• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه په علمي او تخنیکي برخو کې له طالبانو سره همکاري کوي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۰

طالبان وايي روسیې ددې ډلې تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی. د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت په کابل کې د روسیې سفارت د فرهنګي برخې له مسوولینو سره کتلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له قوله لیکلي، چې ددې ادارې مشر په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه معلومات ورکړي دي.

د طالبانو تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي، «دغه اداره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د وړاندې کولو لارې د افغانستان په اقتصادي وده او ځان بسیاینې کې مهم رول لوبوي.»

شهامت زیاتوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو ده د حکومت د پالیسیو پر بنسټ، په تخنیکي او علمي برخو کې له روسیې سره هر اړخیزې همکارۍ ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي اژانس په کابل کې د روسیې سفارت د فرهنګي برخې مسوولینو په حواله ویلي چې هېواد یې چمتو دی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
طالبان وايي روسیې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ښوونیز نصاب اړوند کتابونو په چاپ او نورو برخو کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ۱۱ سکتورونو په ۷۲ څانګو کې محصلان روزي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان: له افغانستان سره پر ګډه پوله ۵۰ کیلومتره دیوال بشپړ شوی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وايي، چې له افغانستان سره پر ګډه پوله یې د ۵۰ کیلومټره دیوال د جوړولو چارې بشپړې کړې دي.

برید جنرال کیومرث حیدري د یکشنبې په ورځ د ایران او افغانستان پر ګډې پولې د دیوال جوړونې پروژې د لیدلو پرمهال ایرنا اژانس ته وویل، چې « ددغه دیوال ۳۰ کیلومټره برخه د ایران د ځمکني پوځ د انجنیرۍ ځواکونو په همت په لومړي پړاو کې بشپړه شوې او نصب شوې ده».

دده په وینا، تر ۸۰ کیلومتره زیات بنسټیز جوړښتونه د پروژې د مختلفو پړاوونو لپاره جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې« د پلان له مخې هیله من یو چې تر دې کال پورې د دې پروژې ۱۰۰ کیلومتره بشپړ او د استفادې لپاره تیار شي».

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وویل چې د ایران د شمال ختیزې پولې دیوال جوړونې پروګرام د هیواد په ستراتیژیکو پروژو کې شمېرل کیږي، « د دې ۳۰۰ کیلومتره اوږدې پروژې د جوړولو مختلف پړاوونه به د ایران اسلامي جمهوریت او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې د درې کلونو په موده کې بشپړ شي».

حیدري زیاته کړه چې په دې کې د سرحدي څارنې ټکنالوژي کارول شوې او یوازې په سیمنټي دیوالونو اکتفا نه ده شوې.

نوموړی وايي، چې په سیمه کې د ایران د ځمکنیو ځواکونو د انجنیرۍ څلور ډلې او شپږ ورکشاپونه فعال دي او په سختو موسمي شرایطو کې یې په هیواد کې په مختلفو ځایونو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

نوموړي ددغه دېوال د اغیزو په اړه وویل، « بې شکه، د شمال ختیزې پولې دیوال پروژې یوه مهمه لاسته راوړنه داده، چې په ټول ایران کې به امنیت ټینګ کړي».

د ایرنا د رپوټ له مخې، د ګډې پولې پر سر دغه دیوال څلور متره لوړ جوړیږي او پر سر یې اغزن سیم او نور څارونکي وسایل لګول کیږي.

د ایران خراسان رضوي په شمال او شمال ختیز کې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري، چې شاوخوا ۵۳۲ کیلومتره اوږده ده او په ختیز کې له افغانستان سره ګډه پوله لري، چې شاوخوا ۳۰۲ کیلومتره اوږده ده. د خراسان رضوي له ۳۴ښارونو اته ښارونه قوچان، درگز، کلات، سرخس، صالح اباد، تربت جام، طیب اباد او خاف له ترکمنستان او افغانستان سره پوله لري.

مولوي عبدالکبیر: کډوال باید له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ مرستیال سره په کتنه کې له پاکستان او ایران څخه په زور د افغان کډوالو ستنولو ته په اشاره وايي، چې کډوال باید له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ مرستیال روف مازو په مشرۍ پلاوي د یادې ډلې د کډوالو له نوي وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د کډوالو د ستونزو پر دایمي حل لارو، د کډوالو ښارګوټو ته د اسانتییاوو برابرولو او له پاکستان او ایران سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د درې او څلور اړخیزو ناسو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ د مرستیال په حواله لیکل شوي، چې له پاکستان او ایران څخه په زور د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندیښنې وړ دي.

نوموړي ویلي، چې نړیوال مالي بحران د یاد سازمان فعالیتونه اغیزمن کړي، خو هڅه کوي د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره بودجه پیداکړي.

د ناستې په خپرو شویو انځورونو کې د کډوالو ادارې په پلاوي کې په ټکریو کې یو شمېر ښځې هم ترسترګو کیږي.

د دې لیدنې پر مهال د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د افغان کډوالو راستنول یې لومړیتوب دی خو افغان کډوال باید له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.

پر پاکستان او ایران د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان او د کډوالو د ملاتړو ادارو له فشارونو او د طالبانو له غوښتونو سربیره هم دغه هېوادونه د افغانانو د نیولو، ځورولو او بندي کولو ترڅنګ نږدې هره ورځ لسګونه افغان کډوالې کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنوي.

له فلیپین نه شاوخوا ۲۰۰ افغانان امریکا ته ولېږدول شول

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۸ GMT+۰

شاوخوا ۲۰۰ افغانان په فلیپین کې د کډوالۍ ویزو له نهايي کېدو وروسته متحده ایالاتو ته لیږدول شوي دي. دغه افغانان د تېرې اونۍ په اوږدو کې په سوداګریزو الوتنو کې امریکا ته تللي دي.

په مانیلا کې د امریکا سفارت ویاند کنیشکا ګنګوپادیای د یکشنبې په ورځ اسوشیټیډ اژانس ته وویل، چې دغو افغانانو د تېرې اونۍ په اوږدو کې په څو ډلو کې د سوداګریزو الوتنو له لارې فیلیپین پرېښود.

سفارت په یوه اعلامیه کې د فیلیپین له حکومت نه مننه کړې، چې د ځانګړو کډوالو په برخه کې یې همکاري کړې ده.

دغه افغانان، چې ډېر یې ماشومان وو، د جنورۍ پر ۶مه فیلیپین ته ورسیدل. امریکا او فیلیپیني چارواکو ددوی د استوګنې د ځای په اړه جزئیات پټ ساتلي وو.

په دې موده کې ټاکل شوې وه، چې د افغان پناه غوښتونکو او د امریکا پخوانیو همکارانو دوسیې د امریکا د حکومت له‌ خوا وڅېړل شي او که ومنل شي، امریکا ته به ولېږل شي.

تمه کېده، چې دغه افغانان به تر څو میاشتو هلته پاتې شي، خو ددوی د ویزو بهیر ژر بشپړ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې امریکا متحده ایالاتو څه باندې ۱۶۰ زره افغانان په دغه هېواد کې مېشت کړي دي.

د درنو واورو او توپان له امله یو ځل بیا د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند د (مرغومې۳۰مه) د یکشنبې سهار ویلي، چې د درنې واورې او چټک توپان له امله یو ځل بیا د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه. دغه لاره تېره ورځ تر تړل کېدو وروسته بیرته پرانیستل شوې وه.

محمد اشرف حق شناس وایي، د مالي او ځاني زیانونو څخه د خوندیتوب په موخه دغه لاره تړل شوې چې د دوی تر خبرتیا پورې باید هېڅوک پر دغې لاره تګ راتګ ونه کړي.

د هغه په وینا؛ هېڅ ډول مساپر وړونکی او بار وړونکي موټرو ته اوس مهال پر دغه لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند زیاته کړې چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست چمتو دی، څو د واورې له دریدو سره سملاسي د لارې د پاکولو او پرانېستل کیدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دوی تر راتلونکې خبرتیا پورې دې پر دغه لاره د هر ډول سفر څخه د اوس لپاره ډډه وکړي.
سالنګونه د هېواد یو له لویو واورینو لارو څخه ده چې هر کال په کې د ژمي د ساړه موسم پر مهال د واورو له کبله لارې بندې او ان کله ناکله په کې د بند پاتې مساپرو د مړینې لامل کیږي.

طالبانو تېر کال خبر ورکړی و چې د افغانستان د دغې لویې لار د بیا رغونې او د سالنګ تونل د ترمیم لپاره یې هم د پام وړ ګامونه اخیستي، خو وروسته معلومه شوه چې یوازې تبلیغاتي بڼه یې درلوده.
نیوکې دا دي چې ډېر کله په سالنګونو کې د واورې ښوېیدنې پېښو له امله تګ راتګ کوونکي پر دغه لاره بند پاتې کېږي او د ژغورلو لپاره یې هم هغسې چې په کار ده لازم اقدامات نه ترسره کېږي.
پرون هم د سالنګ لویه لاره تړل شوې وه ؛خو له څه ساعته تېریدو وروسته د لنډ وخت لپاره پرانېستل شوه او د تېرې شپې د ورښتونو له کبله بیا تړل شوې او معلومه نه ده چې کله به بېرته پرانېستل شي.

سالنګونه د هېواد د شمالي ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ د نښلیدو نقطه ده او د دغو ولایتونو اوسیدونکي پلازمېنې کابل ته هم له همدغې لارې تګ راتګ کوي.

یو طالب پلوی ملا وايي، چې بخارۍ ته نږدې یا مخامخ لمونځ نه کېږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د کابل په چهلستون سیمه کې د نوبرجه مدرسې مدرس او طالب پلوی ملا شیخ احسان الله حنفي خپلو مقتدیانو ته د وینا پر مهال ویلي چې بخارۍ ته مخامخ له لمونځ کولو څخه ډډه وکړي او که څوک داسې کوي، نو «لمونځ یې نه کېږي.»

دغه طالب پلوی ملا په خپله وینا کې زیاتوي، چې د حنفي مذهب پر بنسټ هغه بخارۍ چې دننه په کې اور بل وي، نو مخامخ ورته لمونځ کول روا نه دي.

د هغه په خبره، که په بخارۍ کې اور بل نه وي، نو مخامخ ورته لمونځ کول هېڅ ستونزه نه لري.

هغه خپلو مقتدیانو ته سپارښتنه کړې چې د نورو اور لرونکو بخاریو تر څنګ ګازي بخارۍ او راډ لرونکې برېښنایي بخارۍ ته هم مخامخ لمونځ کېږي؛ خو بیا هم باید احتیاط وشي.

دغه ملا د اوکراینا په نوم د مشهوري ګازي بخارۍ نوم هم اخیستی دی چې په وینا یې مخامخ ورته لمونځ «مکروه» دی.

په منبر ناست دغه ملا دا هم ویلي چې په خونه کې د روښنايي لپاره برېښنا یا ساده څراغ هېڅ ستونزه نه لري او مخامخ ورته لمونځ جایز دی.

په کابل او د هېواد په یو شمېر سړو ولایتونو کې خلک د خونو د تودلو په موخه ګازي، لرګي لرونکي او برېښنايي بخارۍ خورا ډېرې کاروي چې دغه څرګندونې یې په تړاو پاروونکي بلل کېږي.

د دیني علومو یو شمېر پوهان په دې باور دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یو شمېر ملایانو د اسلامي شریعت په نوم خورا افراطي نظریات ټولنې ته وړاندې کوي.

باورونه دا دي چې طالبان د ژوند هره برخې ته اسلامي رنګ ورکوي او بیا د خپلو افراطي مفکورو پر بنسټ پرته له کوم روښانه اسلامي دریځ او دلایلو څخه خلکو ته تبلیغوي.

په افغانستان کې دیني عالمانو په بېلابېلو برخو کې خپلو افراطي نظریاتو خپرولو ته دوام ورکړی او ځینو ؛خو بیا ځیرک ټلېفونونه ګرځول هم حرام ګڼلي دي.

په یوې بله ویډیو کې یو طالب پلوی ملا چې د ټلوېزیون په بحث کې کامرې ته مخامخ ناست دی ادعا کوي چې د ژوندیو انسانانو ویډیو یا انځورو اخیستل خپرول ګناه ده ؛خو خپله په ویډیوي بڼه یوې خپرونه کې ګډون لري.
د طالبانو د امر بالمعروف ملایان بیا د افراطي نظریاتو د درلودو له امله خورا مشهور شوي او ان ځینو بیا ويلي چې ښځې باید په خپلو کې هم د غږ د محرم والي له کبله له یو بل سره له خبرې ونه کړي.

په وار وار د اسلامي علومو عالمانو د طالب ملایانو افراطي ویناوې غندلي او له دین څخه یې ناخبره ګڼلې دي.