل شوي افغان له قوله لیکلي چې « ما خپله ټوله سپما پر افغان پاسپورټ او د ایران په ویزه ولګوله. ما یوازې غوښتل چې کار وکړم او د خپلې کورنۍ لپاره یو څه برابر کړم. اوس زه بېرته شړل شوی یم او هیڅ نه لرم او نه پوهیږم څه وکړم یا چیرې لاړ شم.»

هغه پر اېکسپاڼه لیکلي: « زه افغانستان ته راغلی یم، چېرې چې پاکستان ۸۰۰ زره افغانان بېرته دغه هېواد ته را ستانه کړي او ایران هم پلان لري، چې دوه مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.»
نوموړي لیکلي، په هرات ولایت کې یې له هغو مېرمنو سره لیدلي چې له خپلو مېړونو پرته بېرته افغانستان ته راستنې کړای شوې وې او له سختې بې وزلۍ او ناهیلۍ سره مخ وې.
هغه زیاته کړې، دا یو داسې ناورین دی چې نړۍ له پامه غورځولی دی.

نیوز ویک: ټرمپ د داعش ماتول خپل بری ګڼي خو اوس چې بیا راټوکېدلی باید ورسره وجنګیږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۰

نیوزویک وايي، د امریکا متخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف بری د خپلې پخوانۍ ادارې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ګڼي، خو دا ډله بیا راټوکېدلې ده او ټرمپ یې باید بیا پر وړاندې مبارزه وکړي.

نیوزویک د ډونالډ ټرمپ د لوړي مراسمو په درشل کې ولیکل، چې داعش اوس یوځل بیا د خپل اصلي ټاټوبي هاخوا د فعالیتونو او په بهر کې د عملیاتو د چټکتیا لپاره لاره موندلې ده او ټرمپ باید یوځل بیا له نړیوالو جهادي وسله والو سره چې د نړیوالې سولې لپاره ستر ګواښ دي، مبارزه وکړي.

د نیوزویک لیکوال وايي، «دا ډله په اسیا او افریقا کې له ورځنيو بریدونو سره تړاو لري، همدارنګه په ټوله اروپا کې د دسیسو او حتا په متحده ایالاتو کې د نوي کال په مرګوني برید کې یې هم لاس درلود.»

نتن سیلز، چې پخوا د ټرمپ د لومړۍ دورې په جریان کې د سپینې ماڼۍ د ترهګرۍ ضد استازي په توګه دنده ترسره کوله او اوس د اتلانتیک شورا د منځني ختیځ امنیت نوښت او منځني ختیځ پروګرامونو کې لوړ پوړی غړی دی نیوزویک ته وویل، چې په تیرو څو کلونو کې په ټوله نړۍ کې د داعش نفوذ ډېر شوی. هغه وايي، « دا زیاتوالی یوازې په سوریه او عراق کې چې د دوی مرکزونه وو نه دی، بلکې په لویدیزه افریقا او افغانستان کې هم ددوی د ملګرو ډېرېدونکي وژونکي فعالیتونه شامل دي.»

سیلز وايي، د داعش خراسان څانګې فعالیت د اندیښنې وړ دی، ځکه چې دې ډلې په سیمه کې د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا ښودلې او په امریکا او اروپا کې یې د فعالیت لپاره سترګې نیولې دي.

نیوزویک په خپل رپوټ کې ویلي، چې داعش خراسان ډلې په سیمه کې له ناامنۍ او نړیوالو سیالیو ګټه پورته کړې څو ځان له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته د نړۍ د وژونکو او خورا غیر متوقع غیر دولتي لوبغاړو په توګه ثابت کړي.

سیلز په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد فعالیتونو په اړه وايي:«له بده مرغه د بایډن ادارې په افغانستان کې د امریکا ترهګرۍ ضد ډیرې وړتیاوې له منځه وړې دي او داعش خراسان څه ناڅه نه دی مهار شوی.»

په دغه راپور کې ویل شوي چې کله په ۲۰۱۷ کال کې ټرمپ واک تر لاسه کړ، د مخکیني ولسمشر بارک اوباما له خوا په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې پیل شوي ایتلافونه او د جګړې تر ټولو سخت پړاوونه په میراث ور پاتې شول. نیوزویک وايي، « له داعش سره په دې جګړه کې ایران په عراق او سوریه کې له ملیشو سره مرسته کوله، روسیې د سوریې له حکومت سره همکاري کوله او د سوریې حکومت د امریکا او دیموکراتیک ځواکونو په مرسته د ۲۰۱۹ کال په فبروري میاشت کې د سوریې په باغوز سیمه کې د دې ډلې وروستۍ اډهله منځه یووړه او داعش یې مات کړ.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، هغه ډله چې یو وخت یې د ویرجینیا په کچه سیمه سمبالوله، په ساده ډول به له منځه لاړه نه شي.

په عراق او سوریه کې پر پرله پسې بغاوتونو سربیره داعش د خپلو نړیوالو ملګرو په بڼه ودې ته دوام ورکړ.

د امریکا د ملي استخباراتو د دفتر یو پخوانی لوړ پوړی افسر اندریو بورین، نیوز ویک ته وویل:«داسې غلط فهمي شته چې بهرني ترهګریز ګواښونه، په ځانګړې توګه د داعش ګواښونه ټیټ لګښتو خطرونو ته راټیټ شوي خو له ترهګرۍ سره مبارزه له یوې مړې هڅې لرې ده.»

بورین وویل:« په تیرو څلورو کلونو کې داعش له یوه سیمه ییز خلافت څخه په یوې غیر متمرکزې شبکې بدل شوی چې د 'ترهګرۍ نوښت مرکز' په توګه کار کوي.»

په رپوټ کې ویل شوي، چې پر کابل د طالبانو له تسلط سره سم دا ډله بیا پیاوړې شوه او سره له دې چې داعش خراسان کومه سیمه په خپل واک کې نه لري خو دوی توانیدلي، چې د طالبانو د مشروعیت کمزوري کولو ترڅنګ د اسیا په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې هم خپل مخالفان په نښه کړي».

نیوزویک وايي، داعش خراسان په افغانستان کې د مرګونو بریدونو ترڅنګ د افغانستان له پولو بهر په مسکو او ایران کې هم مرګوني بریدونه وکړل.

بورین وايي، له داعش سره د مبارزې او د دې شبکې د له منځه وړو لپاره دې امریکا د اروپایي ملګرو ترڅنګ له هند او عربي هېوادونو سره تګلاره جوړ کړي او په دې تګلاره کې باید نظامي فشار هم شامل وي.

بورین وویل:«د متحرک عمل، سیمه ییزو ملګرتیاوو او د ترهګرۍ ضد کورنيو نوښتونو یوځای کولو سره اداره کولی شي د داعش له خوا رامنځته شوی ګواښ کم کړي».

بورین وايې:«په افغانستان کې داعش خراسان او په لویدیزه افریقا کې ډلو د جنګیالیو د استخدام او سیمو د بې ثباته کولو لپاره له غیر حکومتي سیمو ګټه پورته کړې ده.»

د داعش د ماتولو ایتلاف لپاره د ټرمپ پخواني ځانګړي استازي جیمز جیفري نیوزویک ته د داعش د فعالیت په اړه ویلي، چې امریکا باید د دمشق له حکومت سره د داعش د له منځه وړو په پلان کې همغږي وکړي.

جیفري همدارنګه ټینګار وکړ چې د داعش له خوا لویدیځ ته متوجه اوسنی ګواښ باید په نظر کې ونیول شي.

روسیه په علمي او تخنیکي برخو کې له طالبانو سره همکاري کوي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۰

طالبان وايي روسیې ددې ډلې تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی. د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت په کابل کې د روسیې سفارت د فرهنګي برخې له مسوولینو سره کتلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له قوله لیکلي، چې ددې ادارې مشر په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه معلومات ورکړي دي.

د طالبانو تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي، «دغه اداره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د وړاندې کولو لارې د افغانستان په اقتصادي وده او ځان بسیاینې کې مهم رول لوبوي.»

شهامت زیاتوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو ده د حکومت د پالیسیو پر بنسټ، په تخنیکي او علمي برخو کې له روسیې سره هر اړخیزې همکارۍ ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي اژانس په کابل کې د روسیې سفارت د فرهنګي برخې مسوولینو په حواله ویلي چې هېواد یې چمتو دی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
طالبان وايي روسیې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ښوونیز نصاب اړوند کتابونو په چاپ او نورو برخو کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ۱۱ سکتورونو په ۷۲ څانګو کې محصلان روزي.